پنجشنبه, جون 4, 2026
Home Blog Page 390

کیم جونګ اون:د اټومي وسلو د شرط پرېښودو په صورت کې له امریکا سره خبرو ته تیار یوو

0

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، که امریکا د پیونګ یانګ د اټومي وسلو د له منځه وړلو شرط پرېږدي، د خبرو لپاره چمتو دی.

هغه ټینګار کړی چې هېواد به یې هېڅکله د بندیزونو په بدل کې له خپل اټومي ځواک نه لاس وانخلي.

نوموړي د ولسي مشرانو مجلس ته په وینا کې ویلي چې د هېواد بقا د اټومي وسلو په لرلو پورې تړلې ده او د امریکا او سویلي کوریا ګډ پوځي تمرینونه د اټومي جګړې د تمرین بڼه لري.

بل لورته د سویلي کوریا ولسمشر لي جي میونګ ویلي، پر شمالي کوریا لګېدلو بندیزونو ستونزه لا نوره زیاته کړې او پیونګ یانګ هر کال تر ۲۰ پورې نوې اټومي وسلې زیاتوي.

د هغه په وینا، د باور پر بنسټ تدریجي تګلاره یوازینۍ حل لار ده او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ رول پکې مهم دی.

ندا محمد ندیم:د افغانستان د لوړو زده‌کړو نصاب مو اسلامي کړی او د ډاروین نظریه مو ترې وویسته

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم ویلي، د چارلز ډاروین نظریه یې له نصاب ایستلې او د افغانستان د تحصیلاتو نظام یې «اسلامي» کړی.

ندیم په هرات کې د ارزونې او پیاوړتیا نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې پخوا د پوهنتونونو په درسونو کې د «اخلاقي فساد» ترڅنګ داسې نظریات هم ترویج کېدل چې د اسلام پر ضد وو.

بل خوا د پوهنتون استادان خبرداری ورکوي چې د طالبانو حکومت د معاصرو علومو په حذف سره غواړي د پوهنتونونو دروازې په تکتیکي ډول پر نویو روښانفکره محصلینو وتړي او د زده‌کوونکو ذهنیتونه افراطي کړي.

د هغوی په وینا، دا کار د افغانستان د علمي راتلونکي د ړنګېدو معنا لري او د طالبانو حکومت کوښښ کوي چې د زده کوونکو د مغزو وینځلو په هڅه نوي ځوانان د خپلو سیاسي او ایډیولوژیکي ګټو لپاره وکاروي.

طلوع‌نیوز؛د طالبانو حکومت له ګواښ وروسته خپور شوی خبر له خپلو پاڼو حذف کړ

طلوع‌نیوز، چې د افغانستان له مهمو خصوصي رسنیو څخه شمېرل کېږي، هغه راپور بېرته له خپلو ټولنیزو شبکو لرې کړ چې په کې د «انتحاري» کلمه کارول شوې وه.

دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې د طالبانو حکومت د امنیتي ادارې یوه لوړپوړي چارواکي د دغه راپور په اړه خبرداری ورکړ.

طلوع‌نیوز د شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو د مرستیال تاج‌میر جواد څرګندونې خپرې کړې وې.

نوموړي ویلي وو چې دی اماده دی د هغو کسانو پر وړاندې انتحاري بریدونه ترسره کړي چې د طالبانو د نظام د کمزوري کولو هڅې کوي.

جواد، چې د طالبانو د لومړنیو انتحاري ډلو له بنسټ‌اېښودونکو ګڼل کېږي، په خپله وینا کې ټینګار کړی و چې لکه د نظام د جوړېدو پر مهال، اوس هم د دې نظام د ساتنې لپاره ځان قربانولو ته تیار دی.

وروسته د استخباراتو بل چارواکي، جواد څارګر، چې د خبریالانو د ځورولو تور پرې دی، پر ایکس ټولنیزه شبکه لیکلي وو چې طلوع‌نیوز د «شهیدانو په اړه سپکاوی» کړی او د «کفر او الحاد ژبه» یې کارولې ده.

هغه زیاته کړې چې طالبان د «انتحاري» اصطلاح له رسنیو ایستلې او نه غواړي دغه ډول ژبه بیا خپره شي.

په پایله کې، طلوع‌نیوز اړ شو چې خپور شوی راپور حذف کړي.

احمد ضیا مسعود:د طالبانو دوامداره واکمني بې‌ثباتي، فقر او نړیواله انزوا زیږوي

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال او د جمعیت اسلامي د رهبرۍ شورا غړي احمد ضیا مسعود په یوه تازه لیکنه کې ویلي، چې افغانستان له تېرو سلو کلونو راهیسې د ملت او ماډرن دولت د جوړولو هڅې کړې، خو تل له ناکامۍ سره مخ شوی.

هغه د ناکامیو اصلي لامل قومي او قبیلوي سیاست بللی او ویلي یې دي چې د ملي ارادې نشتون، هېواد له بنسټیز بدلونه پاتې کړی دی.

مسعود ټینګار کړی، چې د شاه امان‌الله د اصلاحاتو، د ظاهر شاه د نسبي ثبات او د ۲۰۰۱ کال وروسته د جمهوریت ټولې تجربې ښيي، چې یوازې فردي اصلاحات او بهرنی ملاتړ بسنه نه کوي، بلکې د اساسي قانون او د وګړو پر مساوي حقونو ولاړ ملي دولت ته اړتیا ده.

هغه طالبان د قومي سیاست او سخت‌دریځه ایډیالوژۍ استازي بللي او ویلي یې دي، چې د دوی دوامداره واکمني، بې‌ثباتي، فقر او نړیواله انزوا زیږوي.

پاکستاني جټ الوتکو؛پښتونخوا کې د عامو خلکو پر کورونو بمبار کړی

0

د خیبر پښتونخوا سیمه‌ییزو سرچینو ویلي، چې د پاکستان جنګي الوتکو تېر ماښام د خیبر ولسوالۍ تیراه سیمه بمبار کړې ده، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۴ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

سرچینې وایي، الوتکو د ولسي خلکو کورونه په نښه کړي دي.

د ځایي اوسېدونکو په وینا، لا هم د ژغورنې ډلې د مړو د جسدونو د را ایستلو هڅې کوي او ګڼ کسان لا هم تر خاورو لاندې دي.

پاکستاني چارواکو او پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

سعودي عربستان:د استرالیا، کاناډا، پرتګال او بریتانیا پرېکړه د سولې پر لور مهم ګام دی

0

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د استرالیا، کاناډا، پرتګال او بریتانیا له لوري د فلسطین د خپلواک دولت د رسمیت پېژندلو هرکلی کړی دی.

ریاض دغه پرېکړه د «ملګرو هېوادونو» د ملاتړ څرګندونه او د دوه دولتونو د ستونزو د حل لپاره مهم ګام بللی دی.

په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، سعودي عربستان هیله لري چې نور هېوادونه هم ورته ګامونه واخلي څو د فلسطین د ولس پخوانۍ هیله، چې تلپاتې سولې ته رسېدل دي، عملي شي.

امریکا؛د متحدینو له لوري د فلسطین د دولت رسمیت پېژندنه نمایشي اقدام بللی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د بریتانیا، آسترالیا، کاناډا او پرتګال له لوري د فلسطین د دولت په رسمیت پېژندلو غبرګون ښودلی او دا یې نمایشي اقدام بللی دی.

د وزارت یوه ویاند د فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي، واشنګټن پر جدي ډیپلوماسۍ تمرکز لري، نه پر داسې کارونو چې یوازې نمایشي بڼه ولري.

د هغه په وینا:«د امریکا لومړیتوبونه څرګند دي، د یرغملانو ازادېدل، د اسراییلو امنیت، او د سیمې سوله او هوساینه چې یوازې د حماس له منځه تلو وروسته شونې ده.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا څو نږدې متحدینو تېره ورځ د فلسطین خپلواک دولت په رسمیت پېژندلی دی.

پنتاګون؛د پوځ اړوند راپورونو خپرولو ته د رسنیو پر پوښښ نوي محدودیتونه ولګول

0

د امریکا دفاع وزارت پر هغو موضوعاتو چې له پوځ سره تړاو لري، د رسنیو پر پوښښ نوي محدودیتونه لګولي دي.

په تازه یادداشت کې ویل شوي، خبریالان که د ناتایید شوو یا حساسو معلوماتو خپرولو ته لاس واچوي، ښایي د پنتاګون اعتبارنامې یې لغوه شي.

د رسنیو ملاتړو دا اقدام د سانسور په معنا بللی او ټینګار یې کړی چې دا کار خپلواک ژورنالیزم زیانمنوي.

په ورته وخت کې، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې هېڅ شی خبریالان نه شي درولی؛ خو د نوې تګلارې په اړه یې ځانګړې څرګندونې ونه کړې.

د دې پرېکړې پراخ مخالفت د امریکا له سترو خبري بنسټونو لکه نیویارک ټایمز، واشنګټن پوسټ او رویټرز څخه راپورته شوی دی.

د سوریې ولسمشر؛احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته لاړ

0

رویټرز خبري اژانس وایي، چې د سوریې ولسمشر احمد الشرع د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غونډه کې د ګډون لپاره امریکا ته رسېدلی دی.

نوموړی به د نیویارک په سفر کې د اسامبلۍ په روانو ناستو کې برخه واخلي.

د رویټرز په وینا، له ۱۹۶۷ کال وروسته به دا لومړی ځل وي چې یو سوریایي ولسمشر د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر الشرع به سبا د اسامبلۍ په اتیایمې ناستې کې وینا وکړي.

بنیامین نتنیاهو:د فلسطین دولت رسمیت پېژندنه ترهګرۍ ته ډالۍ ده او موږ به یې هیڅکله ونه منو

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د بریتانیا، کاناډا او استرالیا له خوا د فلسطین دولت له رسمیت پېژندنې وروسته غبرګون ښودلی او دا یې «ترهګرۍ ته ستره ډالۍ» بللې ده.

هغه په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د فلسطین دولت جوړېدل به هېڅکله عملي نه شي او د دغې پرېکړې ځواب به د امریکا له سفر وروسته ورکړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال شوي چې یادو درېیو هېوادونو د یکشنبې په ورځ فلسطیني دولت په رسمیت وپېژاند او ویل کېږي یو شمېر اروپايي هېوادونه به هم ورته ګام پورته کړي.