شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 366

د امریکا عدلیې وزارت پخوانی ویاند:له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د بایډن ستره ناکامي وه

د امریکا د عدلیې وزارت پخواني ویاند انتوني کولي ویلي چې د جوبایډن د انتخاباتي کمپاین ناکامي د ۲۰۲۱ کال له افغانستانه د ځواکونو له ناکام او لګښتناکه وتلو سره تړاو لري.

کولي ویلي، بایډن باید هماغه وخت له ۲۰۲۴ ټاکنو لاس اخیستی وای، ځکه چې د افغانستان پرېښودو وروسته یې د رایې ورکوونکو باور له لاسه ورکړ.

په ۲۰۲۱ کال د اګست میاشت کې د امریکا ناڅاپي وتلو کابل سقوط کړ او د طالبانو حکومت بېرته واک ته ورسېد، چې له امله یې د بایډن محبوبیت سخت زیانمن شو.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:ژر به بن کې افغانانو ته د پاسپورت د ورکړې بهیر پیل شي

‏د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې په نژدې راتلونکي کې به د آلمان په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه، چې څلور کاله مخکې تړل شوې وه، بیا فعال شي.

د یاد وزارت مسوولینو نن د خپلو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې ویلي، چې له دې سره به په اروپایي هېوادونو کې میشتو افغانانو ته د پاسپورټ اړوند ستونزو ته ښه رسیده‌ګي وشي.

دوی دغه راز زیاته کړې، چې اوسنی ټول تمرکز یې په رسمیت پېژندنه ده.

بغلان؛د کرکر د ډبرو سکرو کان کې چاودنې ۱۸ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

0

د طالبانو حکومت ځایي چارواکو په بغلان ولایت کې د کرکر د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې پخلی کړی او ویلي چې د دغې چاودنې له امله ۶ کسان وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.

د کان رییس مولوي عبدالله ویلي، دا چاودنه د تېرې ورځې له غرمې وروسته شوې؛ خو د پېښې دقیق علت او څرنګوالی تر اوسه روښانه نه‌دی.

ژوبل شوي کسان روغتون ته لېږدول شوي دي.

محلي سرچینو هم د بغلان په کان کې د دې چاودنې رامنځته کېدل تائید کړي.

د یادونې ده چې په افغانستان کې د معدنونو په ناسم ډول استخراج له اوږدې مودې راهیسې د کارګرانو ژوند ګواښي.

فلیپو ګراندي:ایران باید افغان کډوال په تدریجي ډول وباسي

د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني، د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنر فلیپو ګراندي سره په لیدنه کې د تهران، کابل او ملګرو ملتونو ترمنځ د درې‌اړخیزې ناستې غوښتنه وکړه.

په دې لیدنه کې د افغان کډوالو د وضعیت تنظیم، د نړیوالو ادارو د مالي مرستو زیاتوالی، او د مخدره توکو د قاچاق مخنیوي په اړه خبرې شوې.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې ګراندي له ایرانه د افغان کډوالو د تدریجي بېرته ستنولو غوښتنه وکړه، تر څو پر افغانستان ناڅاپي فشار وارد نه شي.

غزه؛د اسراییلو د بریدونو له پیله تر اوسه د لوږې له امله د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۱۰۱ ته رسېدلی

0

د غزې د روغتیا وزارت وايي، یوازې د سه‌شنبې په ورځ ۱۵ فلسطینیان، چې څلور ماشومان هم پکې شامل دي، د لوږې له امله مړه شوي دي.

د وزارت په وینا، د اسراییلو د بریدونو له پیله تر اوسه د لوږې له امله د وژل شوو فلسطینیانو شمېر ۱۰۱ ته رسېدلی، چې ۸۰ یې ماشومان دي.

دا مرګ‌ژوبله تر ډېره په وروستیو اونیو کې رامنځته شوې، په داسې حال کې چې د غزې محاصره له پنځو میاشتو راهیسې دوام لري او د لوږې بحران یې ژور کړی دی.

د اسراییلي پوځ له لوري له مارچ میاشتې راهیسې خوراکي توکي، سون، اوبه او نورو مرستو ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړل شوې.

اسراییل د می له میاشتې راوروسته یوازې لږ شمېر مرستې د امریکا په ملاتړ د یوې خیریه ادارې له لارې پرېښې دي.

ملګرو ملتونو ویلي، د غزې د قحطۍ له زیاتوالي سره، اسراییلي ځواکونو تر اوسه د خوراکي مرستو د ترلاسه کولو په صفونو کې تر زرو ډېر فلسطینیان وژلي دي.

ډونالډ ټرمپ:اوباما ۲۰۱۶ کې زما خلاف د دروغو کمپاین مشري کوله

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پخوانی ولسمشر باراک اوباما په خیانت تورن کړی او ویلي یې دي، چې هغه په ۲۰۱۶ ټاکنو کې د ده پر ضد د دروغو کمپاین مشري کړې او هڅه یې کوله، چې د ده ټاکنیزو منډو ترړو ته روسي رنګ ورکړي.

اوباما دا تورونه رد کړي او وايي، روسیې هڅه کړې وه پر ټاکنو اغېز وکړي؛ خو رایې یې بدلې نه شوې کړی.

ټرمپ وایي، د اوباما حکومت چارواکو غوښتل ټاکنې ګډوډې کړي او په دې اړه ثبوت هم لري.

په همدې حال کې بیا د اوباما ویاند دا خبرې بې‌اساسه بللي او ویلي یې دي چې دا یوازې د خلکو پام اړول دي.

بغلان؛د کرکر سکرو ډبرو په کان کې چاودنه شوې

په بغلان کې د کرکر د سکرو په کان کې چاودنه شوې ده.

ځايي سرچینې وایي، چاودنه درنه وه او ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې؛ خو کره شمېر یې نه‌دی څرګند شوی.

تر اوسه لاهم د پېښې څرنګوالی معلوم نه دی او.ږ مسؤل چارواکي هم په دې اړه څه نه وایي.

ډونالډ ټرمپ:ښايي ډېر ژر چین ته سفر وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي ډېر ژر چین ته سفر وکړي.

هغه ویلي، د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ بلنه ورکړې، او امکان لري دا سفر ژر ترسره شي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د دواړو مشرانو سلاکارانو د احتمالي لیدنې په اړه خبرې کړې دي.

تمه ده چې دا لیدنه د روان کال په وروستیو کې د ټرمپ د آسیايي سفر پر مهال ترسره شي.

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د امریکا او چین ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې ترینګلې دي.

ټرمپ چین تورن کړی چې د فنتانیل مخدره موادو د تولید او قاچاق مخه نه‌نیسي، او له همدې امله یې پر چینایي وارداتو درنې تعرفې لګولې دي.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی:که شرع ټول‌شمول سیاست غوره نکړي، سوریه به د افغانستان او لیبیا په څېر برخلیک ولري

0

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس باراک ویلي، که احمد شرع ټول‌شموله سیاستونه غوره نه کړي، د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو او د هېواد د تجزیې خطر شته.

هغه خبرداری ورکړی چې د شرع حکومت ممکن د افغانستان او لیبیا برخلیک ته ورسېږي.

باراک ویلي، په خصوصي خبرو کې یې ولسمشر شرع ته مشوره ورکړې چې د پوځ په جوړښت کې بدلون راولي، د اسلام‌پالو د نظریو له تحمیل څخه ځان وساتي او د سیمې هېوادونو امنیتي مرستو ته مخه کړي.

ډونالډ ټرمپ:د فلسطین د غړیتوب له امله د یونسکو له سازمان وځو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان وکړ چې هیواد به یې د ۲۰۲۶ کال د دسمبر له ۳۱مې نېټې څخه د ملګرو ملتونو د کلتوري او تعلیمي ادارې (یونسکو) غړیتوب پرېږدي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې امریکا له یونسکو ووځي، ځکه دغه اداره د هغو کلتوري او ټولنیزو موخو ملاتړ کوي چې د امریکا له پالیسي سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د یونسکو غړیتوب د هیواد له ملي ګټو سره سمون نه لري.

د وزارت په وینا، له دې ادارې د وتلو یوه لویه وجه د فلسطین د غړیتوب منل او په سازمان کې د زیاتېدونکو ضد اسراییلي شعارونو شتون و.