پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 338

یوناما:د طالبانو حکومت له اپریل څخه تر جون پورې څلور کسان اعدام کړي

یوناما په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي چې د طالبانو حکومت د روان میلادي کال د اپریل څخه تر جون میاشتې پورې په بادغیس، نیمروز او فراه کې څلور کسان په عام محضر کې اعدام کړي دي.

راپور زیاتوي، د طالبانو حکومت په دوامداره توګه د خلکو د وهلو سزاوې هم جاري ساتلي، چې له مخې یې په دې موده کې ۲۳۴ تنه، چې پکې ۱۸۵ نارینه، ۴۸ ښځې او یو ماشوم شامل دي.

یوناما همدا راز وايي، د ۲۰۲۱ اګست راهیسې د طالبانو حکومت په غزني، لغمان، فراه، جوزجان او پکتیا کې شپږ نور اعدامونه هم عملي کړي دي.

پاکستان؛څلورو هوټلونو ته د شرابو د پېرلو رسمي جواز ورکړ

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ملي شورا ته ویلي چې په اسلام‌اباد کې څلور لوی هوټلونه ـ ماریټ، سرینا، بیسټ ویسټرن او مووین پیک ـ د پنځه لکه کلدارو په بدل کې د شرابو د پلور جواز ترلاسه کولی شي.

پاکستانۍ رسنۍ وایي،.چط د جواز کلنی تمدید فیس ۱.۵ لکه کلدارې دی او شرطونه یې د شرابو جلا ساتل او د شرابو د راوړلو پر مهال د چارواکو خبرول دي.

د دوی په خبره، دا جوازونه په مشروط ډول ورکړل شوي، چې چارواکي یې هر وخت د جواز لغوه کولو حق لري.

افغانستان ته د کډوالو نوې څپه؛IOM د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې او ویلې په لسو افغانانو کې یو اړمن سره مرسته کولای شي

په تیرو دوو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه له څلورو میلیونو څخه ډیر افغانان خپل هیواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) وايي چې په تیرو دوو کلونو کې له څلورو میلیونو څخه ډیر افغانان له ایران او پاکستان څخه راستانه شوي دي، چې د مخ په زیاتیدونکي بشري بحران د مدیریت لپاره د تمویل او سیمه ایزې همکارۍ لپاره بیړنۍ مرستې ته اړتیا لیدل کیږي.

د کډوالو سازمان یا IOM وایي افغانستان په معاصر تاریخ کې د ډله ایزو راستنیدو له لویو څپو سره مخ دی.

د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې، له څلورو میلیونو څخه ډیر افغانان له ایران او پاکستان څخه بیرته راستانه شوي دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې، ۱.۵ میلیونه خلک بیرته راستانه شوي، او د پاکستان د وروستۍ پریکړې سره چې د افغان کډوالو لپاره د استوګنې ویزې پای ته رسولي،تمه کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې نږدې یو میلیون نور هم راشي.

په افغانستان کې د IOM دفتر مشر، چې په دې وروستیو کې یې هیواد ته سفر کړی، د راستنیدونکو وضعیت خورا نازک وباله، او زیاته یې کړه چې ډیری کورنۍ چې د ایران پولې ته راځي ستړي، بې کوره او د اساسي اړتیاوو بې برخې دي.

هغه ټینګار وکړ چې دا سازمان اوس مهال کولی شي یوازې په لسو کې یو له اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

محسن داوړ:طالبان د پاکستان خلک دي، او د دواړو لوریو ترمنځ کړکیچ کنترول شوې لوبه ده

د پاکستان د ملي جمهوري غورځنګ د ګوند مشر محسن داوړ وايي، د طالبانو حکومت د پاکستان د خوښې حکومت دی.‬

‫ښاغلی داوړ وایي:« څنګه کیدای شي چې په افغانستان کې د پاکستان د نیابتي ډلې حکومت وي او دوي دې ورسره ناخوښه وي.»‬

‫محسن داوړ وړاندې وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ مطبوعاتي جګړه روانه ده چې د ای ایس ای له لورې کنترول شوې لوبه ده.‬

‫ښاغلي داوړ ویلي چې پاکستان غواړي افغانستان او سیمه د دوي په کنترول کې وي.‬

‫د ملي جمهوري غورځنګ ګوند مشر وایي، په تیرو شلو کالو کې د طالب مشرانو کورونه، تجارتونه ټول په پاکستان کې وو او د پاکستان د پوځي او استخباراتي ادارو له لورې د افغانستان د ورانۍ لپاره پیسې او اسلحې هم ورکول کیدې.‬

‫دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح هم د طالبانو او پاکستان ترمنځ مطبوعاتي جنجال ډرامه او جوړه شوې سناریو بللې وه.

غزه؛د مرستو د هوایي غورځولو له امله لسګونه کسان مړه او ټپیان شوي

0

د غزې د رسنیو دفتر وايي، د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۲۳ فلسطینیان د بشري مرستو د هوایي غورځولو پر مهال وژل شوي او ۱۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د معلوماتو له مخې، ۱۳ تنه په اوبو کې هغه وخت ډوب شوي چې د سمندر له اوبو د مرستو د بسته‌خرو راوړلو هڅه یې کوله.

چارواکي زیاتوي، ډېری مرستې په هغو سیمو کې لوېږي چې د اسراییلو تر پوځي کنټرول لاندې دي او د راټولولو پر مهال خلک د برید له ګواښ سره مخامخ کېږي.

دوی یو ځل بیا غوښتنه کړې چې مرستې، په ځانګړي ډول خوراکي توکي، درمل او شیدې، له خوندي ځمکنیو لارو غزې ته ورسول شي.

په همدې حال کې، د غزې روغتيايي سرچینې وایي د شنبې د ورځې په اسراییلي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۷ کسان وژل شوي، چې ډېری یې د مرستو په تمه وو.

حلیم فدايي:د ډونالډ ټرمپ ټول سیاستونه د لویدیځ خلاف دي

د خوست پخواني والي محمد حلیم فدايي ویلي، چې ټرمپ هڅه کوي د راتلونکي کال د منځنۍ دورې ټاکنو د ګټلو لپاره د اوکراین جګړې د ختمولو هڅه وکړي.

د هغه په باور، که دا جګړه لنډ مهال کې ختمه شي؛ خو په اوږد مهال کې بیا پیلیږي.

نوموړی وايي، ټرمپ هغه رهبر دی، چې ټول سیاستونه یې د لویدیځ په زیان دي او له همدې امله یې په دغو ټاکنو کې د جمهوري پال ګوند پر وړاندې خنډونه هم جوړ کړي دي.

فدايي زیاته کړې، د ټرمپ اقتصادي سیاستونو د هغوی مهم شریکان اړ کړي، چې پر بدیلو لارو فکر وکړي.

د عراق لومړی وزیر:د دولت له کنټرول بهر وسلې په عراق کې د منلو نه دي

0

د عراق لومړي وزیر محمد شیاع السوداني ویلي، له دولتي ادارو بهر د وسلو شتون نور هېڅ توجیه نه لري.

نوموړي ویلي، چې د هېواد د امنیتي وضعیت له ثبات وروسته، ټولې وسلې باید د دولت تر کنټرول لاندې راشي.

سوداني زیاته کړه، د وسلو جمع کول، د قانون حاکمیت او له فساده سره مبارزه د دیني مراجعو او مدني ټولنو اساسي غوښتنې دي او دا مسایل د هېڅ ډول جوړجاړي وړ نه دي.

دغه څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د لبنان حکومت هم تازه پرېکړه کړې، څو د هېواد دننه وسله‌والې ډلې محدودې کړي.

د طالبانو حکومت برېښنا شرکت:هېواد کې پر وارداتي برېښنا تکیه کمه شوې

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته په وارداتي برېښنا کې کمښت راغلی او اوس له ۴۰۰ مېګاواټه څخه ۳۱۰ مېګاواټه ته راټيټه شوې ده، چې ډېره برخه یې له تاجکستانه ده.

د دوی په وینا، د ورځې له ۱۲ تر ۱۳ ساعتونو خلکو ته برېښنا ورکول کېږي؛ خو په لویو ښارونو کې د پارچاوۍ ستونزه زیاته شوې.

دا په داسې حال کې ده چې تازه د طالبانو حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت او پانګه‌وال میرویس عزیزي د ۱۰ زره مېګاواټه برېښنا تولید او وېش هوکړه کړې ده، چې اقتصادپوهان یې د عملي کېدو په صورت کې د هېواد لپاره مهمه بولي.

سپینه ماڼۍ:ولسمشر ټرمپ الاسکاي کې د روسیې او اوکراین ولسمشرانو درې اړخیزې غونډې ته چمتو دی

0

په داسې حال کې چې دامریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ لیدنې ته یوازې د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي، تازه سپینې ماڼې اعلان کړی چې الاسکای کې د دواړو ولسمشرانو لیدنې په درشل کې د اکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د بلنې په اړه غور کوي.

امریکايي لوړپوړي چارواکي NBC ته ویلي:«ولسمشر ټرمپ د روسیې او اوکراین له مشرانو سره د درې اړخیزې سرمشریزې لپاره چمتو دی.»

ټاکل شوې دغه لیده کاته د روانې اګست میاشتې پر ۱۵مه د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د اوکراین جګړې پر موضوع په الاسکا کې ترسره شي.

د یادونې وړ ده چې د دواړو ولسمشرانو تر منځ لیدنې ته غبرګون کې د اوکراین ولسمشر زېلینسکي ویلي وو، اوکراین به «’اشغالګرو ته خپله خاوره نه پرېږدي.’»

امریکا ته د عاصم منیر سفر؛ګڼو لوړپوړو امریکایي چارواکو سره په دوه اړخیزو امنیتي مسایلو غږیدلی

0

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر (ISPR) وایي ددې هیواد پوځي مشر فیلډ مارشال سید عاصم منیر امریکا ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د لوړ پوړو سیاسي او نظامي مشرانو سره په لوړه کچه خبرې اترې وکړې.

د پوځ د رسنیو څانګې په وینا ښاغلی منیر ددې سفر په ترڅ امریکا میشتو پاکستانیانو سره هم لیدلي دي.
اعلامیه وایي، منیر په ټمپا کې، د امریکا د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندې (CENTCOM) د پیژندل شوي قوماندان، جنرال مایکل ایکوریلا د تقاعد مراسمو او د اډمیرل براډ کوپر لخوا د قوماندې د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړ.

د پوځ اعلامیه وایي:«پوځي مشر د جنرال کوریلا د دوه اړخیزو نظامي همکاریو د پیاوړتیا لپاره د هغه د همکاریو مننه وکړه، او اډمیرل کوپر ته یې د ګډو امنیتي ننګونو پر وړاندې د مبارزې ډاډ ورکړ.»

د پاکستان پوځي مشر د ګډو ځواکونو د لوی درستیز له مشر جنرال ډان کین سره په لیدنه کې د دواړو هیوادونو په نظامي او امنیتي مسایلو یې خبرې وکړې.

د پاکستان پوځ د رسنیو څانګه وایي، فیلډ مارشال جنرال کین ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړه.