پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 333

کارولین لیویت:د ټرمپ او پوتین د آلاسکا ناسته د اوکراین د جګړې پر سر د سمدستي موافقې لپاره نه ده

0

سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې د جمعې په ورځ د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ په آلاسکا کې ناسته د «اورېدو او ښه درک» لپاره کېږي او د اوکراین د جګړې د ختمولو پر سر د سمدستي موافقې تمه نه کېږي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، په دې ناسته کې یوازې د جګړې یو اړخ حضور لري او موخه یې د جګړې د پای ته رسولو د احتمالي لارو ښه ارزونه ده.

ټرمپ به له پوتین سره یوازې مخامخ خبرې وکړي او ممکن وروسته روسیې ته سفر هم وکړي.

دا ناسته په داسې حال کې کېږي چې ټرمپ مخکې ویلي وو، چې د جګړې د ختمېدو لپاره باید د ځینو سیمو پر ورکړه سلا وکړي؛ خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا وړاندیز د خپل اساسي قانون خلاف بللی.

مارکو روبیو؛له سرګي لاوروف سره د ټرمپ او پوتین د آلاسکا ناستې د چمتووالي په اړه غږېدلی

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د ډونالډ ټرمپ او ولادیمیر پوتین ترمنځ د آلاسکا د ناستې د چمتووالي په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په وینا، دواړو لورو د ناستې د بریا پر ژمنتیا ټینګار کړی او دا لیدنه د پوتین په وړاندیز کېږي څو د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لارې و ارزول شي.

ټاکل شوې چې دا ناسته د زمري په ۲۴مه ترسره شي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا ناسته د پوتین «شخصي بری» بللی او خبرداری یې ورکړی چې له اوکراین پرته خبرې پایدارې سولې ته نه رسېږي.

هغه ټینګار کړی، روسیه باید لومړی اوربند ومني او د دونباس د سیمې له پرېښودو پرته هېڅ طرحه نه مني.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبان په سیستماتیک ډول ښځې ځپي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په کلني راپور کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د موندنو له مخې، طالبان ښځې او نجونې په پراخه او سیستماتیکه توګه ځپي، چې دا چارې د ولسي وګړو پر ضد برید بلل کېږي او ښايي «د بشریت پر ضد جنایت» وګڼل شي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو له لوري د جګړې اړوند ځینې اعمال د جنګي جنایتونو، د بشریت ضد جنایتونو، یا آن د نسل‌وژنې په توګه یادېدی شي.

نتنیاهو:د ایران خلک دې د ازادۍ لپاره سړکونو ته راووزي او مبارزه دې وکړي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران خلکو ته په پیغام کې ویلي چې دوی له ۴۶ کلونو راهیسې له لومړنیو انساني حقونو محروم دي او د دیکتاتورانو له استبداد او فقر سره مخ دي.

هغه له ایرانیانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي، د خپل ځان او خپلو کورنیو د ازادۍ لپاره مبارزه وکړي او خطر ومني.

نتنیاهو ټینګار کړی چې اوس د عمل او د ازادۍ د ترلاسه کولو وخت دی او باید مذهبي واکمنانو ته د ژوند د تباه کولو اجازه ور نه کړل شي.

سیما ثمر:افغانستان یوازینی هېواد دی چې طالبان پکې له دین څخه د بندیزونو لپاره استفاده کوي

د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون پخوانۍ مشره سیما ثمر وايي، چې طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د ښځو، عامو خلکو او بشري حقونو په اړه هېڅ بدلون نه دی کړی.

نوموړې ویلي، چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې له دین څخه په دې ډول استفاده کوي.

هغې د اګست ۱۵مه د هېواد د سقوط «توره شپه» یاده کړې او ویلي چې طالبانو د جمهوریت پر مهال هم د دوی تر واک لاندې سیمو کې د هلکانو ښوونځي تړلي وو او هېڅ پرمختګ نه و شوی.

ثمر زیاته کړې، چې د زده کړې او کار پر وړاندې د ښځو او نجونو بندیزونه، او پر ټولنه د «شریعت د پلي کېدو» په نوم نور محدودیتونه، د خلکو حقونه تر پښو لاندې کړي دي.

د یادونې ده چې څلور کاله وړاندې د اګسټ ۱۵مه د طالبانو حکومت واک ته ورسېد او د نجونو پر مخ یې د ښونځیو او پوهنتونونو دروازې وتړلې.

بیړنی خبرطالبانو افغان خبریال بشیر هاتف نیولی

یوې باوري سرچینې حماسه میډیا ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د شمشاد او ژوندون ټلویزیون د خپرونو پخوانی مسول او د افغان ژورنالیستانو د ټولنې مرستیال بشیر هاتف نیولی دی.

تردې مهاله د ښاغلي هاتف د نیولو لامل نه دی څرګند؛ خو طالب استخباراتو نوموړی تېر کال هم د څو ساعتونو نیولو وروسته بیرته خوشې کړی وو.

سهیل شاهین:د زمري ۲۴مه یوازې د نظامي بریا ورځ نه؛ بلکې د سیاسي بریا ورځ هم ده

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین وايي چې د زمري ۲۴مه یوازې د نظامي بریا ورځ نه، بلکې د سیاسي بریا ورځ هم ده.

هغه د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون سره په مرکه کې دغه ورځ د خپل تاریخ “زرین باب” بللی.

د یادونې ده چې د زمري ۲۴مه د طالبانو حکومت د واک ته رسېدو څلور کاله پوره کېږي؛ خو تر اوسه د روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد په رسمیت نه دي پېژندلي.

مولوي رحمت الله اندړ، ملا خیرالله خیرخواه ته:دین ته اشغالګرو نه؛ بلکې تاسې زیان رسولی

دیني عالم رحمت الله اندړ د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزیر ملا خیرالله خیرخواه هغه څرګندونو ته چې ویلي یې وو، دین ته اشغالګرو زیان رسولی لیکلي، چې دین ته اشغالګر زیان نه شي رسولای، بلکې هغه کسان زیان رسوي چې د دین په نوم خپلې ناسمې کړنې توجیه کوي.

اندړ ویلي:« دین ته د دین په جامه کې خلک زیان رسوي، لکه تاسې چې خپله هره نادوده په دین تبریه کوئ، عام ولس فکر کوي چې همدا دین دی.»

ښاغلي اندړ زیاته کړې، چې د نجونو پر تعلیم او د ښځو پر کار بندیز په اسلام کې نشته؛ خو د دین په نوم عملي شوی دی.

تر دې وړاندې ملا خیرالله خیرخوا ویلي وو، چې په افغانستان کې اشغالګرو دین، کتلور او ارزښتونو ته زیان رسولی وو.

فاطمه مهاجراني:د افغان کډوالو ستنولو کې تهران به خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوي

د ایران د حکومت ویاندې فاطمه مهاجراني ویلي، د افغان کډوالو د ستنېدو په اړه تهران خپلو ملي ګټو ته لومړیتوب ورکوي او هڅه کوي دا بهیر د انساني کرامت په ساتلو ترسره کړي.

هغې په یوه خبري ناسته کې ویلي، چې ۷۵ سلنه افغان کډوال په خپله خوښه ستانه شوي او د کډوالۍ لپاره باید داسې پلان جوړ شي چې د ایران اقتصاد ته ګټه ورسوي.

مهاجراني هیله ښودلې چې افغانان او طالبان له ایران سره داسې تعامل وکړي چې د دواړو رضایت پکې وي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې افغان کډوالو سره ایراني چارواکي ناوړه چلند کوي، پیسې ترې اخلي او د معاشونو له ورکولو ډډه کېږي.

اروپایي ټولنه:د امریکا او روسیې ترمنځ خبرو کې د اوکراین ګډون ډېر اړین دی

0

اروپايي ټولنې په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د اوکراین د جګړې په اړه خبرې باید د اوکراین په ګډون ترسره شي.

له یادې ټولنې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دایمي او عادلانه سولې لپاره باید د نړیوالو قوانینو، د اوکراین د خپلواکۍ، حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وشي.

په اعلامیه کې زیاته شوې چې د اوکراین د راتلونکي پرېکړه باید د دې هېواد د خلکو په لاس کې وي او معنادار مذاکرات یوازې د اوربند یا د جګړې د شدت د کمېدو په حالت کې ترسره کېدای شي.

اعلامیه کې راغلي، چې اروپايي مشران د اوکراین ملاتړ ته ژمن پاتې دي او د دې هېواد د اروپايي اتحادیې د غړیتوب هڅې به دوام ولري.

ټاکل شوې چې ټرمپ او پوتین راتلونکې جمعه په الاسکا کې وویني.

ټرمپ مخکې ویلي چې د سولې تړون کې به د اوکراین ځینې سیمې روسیې ته وسپارل شي، چې دا خبره د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له توند غبرګون سره مخ شوې.