چهارشنبه, جولای 9, 2025
Home Blog Page 375

پوتین؛د بریکس سازمان په غونډه کې د “بریکس” پولي واحد رسنیز کړ

0

د روسیې په کازان ښار کې د بریکس غونډه کې روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د « برېکس » ډیزاین شوي پولي واحد رسنیز کړ.

د بریکس نیوز په نوم یوې روسي رسنۍ په خپله اکس پاڼه نشر کړي چې بریکس پولي واحد به په راتلونکي کې د ډالرو ځای نیونکی پولي واحد وي.

یادې رسنۍ د بریکس پولي واحد یوه نمونه نشر کړې چې پکې د افغانستان ملي بیرغ او د طالبانو ” اسلامي امارت” نوم هم لیدل کېږي

لویډ اسټین:داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته ۳ زره سرتېري استولي

0

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین وایي چې داسې شواهد شته چې شمالي کوریا روسیې ته پوځیان استولي دي.

ښاغلي اسټین تېره ورځ له روم څخه د لېدنې پر مهال ویلي، چې روسیې ته د وسلو له ورکولو وروسته دا د پیونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

نوموړي زیاته کړې چې امریکایي څېړونکي لا هم وضعیت څاري، خو پیونګ یانګ به د دې نتیجې وګوري چې له روسیې سره مستقیماً مرستې کوي.

بل لورته د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي ویلي، دوی باور لري چې شمالي کوریا د بېړیو له لارې د روسیې بندري ښار ولادیفوستوک ښار ته لږترلږه ۳۰۰۰ سرتېري استولي دي.

کربي ویلي، دوی نه پوهېږي چې دغه سرتېري به اوکراین ته استول کېږي او که نه، خو په خبره یې، دا کار دوی ته د اندېښنې وړ دی.

د بریکس غړو هېوادونو؛له طالبانو د نجونو د ښوونځیو د خلاصېدو غوښتنه وکړه

د روسیې په کازان کې د بریکس غړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د افغانستان د روان کړکېچ سوله ییز حل اړین دی او له طالبانو یې غوښتي چې له ظلم لاس واخلي.

دغه اعلامیه کې ویل شوي، چې د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لرې کړي.

په یاده اعلامیه کې د بشري حقونو په رعایت او د ښځو، نجونو او قومي اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو د اساسي حقونو پر ساتنې هم ټینګار شوی دی.

د بریکس غړو هیوادونو دا هم ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو لخوا باید دوی ته ډاډ ورکړل شي چې ددې هېواد خاوره د “ترهګرو” لخوا نه کارول کیږي.

د يادونې ده، چې د بریكس سازمان درې اړخيزه غونډه د چين، هند، روسيې په ګډون د دغه سازمان د غړو هېوادونو د مشرانو په حضور كې پيل شوه.

دغه ناسته کې د ګډون لپاره د طالبانو حکومت هم بلنه ولېږله؛ خو د دغه سازمان د غړو هېوادونو له لوري ونه منل شوه.

حامد کرزی:په سینما پامیر سیمه کې چاودنه یو تروریستي عمل دی

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د کابل په سینما پامیر سیمه کې چاودنه په کلکه غندلې ده.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دا یو تروریستي عمل دی.

نوموړي د دغې پېښې قربانیانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د عاجلې روغتیا دعا کړې.

د یادونې ده چې تېره ورځ د کابل په سینما پامیر سیمه کې د یو چسپکي ماین د چاودنې له کبله یو تن وژل شوی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت:له بازارونو مو ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول کړي

د طالبانو د اطلاعات او کلتور وزارت وایي، تراوسه یې له بازارونو ۴۰۰ عنوانه کتابونه راټول کړي.

یاد وزارت ویلي، چې دغه کتابونه د افغانستان له ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت ویلي، چې له دوکانونو او خپرندویه ټولنو څخه د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې هغوی ته نور کتابونه ورکوي.

د دوی په وینا، د راغونډو شویو کتابونو په بدل کې قرانکریمونه او تفسیرونه دوکاندارانو ته سپارل کېږي.

امریکایي چارواکي:شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي

0

امریکایي چارواکي وایي چې شمالي کوریا خپل درې زره سرتېري روسیې ته لېږلي.

اسوشېټېډ پریس خبري اژانس د امریکایي چارواکو له قوله ویلي، د شمالي کوریا دغه سرتېري په بېلابېلو مرکزونو کې د روزنې په حال کې دي.

یاد اژانس ته امریکایي چارواکو زیاته کړې چې له روسیې څخه د اوکراین جګړې ته ولاړ شي، عواقب به ولري.

د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین پرون له روم څخه د کتنې پر مهال ویلي، چې دا مسکو ته د وسلو له ورکړې وروسته د پيونګ یانګ بل ګام دی چې اخیستی یې دی.

ترکیه کې؛د هوایي چلند پر ادارې برید د بریدګرو په وژلو پای ته ورسېد

0

‏د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارلي‌کایا اعلان وکړ چې د ترکیې د هوايي چلند ادارې پر مرکزي دفتر د وسله والو برید کوونکو په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه ویلي، چې جګړه د دوو وسله والو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې ده.

د خپرو شویو انځورونو له مخې، دوه بریدګر چې یو سړی او یوه ښځه ده، په سیمه ییز وخت ماسپښین شاوخوا درې بجې په یوه ټکسي کې د دې ادارې دروازې ته ورغلي، چې کارکوونکي یې کورونو ته د تللو په حال کې وو چې دوی په نښه کړل.

بل لورته یو شمېر راپورونه وایي، چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ترکیې؛د هوایي چلند ادارې کارکوونکي وسله والو برمته نېولي

0

وسله والو د ترکيې د فضايي صنايعو شرکت، چې بې پيلوټه الوتکې جوړوي، کارکوونکي برمته نېولي دي.

دغه جګړه چې مازدیګر پیل شوې ده، تر اوسه دوام لري.

د ترکيې حکومت څو شېبې وړاندې د برید ساحې ته ځانګړي ځواکونه استولي.

دغه برید کې تر اوسه د لس تنو د وژل کېدو او د ۱۳ تنو د ټپي کېدو معلومات خپاره شوي دي.

د ترکیې؛د هوایي چلند پر ادارې برید کې تر اوسه ۲۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

‏د ترکیې پلازمینې انقره کې د هوایي چلند پر ادارې وسله وال برید شوی چې له امله یې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ترکيې حريت ټلويزيون ویلي، چې وسله والو کسانو چې يوه پکې ښځه هم ده، د ترکيې پر هوايي چلند شرکت بريد کړی او ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دغه ټلویزیون زیاته کړې چې تر اوسه ۱۰ کسه وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.

وسله وال په ځايي وخت مازيګر له يو ټکسي موټر د دې شرکت مخې ته کوز شوي او په لومړي قدم کې د ساتونکو په ويشتلو سره توانېدلي ودانۍ ته ننوځي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د ایران د بشري حقونو سازمان:تېرو دوه اونیو کې ایران لس افغانان اعدام کړي

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي چې په تېرو دوه اوونیو کې ایران ۱۰ افغانان اعدام کړي دي.

د دې سازمان مشر محمود امیری مقدم ویلي چې د اکتوبر په میاشت کې لږ تر لږه لس افغانان د ایران په زندانونو کې اعدام شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د روان میلادي کال له پیله تر اوسه په ایران کې ۴۵ افغانان اعدام شوي دي.

مقدم په ایران کې د افغانانو د اعدام شمېر زیاتېدو ته په کتو اندېښنه څرګنده کړې.