پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 389

ډونالډ ټرمپ؛د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره د غزې د حکومتولۍ پر سر غونډه کوي

0

ټاکل شوې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره په غزې کې د راتلونکې حکومتولۍ په اړه خبرې وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، له ټرمپ سره په کتنه کې د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، مصر، اردن، ترکیې، اندونیزیا او پاکستان مشران شامل دي.

ویل کېږي، چې ټرمپ به په دې لیدنه کې د حماس له ګډون پرته د غزې د حکومتولۍ طرحه هم وړاندې کړي.

ټرمپ هیله ښودلې، چې یرغمل شوي ازاد او دایمي اوربند رامنځته شي.

هندوستان ټایمز:یو ۱۳ کلن افغان د الوتکې د ټایرونو پورتنۍ برخه کې هند ته خوندي سفر کړی

یو ۱۳ کلن افغان هلک د کام ایر هوايي شرکت د الوتکې د څرخونو په محفظه کې له کابله تر هنده پټ سفر کړی دی.

د هندوستان ټایمز د راپور له مخې، دغه هلک چې د کندز ولایت اوسېدونکی دی، د یک‌شنبې په ورځ د سهار شاوخوا ۱۱:۱۰ بجې د هند د اندرا ګاندي نړیوال هوايي ډګر ته رسېدلی.

کارکوونکو هغه د الوتکې له ښکته کېدو وروسته موندلی او امنیتي چارواکو ته یې سپارلی دی.

یاد هلک بېرته هماغه ورځ کابل ته لېږدول شوی.

راپور زیاتوي، چې دغه ۹۴ دقیقې سفر کې هلک روغ پاتې شوی.

شاه محمود میاخېل:نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه هم طالبان تعادل ساتلی شي

د ملي دفاع وزارت پخواني سرپرست شاه محمود میاخېل د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بګرام اډې د نیولو په اړه څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې د افغانستان روان وضعیت ټول زیانمنوي.

ښاغلي میاخېل پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي، نه امریکا ته د بګرام نیول کومه ګټه لري او نه طالبان کولای شي، چې سیاسي تعادل وساتي.

نوموړي زیاته کړې، چې د افغانستان ستونزه یوازې د یوه مشروع او قانوني حکومت له لارې حل کېدای شي، نه د نیابتي جګړو او سیالیو له لارې.

هغه طالبان د حکومتولۍ لپاره ناکام بللي او ویلي، چې د دوی تګلاره د داخلي او بهرني بحران لامل ګرځي.

ایران؛د پستې د حاصلاتو پر مهال د بې‌اسناده افغان کارګرو د نه ګومارنې خبرداری ورکړل شوی

د ایران د کرمان ولایت د قضایه قوې چارواکو د پستې د حاصلاتو د راټولولو د موسم له رارسېدو سره یوځای خبرداری ورکړی، چې هېڅوک نه‌شي کولای بې‌اسناده کارګر وګوماري.

که څه هم چارواکو په ښکاره ډول د افغانانو نوم نه دی اخیستی؛ خو په ایران کې تر ډېره بې‌اسناده کارګر افغان کډوال ګڼل کېږي.

کرمان د پستې د پراخو باغونو له امله پېژندل کېږي او د حاصلاتو پر مهال تر ډېره له افغان کارګرو کار اخیستل کېږي.

چارواکو ګواښ کړی چې د دغه پرېکړې سرغړونکي به له جدي قانوني چلند سره مخ شي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې ایران د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ګړندۍ کړې او یوازې په درې میاشتو کې تر دوه میلیونه ډېر افغانان ستانه شوي دي.

بلجیم؛په روسلار ښار کې یو افغان د درې کسانو د وژنې په تور نیول شوی

د بلجیم پولیسو ویلي چې یو ۴۷ کلن افغان وګړی د خپلې پخوانۍ مېرمنې او دوو نورو کسانو د وژنې په تور نیول شوی دی.

چارواکو ویلي، دغه پېښه د هېواد لوېدیځ ته څېرمه د روسلار په ښار کې شوې ده.

د معلوماتو له مخې، لومړی د نوموړي ۴۳ کلنه پخوانۍ مېرمن په چړو وهل شوې او وروسته دوه نور کسان، چې عمرونه یې ۴۵ او ۶۷ کاله ښودل شوي، هم د هغه د برید ښکار شوي دي.

پولیسو ویلي، د وژنو د اصلي علت په اړه تر اوسه کره جزئیات نه دي څرګند شوي؛ خو ټینګار کوي چې نیول شوی کس مخکې هم د کورني تاوتریخوالي له امله د بند سزا تېره کړې وه.

امرالله صالح:د خیبر پښتونخوا وروستی برید د پاکستان د وېش پیل دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د خیبر پښتونخوا وروستی برید د پاکستان د وېش پیل دی.

نوموړي په ایکس لیکلي چې د پاکستان هوايي ځواک پر ملکي کورونو بمباري کړې او ۲۳ تنه یې وژلي دي.

صالح ویلي که دا پېښه په پنجاب کې شوې وای، د پاکستان رسنیو به توند غبرګون ښودلی وای.

هغه ټینګار کړی چې د قبایلي سیمو خلک تل د پاکستان د سیاست قرباني شوي او دا ډول کړنې د دغه هېواد د ټوټې کېدو نښه ده.

ګلبدین حکمتیار ډونالډ ټرمپ ته:د افغانستان د بیا نېولو هڅه مه کوه او هیڅکله به په افغانانو برلاسی نه شې

د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ټرمپ د بګرام هوايي اډې د بیا نیولو په فکر کې دی؛ خو دا اقدام به د امریکا د زوال سبب شي.

هغه زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د بګرام په اړه د هر ډول معاملې خبرې رد کړي دي؛ خو ټرمپ ګواښ کړی که بګرام په واک کې ور نه کړل شي، بدې پایلې به ولري.

حکمتیار امریکا ته خبرداری ورکړی چې د افغانستان د خلکو د مقاومت په وړاندې به بریالي نه شي.

هغه ویلي چې امریکا د ترهګرۍ د مقابلې تر نامه لاندې درواغ وايي او په حقیقت کې د افغانستان د بیا نیولو هڅه کوي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان به د هر ډول یرغل پر وړاندې جګړه وکړي او هیڅکله به د خپلو هېوادوالو د ازادۍ او خپلواکۍ څخه تېر نه شي.

پاکستان؛د انټرنېټ کیبلونو د پرې کېدو له امله د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو امر قریشي بدلون ویلي چې د تورخم لار وتړل شوه.

ښاغلي بدلون ویلي، یاده لاره نن مازدیګر د پاکستاني لوري لخوا د نامعلوم دلیل له مخې د مسافرو پرمخ تړل شوې.

نوموړي خبرداری ورکړی چې مسافرین دې تر بلې خبرتیا پر یاد لوري تګ راتګ نکوي.

بل لورته پاکستاني چارواکو ویلي چې د سرحدي مدیریت سیستم د انټرنېټ کیبلونه پرې شوي دي او تر څو چې دا ستونزه حل نه شي، سرحد به تړلی وي.

ضمیر کابلوف:پر افغانستان به د برید هره هڅه واشنګټن ته ناوړه پایلې ولري

د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې امریکا به پر افغانستان د نوې پوځي حملې جرئت ونه کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د امریکا هره هڅه به واشنګټن ته منفي پایلې ولري.

دا څرګندونې وروسته له هغه دي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د طالبانو حکومت ته د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو په صورت کې د بدو پایلو ګواښ کړی و.

احمد الشرع:د ایران اړوند ملېشې او حزب‌الله مو له سوریې ایستلي

0

د سوریې ولسمشر احمد الشرع ویلي چې د ایران د رژیم اړوند ملېشې او د حزب‌الله ځواکونه یې له سوریې ایستلي دي.

هغه ټینګار کړی چې نړۍ د سوریې په قضیه کې پخوا پاتې راغلې؛ خو اوس کولی شي د مرستو لپاره لاس ور وغځوي.

الشرع زیاته کړې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې په تړاو مهم ګامونه اخیستي او دی به ورسره د لیدنې پر مهال د واشنګټن او دمشق د اړیکو په اړه خبرې وکړي.

له دې وړاندې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي وو چې له سوریې سره روانې خبرې اترې د پرمختګ په حال کې دي او ښايي د لبنان ترڅنګ له سوریې سره هم د سولې تړون ته لاره هواره کړي.

الشرع دوه ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له اسراییلو سره روانې امنیتي خبرې ښايي په نږدې راتلونکو ورځو کې یوې هوکړې ته ورسېږي.