شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 39

حمدالله فطرت:له تېرې شپې راهیسې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، له پاکستان سره پر فرضي کرښه په پرتو ولایتونو کې د پاکستان د پوځ بریدونه او جنګي جنایتونه لا هم دوام لري.

د نوموړي په وینا، تېره شپه د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ولسوالۍ د کوټ کلي په سیمه کې د پاکستاني پوځ د هاوان مرمۍ د یوه ملکي کور سره لګېدلې چې له امله یې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۳ نور ټپیان شوي دي.

فطرت زیاتوي چې د پکتیکا ولایت د شکین ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې هم د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او عامه تاسیساتو ۱۲ د هاوان مرمۍ او ۱۴ د ډي سي توپ مرمۍ توغول شوې دي، چې دغه مرمۍ په شاړو ځمکو، تخلیه شویو کورونو او د ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ ته نږدې سیمو لګېدلې دي، خو د ځاني تلفاتو راپور نه دی ورکړل شوی.

د ده په خبره، د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ پر سیمو هم شاوخوا ۹۰ د هاوان او توپ مرمۍ فیر شوې دي.

بل لور ته د خوست ولایت د ځاځي میدان ولسوالۍ په څو کلیو کې د سهار راهیسې د درنو وسلو په مټ د ملکي خلکو کورونه په نښه شوي دي، چې یو ملکي کس ټپي شوی او ګڼ شمېر کورنۍ له خپلو کورونو بې ځایه شوې دي.

همدارنګه د نورستان ولایت د کامدیش ولسوالۍ د نوآباد، دونیژه او ډبه کلیو اوسېدونکي وايي چې له پرون راهیسې پر سیمې د هاوان او توپونو بریدونه روان دي، چې له امله یې خلک له خپلو کورونو وتلي، څو کورونه نیمه ویجاړ شوي او شاوخوا ۲۰ څاروي وژل شوي دي.

استرالیا؛د ایران د ښځو د فوټبال پنځو لوبغاړو ته بشري ویزې ورکړې

0

د استرالیا حکومت اعلان کړی چې د ایران د ښځو د فوټبال ملي لوبډلې پنځو لوبغاړو ته یې بشري ویزې ورکړې او خوندي ځای ته یې انتقال کړې دي.

د استرالیا د کډوالۍ وزیر توني برک ویلي، دغه لوبغاړې د اسیا جام سیالیو تر پای وروسته په استرالیا کې پاتې کېدل غواړي او د پولیسو له خوا خوندي ځای ته لېږدول شوې دي.

د چارواکو په وینا، یادې لوبغاړې فاطمه پسندیده، زهرا غنبري، زهرا سربالي، عاطفه رمضان‌زاده او مونا حمودي دي.

وزیر برک زیاته کړې چې دغو لوبغاړو ټینګار کړی چې دوی سیاسي فعالانې نه دي، بلکې یوازې غواړي په خوندي چاپېریال کې ژوند وکړي.

د لوبغاړو د امنیت په اړه اندېښنې هغه مهال زیاتې شوې چې د ایران لوبډلې د اسیا د ښځو د فوټبال جام سیالیو پر مهال د سویلي کوریا پر وړاندې د لوبې مخکې ملي سرود ونه ویلو، چې په ایران کې پرې توند غبرګونونه راوپارېدل.

د استرالیا حکومت ویلي، د ایران د ښځو فوټبال لوبډلې نور غړي هم که وغواړي، کولی شي په دغه هېواد کې د پاتې کېدو غوښتنه وکړي.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم پر دې موضوع غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې که استرالیا دغه لوبغاړې ونه مني، امریکا چمتو ده چې هغوی ته پناه ورکړي.

بنیامین نتانیاهو:د ایران جګړه کې د بریالۍ کیدو په صورت کې به اساسي بدلونونه رامنځته شي

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي چې د اسراییل هیله دا ده چې د ایران خلک له استبدادي نظام څخه خلاص شي، خو ټینګار یې کړی چې د دې هدف پوره کېدل په پای کې د ایران د خلکو په خپله اراده پورې تړلي دي.

نتانیاهو زیاته کړې چې د اسراییلو له لوري تر اوسه ترسره شوي اقدامات د ایران پر وړاندې فشار زیات کړی دی.

د هغه په وینا:«بې‌شکه د هغو اقداماتو له لارې چې تر اوسه ترسره شوي، موږ د هغوی مقاومت کمزوری کړی، خو زموږ کار لا پای ته نه دی رسېدلی.»

د اسراییلو لومړي وزیر همداراز ویلي، که د اسراییل هڅې د ایران له خلکو سره یوځای بریالۍ شي، نو د سیمې په کچه به بنسټیز بدلونونه رامنځته شي.

د ده په خبره، که د ملتونو په ژوند کې د تلپاتې بدلون امکان وي، نو دوی هڅه کوي داسې بدلون رامنځته کړي.

د طالبانو حکومت د چاپیریال ساتنې اداره:سږ کال به په ټول هېواد کې ۱۰ مېلیونه نیالګي وکرل شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د چاپیریال ساتنې ادارې مشر مطیع‌الحق خالص ویلي چې سږ کال به په ټول هېواد کې شاوخوا ۱۰ مېلیونه نیالګي وکرل شي.

هغه زیاته کړې، چې د تېر کال د پلان له مخې شاوخوا ۱۷ مېلیونه نیالګي کرل شوي وو؛ خو سږکال یې هدف شاوخوا ۱۰ مېلیونه ټاکل شوی دی.

خالص له ټولو هېوادوالو غوښتي چې د نیالګیو د کېنولو او ساتنې په برخه کې فعاله برخه واخلي او د چاپیریال ساتنې لپاره هڅې وکړي.

عباس عراقچي:له امریکا سره خبرې اترې نور د اجنډا برخه نه دي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، لا هم ډېر وختي دی چې د مجتبي خامنه‌یي د امریکا سره د خبرو په اړه نظر څرګند شي.

نوموړي همدا راز د امریکا سره د بیا مذاکراتو په اړه شک څرګند کړی.

عراقچي ویلي:«موږ ټول د هغه څرګندونو او ویناوو په تمه یو چې وروسته به وړاندې شي، خو زه فکر نه کوم چې د امریکایانو سره د خبرو موضوع یا د بیا مذاکراتو مسئله د بحث پر مېز وي، ځکه موږ له امریکایانو سره ډېر ترخه او بده تجربه لرو.»

هغه ټینګار کړی چې ایران د امریکا سره د اړیکو په برخه کې د احتیاط پالیسۍ تعقیبوي او هر ډول پرېکړه د ملي ګټو او تجربو پر بنسټ نیول کېږي.

همدا راز، عراقچي ویلي چې ایران د خپلو اصولو په رڼا کې خپلې ستراتیژیکې تګلارې جاري ساتي او د بهرنیو فشارونو په وړاندې به د ملي پریکړو له حق څخه نه شي تېرېدلی.

د کابل او اسلام آباد ترینګلې اړیکې؛د پاکستان درې کسیزه هیئت د خبرو لپاره کابل ته راغلی

ځینو مهمو سرچینو رسنیو ته ویلي چې د پاکستان درې کسیزه هیئت د مولانا فضل‌الرحمان په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

سرچینه وایي، دغه هیئت د دې لپاره افغانستان ته راغلی چې د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د وروستیو شخړو د کمولو او د اختلافونو د حل لارې چارې وڅېړي.

ویل کېږي چې د هیئت په جوړښت کې د مولانا فضل‌الرحمان تر څنګ مولانا عبدالله شاه مظهر او مولانا سجاد عثمان هم شامل دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان حکومت؛د انرژۍ بحران د کمولو لپاره بېړني تدابیر اعلان کړل

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د هېواد د روان اقتصادي او انرژۍ بحران د مهار لپاره بېړني اقدامات اعلان کړي دي.

هغه ویلي چې د سیمې شخړې او په افغانستان د مستقیمو تیریو له امله د پاکستان اقتصاد له جدي فشار سره مخ شوی دی.

د اعلان شوو اقداماتو مهم ټکي داسې دي:
ښوونځي به د دوه اونیو لپاره تړل کېږي.
د دولتي وسایطو ۶۰ سلنه به له سړکونو لرې شي.
د سون توکو په برخه کې امتیازونه به ۵۰ سلنه کم شي.
د دولتي کارکوونکو ۵۰ سلنه به له کوره کار وکړي.
دولتي دفترونه به په اونۍ کې یوازې څلور ورځې فعالیت کوي.
د عامه لګښتونو کچه به ۲۰ سلنه راټیټه شي.

د حکومت موخه د سون توکو مصرف کمول او د موجودو سرچینو اغېزمن مدیریت بلل شوی، په داسې حال کې چې د نړیوالو تیلو د بیو لوړوالي او سیمه‌ییزو کړکېچونو د پاکستان پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي.

سپاه پاسداران:امریکا او اسراییل سره د جګړې د پای پرېکړه به ایران کوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران پر وړاندې د امریکا جګړه ښايي ژر پای ته ورسېږي.

په ورته وخت کې د ایران سپاه پاسداران د نوموړي څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د جګړې د پای په اړه پرېکړه به ایران کوي.

د دوی په وینا، ټرمپ هڅه کوي د تبلیغاتو او ناسم معلوماتو له لارې پر ایران رواني فشار زیات کړي.

سپاه پاسداران ټینګار کړی چې ایران د امریکا او اسراییلو د هر ډول برید او فشار پر وړاندې په کلکه ولاړ دی او د جګړې د پای وخت به هم د ایران له لوري ټاکل کېږي.

افغان کرېکټ بورډ:د سریلانکا پر وړاندې لوبلړۍ ځنډېدلې ده

د افغانستان کرېکټ بورډ تایید کړې چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ پلان شوې راتلونکې لوبلړۍ ځنډېدلې ده.

د کرېکټ بورډ ځینو سرچینو ویلي چې تر اوسه لا څرګنده نه ده چې دغه لوبلړۍ به څه وخت ترسره شي او یا به کوم بل هېواد ته ولېږدول شي.

د سرچینو په وینا، کرېکټ بورډ دا مهال په دې اړه د بېلابېلو انتخابونو ارزونه کوي او وروستۍ پرېکړه به وروسته اعلان شي.

اډم بویلر:امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان وساتي

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ استازي اډم بویلر پر اېکس لیکلي چې امریکا به نور دا ونه زغمي چې نور هېوادونه امریکايي بندیان وساتي.

هغه ویلي، افغانستان دا مهال درې بې‌ګناه امریکایان بنديان ساتلي او د هغوی د خوشې کېدو وخت رارسېدلی دی.

د ده په وینا، دا کسان باید ژر تر ژره ازاد شي.

بل لور ته د طالبانو حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې په افغانستان کې بهرني وګړي د هېواد د قوانینو د نقض له امله نیول شوي او بندیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې امریکا افغانستان د «غیر قانوني نیونو د ملاتړ کوونکي دولت» په توګه نومولی دی.