پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 336

په افغانستان د طالبانو څلور کلنه واکمني؛حلیم فدایي پخواني جهادي مشران تښتیدلي ټوپکوال او سیاسي مشران معاملګر وبلل

افغان سیاستوال او د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي په افغانستان د طالبانو واکمنۍ سره همهاله په خپلې ایکس‌پاڼې پخواني جهادي او سیاسي مشران تښتیدلي ټوپکوال وبلل.

ښاغلي فدایي لیکلي:« د ولسمشر غني له هېواده وتل، د حاکمو او تښتېدلو ټوپکوالو په جمهوریت او باعزته سولې د معاملې شوم پلان داسې شنډ کړ، چې د دوحې تړون ماسټرماینډان، د طالبانو ماسټرماینډان او ټول معامله‌ګر سیاستوال او رهبران یې هک پک، مبهوت او له مشروعیت څخه بې برخې کړل.»

ښاغلي فدایي دا څرګندونې داسې مهال کړي چې د طالبانو حکومت جګپوړي غړي او د طالبانو د مذاکراتي پلاوی غړي انس حقاني په خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي وو چې له هیواده د پخواني ولسمشر اشرف غني وتل د دوی د مشروعیت او رسمیت مخه ډپ کړه.

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون اداره:زندانونه د زده‌کړو پر مرکزونو بدل شوي او هیڅ ډول شکنجه نشته

د طالبانو حکومت د زندانونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال قاري حبیب‌الله بدر ویلي، چې هېواد کې زندانونه د زده‌کړو پر مرکزونو بدل شوي او بندیانو ته هېڅ ډول شکنجه نه ورکول کېږي.

هغه د کابل او ۳۳ ولایتونو د زندان مسؤلینو لپاره د ۱۵ ورځني روزنیز سیمینار د پای په مراسمو کې ټینګار وکړ، چې زندان د تعذیب نه، بلکې د تادیب ځای دی او له بندیانو سره باید د عزت او احترام چلند وشي.

د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت مرستیال او د سترې محکمې یو چارواکي هم د زندان له مسؤلینو غوښتي، چې د اسلامي اصولو او نبوي سیرت له مخې له بندیانو سره سلوک وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې ګڼ شمېر زندانیان د طالبانو حکومت سخت شکنجه کړي او ډېری کسان د شکنجو لاندې وژل شوي هم دي.

غزه؛د انس الشریف او د ملګرو د وژنې له کبله یې اسراییل له سختو نېوکو سره مخ دي

0

اسرائیل د الجزیرې شبکې د یو مشهور خبریال انس الشریف او د هغه د څلورو همکارانو په وژلو سره په پراخه کچه غندل شوي دي.

د اسرائیلو چارواکو ادعا کړې چې انس الشریف د حماس فعال و؛
خو دغه ادعا د الجزیرې شبکې له خوا په کلکه رد شوې ده.

د یادونې ده چې تېره ورځ د الجزیرې خبریالان انس الشریف او محمد قریقه د کمره‌مینانو ابراهیم زاهر او محمد نوفل سره یو ځای د اسراییلو په هوايي برید کې په غزه کې وژل شوي دي.

امرالله صالح:د دوحې تړون پټې برخې هغه رسۍ دي چې امریکا پرې طالبان کنټرولوي

د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، د دوحې د تړون پټې برخې هغه رسۍ دي چې امریکا پرې طالبان کنټرولوي.

هغه پر اېکس لیکلي، که دا خبره ناسمه وي؛ نو ولې د تړون پټې برخې نه خپرېږي؟

ښاغلي صالح دغه تړون «شرموونکی» بللی او ویلي یې دي چې امریکا هر وخت د دې رسۍ له لارې طالبان اداره کوي.

نوموړي مخکې هم د دوحې تړون د «ګندمک» له تړون سره پرتله کړی و او ویلي یې و، چې د افغانستان عزت او ملي یووالی پکې معامله شوی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزیر:د کډوالو له وتلو وروسته د ډوډۍ په مصرف کې شپږ سلنه کموالی راغلی

د ایران د کورنیو چارو وزیر سکندر مومني ویلي، چې د دغه هېواد حکومت د کډوالو پر ضد نظر نه لري او بهرني وګړي په عزت او درناوي باسي.

هغه ویلي، چې د کډوالو له وتلو وروسته د ډوډۍ په مصرف کې شپږ سلنه کموالی راغلی.

مومني ویلي، په ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان مېشت دي چې دوه میلیونه یې بې اسنادو دي.

په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان زرګونه افغانان په جبري ډول ستانه کړي دي.

د ملګرو ملتونو او بشري حقونو څار ادارې خبرداری ورکړی، چې دا بهیر به د افغانستان د سخت اقتصادي، ټولنیز او بشري بحران وضعیت نور هم خراب کړي.

ترکیه؛د ۶.۱ درجې زلزلې له کبله ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

په ترکیه کې د ۶.۱ درجې زلزلې له امله یو کس وژل شوی او ۲۹ تنه ټپیان دي.

دغه زلزله د بالیکیسیر ولایت په شمال لوېدیځ کې رامنځته شوې.

د ترکیې چارواکو ویلي، چې د ژغورنې عملیات روان ساتي.

د دغې زلزلې له کبله تر اوسه د ۱۶ ودانیو د نړېدو راپور ورکړل شوی دی.

نتنیاهو:د غزې د نېولو لپاره جوړ شوی پلان به ډېر ژر عملي کړم

0

د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وایي چې د غزې لپاره نوی پلان به ژر بشپړ کړي او د حماس د له منځه وړلو یوازینۍ لاره یې پوځي عملیات دي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې ملګرو ملتونو د اوربند غوښتنه کړې او راپورونه د الجزیرې د پنځو خبریالانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د یادونې ده چې د نتنیاهو دغه څرکندونو ګڼ نړیوال غبرګونه را پارولي.

خیبر پښتونخوا؛په باجوړ کې د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی

0

د خیبر پښتونخوا په باجوړ کې د امنیت د ټینګولو په موخه د څلورو ورځو لپاره پر تګ راتګ بندیز لګول شوی دی.

دغه بندیز به هره ورځ د سهار له ۱۱ بجو څخه تر ماښام ۱۱ بجو پورې وي او په ښار او کلیوالو سیمو دواړو کې به عملي کېږي.

چارواکي وايي، امنیتي ځواکونه به د سیمې بشپړ کنټرول ولري او د بندیز ماتونکو پر وړاندې به قانوني چلند کېږي.

چارواکي وایي، چې دا ګام د ترهګرو پر ضد د عملیاتو او د ولس د خوندیتوب لپاره اخیستل شوی دی.

د یادونې وړ ده چې د سولې هڅو د ناکامېدو وروسته د ټي‌ټي‌پي او پوځ ترمنځ جګړې بیا پیل شوي دي.

د اسټرالیا لومړی وزیر:ډېر ژر به د فلسطین دولت په رسميت وپیژنو

0

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیزي اعلان وکړ چې هېواد به یې ډېر ژر د فلسطین دولت په رسميت وپیژني.

هغه وویل، دا پرېکړه به په سپټمبر میاشت کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې رسمي شي.

البانیزي همداراز ټینګار وکړ چې فلسطین ورسره ژمنه کړې چې حماس به په حکومت کې ونډه ونه لري، غزه به غیرنظامي سیمه وي او ټاکنې به ترسره شي.

سهیل شاهین:ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ زموږ حق دی او را ودې سپارل شي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین یو ځل بیا له ملګرو ملتونو د افغانستان د څوکۍ د سپارلو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د دوی حکومت په هېواد بشپړ واک لري او دغه څوکۍ یې حق دی.

شاهین د ځینو هېوادونو له‌خوا د څوکۍ ځنډول او بندیزونه د فشار وسیله بللي او ټینګار یې کړی چې دا «غیر اصولي چلند» دی.

د ده په وینا، د طالبانو حکومت د نړۍ په ۴۱ هېوادونو کې استازي او نمایندګۍ لري او روسیې د دوی حکومت په رسميت پېژندلی.

د یادونې ده چې ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ لا هم د پخواني جمهوریت د استازي په واک کې ده او ملګري ملتونه د طالبانو حکومت د بشري حقونو د سرغړونو له امله نه مني.