د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ۱۲ سرتېرو د جنازې له ګډون وروسته په بنو کې یوې امنیتي ناستې ته ویلي، افغانستان باید روښانه کړي چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی که د ترهګرو.
نوموړي ټینګار کړی چې ابهام د منلو وړ نه دی او ترهګر به په کلکه ځپي.
شریف یو ځل بیا ادعا کړې چې افغان وګړي د پاکستان په ناامنیو کې ښکېل دي او ویلي یې دي چې ناقانونه مېشت افغان کډوال به ډېر ژر له هېواده وشړي.
هغه د هند په ملاتړ ډلو ته هم ګواښ کړی او ویلي یې دي چې ورته په کلکه ځواب ورکوي.
دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې تېره ورځ د ټيټيپي برید کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.
د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
د محمود شاه حبیبي ورور، احمد شاه حبیبي، ویلي چې کابل ته د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي ادم بولر د سفر اصلي هدف د هغه د ورور خوشې کول دي.
نوموړي د شنبې په ورځ ویلي چې د ټرمپ ادارې ورته ډاډ ورکړی تر څو چې محمود شاه حبیبي ازاد نه شي، له طالبانو سره به هېڅ ډول تعامل ونه کړي.
احمد شاه زیاتوي، د طالبانو په بند کې د حبیبي ترڅنګ نور امریکایي بندیان هم شته او که خوشې نه شي، امریکا به پر طالبانو نوي اقتصادي او سفري بندیزونه ولګوي.