جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 353

ډونالډ ټرمپ؛د افغانستان پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه

د امریکا سپینې‌ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د نويو ګمرکي تعرفو تازه لېست خپور کړ.

په دې لېست کې د افغانستان پر وارداتي توکو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا پرېکړه د اګست لومړۍ نېټې د سوداګریزو خبرو اترو له ضرب‌الاجل څو ساعته مخکې اعلان شوه.

د امریکا د ځانګړي تجارتي استازي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د امریکا او افغانستان د توکو ټولیزه سوداګري شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالره وه.

د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالره وو چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۶.۹ سلنه کمښت ښيي؛ خو واردات له افغانستان څخه ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

افغان ایوک:له افغان کډوالو سره د ټرمپ له ملاتړ مننه کوو

په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړی سازمان افغان ایوک د ولسمشر ترمپ هغه پرېکړه ستایلې چې غواړي له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي، یاد افغانان د امریکايي ارزښتونو ملاتړ کړی او باید له هغوی قاطع ملاتړ وشي.

افغان ایوک ټینګار کړی که دا ملاتړ دوام ونه‌کړي، دا به یوازې سیاسي نه، بلکې اخلاقي ماتې هم وي.

دا غبرګون داسې مهال څرګندېږي چې ترمپ تازه ژمنه کړې له هغو افغانانو سره به مرسته کوي چې له امریکايي پوځ یا دولت سره یې همکاري کړې او اوس امریکا ته د تګ تمه لري.

د ټرمپ ځانګړي استازي؛د اسرائیل له لومړي وزیر سره د غزې د وضعیت په اړه لیدنه کړې

0

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې د بنیامین نتانیاهو او د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ستیو ویتکاف، تر منځ لیدنه روانه ده.

د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دواړو خواوو د خبرو اصلي محور د غزې وضعیت او د ایران سره د اتومي مذاکراتو موضوع ده.

یو امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې ویتکاف به په دې سفر کې د بېلابېلو چارواکو سره وویني څو د غزې د وضعیت د حل لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، تمه ده چې ویتکاف به په دې سفر کې د غزې له تړانګې څخه یوه نادره لیدنه هم وکړي.

ټاکل شوې ده چې هغه به د امریکا او اسراییلو له خوا په ګډه اداره کېدونکو د بشري مرستو د وېش له مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.

ملګري ملتونه:په افغانستان کې ۲۴۵ بشري پروژې د طالبانو د محدودیتونو له امله ځنډېدلي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۴۵ بشري پروژې د طالبانو د لاسوهنو، اداري محدودیتونو او پر ښځو د جنسیتي فشارونو له امله ځنډېدلي دي.

راپور زیاتوي چې ځینې ښځې له واکسین، رواني روغتیایي او ټولنیز ملاتړ خدمتونو څخه بې‌برخې شوې دي او د مرستو د بشپړ بندېدو خطر شته.

د اوچا په وینا، د پروژو د ځنډ ۷۳ سلنه لاملونه د ښځو د کار بندیز، د هوکړه لیکونو ځنډ او د ګټه اخیستونکو محدود انتخاب جوړوي، او ۱۹ سلنه یې د شرعي محرم شرط پورې اړه لري.

راپور همداراز د ۵۹ امنیتي پېښو یادونه کړې چې پکې د ۱۰۰ کارکوونکو نیول، ګواښونه، د تجهیزاتو ضبط او د دفترونو تړل شامل دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې که وضعیت دوام وکړي، د افغانستان بشري مرستې له جدي ګواښ سره مخ کېږي.

مسعود پزشکیان:ایران د اوبو د سخت کمښت له بحران سره مخ دی

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان خبرداری ورکړی چې هېواد یې د اوبو د جدي بحران په درشل ولاړ دی.

نوموړي د منابعو ناسمه اداره او د اوبو زیات مصرف د هېواد د اوبو امنیت لپاره اصلي ګواښونه وبلل.

پزشکیان ټینګار وکړ که په تهران او نورو لویو ښارونو کې د اوبو مدیریت جدي ونه‌ نیول شي او خلک د سپما فرهنګ ته پاملرنه و نه‌کړي، نو هېواد به د سنبلې او میزان په میاشتو کې د بندونو د تشېدو له بحران سره هم مخ شي.

ګلبدین حکمتیار:ملي بیرغ باید د ملي وحدت نښه وي، نه د سیاسي اختلافاتو وسیله

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر ایکس لیکلي، چې په تېرو کلونو کې ارګ ته د هر واکمن له راتګ سره بیرغونه بدل شوي او خپل ګوندي بیرغونه یې د ملي بیرغ په نوم پورته کړي دي.

نوموړی وایي، ملي بیرغ باید د ملي یووالي نښه وي، نه د سیاسي اختلافاتو وسیله او دا بیرغ باید یوه معتبره شورا د ملت د اجماع پر بنسټ وټاکي.

حکمتیار خبرداری ورکړی چې د بیرغ له نومه باید د خلکو د غولولو، سیاسي شخړو، او حتی وژنو لپاره استفاده ونه‌شي.

نوموړي ځینې پخواني چارواکي هم تورن کړي چې د بیرغ تر نامه لاندې یې هیواد په شوروي او ناټو پلورلی و.

عباس عراقچي:ایران لا هم د یورانیمو د غني‌سازۍ توان لري او تسلیم به نه‌شي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي وايي، هېواد یې لا هم د یورانیمو د غني‌سازۍ وړتیا لري او د بهرني فشار پر وړاندې به تسلیم نه‌شي.

عراقچي دا څرګندونې له فایننشل ټایمز سره په مرکه کې کړي او زیاته کړې یې ده، تر هغه چې ټرمپ د ایران لپاره د غني‌سازۍ چارې صفر ته راوستل غواړي، هېڅ ډول توافق امکان نه لري.

نوموړي ویلي، امریکا د خبرو د بیا پیل وړاندیز کړی؛ خو تهران د باور رامنځته کولو عملي ګامونه غواړي.

عراقچي زیاته کړې، که‌ څه هم د مذاکراتو لار سخته ده؛ خو ناممکنه نه ده.

ډونالډ ټرمپ:کاناډا غواړي حماس ته مشروعیت ورکړي

0

د کاناډا د لومړي وزیر له لوري د خپلواک هېواد په توګه د فلسطین پېژندلو پرېکړه د ټرمپ له توند غبرګون سره مخ شوې.

د فرانس پرېس خبري آژانس راپور ورکړی چې ټرمپ دغه اقدام د واشنګټن او اتاوا ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر وړاندې “سخته ننګونه” بللې ده.

ټرمپ ویلي، کاناډا غواړي د فلسطین د رسمیت پېژندنې له لارې حماس ډلې ته مشروعیت ورکړي.

د اسراییلو حکومت هم ورته غبرګون ښودلی او د کاناډا پرېکړه یې د حماس لپاره انعام بللی دی.

غزه؛تېره ورځ اسرائیلو ۷۰ فلسطینیان وژلي

0

د غزې رسنیز دفتر او طبي سرچینو د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړ چې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان د اسرائيلي ځواکونو په ډزو کې وژل شوي.

سرچینو ویلي، چې په وژل شویو کې ۵۱ تنه د زکيم د گذرګاه په لاره، او ۲۰ نور د خان‌یونس ښار ترڅنګ وژل شوي.

په ورته مهال بیا الجزیرې راپور ورکړی، چې روغتیايي مرکزونو د قحطۍ او خوارځواکۍ له امله د اوو تنو مړینه تایید کړې ده.

د غزې د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، تر اوسه ۱۵۴ تنه، چې ۸۹ یې ماشومان دي، د خوارځواکۍ له امله مړه شوي.

په ورته وخت کې د بشري مرستو د وېش بهیر، چې د امریکا او اسراییلو تر ملاتړ لاندې ترسره کېږي، له پراخو نیوکو سره مخ شوی.

ویل کېږي چې تر دې دمه له زرو زیات فلسطینیان د مرستو د وېش پرمهال وژل شوي دي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د غزې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره باید هره ورځ ۵۰۰ تر ۶۰۰ پورې مرستندویه موټر دغې سیمې ته داخل شي؛ خو راپورونه ښيي چې په تېرو څلورو ورځو کې یوازې ۲۶۹ موټر غزې ته رسیدلي دي.

ترکیې؛په قصدي ډول د اور پراخېدو په تور ۱۶۸ کسان نیولي

0

ترکي چارواکو ۱۶۸ کسان د ځنګلونو د قصدي سوځولو په تور نیولي دي.

د ترکیې د عدلیې وزارت ویلي چې یوازې په وروستیو ورځو کې ۳۹ نور کسان هم نیول شوي، او د ۶۴ پر ضد عدلي حکمونه صادر شوي دي.

ترکي رسنۍ وایي، چې په تېرو ورځو کې د بورسا او کارابوک په ګډون، څو سیمې له سختو اورونو سره مخ شوې دي.

د راپورونو له مخې، د بورسا ختیځ ته ۱۵۰ کیلومتره لرې، د یوې پراخې اورلګېدنې له امله لس تنه د ځنګل ساتنې کارکوونکي او مرستندوی رضا کاران هم وژل شوي.