پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 346

اسراييل:د حماس سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته د غزې جګړه نوره هم پراخېدای شي

اسراييل وایي، چې د حماس سره د خبرو تر ناکامېدو وروسته د امنیتي ادارو بېړنۍ غونډه کوي، څو د راتلونکي اقدام په اړه پرېکړه وکړي.

یو لوړپوړي اسراییلي چارواکي خبرداری ورکړی، چې ښایي په غزه کې جګړه نوره هم پراخه شي.

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر وایي، دوی د جګړې د پای غوښتونکي دي؛ خو دا کار د مناسب شرایطو له رامنځته کېدو سره تړلی دی.

په عین حال کې قطر او مصر د فرانسې او سعودي طرحه منلې، چې له حماس غواړي وسله کېږدي؛ خو حماس دغه غوښتنه رد کړې ده.

هند:امریکا خپله له روسیې سره پراخه سوداګري لري؛ خو پر مونږ تعرفې لوړوي

د هند د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته غبرګون وښود، چې له روسیې د تېلو د پېرلو له امله یې پر هند د لوړو تعرفو ګواښ کړی و.

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي، هغه هېوادونه چې نیوکه کوي، پخپله له روسیې سره پراخه سوداګري لري؛ نو د هند په نښه کول بې‌ځایه او ناعادلانه دي.

هند ټینګار کړی چې د خپلو ملي ګټو او اقتصادي امنیت د خونديتوب لپاره به هر اړین ګام پورته کړي.

د یادونې ده، چې ډونالډ ټرمپ د هند له لوري د روسیې د تېلو پېرلو له کبله پر نوي ډیلي تعرفې لوړې کړې او ویلي یې دي، چې دا کار ورته د منلو نه دی.

په همدې حال کې بیا هند وايي، له خپلو اقتصادي سرچینو به تل ګټه واخلي.

د برازیل سترې محکمې؛د دغه هېواد د پخواني ولسمشر د نیولو امر کړی

د برازیل سترې محکمې د دغه هېواد پخوانی ولسمشر ژایر بولسونارو د کودتاه د تور له امله ونیوو.

د یاد هېواد قاضي القضات اليګزانډر دي مورایس د بندیزونو د سرغړونې له امله د هغه د نیولو امر ورکړی و.

د بولسونارو وکیلانو دا پرېکړه ناعادلانه بللې.

په ورته مهال بیا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ګام سیاسي غچ بللی او پر برازیل یې د تعرفو د لوړولو ګواښ کړی.

نصیر احمد فایق:طالبان په ظلم او فساد کې ښکېل دي او هیڅ برخه کې قانون نه پلي کوي

ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق د طالبانو حکومت پر کړنو توندې نیوکې کړي دي.

هغه په خپله د اېکس پاڼه کې لیکلي، چې طالبان د ډول، ډول ظلمونو او فساد ښکار دي؛ خو تر اوسه هېڅ لوړپوړی طالب چارواکی نه دی لیدل شوی، چې شریعت پرې عملي شوی وي.

فایق ویلي، د قانون نشتوالی او د هغه نه پلي کېدل هر نظام د سقوط کندې ته بیايي.

هغه زیاته کړې، که څه هم د پخواني جمهوریت پر مهال هم د قانون له سرغړونو نظام زیانمن شو؛ خو لږ تر لږه قانون، قانوني ادارې او خپلواکې رسنۍ موجودې وې چې دغه سرغړونې یې رسوا کولې.

امرالله صالح:د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې له لوري امیرخان متقي ته د سفر د اجازې نه ورکول، ډېر سم اقدام دی

د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي اسلام‌اباد ته سفر ځکه وځنډېد، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې د هغه د سفر مخه نیولې ده.

ښاغلي صالح پر اېکس پاڼه لیکلي: «متقي د بندیزونو په نوملړ کې شامل دی. طالبان او پاکستان په افغانستان کې د لسیزو جګړو، وژنو او ویجاړیو مسوول دي. نپوهېږم، چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په کمیټه کې چا د دغه سفر مخه نیولې؛ خو له ډېرې مودې وروسته دغه سازمان یو سم او پرځای اقدام کړی دی.»

ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي د زمري ۱۳مه اسلام‌اباد ته سفر وکړي؛ خو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ځینو سرچینو دا ځنډ «تخنیکي ستونزې» بللي دي.

د طالبانو حکومت او پاکستان تر اوسه د متقي د سفر په اړه رسمي څه نه دي ویلي.

له طالبانو د زلمي خلیلزاد پوښتنه:چینایان د افغانستان د تاریخي میراث په اړه بې تفاوته دي، تاسې ولې دې تراژیدي کې ورسره ملګري یاست؟

د افغان سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، کابل ته د مس‌عینک د لرغونو اثارو انتقال خواشینی کړی او د طالبانو حکومت باید په دې اړه له بدیلو لارو کار واخلي.

نوموړي ویلي، چینایان د افغانستان د تاریخ په اړه بې تفآوته دي؛ خو د طالبانو حکومت ته پکار وه، چې په دې اړه یې نورې لارې سنجولې وی.

خلیلزاد زیاتوي، لوګر کې د دغو اثارو پاتې کېدو سره دا ساحه خوندي پاتې کېدله.

د یادونې ده،.چې له مس‌عینک کان څخه ۱۴۳۰ قلمه بېلابېل تاریخي توکي کابل ته را انتقالیږي.

زلینسکي:د چین، پاکستان، ازبېکستان او جنوبي افریقا کرایي جنګیالي زمونږ خلاف له روسي سرتېرو سره یوځای جګړه کوي

د اوکراين ولسمشر ولادمير زلينسکي نن د ختیځ اوکراين د خارکيف سيمې له جګړه‌ييزې کرښې څخه ليدنه وکړه.

هغه پر خپله ایکس پاڼه کې ليکلي، چې له قوماندانانو سره يې د ووچانسک ښار د دفاع، د جګړې وضعيت او روانو جګړو په اړه خبرې کړې دي.

زلينسکي زياته کړې، چې د دوی سرتېري راپور ورکوي، چې له چين، تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او ځينو افريقايي هېوادونو څخه اجرتي جګړه‌ماران د روسيې تر څنګ په جګړه کې برخه اخلي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا؛امیرخان متقي ته د پاکستان د سفر اجازه نه ده ورکړې

خبریال او سیاسي شنونکی سمیع یوسفزی وایي، په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د روسیې لخوا د رسميت پیژندنې تر اعلان وروسته د نړیوالې ټولنې له لوري د لا زیاتو اسانتیاوو او انعطاف تمه درلوده، یوه ډیپلوماتیکه سرچینه وایي چې ملګرو ملتونو د پاکستان هغه غوښتنه رد کړې یا ځنډولې ده چې غوښتل یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي ته د اسلام‌اباد د سفر اجازه ورکړي.

نوموړي ویلي، ملګرو ملتونو تر اوسه متقي ته د سفر لپاره استثنایي معافیت نه دی ورکړی.

دا پریکړه په داسې وخت کې شوې چې د طالبانو حکومت هڅه کوي د نړیوال رسمیت لپاره خپل دیپلوماتیک فعالیتونه پراخ کړي.

سمیع یوسفزي ویلي، دغه تازه اقدام د طالبانو حکومت اندېښمن کړی دی، ځکه هغوی تمه درلوده چې د روسیې له پرمختګ وروسته به نړیوال دریځ کې نرمښت راشي.

طالب چارواکو تر دې دمه په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

امرالله صالح:عزیزي بانک د درواغو، مالي درغلیو، مبهمو پانګونو او ترهګرۍ د مالي تمویل یوه مجموعه ده

د پخواني حکومت لومړی مرستیال، امرالله صالح د زلمي خلیل‌زاد د میرمنې، چیرل بینارد، له لوري د عزیزي بانک د ملاتړ په غبرګون کې ویلي چې دا بانک یوه “کلاه‌برداره مالي پروژه” ده، او سقوط یې یوازې د وخت خبره ده.

صالح ویلي، عزیزي بانک د درواغو، مالي درغلیو، مبهمو پانګونو، پیسو مینځلو او ترهګرۍ د مالي تمویل یوه مجموعه ده، چې د امریکا د مشهوره کلاه‌بردار برنارد میډوف له پانزي‌طرحې سره ورته والی لري.

صالح تور پورې کړی چې زلمي خلیل‌زاد او نږدې کسانو یې له دې مالي طرحې له دوه لسیزو راهیسې ګټه اخیستې ده.

هغه د خلیلزاد مېرمن چیرل بینارد یې د طالبانو لابي‌ګره بللې او په وینا یې د ښځو د حقونو پر ځپلو او بشري وضعیت چوپ پاتې ده؛ خو د عزیزي بانک دفاع کوي.

یمن؛د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۶۸ تنه مړه شوي او ۷۴ نادرکه دي

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي، چې د یکشنبې په ورځ د یمن د ابین ولایت سواحلو ته نږدې یوه کښتۍ ډوبه شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۶۸ پناه‌ غوښتونکي مړه شوي او ۷۴ تنه نور لا هم ورک دي.

یاد سازمان زیاتوي، چې کښتۍ د ۱۵۴ ایتهوپیايي کډوالو سره له افریقا څخه د یمن له لارې سعودي عربستان ته روانه وه.

تر دې دمه ۵۴ مړي د خنفر ساحلي سیمه کې او ۱۴ نور په بله سیمه کې موندل شوي دي.