جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 352

سیگار:افغانستان د ترهګرو ډلو خوندي پناه‌ځای ګرځېدلی

سیګار په تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د ترهګریزو ډلو خوندي پناه‌ځای ګرځېدلی او د طالبانو حکومت د دوحې تړون خلاف د دغو ډلو د فعالیت زمینه برابروي.

راپور وایي چې د داعش خراسان څانګه، تحریک طالبان پاکستان (TTP) او القاعده په افغانستان کې فعاله دي.

د سیگار په وینا، داعش خراسان د افغانستان «تر ټولو لوی منطقه‌یي ترهګریز ګواښ» دی او په بدخشان، نورستان او کونړ کې مرکزونه لري.

راپور زیاتوي چې داعش په ننګرهار کې د یوه برید مسوولیت منلی چې څلور طالبان پکې وژل شوي.

راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کړی او شاوخوا شپږ زره جګړه‌ماران یې د افغانستان په ختیځ کې میشت دي.

سیگار تایید کړې چې القاعده هم د طالبانو د حکومت په ملاتړ خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او سیف‌العدل هڅه کوي دغه شبکه بیا جوړه او فعاله کړي.

د باجوړ جرګه؛ټي‌ټي‌پي دې یا ښکاره میدان ته راووځي او یا دې افغانستان ته واوړي

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د وسله‌والو طالبانو او قامي جرګې ترمنځ د شخړې د حل لپاره خبرې دوام لري.

تحریک طالبان پاکستان د جرګې په غوښتنه اوربند سبا د غرمې تر دولسو پورې غځولی دی.

وسله‌والو ته د جرګې له لوري د شخړې د پای ته رسولو لپاره مشخصې غوښتنې وړاندې شوې دي.

د جرګې غړو ویلي، چې یا دې ټي‌ټي‌پي افغانستان ته واوړي او یا دې له پاکستان سره په ښکاره میدان ته راووځي.

د یادونې ده چې نن سهار قامي مشران او منتخب استازي د خبرو لپاره د تحریک طالبان پاکستان تر کنټرول لاندې سیمې ته ورغلي وو.

مسعود پزشکیان؛سبا پاکستان ته په رسمي سفر ځي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د شهباز شریف په بلنه د اګست په ۲مه پاکستان ته رسمي سفر کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې په دې سفر کې به د ایران د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی هم ولسمشر پزشکیان سره وي.

بلخوا، کابل کې د ایران سفارت ویلي چې ولسمشر پزشکیان افغانستان ته هم د سفر نیت لري؛ خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، لا تر اوسه دا سفر رسماً نه دی تایید شوی.

ایران:افغانانو ته مو د اربعین زیارت لپاره د ویزو خدمات بیرته پیل کړل

کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د افغانستان وګړو ته د اربعین د زیارت ویزو ورکولو لړۍ پیل شوې ده.

سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عراق لخوا د اربعین د ویزو د صدور له پیل سره هم‌مهاله، د ایران قونسلي نمایندګیو کې هم دا بهیر پيلېږي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د اربعین د ویزو شرایط سیاحتي خدماتو شرکتونو ته رسماً سپارل شوي دي.

خبرپاڼه کې یادونه شوې چې ایران د افغان مهاجرینو له پراخ اخراج وروسته، د افغانانو لپاره د ویزو ورکړه ډېره محدوده کړې وه.

منظور پښتین:پاکستاني استخبارات اوس د مور په خیټه کې ماشومان وژني

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین له اوږدې چوپتیا وروسته د رحمان بونیري سره په تازه مرکه کې په باجوړ او پښتنو سیمو کې د پاکستان په استخباراتو سختې نیوکې وکړې.

ښاغلي پشتین په دې مرکه کې ویلي چې پنجابي جنرال او کرنیل ته د پښتون وژنه، د دوي اوښکې، تحقیر او بې عزتي اوس په یو تجارت بدل شوي.

ښاغلي پشتین په دې مرکه کې چې دوه ساعته وړاندې خپره شوې ویلي چې پاکستاني استخبارت اوس د مور په خیټه کې پښتانه ماشومان وژني او نسل وژنې ته یې کار ویلې.

خوست؛د کورني تاوتریخوالي له امله یو ماشوم ځان وژلی

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، په خوست ولایت کې یو کم‌عمره هلک ځان وژنه کړې ده.

سرچینې ویلي، چې دغه ماشوم د نادرشاه‌کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی و او د تیزاب څښلو له لارې یې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

د راپورونو له مخې، د دې پېښې لامل کورنۍ تاوتریخوالی بلل شوی دی.

مسؤلینو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ؛د افغانستان پر وارداتي توکو ګمرکي تعرفه ۱۵ سلنې ته لوړه کړه

د امریکا سپینې‌ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ د نويو ګمرکي تعرفو تازه لېست خپور کړ.

په دې لېست کې د افغانستان پر وارداتي توکو تعرفه له ۱۰ سلنې څخه ۱۵ سلنې ته لوړه شوې ده.

دا پرېکړه د اګست لومړۍ نېټې د سوداګریزو خبرو اترو له ضرب‌الاجل څو ساعته مخکې اعلان شوه.

د امریکا د ځانګړي تجارتي استازي د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د امریکا او افغانستان د توکو ټولیزه سوداګري شاوخوا ۳۴ میلیونه ډالره وه.

د امریکا صادرات افغانستان ته ۱۱.۴ میلیونه ډالره وو چې د ۲۰۲۳ کال په پرتله ۷۶.۹ سلنه کمښت ښيي؛ خو واردات له افغانستان څخه ۲۲.۶ میلیونه ډالرو ته رسېدلي چې ۱۳.۲ سلنه زیاتوالی ښيي.

افغان ایوک:له افغان کډوالو سره د ټرمپ له ملاتړ مننه کوو

په امریکا کې د افغان کډوالو ملاتړی سازمان افغان ایوک د ولسمشر ترمپ هغه پرېکړه ستایلې چې غواړي له هغو افغانانو سره مرسته وکړي چې پخوا یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ ویلي، یاد افغانان د امریکايي ارزښتونو ملاتړ کړی او باید له هغوی قاطع ملاتړ وشي.

افغان ایوک ټینګار کړی که دا ملاتړ دوام ونه‌کړي، دا به یوازې سیاسي نه، بلکې اخلاقي ماتې هم وي.

دا غبرګون داسې مهال څرګندېږي چې ترمپ تازه ژمنه کړې له هغو افغانانو سره به مرسته کوي چې له امریکايي پوځ یا دولت سره یې همکاري کړې او اوس امریکا ته د تګ تمه لري.

د ټرمپ ځانګړي استازي؛د اسرائیل له لومړي وزیر سره د غزې د وضعیت په اړه لیدنه کړې

0

د اسراییلو د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی چې د بنیامین نتانیاهو او د ډونالډ ټرمپ د ځانګړي استازي ستیو ویتکاف، تر منځ لیدنه روانه ده.

د دغه دفتر د خبرپاڼې له مخې، د دواړو خواوو د خبرو اصلي محور د غزې وضعیت او د ایران سره د اتومي مذاکراتو موضوع ده.

یو امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ ویلي چې ویتکاف به په دې سفر کې د بېلابېلو چارواکو سره وویني څو د غزې د وضعیت د حل لپاره د راتلونکو ګامونو په اړه خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، تمه ده چې ویتکاف به په دې سفر کې د غزې له تړانګې څخه یوه نادره لیدنه هم وکړي.

ټاکل شوې ده چې هغه به د امریکا او اسراییلو له خوا په ګډه اداره کېدونکو د بشري مرستو د وېش له مرکزونو څخه هم لیدنه وکړي.

ملګري ملتونه:په افغانستان کې ۲۴۵ بشري پروژې د طالبانو د محدودیتونو له امله ځنډېدلي

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل تازه راپور کې ویلي چې د روان زیږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې ۲۴۵ بشري پروژې د طالبانو د لاسوهنو، اداري محدودیتونو او پر ښځو د جنسیتي فشارونو له امله ځنډېدلي دي.

راپور زیاتوي چې ځینې ښځې له واکسین، رواني روغتیایي او ټولنیز ملاتړ خدمتونو څخه بې‌برخې شوې دي او د مرستو د بشپړ بندېدو خطر شته.

د اوچا په وینا، د پروژو د ځنډ ۷۳ سلنه لاملونه د ښځو د کار بندیز، د هوکړه لیکونو ځنډ او د ګټه اخیستونکو محدود انتخاب جوړوي، او ۱۹ سلنه یې د شرعي محرم شرط پورې اړه لري.

راپور همداراز د ۵۹ امنیتي پېښو یادونه کړې چې پکې د ۱۰۰ کارکوونکو نیول، ګواښونه، د تجهیزاتو ضبط او د دفترونو تړل شامل دي.

اوچا خبرداری ورکړی چې که وضعیت دوام وکړي، د افغانستان بشري مرستې له جدي ګواښ سره مخ کېږي.