شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 371

د خوراک او کرنې سازمان:وروستیو سیلابونو کې میدان وردک کې ۱۸۲۰۰ کسان متضرر شوي

د خوراک او کرنې سازمان (فائو) وايي چې د وروستیو سیلابونو له امله په ټول هېواد او په ځانګړي ډول په میدان وردک کې ۱۸۲۰۰ کسان متضرر شوي دي.

دغه سازمان وايي چې له ۵۰ زیاتو کانالونو او ۸۸۵ هکتاره کرنیزو ځمکو ته زیان رسیدلی دی.

فائو زیاتوي چې د سیلابونو د اغېزو ارزونه کوي.

د یادونې ده، چې تېره اوونۍ په بېلابېلو ولایتونو کې سیلابونو ځمکې او خلک زیانمن کړي دي.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛له قطر سره د افغان کډوالو د لېږلو هوکړه لاسلیک کړې

د طالبانو حکومت د کار او ټولنيزو چارو وزارت وياند په يو ويډيويي پيغام کې ويلي، چې قطر ته د افغان کډوالو د لېږلو هوکړه شوې.

سميع الله ابراهيمي ويلي، لومړي پړاو کې به ۷۰۰ افغان کارګر د قطر ګډ دولتي شرکت او د افغانستان د چارو موندنې دولتي شرکت له لوري استول کيږي.

دغې وزارت ويلي، د کارګرو نوم ليکنه به له هېواده بهر د کارګرو اعزام رياست له لوري ترسره کيږي.

حال‌وش:د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران پر ټیم برید کې د افغانانو په شمول ۱۰ تنه وژل شوي

د بشر حقونو سازمان «حال‌وش» راپور ورکړی چې د ایران په سراوان کې د سپاه پاسداران د یو عملیاتي ټیم لږ تر لږه ۱۰ غړي د وسله‌والو په برید کې وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي.

راپور وایي، وژل شوي کسان د ایران، افغانستان او پاکستان اتباع وو، او دا برید د شنبې سهار د سپاه قدس سیمه‌ییزې قرارګاه پورې اړوند ټیم باندې شوی.

د راپور له مخې، لږ تر لږه پنځه وژل شوي افغانان دي، او یو افغان او دوه پاکستانیان ټپیان شوي دي.

حال‌وش ادعا کړې چې دا کسان له پخوا افغان نظامیان وو، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران او پاکستان ته تللي او سپاه د مخالفینو پر ضد کارولي.

تر اوسه هیڅ ډلې د برید مسؤلیت نه دی منلی؛ خو د سراوان سیمه ډېری وخت د جیش العدل او نورو بلوڅو وسله‌والو د بریدونو شاهد وي.

ډیلي میل؛د بریتانیې له لوري د افغان ځواکونو د نومونو تر افشاء کېدو وروسته طالبانو لس تنه وژلي

د ډیلي میل ورځپاڼې د راپور له مخې، وروسته له دې چې د طالبانو لاس ته د شاوخوا ۱۹،۰۰۰ هغو افغانانو معلومات ورغلي چې له بریتانوي ځواکونو سره یې همکاري کړې او د پناه غوښتنې غوښتنه یې کړې وه، په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

په دې وژل شویو کې څلور کسان په بدخشان کې په ډله‌ییزه توګه اعدام شوي او څلور نور بیا له ایران څخه د جبري بیرته ستنیدو وروسته وژل شوي دي.

ویل کېږي چې دا کسان ښایي د افغان ځانګړو ځواکونو پخواني غړي وي چې د طالبانو حکومت پر وړاندې یې د بریتانوي ځواکونو ملاتړ کاوه.

د اسرائیل لومړی وزیر؛د خرابو خوړو له امله د کولمو په التهاب اخته شوی

0

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر اعلان وکړ چې بنیامین نتانیاهو د خوړو له مسمومیت سره مخ شوی او په راتلونکو درې ورځو کې به خپلې دندې له کور څخه ترسره کړي.

دفتر وايي چې د هغه روغتیایي وضعیت په ښه کېدو دی.

۷۵ کلن نتنیاهو د خرابو خوړو له امله د کولمو له التهاب او د بدن د اوبو له کمښت سره مخ شوی.

د یادونې ده، چې نتنیاهو تر دې وړاندې هم سالم روغتیايي حالت نه درلود.

د بدخشان د سرو زرو کان کې جنجال؛د څلورو چنایانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي

خراسان ډایري وایي، د افغانستان په شمال بدخشان ولایت کې د سرو زرو په کان اخ و ډب کې د څلورو چنایانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي دي.

دغې رسنۍ لیکلي چې یاده پیښه د بدخشان د شهر بزرګ ولسوالۍ د سرو زرو په یو کان د شخړې له امله رامنځته شوې.

د بدخشان سیمه ایز چارواکي پیښه تایید کړې خو د پیښې د څرنګوالي په اړه یې څه نه دي ویلي.

کندز؛طالب ځواکونو یو روسي څیړونکی نیولی

روسي رسنۍ وایي، طالب ځواکونو د هیواد په شمال کندز ولایت کې یو روسي څیړونکی نیولی او د پوښتنو ګرویږونو لپاره یې منتقل کړی دی.

‏یادې رسنۍ ویلي چې سویاتوسلاو کاورین نومیږي او روسي کلتور پیژندونکی دی چې د روسیې د علومو اکاډمۍ د ختیځ پیژندنې اسنټیتوت او لرغونې قوم پیژندنې مرکز سره کار کوي.

صادق خان:محسن نقوي او سراج الدین حقاني د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې هوکړه وکړه

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې هوکړه کړې ده.

محمد صادق په خپله ټویټر پاڼه کې ویلي چې دواړو غاړو د ترهګرۍ په اړه مفصلې خبرې کړې دي او د ګډې همکارۍ لپاره یې ژمنه کړې ده.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت هم ویلي چې دواړو خواوو د نشه یي توکو پر ضد مبارزې او امنیت د ټینګښت په اړه خبرې کړي دي.

د یادونې ده، چې دواړو لوریو تېره ورځ ناوخته دا لیدنه ترسره کړې وه.

بلوچستان؛د ځمکې په سر د شخړې له امله ۲۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

بلوچستان کې د ځمکې پر سر شخړه شوې، چې له امله یې دواړو لورویو ته مرګ ژوبله اوښتې.

له سیمې څخه سرچینې وايي، چې په دغه پېښه کې لس تنه مړه او پنځلس نور ټپيان دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قومي مخورو د شخړې د زیاتېدو د مخنیوي هڅې پیل کړې دي.

غزه؛د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۶۷ فلسطینیان وژل شوي

0

‏د غزې روغتیا وزارت خبر ورکوي چې د اسراییلي ځواکونو په ډزو کې لږترلږه ۶۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې خلک په شمالي غزه کې د ملګرو ملتونو مرستو ته انتظار وو.

اسراییلو په دغو سیمو کې د بې ځایه شویو خلکو د ایستلو نوې هدایتونه هم صادر کړي دي.

د یادونې ده، چې په دغه برید کې ګڼ شمېر نور کسان ټپیان شوي دي.