شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 369

د امریکا عدلیې وزارت؛د تور پوستو د حقونو مبارز مارتین لوتر کینګ د وژنې اړوند اسناد خپاره کړي

0

د امریکا د عدلیې وزارت د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۲۴۰ پاڼې اسناد خپاره کړل، چې د مارتین لوتر کینګ د وژنې سره تړاو لري.

دغه اسناد د امریکا د ملي آرشیف په ویب‌پاڼه کې خپاره شوي او ویلي یې دي چې نور اسناد به هم خپاره کړي.

مارتین لوتر کینګ د امریکا د تورپوستو خلکو د حقونو لپاره له تاوتریخوالي پرته مبارزه کوله، چې په ۱۹۶۸ کال کې په ممفیس کې ووژل شو.

جیمز ارل ري، چې یو پخوانی مجرم او د نژاد پر بنسټ کرکې لرونکی و، د هغه د وژنې مسوولیت منلی وو؛ خو وروسته یې خپله خبره بېرته رد کړې وه.

د طالبانو له لوري کابل کې نېول شوې مېرمنې:طالبانو خبرداری راکړ چې له محرم پرته له کوره د وتو اجازه نه‌لرو

د طالبانو حکومت په کابل کې یو شمېر ښځې او نجونې د محرم نه‌لرلو او د حجاب د نه‌رعایت له امله نیولي دي.

نیول شوې مېرمنې وايي، له ضمانت وروسته خوشې شوي؛ خو ورته خبرداری ورکړل شوی چې له محرم پرته له کوره د وتو اجازه نه‌لري.

دغو مېرمنو ادعا کړې چې د نیولو پر مهال ورسره سپک چلند شوی او سخت ګواښونه ورته شوي دي.

ویل کېږي چې نیونې په زور شوې او ځینې مېرمنې له ارایشګاوو ایستل شوي دي.

د طالبانو حکومت دا نیونې ردوي او وایي چې د حجاب په اړه د عامه پوهاوي کمپاین یې پیل کړی دی.

زلنسکي:د اوکراین او روسیې د سولې خبرې د چهارشنبې په ورځ په ترکیه کې پیلېږي

0

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زلنسکي، ویلي چې د روسیې سره د سولې خبرې به د چهارشنبې په ورځ، د اسد لومړۍ نېټه، په ترکیه کې پیل شي.

نوموړي د خبرو اترو د چټکتیا غوښتنه وکړه.

د روسیې دولتي خبري آژانسونو هم د ترکیې له سرچینو راپور ورکړی چې دا خبرې به دوه ورځې، یعنې پنجشنبه او جمعه، دوام وکړي.

زلنسکي ویلي، د اسیرانو د تبادلې، د ربړول شوو ماشومانو د بېرته ستنولو، او د مشرانو د لیدنې لپاره چمتووالی نیسي.

کرملین ویلي، لا هم د دقیقې نېټې تایید ته منتظر دی؛ خو ټینګار کوي چې د دواړو لورو دریځونه د جګړې د پای ته رسېدو په اړه “په بشپړه توګه متضاد” دي.

دواړو خواوو تر دې وړاندې هم دوه ځله په استانبول کې خبرې کړې وې؛ خو لا هم د اوربند یا تلپاتې حل هواري ته نه دي رسېدلي.

ډاکټر رنګین دادفر سپنتا:د المان لخوا د طالب دیپلوماتانو منل د بشر حقونو او د ښځو ازادیو ته سپکاوی دی

د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، د آلمان له خوا د طالبانو حکومت د دیپلوماتانو منل سخت وغندل او ویې ویل چې دا کار د طالبانو د رسميت پېژندنې معنا لري.

هغه خبرداری ورکړی چې دا دریځ به د آلمان سیاست د افغانستان په اړه د روسیې له سیاستونو سره هم‌سطح یا ټیټې کچې ته راکوز کړي.

سپنتا ټینګار وکړ چې دا اقدام د بشر حقونو او د ښځو ازادیو ته سپکاوی دی.

په ورته وخت کې، د اروپايي پارلمان آلمانۍ غړې، هانا نویمان، هم له دې پرېکړې سره مخالفت څرګند کړی او دا یې “خطرناکه معامله” بللې.

د طالبانو حکومت هم تایید کړې چې د افغان مجرمانو اخراج له دوی سره په همغږۍ شوی.

ویل کېږي چې طالبان د دې همکارۍ په بدل کې، د افغانستان د دیپلوماتیکو دفترونو سپارلو او د خپلو استازو منلو غوښتنه کړې ده.

د یادونې ده چې آلمان دوه طالب دیپلوماتان په برلین او بن ښارونو کې منلي، چې ویل شوي دا کار د افغان مجرمانو د اخراج لپاره شوی.

عباس عراقچي:ایران به هیڅ حالت کې له غني‌سازۍ لاس وانخلي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي فاکس نیوز ته ویلي، چې هېواد به له اورانیمو د غنی‌سازۍ له برنامې لاس وانخلي.

هغه د امریکا له‌خوا د ایران پر اتومي تاسیساتو وروستي بریدونه “جدي” بللي او ویلي یې دي چې غنی‌سازي موقتا بنده شوې ده.

عراقچي ټینګار کړی چې د امریکا فشارونه، تحریمونه او ګواښونه به د ایران اتومي برنامه نه ودروي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ایران استازي له اروپایي هېوادونو سره خبرو ته چمتو کېږي.

بل لورته اروپایي هېوادونو ایران ته خبرداری ورکړی چې که جدي ګامونه وانخلي، د سنبلي په نهمه به د ملګرو ملتونو د بندیزونو میکانیزم بېرته فعال شي.

همداراز ټاکل شوې چې د ایران، چین او روسیې درې‌جانبه ناسته هم ډېر ژر په تهران کې ترسره شي.

د افغان پناه غوښتونکو د معلوماتو افشا؛د بریتانیا پارلمان د پلټنو د پيل اعلان وکړ

د بریتانیا پارلمان د استخباراتو او امنیت کمېټه وايي چې د افغان پناه غوښتونکو او د پخوانیو همکارانو د معلوماتو افشا کېدو په اړه به پلټنه کوي.

د کمېټې مشر لارد بیمیش ویلي، ټول اړوند اسناد باید ژر تر ژره وسپارل شي څو رسمي پلټنې پیل شي.

د بریتانیا دفاع وزارت له دې پلټنو هرکلی کړی دی.

د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې، د بریتانیا د دفاع وزارت یوه کارکوونکي د نژدې ۱۹ زرو افغانانو معلومات په تېروتنه افشا کړي وو.

دغه کسان له بریتانوي ځواکونو سره همکاران پاتې شوي او له طالبانو د واک ته رسېدو وروسته یې د تخلیې غوښتنه کړې وه.

دا اقدام وروسته له هغه کېږي چې طالبانو د غچ اخیستنې ګواښ کړی او موضوع پراخ رسنیز انعکاس موندلی.

ایرانۍ رسنۍ:په تبریز کې د پرلپسې چاودنو غږونه اورېدل شوي

0

ایراني رسنۍ وایي، چې د ایران د تبریز ښار پر صائب سړک او شاوخوا سیمو کې د پرله‌پسې چاودنو غږونه اورېدل شوي.

ویل کېږي چې دا بریدونه د بې‌پیلوټه الوتکو له لوري شوي دي.

یادې رسنۍ لیکي، چې چاودنې د تبریز په ګڼو سیمو لکه ابرسان، امامیه، مارالان، رسالت او نورو کې اورېدل شوې، او ادعا شوې چې پېښه مرګ‌ژوبله هم لري.

بل لورته فارس خبري آژانس د امنیتي چارواکو له قوله ویلي چې دا چاودنې د پخوانیو جګړو پاتې نظامي موادو له امله رامنځته شوې دي.

په ورته وخت کې د تبریز له فضا څخه د ۳۲ زره فوټه لوړوالي په سطحه یوه ناپېژندل شوې الوتکه د باکو شمال ته روانه لیدل شوې ده.

ملا برادر؛په کابل کې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست

د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن په کابل کې د ملي پراختیا شرکت اړوند د څو تولیدي فابریکو مجتمع پرانیست.

نوموړي دا ګام د کورني صنعت د ودې او تولیداتو د پراختیا په لور یو مهم پرمختګ بللی او ویلي چې له دې سره به د وارداتو اړتیا کمه او کورنی صنعت پیاوړی شي.

هغه زیاته کړې چې دغه فابریکې به ګڼو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړي، او تولیدات به یې د سیمې او بهرنیو بازارونو په پرتله ارزانه وي.

برادر له پانګوالو او سوداګرو غوښتي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي، او ویلي چې اوس د کوچنیو، منځنیو او لويو پانګونو لپاره مناسب شرایط برابر شوي دي.

نوموړي وویل چې له ۶۰ کلن ځنډ وروسته دا فابریکې بېرته فعالې شوې دي او باید خلکو ته د کیفیت لرونکي توکي وړاندې شي.

یاد مجتمع اوس مهال له ۱۰۵ زیات ډولونه تولیدات لري، چې کرنیز ماشینونه، صنعتي پرزې، ترانسپورتي وسایط، فلزي وسایل، برقي تجهیزات او د کانالونو دروازې پکې شامل دي.

د عصبي جراحي ناروغانو د پام وړ؛متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ د افغان ناروغانو وړیا درملنې ته ټټر وهلی

د هیواد د عصبي جراحیو متخصص ډاکتر خالد خان ځدراڼ له تیرې ورځې راهیسې د کابل په رفاه روغتیایي مرکز کې د سلګونو افغان ناروغانو وړیا درملنه کوي.

ښاغلي ځدراڼ حماسه میډیا ته وویل چې د دې ګام څخه یې موخه بې وزلو او د عصبي جراحیو ناروغانو سره مرسته ده.

ډاکتر خالد خان ځډراڼ یو له افغان ډاکترانو څخه دې چې په خپل مسلک کې یې د تخصص ترکچي زده کړې کړي.

نوموړي له تیرو دوو ورځو راهیسې نږدې د ۲۰۰ ناروغانو درملنه کړې او دا چاره یوه اونۍ نور هم دوام کوي.

ډاکتر ځدراڼ وایي، د چنګاښ میاشتې له ۲۹مې د زمري تر ۶مې هره ورځ د ماسپښین له دوو بجو د ماذیګر تر شپږو بجو د ناروغانو وړیا کتنه او درملنه کوي.

ډاکتر خالد خان ځدراڼ خپل فوق تخصص ( FCPS) له پاکستان څخه ترلاسه کړی او د امریکا د متحده ایالاتو د جراحي عصاب د سازمان غړیتوب هم لري.

پیر ابراهیم؛د نامعلومو کسانو له لوري ووژل شو

0

نامعلومو وسله‌والو د چارسدې په تنګي سیمه کې دیني عالم پير ابراهیم او د هغه پولیس ساتونکی په ډزو وژلي.

ځایي مسؤلینو هم پېښه تائید کړې.

تر اوسه چا د نوموړي د وژل کېدو مسؤلیت نه دی منلی.