جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 360

معصوم ستانکزی:د غزې پر خلکو د نړۍ تر ټولو لوی بشري ناورین تحمیلېږي

0

د افغانستان د ملي امیت پخوانی رییس محمد معصوم ستانکزی وایي چې د یویشتمې پیړۍ تر ټولو دردونکی بشري ناورین او جنګي جنایات د غزې مظلوم ولس باندې تحمیل‌ېږي.

هغه پر خپلې ایکس پاڼې لیکلي، کله چې انساني و جدان د انتقام او قدرت په اور بدل شي؛ نو هر معیار تر پښو لاندې کیږي.

هغه غوښتنه کړې، چې د نړۍ دولتونه دې انسانیت ته د احترام په خاطر دې ناورین ته په ګډه د پای ټکی کیږدي.

پښتونخوا؛وسله والو د یولسم ټولګي زده کوونکی د خپلې مور ترمخه وژلی

0

د خیبر پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په جاني‌خېل سیمه کې وسله‌والو کسانو د ۱۱م ټولګي زده‌کوونکی، دین ولي، د هغه د کور دننه د خپلې مور مخې ته په ډزو وژلی دی.

ځایي سرچینې وایي چې برید کوونکي د شپې له خوا کور ته ننوتي او پرته له کوم دلیل یې پر دغه تن ډزې کړې دي.

تر اوسه د پېښې مسؤلیت کومې ډلې نه‌ دی منلی او امنیتي چارواکو هم په دې اړه څه نه دي ویلي.

تیراه کې پر لاریون د پوځ برید؛شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي

0

د پښتونخوا د تیراه په وادي سیمه کې پاکستاني پوځیانو پر لاریون کوونکو ډزې کړې، چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

دا لاریون د خلکو له لوري د ماشوم د وژلو په غبرګون کې شوی و، چې وروسته له پولیسو سره په تاوتریخوالي واوښت.

ویل کېږي، چې د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی.

د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم پوځ ډېر ځله پر لاریون کوونکو بریدونه کړي.

امیرخان متقي عباس عراقچي ته:د ایران له خاورې افغان کډوال باید په باعزته ډول را وویستل شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي سره په ټلیفوني خبرو کې د افغان کډوالو د اخراج روانه لړۍ د اندېښنې وړ بللې او له ایراني لوري یې غوښتي چې د کډوالو د ایستلو پر مهال د درناوي او تدریج اصل ته پام وکړي.

متقي ټینګار کړی چې باید له افغان کډوالو سره انساني چلند وشي او د هغوی حقوقو ته درناوی وشي.

په همدې حال کې بیا عراقچي، متقي ته ډاډ ورکړی چې د افغان کډوالو حقونه به خوندي وي او د هغوی د ایستلو بهیر به له درناوي سره، تدریجاً ترسره کېږي.

کابل؛نږدې راتلونکي کې د کډوالو په اړه درې اړخیزه غونډه کېږي

کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنر عرفات جمال وایي، ژر به په کابل کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه درې اړخیزه ناسته جوړه شي.

جمال د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر سره په کتنه کې ویلي، چې په دې ناسته کې به د طالبانو حکومت، ایران او یونیسیار استازي ګډون ولري.

د هغه په خبره، ناسته کې به په ایران کې د افغان کډوالو ستونزو په اړه هر اړخیز بحثونه وشي.

په ورته مهال، عبدالکبیر یاده ناسته مهمه بللې او د کډوالو ستونزو د حل په برخه کې یې پر نړیوالو همکاریو ټینګار کړی دی.

کیم جونګ اون:امریکا سره جګړه کې بریالي کېږو

0

د شمالي کوریا مشر، کیم جونګ‌اون، د کوریا جګړې د پای کلیزې په مراسمو کې ویلي، چې د دوی دولت او ولس به د امریکا ضد جګړه کې حتمي بریالي شي.

نوموړي ټینګار کړی چې هیواد به یې بډای او له ځواګمن پوځ برخمن شي.

شمالي کوریا هر کال د جولای ۲۷مه د “بریا ورځ” په توګه نمانځي؛ خو جنوبي کوریا ورته رسمي مراسم نه لري.

ټرمپ:تایلنډ او کمبودیا د اوربند لپاره خبرو ته چمتو شوي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د تایلنډ او کمبودیا مشران ژمن شوي چې ژر تر ژره سره وویني او د سرحدي نښتو له درې ورځني کړکېچ وروسته د اوربند لاره ولټوي.

رویټرز د ټرمپ له قوله ویلي چې دی هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې منځګړیتوب وکړي.

د تایلنډ سرپرست لومړي وزیر ټرمپ نه د سولې هڅو په خاطر مننه کړې او ویلي یې دي چې هېواد یې د اوربند پلوي دی؛ خو غواړي د کمبودیا له لوري “رښتینی صداقت” وښودل شي.

نصیر احمد فایق:عمومي عفوه لاهم نشته او د طالبانو حکومت بې دلیله نیونې کوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق، د طالبانو حکومت د امنیت، سولې او عمومي عفوه ادعاوې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

هغه ویلي، چې په هېواد کې لا هم بې‌دلیله نیونې، غیرانساني شکنجې او د پخوانیو سرتېرو هدفي وژنې روانې دي.

فایق دا کړنې د اسلامي ارزښتونو، نړیوال بشري قانون او انساني وجدان خلاف بللي.

نوموړي ټینګار کړی چې طالبان له ظلم، بې‌عدالتۍ، د ښځو له محرومیت او فرهنګي دښمنۍ سره حکومت نه شي کولی.

له نړیوالو فشارونو وروسته؛اسراییل په غزه کې د هوا له لارې مرستې غورځولي

0

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراييل پوځ د شنبې په ورځ په غزه کې د هوا له لارې د بشري مرستو غورځولو عملیات ترسره کړي دي.

راپور د اسراييلي چارواکو له قوله لیکلي چې دا اقدام د غزې د ژور بشري ناورین د لا زیاتېدو د مخنیوي په موخه شوی، او اسراييل وايي چې په راتلونکې کې به هم ورته اقدامات دوام ولري.

دغه مرستې وروسته له هغې پیل شوې چې نړیوالو سازمانونو، د بشري حقونو مدافعانو، او لوېدیځو هېوادونو پر اسراييل فشارونه زیات کړل څو د غزې خلکو ته عاجلې مرستې ورسوي.

هم‌مهاله، اسراییلو د بشري وقفې اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو مرستندوی کاروانونه وکولای شي په امن ډول دننه غزې ته داخل شي او مرستې ووېشي.

ننګرهار؛په چمتلې سیمه کې یوه موټر دوه مېرمنې وژلې

د ننګرهار د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي، په خوګیاڼو ولسوالۍ کې یو هایلکس موټر چې په ډېرې چټکۍ روان و، په چمتلې سیمه کې پر دوو ښځو وربرابر شوی، چې دواړه یې ځای پر ځای وژلي.

د طالب چارواکو په وینا، موټر چلوونکی نیول شوی او ډېر ژر به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.