پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 337

سهیل شاهین:ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ زموږ حق دی او را ودې سپارل شي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتونو د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی حکومت په هېواد بشپړ واک لري او دغه څوکۍ یې حق دی.

شاهین د ځینو هېوادونو له‌خوا د څوکۍ ځنډول او بندیزونه د فشار وسیله بللي او ټینګار یې کړی چې دا «غیر اصولي چلند» دی.

د ده په وینا، د طالبانو حکومت د نړۍ په ۴۱ هېوادونو کې استازي او نمایندګۍ لري او روسیې د دوی حکومت په رسميت پېژندلی.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني جمهوریت د استازي په واک کې ده او ملګري ملتونه د طالبانو حکومت د بشري حقونو د سرغړونو له امله نه مني.

انس حقاني:د طالبانو حکومت د اشرف غني له ناڅاپه وتلو وروسته د حالاتو له مخې کابل ونیوو

د طالبانو حکومت د مرکچي پلاوي غړی، انس حقاني وايي چې څلور کاله مخکې یې درک کړې وه چې امریکا له افغانستانه وتلو ته چمتو ده او د کابل لپاره یې پلان دا و چې د هغه وخت له حکومت سره د تفاهم له لارې ښار ته ننوزي څو د ادارو مشروعیت وساتل شي او له نړۍ سره اړیکې عادي پاتې شي.

د ده په وینا، د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني له ناڅاپي وتلو سره د قدرت تشه رامنځته شوه او طالبانو د حالاتو د غوښتنې له مخې کابل ونیوو.

حقاني په مرکه کې ټینګار کړی چې په دوحه کې د طالبانو او امریکا ترمنځ لاسلیک شوی تړون د امریکا د ماتې نښه وه، که څه هم لوېدیځوالو ورته د سولې تړون نوم ورکړی و.

هغه وویل، د بین‌الافغاني خبرو پر مهال د طالبانو پلاوی مایوسه شوی و، ځکه د کابل د پلاوي هڅه دا وه چې وخت ضایع کړي او د امریکا په مشرۍ کې بدلون ته انتظار وباسي.

د نوموړي په وینا، په دې موده کې له افغان پلاوي سره خبرې یوازې د “نمایشي مجلسونو” په بڼه روانې وې.

یو شمېر افغان سیاستوال بیا باور لري چې د سولې د بهیر یو مهم شرط بین‌الافغاني توافق و؛ خو امریکا پرته له دې چې د افغان اړخونو ترمنځ هوکړه رامنځته شي، له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په پایله کې یې جمهوریت سقوط وکړ او د طالبانو حکومت پر افغانستان واکمن شو.

د غزې جګړه؛د الجزیرې څلور خبریالان په اسراییلي برید کې ووژل شول

0

د الجزیرې عربي څانګې ویلي، خبریالان انس الشریف او محمد قریقه د کمره‌مینانو ابراهیم زاهر او محمد نوفل سره یو ځای د اسراییلو په هوايي برید کې په غزه کې وژل شوي دي.

دغه برید د نړیوالو توند غبرګونونه راپارولي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر خبریالان د غزې جګړه کې وژل شوي دي.

امریکا؛د افغان‌ـ‌امریکایي محمود شاه حبیبي د موندلو لپاره تر پنځه میلیونه ډالرو انعام اعلان کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره د انعامونو» پروګرام اعلان کړی چې «تر پنځه میلیونه ډالرو پورې انعام به هغه چا ته ورکړي چې د ۳۷ کلن افغان-امریکایي محمود شاه حبیبي د موندلو، ژغورلو او بېرته ستنولو په اړه معلومات ورکړي.

د FBI د معلوماتو له مخې، حبیبي د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۱۰مه کابل ښار کې خپل کور ته نږدې د طالبانو د عمومي استخباراتو ریاست (GDI) لخوا، له خپل موټر چلوونکي سره یو ځای، نیول شوی و.

په همدې حال کې، رویټرز د امریکایي دولتي چارواکو او اسنادو په حواله نوي جزییات خپاره کړي او ویلي یې دي چې طالبان ښايي حبیبي ځکه نیولی وي چې د هغه د کار شرکت د CIA تر نفوذ لاندې راغلی و، او دغه ادارې د شرکت یوې امنیتي کمرې ته لاسرسی موندلی و، چې د القاعده مشر ایمن الظواهري په کابل کې په یوه مېلمستون کې د موندلو لپاره مرسته کړې وه.

حبیبي څو ورځې وروسته له هغې ورک شو چې د امریکا د بې‌پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل کې ایمن الظواهري ووژل شو.

رویټرز د امریکایي حکومت په لاس کې د یوې اعلامیې په حواله هم لیکلي چې «له حبیبي سره یو ځای نیول شوی همکار، چې وروسته خوشې شوی و، هغه په GDI مرکز کې لیدلی او اورېدلي یې دي چې په ګاونډي خونه کې ترې پوښتنه کېده چې ایا د CIA لپاره کار کوي او که د الظواهري د وژنې په برید کې یې لاس درلود.»

د طالبانو حکومت بیا پرله‌پسې دا تورونه رد کړي او ټینګار یې کړی چې حبیبي د دوی د امنیتي ځواکونو له لوري نه دی نیول شوی او د طالبانو په توقیف کې نه دی.

د طالبانو حکومت یوناما ته:که مو بیا ځل بې اساسه راپورونه خپاره کړل، مونږ به مو پر وړاندې جدي اقدام وکړو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د جبري راستنېدونکو په اړه وروستی راپور د حکومت له لوري وڅېړل شو.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء عالي مقام په لارښوونه د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت، د امر بالمعروف او د استخباراتو د عمومي ریاست په ګډون ګډ کمیسیون جوړ شو، څو د راپور د ادعاوو کره‌والی وارزوي.

د کمیسیون د څېړنو پایلې ښيي چې راپور په محدودو شخصي تجربو ولاړ دی، د میلونونو افغانانو مثبتې بېرته راستنېدنې یې له پامه غورځولي او ډېری موارد یې له شواهدو پرته یوازې د ګومانونو په بڼه ذکر کړي دي.

په راپور کې د شکنجې، غچ اخیستنې او خپلسرې نیونې په څېر سیاسي اصطلاحات کارول شوي چې د بې‌طرفۍ اصل تر پوښتنې لاندې راولي.

کمیسیون یوناما ته په څرګنده ویلي چې د راپور جوړولو پر اوسني میتود باید جدي بیاکتنه وشي او مسلکي نیمګړتیاوې دې اصلاح کړي.

همدارنګه ټینګار شوی چې که په راتلونکې کې د اذهانو د ګډوډولو په نیت ورته بې‌بنسټه راپورونه خپاره شي، «اسلامي امارت» به د خپل مسؤلیت له مخې لازم اقدام ترسره کړي.

ډان ورځپاڼه:د مسکو د کرکوس ښار بریدکوونکی افغانستان کې د داعش په لیکو کې روزل شوی و

پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ویلي، چې د مسکو په کرکوس ښار برید کوونکی سعید اکرامي په افغانستان کې روزنه لېدلې.

دوی ویلي، چې نوموړی لومړی پاکستان او بیا له هغه ځایه په جعلي پاسپورت افغانستان ته تللی دی.

دا برید، چې د مسکو په یوه لوی کنسرت تالار کې ترسره شو، په سلګونو کسانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې وه.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې په افغانستان کې د داعش شتون رد کړی دی.

ذبیح الله مجاهد:امریکا د رسمیت پېژندنې برخه کې زمونږ غوښتنې نه دي منلې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې امریکا د دوی د رسمیت پېژندنې غوښتنې نه دي منلې.

نوموړي ویلي، چې «اسلامي امارت» څو ځله له امریکایي چارواکو سره د رسمیت پېژندنې او د سفارتونو د سپارلو غوښتنه کړې، خو مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په وروستیو څلورو کلونو کې روسیه یوازینی هېواد دی چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی او ایران او چین ورسره نږدې اړیکې لري.

بل لورته شنونکي وايي، د امریکا له سیالانو سره د طالبانو حکومت نږدې والی کولای شي د کابل او واشنګټن اړیکې لا ترینګلې کړي.

د آزادۍ جبهې؛د بلخ د ملکي زیانونو په اړه د یوناما راپور رد کړ

د آزادۍ جبهې په یوه خپره کړې اعلامیه کې د یوناما هغه راپور رد کړی چې پکې ویل شوي، چې د دغې جبهې د بریدنو له امله د بلخ ولایت په دوو بریدونو کې اووه ملکي کسان ټپیان شوي دي.

یوناما دا پېښې د مزارشریف ښار اړوند بللې او د یادو بریدونو مسئولیت یې دې جبهې پورې تړلی.

خو د آزادۍ جبهې ویلي، دا پېښې له دوی سره تړاو نه لري او دوی د جګړې قوانینو، د ملکي وګړو ژوند ته ژمنتیا او دعامه تاسیساتو د خوندیتوب اصولو ته پابند دي.

یوناما:د طالبانو حکومت له اپریل څخه تر جون پورې څلور کسان اعدام کړي

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت د روان میلادي کال د اپریل څخه تر جون میاشتې پورې په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت په دوامداره توګه د خلکو د وهلو سزاوې هم جاري ساتلي، چې له مخې یې په دې موده کې ۲۳۴ تنه، چې پکې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم شامل دي.

یوناما همدا راز وايي، د ۲۰۲۱ اګست راهیسې د طالبانو حکومت په غزني، لغمان، فراه، جوزجان او پکتیا کې شپږ نور اعدامونه هم عملي کړي دي.

پاکستان؛څلورو هوټلونو ته د شرابو د پېرلو رسمي جواز ورکړ

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ملي شورا ته ویلي چې په اسلام‌اباد کې څلور لوی هوټلونه ـ ماریټ، سرینا، بیسټ ویسټرن او مووین پیک ـ د پنځه لکه کلدارو په بدل کې د شرابو د پلور جواز ترلاسه کولی شي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي،.چط د جواز کلنی تمدید فیس ۱.۵ لکه کلدارې دی او شرطونه یې د شرابو جلا ساتل او د شرابو د راوړلو پر مهال د چارواکو خبرول دي.

د دوی په خبره، دا جوازونه په مشروط ډول ورکړل شوي، چې چارواکي یې هر وخت د جواز لغوه کولو حق لري.