جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 34

محمد عمر شیرزاد:د پاکستان د خبرو او عمل ترمنځ ژور تضاد موجود دی

د فراه پخواني والي، محمد عمر شیرزاد، پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې اسلام‌اباد یو ځل بیا وښوده چې د سیمې د سولې او ثبات په اړه یې څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي.

نوموړي په یوه بیان کې ویلي چې پر افغان خاوره بریدونه، چې له امله یې بېګناه ملکي وګړي، ښځې او ماشومان قرباني کېږي، نه یوازې د نړیوالو اصولو او قوانینو ښکاره سرغړونه ده، بلکې دا هم ثابتوي چې پاکستان لا هم د زور او فشار له پخوانۍ تګلارې لاس نه دی اخیستی.

د هغه په وینا، تاریخ ښيي چې د ګاونډیو پر ضد د جګړې او لاسوهنې سیاست ستونزې نه حلوي، بلکې د سیمې بې‌ثباتي لا پسې ژوروي.

شیرزاد ویلي، چې د افغانستان پر وړاندې دښمني او مداخله هېڅکله د اوږدمهاله امنیت او باور فضا نه شي رامنځته کولی، خو که رښتیا هم د سیمې د سولې او ثبات خبره کېږي، نو پاکستان باید د زور، بریدونو او پټو لوبو پر ځای د متقابل احترام، د هېوادونو د حاکمیت د درناوي او سالمو اړیکو لاره خپله کړي.

یوناما:د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو کې ډېری قربانیان افغانې ښځې او ماشومان دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی دفتر (یوناما) منلې چې پاکستاني پوځ تېره شپه د کابل، پل چرخي په سیمه کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه څلور ملکي وګړي وژلي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما د معلوماتو له مخې، د ټپیانو او وژل شویو ترمنځ ښځې او ماشومان هم شامل دي او د جګړو د سمدستي درولو غوښتنه کوي، څو د ملکي وګړو د نورو مرګ‌ژوبلو مخه ونیول شي.

د یاد بنسټ په وینا، د سرحدي تاوتریخوالي د وروستي زیاتوالي اصلي قربانیان ملکي وګړي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.

یوناما زیاته کړې چې د روانو وسله‌والو نښتو له امله د فبرورۍ له ۲۶مې راهیسې په افغانستان کې د پاکستاني پوځ د بریدونو له امله لږ تر لږه ۷۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۳ نور ټپیان شوي دي.

پاکستاني پوځ؛د ننګرهار په ډکې سیمه کې پر یوه استوګنیز کور هاوان برید کړی

د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ نن غرمه د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ په ډکې سیمه کې پر یوه استوګنیز کور هاوان برید کړی دی.

ځایي خلکو ویلي چې په دې برید کې د صابر په نوم د یو ملکي وګړي کور په نښه شوی او د هغه مور او ورېره پکې وژل شوې دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ تېره شپه هم د کابل، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې هوايي بریدونه کړي وو، چې له امله یې څلور ملکي کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

جعفر مهدوي:د پاکستان هوایي بریدونه د افغانستان پر وړاندې ددې هیواد د دښمنانه سیاست دوام دی

د پخواني جمهوري حکومت د ولسي جرګې غړي جعفر مهدوي د پاکستان د هوایي بریدونو په اړه په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان د پوځ په تازه بریدونو کې چې د کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونه یې په نښه کړي، نه یوازې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت نقض شوی، بلکې یو شمېر ملکي وګړي د ښځو او ماشومانو په ګډون شهیدان او ټپیان شوي دي.

نوموړي دغه بریدونه د افغانستان د مسلمان ولس پر وړاندې د پاکستان د دولت د دښمنانه سیاست دوام بللی او په کلکه یې غندلي دي.

ښاغلي مهدوي د پاکستان د ملت، ملي او ولسي شخصیتونو څخه غوښتې چې د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر خاوره د دوامدارو تېریو او د بې‌ګناه ملکي وګړو د قرباني کېدو پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

هغه ټینګار کړی چې د دې ډول سیاست دوام به یوازې د افغانستان د خلکو په زړونو کې د پاکستان پر ضد د دښمنۍ احساس نور هم ژور کړي او دا کار به د افغانستان او پاکستان د دواړو مسلمانانو ملتونو د اوږدمهالو ګټو لپاره هېڅ ګټه ونه لري.

مولوي عبدالسلام ضعیف:د پنجاب ظالم او مزدور رژیم د هر افغان دښمن دی

په اسلام اباد کې د طالبانو د حکومت پخواني سفیر مولوي عبدالسلام ضعیف د کابل، کندهار او خوست په ځینو سیمو کې د پاکستان د تېرې شپې د بمباریو په اړه توند غبرګون ښودلی دی.

نوموړي ویلي چې د پنجاب د ظالم او مزدور رژیم دغه بریدونه د ملکي او بې‌ګناه خلکو د مرګ‌ژوبلې سبب شوي او دا یې یو لوی ظلم، جنایت او بزدلانه عمل بللی دی.

د هغه په وینا، دا پېښه ښيي چې د پنجاب مزدور رژیم په خپلو شومو موخو کې ناکام شوی او د هر افغان دښمن دی.

حامد کرزی:پاکستان دې له افغانستان سره دښمني پرېږدي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر کابل، کندهار، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د پاکستان وروستي بریدونه په کلکه غندلي دي.

ښاغلي کرزي ویلي چې په دغو بریدونو کې یو شمېر افغانان، د ښځو او ماشومانو په ګډون، وژل شوي او دا کړنه د همسایتوب، بشري ارزښتونو او نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

هغه همداراز د پاکستان له حکومت غوښتي چې دښمني پرېږدي، دوراندیشي غوره کړي او له افغانستان سره د ښو او متمدنو اړیکو تګلاره خپله کړي.

د افغانستان پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند په لندن کې ومړ

د افغانستان پخوانی صدراعظم سلطان علي کشتمند د ۸۰ کالو په عمر په لندن کې مړ شوی دی.

نوموړی د افغانستان د پخواني کیڼ اړخي حکومت پر مهال د هېواد لومړنی هزاره‌توکمه لومړی وزیر بلل کېده.

د هغه ورور اسدالله کشتمند پر خپلې فېسبوکپاڼې د نوموړي د مړینې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې سلطان علي کشتمند د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند له تاریخي مشرانو څخه و، چې د خلکو د خدمت، تواضع او فرهنګي شخصیت له امله پېژندل کېده.

سلطان علي کشتمند د شوروي له یرغل وروسته د کابل د کیڼ اړخو حکومتونو په موده کې د شاوخوا یوې لسیزې لپاره د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې وه.

نوموړي په خپلو لیکنو کې یادونه کړې وه چې د شوروي ځواکونو د راتګ پر مهال په زندان کې و او په دغه بهیر کې یې مستقیم رول نه درلود، خو وروسته یې د خپل ګوند له مشرتابه سره کار ته دوام ورکړ.

هغه همداراز ویلي وو چې د صدراعظم په توګه د ده د دویمې دورې پیل له افغانستانه د شوروي ځواکونو له وتلو سره هممهاله شوی و.

ذبیح الله مجاهد: د پاکستاني پوځ هوایي بریدونه جنایت او ښکاره تېری دی

‏د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې پاکستاني پوځي ځواکونو یو ځل بیا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې بمبارۍ ترسره کړې دي.

ښاغلي مجاهد ویلي چې دا بمبارۍ په کابل، کندهار، پکتیا، پکتیکا او یو شمېر نورو سیمو کې شوې دي.

د هغه په وینا، په ځینو ځایونو کې ملکي کورونه په نښه شوي چې له امله یې ښځې او ماشومان وژل شوي، او په ځینو نورو سیمو کې تشې دښتې او خالي ځایونه په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د روژې مبارکې میاشتې په وروستیو ورځو او د اختر په درشل کې دا ډول بریدونه ښيي چې ترسره کوونکي یې د انساني اصولو او اخلاقي ارزښتونو پابند نه دي.

مجاهد همداراز ویلي چې «اسلامي امارت» دا بریدونه جنایت او ښکاره تېری بولي او په کلکو ټکو یې غندي، او ټینګار یې کړی چې دا ډول کړنې به بې ځوابه پاتې نه شي.

شاه حسین مرتضوي:افغانان دې له دښمن سره همغږي نه کوي

‏د پخواني جمهور رئیس ویاند شاه حسین مرتضوي د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په اړه لیکلي چې افغانان باید له دښمن سره همغږی او یوه خوله نه شي.

ښاغلي مرتضوي ویلي، په داسې وخت کې چې د هېواد بېلابېل ولایتونه د دښمن د الوتکو تر بریدونو لاندې دي، د هېواد هر وګړی، په ځانګړي ډول سیاسي قشر، باید له سیاسي تمایلاتو او اختلافاتو پورته د ملي مسؤلیت له درکه د هېواد د ګټو دفاع وکړي.

هغه ټینګار کړی چې سیاسي یووالی او د ټولو هېوادوالو ګډ دریځ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا د ساتنې او دفاع لپاره حیاتي ارزښت لري.

مرتضوي همداراز ویلي چې یو ګاونډی هېواد له کلونو راهیسې د افغانستان د حکومتونو پر وړاندې ستونزې رامنځته کوي او اوس وخت دی چې افغانان د هغه پر وړاندې متحد او یو موټی شي.

نوموړي د خپلې لیکنې په پای کې لیکلي: «ژوندی دې وي افغانستان».

خالد ځدراڼ:د پاکستاني بمبارۍ له امله په کابل کې ملکي کورونه په نښه شوي

‏د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي چې د کابل ښار د ۲۱مې امنیتي حوزې اړوند د ۲۴م ګذر په سیمه کې د پاکستاني رژیم د بمبارۍ له امله ملکي کورونه په نښه شوي دي.

ښاغلي ځدراڼ زیاته کړې چې د دې برید په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان نږدې دوه اونۍ کېږي چې په پرلپسې ډول د کابل ښار په ګډون د افغانستان لوی ښارونه د هوایي بمبارۍ له لارې په نښه کوي چې تر ډېره یې قربانیان ملکي وګړي دي.