د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یارليکایا اعلان وکړ چې د ترکیې د هوايي چلند ادارې پر مرکزي دفتر د وسله والو برید کوونکو په برید کې لږ تر لږه درې تنه وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
هغه ویلي، چې جګړه د دوو وسله والو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلې ده.
د خپرو شویو انځورونو له مخې، دوه بریدګر چې یو سړی او یوه ښځه ده، په سیمه ییز وخت ماسپښین شاوخوا درې بجې په یوه ټکسي کې د دې ادارې دروازې ته ورغلي، چې کارکوونکي یې کورونو ته د تللو په حال کې وو چې دوی په نښه کړل.
بل لورته یو شمېر راپورونه وایي، چې په دغه برید کې لس تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
ددغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.