پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 348

بریتانیا:له دې وروسته پر انټرنيت د ناقانونه کډوالو د اعلانونو کوونکي پنځه کاله بندي کوو

د بریتانیا حکومت غواړي پر انټرنټ د ناقانونه کډوالو د راتګ اعلانونو کوونکو ته د پنځه کلونو بند سزا وضع کړي.

د بریتانیا حکومت ویلي، چې دغه نوی قانون د پولې امنیت پیاوړی کوي او هدف یې د وړو کښتيو له لارې د کډوالو شمیر کمول دي.

سږ کال تر دې دمه له ۲۵ زرو زیات کډوال بریتانیا ته د ناقانونه لارو رسېدلي، چې حکومت پرې د بېړني حالت خبره کړې ده.

اورشلیم پوست:د چین او ايران اړیکې د اسراییلو سره له جګړې وروسته په بې‌ساري ډول د زوال خواته تللي

د اورشلیم پوست د راپور له مخې، چين د ايران له رژيمه ځان لرې کوي او دا هېواد یې د اسرائيلو له جګړې وروسته کمزوری او له نړيوالو تحولاتو شاته پاتې بللی دی.

راپور زياتوي چې د «محور مقاومت» د شبکې ځواک هم کم شوی او د تهران د سيمه‌ييزو ملېشو اغېز په تدريجي ډول له منځه ځي.

چين چې پخوا د ايران له اقتصادي او انرژۍ پروژو سره تړلی و، اوس له اسرائيلو سره د ټکنالوژۍ او سوداګرۍ همکارۍ ته ډېر اهميت ورکوي.

د چين څېړونکي وايي، د آيت‌الله رژيم نور د پکن د ستراتيژيکو ګټو لپاره ګټور نه دی او د احتمالي زوال په درشل کې دی.

ډیلي‌مېل:د اسبیسټوس وژونکې ناروغۍ د برېتانیا د پوځیانو د مرګ کچه د افغانستان د جګړې نهه برابره لوړه کړې

ډیلي مېل راپور ورکړی، چې د اسبیسټوس (Asbestos) له امله د بریتانیا د وژل شویو پخوانیو او اوسنیو پوځیانو شمېر د افغانستان جګړې پر مهال د طالبانو له‌خوا د وژل شویو برېتانوي سرتېرو نهه برابره زیات دی.

د ډیلي مېل راپور ښيي چې هر کال په منځني ډول ۸۹ کسان د اسبیسټوس اړوند وژونکي سرطان (میسوتیلیوما) له امله مري. د ۲۰۰۱ تر ۲۰۲۱ پورې په افغانستان کې ۴۰۵ برېتانوي پوځیان وژل شوي؛ خو په همدې موده کې د اسبیسټوس اړوند ناروغیو له امله ۳۵۶۰ کسان مړه شوي دي.

دا ناروغي د برېتانیا تر ټولو لویه صنعتي وژونکې ناروغي ګڼل کېږي او نښې یې له ۲۰ تر ۶۰ کلونو وروسته ښکاره کېږي.

د بریټانیا دفاع وزارت له ۲۰۱۶ راهیسې تر اوسه ۸۰۳ اخته کسانو ته شاوخوا ۱۱۲ میلیونه پونډه تاوان ورکړی دی.

مسعود پزشکیان؛د پاکستان دوه ورځنی سفر پای ته ورساوه او خپل هېواد ته ستون شو

د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، چې ولسمشر مسعود پزشکیان د پاکستان د لومړي وزیر په بلنه دوه ورځنی رسمي سفر ترسره کړ او نن سهار وختي تهران ته ستون شو.

دوی ویلي، چې په دې سفر کې دواړو هېوادونو د اقتصادي او سیاسي همکاریو د پراختیا لپاره ۱۲ هوکړې لاسلیک کړې.

پزشکیان د سفر له پای ته رسېدو وروسته په اېکس کې ولیکل، چې د ایران او پاکستان ترمنځ د نوو ډیپلوماټیکو اړیکو فصل پرانیستل شو.

خیبرپښتونخوا؛په بنو کې د ډرون بريد له کبله دوه پوليس ټپیان شوي

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د نامعلومو کسانو له لوري د پوليسو پر مرکز ډرون بريد شوی چې په کې دوه پوليس ټپيان شوي.

ټپيان نږدې روغتون ته د درملنې لپاره لېږدول شوي دي.

دا لومړی ځل نه دی چې د پوليسو مرکز د ډرون په وسیله په نښه کېږي؛ په وروستيو میاشتو کې څو ورته پېښې شوې دي چې د سيمې د ناپېژاندو ډلو له لوري د ډرون کارونې اندېښنې یې ډېرې کړې دي.

ننګرهار؛په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې وژلې

ځايي سرچينو ویلي چې نن سهار په جلال‌اباد ښار کې ناپېژاندو وسله‌والو د زیبا په نوم روغتيايي کارکوونکې وژلې ده.

پېښه د ننګرهار په جلال اباد ښار کې د طالبانو حکومت امنیې قوماندانۍ ته نېږدې رامنځته شوې ده.

د عيني شاهدانو په وينا، درې مخ پټو موټرسايکل سپاره وسله‌والو د زیبا موټر درولی، موټرچلوونکی یې د ټوپک په ګواښ نيولی او پر زیبا یې ډزې کړې چې ځای په ځای وژل شوې ده.

زیبا تېرو ۱۵ کلونو کې د ننګرهار په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې دنده ترسره کوله.

تر اوسه طالب چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ويلي او هېڅ ډلې د مسووليت ادعا نه ده کړې.

خوست؛د اقتصادي ستونزو له کبله خباش‌خېل سیمه کې یو تن ځان وژلی

په خوست ولایت کې یو ځوان د بې‌کارۍ له امله ځان وژنه کړې.

ځايي سرچینې وايي، دا پېښه نن د خباش‌خېل په سیمه کې شوې.

یاد کس شمس‌الله نومېده او ویل شوي چې د خرابو اقتصادي شرایطو له امله یې ځان‌وژنه کړې.

تر دې مخکې هم یو ماشوم په همدې ولایت کې ځان وژلی و.

د یادونې ده چې واک ته د طالبانو حکومت له رسېدو وروسته په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو له امله ګڼو خلکو ځان وژنه کړې.

شهباز شریف:پاکستان د ایران د سوله‌ییز اټومي حق ملاتړ کوي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، اسلام‌‎آباد د ایران د سوله‌ ییزې اټومي انرژۍ د ترلاسه کولو د حق ملاتړ کوي.

هغه دا څرګندونې د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان سره په یوه ګډ خبري ناسته کې وکړې.

ولسمشر پزشکیان د شنبې په ورځ په دوه ورځني سفر پاکستان ته تللی، چې هلته یې تود هرکلی وشو.

المان:د تېر کال په نسبت سږکال د پناه غوښتونکو غوښتنلیکونه ۵۰ سلنه کم شوي

د آلمان د کورنیو چارو وزیر الکساندر دبرینت ویلي، چې سږ کال د پناه‌ غوښتنې غوښتنلیکونه د تېر کال په پرتله ۵۰ سلنه کم شوي دي.

نوموړي د اګست په ۳مه ویلي، چې په روان میلادي کال کې تر دې دمه شاوخوا ۷۰ زره غوښتنلیکونه ثبت شوي، چې د تېر کال په همدې موده کې ۱۴۰ زره وو.

هغه ټینګار کړی چې آلمان به د پناه‌ غوښتونکو د شمېر کمولو دغه لړۍ روانه وساتي او له انسان‌قاچاقبرو سره به لا سخت چلند کېږي.

په همدې تړاو، شپږ اروپایي هېوادونو د جولای په پای کې په یوه ناسته کې د پناه‌ غوښتنې پر ضد د سختو تدابیرو په شمول د افغان او سوریایي پناه‌ غوښتونکو بېرته شړلو، هوکړه هم کړې.

آلمان د جولای ۲۷مه، ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي چې په جرمونو تورن وو، بېرته افغانستان ته شړلي دي.

پښتونخوا؛د پولیسو پر پوستې برید کې څلورو پاکستاني سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نامعلومو وسله والو د پښتونخوا په فتح پور سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر پوسته برید کړی.

د دغه برید په پایله کې یو پولیسو وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

ویل کېږي، چې پر پوسته لسګونو وسله والو برید کړی او داسې ښکاري، چې ټي‌ټي‌پي پورې تړلي کسان وو.

پولیسو ویلي، چې په نښته کې دوه وسله وال هم وژل شوي دي.