شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 364

یوناما:د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو ژور منفي اغېز شوی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په یوه تازه راپور کې ويلي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو پر حقونو او د هېواد پر بشري وضعیت ژور منفي اغېز شوی دی.

راپور زياتوي، طالبانو د ښځو او نجونو پر زده‌کړو، کار، تګ راتګ، تفريح، او روغتيايي خدماتو پراخ بنديزونه لګولي، او حجاب جبري تطبيق شوی دی.

د راپور له مخې، له ۷۸ کیلومتره زیات سفر لپاره د محرم شرط، د ښځينه کارکوونکو لرې کول، او د لوړو زده‌کړو بنديزونه، له هغو جدي محدوديتونو څخه دي چې د ښځو عام ژوند یې له ستونزو سره مخ کړی.

يوناما وايي، خلک له بې‌وزلۍ، کاري نشتون، د سرپناه او خوړو له کمښت سره مخ دي، او بشري حقونه، په ځانګړي ډول تازه راستانه شوي کډوال له جدي ګواښونو سره مخامخ دي.

حماس:د غزې د اوربند په اړه مو خپل ځواب او وړانديزونه د منځګړو له لارې وړاندې کړي

0

حماس ويلي، د غزې د اوربند په اړه د منځګړو له لارې خپل ځواب او وړانديزونه یې وړاندې کړي دي.

د فلسطيني سرچينو په وينا، دغه وړانديزونه د اسرائيلو له وتلو، د جګړې له دايمي پای، او د بشري مرستو د ازاد تګ راتګ غوښتنې لري.

شاوخوا دوه اونۍ کېږي چې د اسرائيلو او حماس ترمنځ د دوحې په منځګړيتوب غيرمستقيمې خبرې روانې دي؛ خو لا هم پايلو ته نه‌دي رسېدلي.

په ورته وخت کې، د روغتيا نړيوال سازمان او فرانسې د غزې د پراخې لوږې او قحطۍ په اړه سخت خبرداری ورکړی، او دا وضعيت يې د اسرائيلو د محاصرې پايله بللې.

د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه د اسرائيلو په بريدونو کې ۵۹ زره او ۲۱۹ تنه وژل شوي دي.

روسیه؛د مسافر وړونکې الوتکې د لوېدو پېښه کې ۵۰ تنه وژل شوي

0

د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې، د روسيې په ختيځ کې يوه مسافر وړونکې الوتکه غورځېدلې چې له امله یې شاوخوا ۵۰ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، دغه الوتکه د چين پولې ته نږدې له رادار څخه ورکه شوه او وروسته په يوه ليرې، ځنګلي سیمه کې ولوېده.

لومړني معلومات ښيي چې په وژل شويو کې پنځه ماشومان هم شامل دي، او هېڅ مسافر ژوندی نه دی پاتې شوی.

دا الوتکه د انګارا هوايي شرکت اړوند وه او شاوخوا ۴۰ مسافر يې لرل.

په ورته وخت کې، پرون د بنګله‌دېش يوه جنګي الوتکه هم راغورځېدلې چې له امله يې ۲۵ ماشومان مړه شوي دي.

محمد صادق:د طالبانو او پاکستاني چارواکو تګ راتګ به ډیر شي

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان ويلي، چې په اسلام‌اباد کې يې د طالبانو حکومت له سفير سردار احمد شکيـب سره د لوړپوړو چارواکو د راتلونکي سفر او وروستيو دوه‌اړخيزو بدلونونو په اړه خبرې کړې دي.

نوموړي د دې سفر په اړه نور جزئيات نه‌دي څرګند کړي.

دا خبرې داسې مهال شوي چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنيو او کورنيو چارو وزيرانو کابل ته سفر کړی و، او د بهرنيو چارو وزير محمد اسحاق ډار، د طالبانو حکومت رئيس‌الوزرا ملا حسن آخوند اسلام‌اباد ته بللی دی.

ملګري ملتونه:بېرته‌راستانه شوي افغانان د طالبانو له شکنجې او سرغړونو سره مخ دي

ملګرو ملتونو په یوه تازه راپور کې ويلي، هغه افغانان چې بېرته هېواد ته ستنېږي، په ځانګړي ډول ښځې، پخواني دولتي کارکوونکي، پوځيان او خبريالان، د طالبانو له لوري له شکنجې، خپل‌سري بندۍ او د بشري حقونو له جدي نقض سره مخ دي.

دغه راپور يوناما او د بشري حقونو دفتر چمتو کړی، چې له ۴۹ بېرته‌راستانه شويو افغانانو سره په ۲۰۲۴ کال کې مرکې پکې شوې دي.

دا کسان ډېری له ايران او پاکستان څخه شړل شوي دي.

راپور زياتوي، ځینې بېرته راستانه شوي کسان د طالبانو له وېرې پټ ژوند کوي، او ځينې يې سختې شکنجې تېرې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر وولکر تورک ويلي، هېڅوک بايد داسې هېواد ته بېرته ونه لېږل شي چې هلته د پېژندګلوي يا تېرې دندې له امله له خطر سره مخ وي.

روسیه؛د انتونوف–۲۴ مسافر وړونکي الوتکې چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو، له رادار نادرکه شوې

0

د روسیې د هوانوردۍ چارواکو ويلي، د انتونوف–۲۴ مسافر وړونکي الوتکې سره چې ۵۰ کسان پکې سپاره وو، اړیکه پرې شوې ده.

دا الوتکه د تيندا ښار پر لور روانه وه چې له رادار څخه نادرکه شوه.

د راپورونو له مخې، د الوتکې د موندلو لپاره د لټون عمليات پيل شوي دي.

د امور سيمې والي ويلي، چې په دغه الوتکه کې ۴۳ مسافر، چې پنځه ماشومان هم پکې شامل دي، او ۶ تنه عمله موجوده وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال:له امریکا سره خبرو ته چمتو یو؛ خو د فشارونو په وړاندې غبرګون ښیو

0

ِد ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کاظم غریب‌آبادي ویلي، تهران چمتو دی چې له امریکا سره خبرو ته بېرته ستون شي؛ خو باید ډاډ ترلاسه شي چې دا خبرې د نظامي برید پلمه نه وي.

نوموړي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غونډې په څنډه کې دا څرګندونې کړې.

هغه د جمعې په ورځ د ایران او د اروپايي درې‌ګوني (فرانسه، آلمان، بریتانیا) ترمنځ مذاکرات مهم وبلل؛ خو “سرنوشت‌ساز” یې ونه‌بلل.

د یادونې ده چې وړاندې تر دې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم ویلي چې د امریکا له هر ډول بندیزونو او تهدیدونو سره بیا هم د غني‌سازۍ له پروګرام به لاس وانخلي.

د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره:نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي

0

د ملګرو ملتونو يوه لوړپوړي چارواکي خبرداری ورکړی چې په غزه کې د لوږې له امله د تلفاتو زياتېدل، او د نړيوالې ټولنې چوپتيا «نه بښونکی» عمل دی.

د فلسطيني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندويه اداره وايي، نړۍ د غزې پر بشري ناورين سترګې پټې کړې دي.

د غزې د صحت وزارت د معلوماتو له مخې، يوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۱۰ کسان د لوږې له امله مړه شوي، چې ټول تلفات ۱۱۱ تنو ته رسېږي، چې له دې ډلې لږ تر لږه ۸۰ ماشومان دي.

په ورته وخت کې، ۱۰۹ نړيوالو مرستندويه ادارو ويلي که بېړنۍ مرسته و نه‌شي، د مړينې کچه به نوره هم لوړه شي.

د وروستيو شمېرو له مخې، د اسرائيلو او غزې د روانې جګړې له کبله تر اوسه لږ تر لږه ۵۲ زره او ۲۱۹ کسان وژل شوي او له ۱۴۳ زرو زيات ټپيان شوي دي.

سوريه:له سعودي عربستان سره د شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسلیک کوو

0

د سوريې د اطلاعاتو وزير حمزه مصطفی ويلي، چې دمشق له سعودي عربستان سره د نږدې شپږ ميليارده ډالرو په ارزښت ۴۴ هوکړې لاسليکوي.

هغه دا خبره په دمشق کې د سوريې او سعودي ترمنځ د پانګونې کنفرانس پر مهال وکړه، چې پکې د سعودي عربستان يو لوړپوړي سوداګریز پلاوي هم ګډون کړی و.

امريکايي سناتوره:د ټرمپ اداره دې بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو زیانمنو افغانانو ملاتړ وکړي

له متحده عربي اماراتو څخه د دوو افغان کورنیو د شړلو د راپورونو په غبرګون کې يو امريکايي سناتور دغه اقدام «د نه منلو وړ» بللی دی.

سناتور جين شاهين ويلي، د زيانمنو افغانانو شړل د امريکايي ارزښتونو او ژمنو سره خيانت دی.

د امريکا د سنا د بهرنيو اړيکو کمېټې د يوې خبرپاڼې له مخې، هغې د ټرمپ له ادارې غوښتي چې په قطر، اماراتو، البانیا او پاکستان کې زیانمنو افغانو ته د بيا مېشتېدو او ملاتړ فرصتونه ژر برابر کړي.