نامعلومو وسلهوالو د چارسدې په تنګي سیمه کې دیني عالم پير ابراهیم او د هغه پولیس ساتونکی په ډزو وژلي.
ځایي مسؤلینو هم پېښه تائید کړې.
تر اوسه چا د نوموړي د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی.
نامعلومو وسلهوالو د چارسدې په تنګي سیمه کې دیني عالم پير ابراهیم او د هغه پولیس ساتونکی په ډزو وژلي.
ځایي مسؤلینو هم پېښه تائید کړې.
تر اوسه چا د نوموړي د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی.
چینایي چارواکو د بدخشان سرو زرو کان کې د خپلو وګړو وژل کېدل تائید کړي.
خراسان ډایري د نوم نه ښودلو په شرط د چینایي چارواکي له قوله ویلي، چې دا پېښه د قراردادیانو ترمنځ د خپل منځي شخړې له امله رامنځته شوې.
د یاد چارواکي په خبره، په دې پېښه کې یو تن وژل شوی او بل سخت ټپي دی.
یو شمېر سرچینې وایي، چې جرمني کې د افغان سفارت او قونسلګري واک د طالبانو حکومت ته ورکړل شوی.
باوري سرچینې وايي چې د طالبانو حکومت دوه دیپلوماتانو په رسمي توګه د افغانستان د برلین سفارت او بن قونسلګري په واک کې اخیستي دي.
سرچینې زیاتوي، جرمني دغه دیپلوماتان منلي؛خو هڅه کوي دا موضوع له رسنیو پټه وساتي.
بل لورته جرمني کې د افغان کډوالو فعال نجیب الله امین هم منلې، چې دا سفارت د طالبانو حکومت ته سپارل شوی.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له سرمنشي ډاکتر محمد بن عبدالکریم العیسی او ورسره مل پلاوي سره په ارګ کې لیدنه وکړه.
سراج الدین حقاني دا ډول لیدنې د افغانستان او سعودي عربستان ترمنځ د ورورولۍ او یووالي لپاره ګټورې وبللې.
هغه ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه ژورې اړیکې لري او باید تګ راتګ زیات شي.
د یاد سازمان سرمنشي هم د امن فضا کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره د لیدنې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د سفر موخه د علماوو ترمنځ د علمي اړیکو پیاوړتیا ده.
یوناما په کابل کې د مېرمنو او نجونو د نیولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې.
یوناما ویلي، چې د چادري د نه رعایت له امله د جولای له ۱۶مې تر ۱۹مې نېټې پورې په کابل کې څو ښځې او نجونې نیول شوې دي.
دوی دا کار د اندېښنې وړ بللی او ویلي یې دي چې له واکمنو سره یې د موضوع په تړاو خبرې پیل کړې دي.
دغې ادارې له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو پر ازادیو محدودیتونه لرې کړي.
د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ایران د ښوونې او روزنې وزیر ویلي چې حکومت د اسراییلو سره د ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه یو ځانګړی ضمیمه چمتو کړی، چې راتلونکي ښوونیز کال کې به ښوونځیو کې د تدریس لپاره شامل شي.
نوموړي زیاته کړې چې اوس مهال ایران له ۱۳۰ څخه تر ۱۴۰ زرو ښوونکو ته اړتیا لري.
هغه همداراز وویل، سږ کال کتابونه چاپ شوي؛ نو ځکه د جګړې موضوع پکې نشي ورګډولی؛ خو دا هڅه کېږي چې زدهکوونکو ته د جګړې په اړه دقیقه پوهه ورکړل شي.
د طالبانو حکومت د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان له مشر شیخ محمد بن عبدالکریم العیسي سره په ارګ کې لیدلي.
په دې لیدنه کې عبدالسلام حنفي ویلي چې «اسلامي امارت» د هر ډول فساد، ناامنۍ او بهرني تهدید پر وړاندې په پیاوړي دریځ ولاړ دی.
نوموړي له مرستندویو بنسټونو وغوښتل چې د کډوالو په برخه کې خپل انساني مسؤلیت ادا کړي او له افغان ولس سره د زغم، مرستې او همکاریو نوی فصل پرانیزي.
شیخ العیسي ویلي، د اسلامي نړۍ د پیوستون سازمان د امت د یووالي، علمي همغږۍ او ګډو اسلامي ارزښتونو لپاره کار کوي.
نوموړي د طالبانو له حکومت سره د ښو اړیکو دوام یقیني وباله او ډاډ یې ورکړ چې دا سازمان به د افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.
د خوراک او کرنې سازمان (فائو) وايي چې د وروستیو سیلابونو له امله په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په میدان وردک کې ۱۸۲۰۰ کسان متضرر شوي دي.
دغه سازمان وايي چې له ۵۰ زیاتو کانالونو او ۸۸۵ هکتاره کرنیزو ځمکو ته زیان رسیدلی دی.
فائو زیاتوي چې د سیلابونو د اغېزو ارزونه کوي.
د یادونې ده، چې تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو ځمکې او خلک زیانمن کړي دي.
د طالبانو حکومت د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې قطر ته د افغان کډوالو د لېږلو هوکړه شوې.
سميع الله ابراهيمي ويلي، لومړي پړاو کې به ۷۰۰ افغان کارګر د قطر ګډ دولتي شرکت او د افغانستان د چارو موندنې دولتي شرکت له لوري استول کيږي.
دغې وزارت ويلي، د کارګرو نوم ليکنه به له هېواده بهر د کارګرو اعزام رياست له لوري ترسره کيږي.
د بشر حقونو سازمان «حالوش» راپور ورکړی چې د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران د یو عملیاتي ټیم لږ تر لږه ۱۰ غړي د وسلهوالو په برید کې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.
راپور وایي، وژل شوي کسان د ایران، افغانستان او پاکستان اتباع وو، او دا برید د شنبې سهار د سپاه قدس سیمهییزې قرارګاه پورې اړوند ټیم باندې شوی.
د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه وژل شوي افغانان دي، او یو افغان او دوه پاکستانیان ټپیان شوي دي.
حالوش ادعا کړې چې دا کسان له پخوا افغان نظامیان وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي او سپاه د مخالفینو پر ضد کارولي.
تر اوسه هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی؛ خو د سراوان سیمه ډېری وخت د جیش العدل او نورو بلوڅو وسلهوالو د بریدونو شاهد وي.