پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 334

د پاکستان پوځ:د زمري له ۱۶مې تر ۱۹مې مو د ټي‌ټي‌پي پنځوس جنګیالي وژلي

0

د پاکستان پوځ وايي، د زمري له ۱۶مې تر ۱۹مې د افغانستان پولې ته څېرمه د ژوب ولسوالۍ په سنبازا سیمه کې یې د عملیاتو پر مهال ۵۰ وسله‌وال طالبان (ټي‌ټي‌پي) وژلي دي.

د پوځ په وینا، په دغو عملیاتو کې ۴۷ وسله‌وال د زمري په ۱۶مه تر ۱۸مې او درې نور د زمري په ۱۹مه وژل شوي دي.

پاکستان ټي‌ټي‌پي «خوارج» بولي او ادعا کوي چې دوی د هند په ملاتړ په افغانستان کې مېشت دي او له هغې خاورې یې پر ضد جګړه کوي، خو د طالبانو حکومت او هند دا تورونه ردوي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څار ډلې تازه راپور وايي، ټي‌ټي‌پي نږدې ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې لري او له افغان طالبانو پراخ ملاتړ ترلاسه کوي.

اسراییل؛د ایران له احتمالي ناڅاپي برید سره د مقابلې لپاره تمرین کړی

0

د اسراییلي رسنیو په وینا، د دې هېواد پوځ په وروستیو ورځو کې د ایران له احتمالي ناڅاپي برید سره د مقابلې لپاره ګډ پوځي تمرین پیل کړی دی.

د معاریو ورځپاڼې د راپور له مخې، په دغه تمرین کې د «تر ټولو بد ناڅاپي برید» سناریو شبیه‌سازي او د اردن له ختیځې پولو د دفاع نیمګړتیاوې وڅېړل شوې.

تمرین د پوځ د ستاد رییس ایال زامیر په مشرۍ ترسره شوی او پکې د یمن او لبنان له لوري د توغندیو بریدونه او د اردن له پولې وسله‌وال نفوذ شامل و.

اسراییلي پوځ وايي، د اردن له پولې د نفوذ د مخنیوي لپاره د اوري ځواک لوړول، د ځواکونو چټکه لېږد او د نوې قطعې جوړول ضروري دي.

اني پفورزایمر:که طالبان د وسله‌والو د تمویل او شخصي زندانونو د ساتلو وس لري؛ نو د خلکو د خوراک لپاره هم بودیجه برابرولای شي

د افغانستان لپاره د امریکا پخوانۍ مرستیالې سفیرې اني پفورزایمر ویلي، چې د واشنګټن مرستې له کابل سره بشپړې بندې شوې دي او باید د نړیوال بانک او ملګرو ملتونو له لارې دغه تشه ډکه شي.

هغې ټینګار کړی، که طالبان د خپلو وسله‌والو د تمویل او د شخصي زندانونو د ساتلو وس لري؛ نو د خلکو د خوراک او روغتیا لپاره بودیجه هم برابرولای شي.

پفورزایمر د ښځو له لوري ښځو ته د مرستو رسونې اهمیت یاد کړی او ویلي، د امریکا د کانګرس هڅې د افغانستان د بشري مرستو د دوام لپاره بې‌پایلې پاتې شوې دي.

شمالي وزیریستان؛مخ‌پټو وسله والو دیني عالم مفتي فضل الررحمن او د هغه زوی په ډزو وژلي

0

د شمالي وزیریستان په میرانشاه تحصیل کې ناڅرګنده وسله والو د مفتي فضل الررحمن په نوم یو دیني عالم او د هغه زوی نور الرحمن په یو هدفي برید کې وژلي.

دیني عالم مفتي فضل الرحمن د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځایي فعال و چې وخت ناوخت به یې د دغې غورځنګ ملاتړ د منبر له سره کولو.

دغه عالم د PSTF «د ایالتي دیني عالمانو د کاري ځواک» د پولیو پر ضد د مبارزې غړی هم و.

تر اوسه د دغې برید مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

بلوچستان؛د وسله‌والو په برید کې نهه پاکستاني پوځیان وژل شوي او څلور نور مرګوني زخمیان شوي

0

د بلوچستان د واشوک ولسوالۍ په بسیما سیمه کې د وسله‌والو د یو کمین په ترڅ کې لږ تر لږه ۹ پاکستاني پوځيان، چې پکې یو د کپتان په رتبه افسر هم شامل دی، وژل شوي دي.

برید د ګرین چوک په نږدې سیمه کې ترسره شوی، چیرته چې وسله‌والو، د پولیسو او ژر ځواب ورکوونکو ځواکونو پر ضد درنه وسله وکاروله.

د برید په پایله کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي او څلور نور پوځيان هم مرګوني ژوبل شوي دي.

د جګړې پرمهال دواړو لوریو ته پراخه مرګژوبله اووښتې چې لا هم سیمه د خطر لا زیاتیدو سره مخ ده.

د پیښې مسوولیت تر دې دمه کومې ډلې نه دی منلی، خو پاکستاني امنیتي ځواکونه وايي، د بریدګرو د موندلو او نیولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د ګرمې څپې زور؛په ایټالیا کې یو ماشوم وژلی دی

0

د زمري په ۲۰مه، د اروپا د تودوخې له سختې څپې سره په ایټالیا کې د یوه ماشوم د مړینې خبر ورکړل شو.

په همدې مهال په اسپانیا او فرانسه کې د ځنګلي اورونو لمن لا نوره پراخه شوې ده.

یوه ورځ مخکې، د زمري په ۱۹مه، د اسپانیا د ناوارا په شمالي غرنیو سیمو کې د کاج ونو په ځنګلونو کې اور زیات شو او د ځنګلونو ډېری برخې وسوځېدې.

د کاناډا لومړی وزیر:له اوکراین څخه بشپړ ملاتړ کوو

0

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د اوکراین له ولسمشر ولادیمیر زلنسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې د اوکراین څخه خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړی.

د کاناډا د لومړي وزیر دفتر ویلي، دغه خبرې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو او د اوکراین د ځمکنۍ بشپړتیا د خوندي ساتلو پر اړتیا راڅرخېدې.

کارني ټینګار کړی، چې د اوکراین د راتلونکي په اړه پرېکړه باید د همدې هېواد د خلکو په لاس وشي او د نړیوالو پولو په زور بدلون د منلو نه دی.

دا تماسونه په داسې وخت کې ترسره کېږي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وړاندوینه کړې، ښايي د پوتین سره په راتلونکو خبرو کې د اوکراین په پولو کې بدلونونه رامنځته شي؛ خو زلنسکي دغه نظر رد کړی دی.

د اسراییلو د دفاع وزیر:علي خامنه‌یي دې کله ناکله له خپل پټنځایه د وتلو پر مهال اسمان ته ښه ځیر شي

0

د اسراییلو د دفاع وزیر یسراییل کاټز د ایران له خوا د اسراییلي لوړپوړو چارواکو د احتمالي ترور د نوملړ په خپرېدو توند غبرګون ښودلی دی.

کاټز په اېکس کې په طنزي او ګواښمنه لهجه لیکلي چې علي خامنه‌یي دې کله ناکله له خپل پټ ځایه د وتلو پر مهال اسمان ته ښه ځیر شي او هر غږ دې په دقت واوري.

هغه زیاته کړې، د «سور واده» د عملیاتو ګډونوال چې د روان کال د غبرګولي په ۲۳مه یې د سپاه پاسداران څو لوړپوړي قوماندانان ووژل، هلته د خامنه‌یي په انتظار دي.

خیرالله خیرخواه:د اشغالګرو حضور د افغانستان دین، کلتور او اقتصاد ته زیان رسولی و

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه وايي، د بهرنیو ځواکونو شل کلن حضور په افغانستان کې د دیني، ادبي او کلتوري یرغل لامل شوی و او هدف یې دا و چې هېواد تر اقتصادي او فکري تسلط لاندې وساتي.

هغه ټینګار کړی چې اوس په هېواد کې خپلواک اسلامي نظام حاکم دی او افغانان د خپلواکې ابادۍ لپاره هڅې کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د طالبانو حکومت په واکمنېدو سره د نجونو زده کړې، د ښځو کار او د بیان ازادي سخته محدوده شوې ده او ګڼ شمېر متخصصین له هېواده وتلي یا بې دندو شوي دي.

د غزني لپاره د طالبانو حکومت والي:د ځان وژنې کوونکو د جنازې او فاتحې مراسمو کې نور ګډون مه کوئ

د غزني د طالبانو حکومت والي عبدالصمد جاوېد د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کېدو په اړه غونډه کې ټولو اړوندو ادارو ته لارښوونه کړې، چې د ځان وژنې کوونکو کسانو د جنازې او عامې فاتحې د مراسمو اجازه ورنه کړي.

هغه ویلي، چې هیڅوک باید د ځان وژنې کوونکي جنازه ونکړي.

په غونډه کې د ډاکټرانو د شفري نسخو د مخنیوي لپاره هم ولایتي کمېټه جوړه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو حکومت په کندهار او خوست کې ځینو خبریالانو ته ویلي، د ځان وژنې خبرونه دې نور نه خپروي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د ځان وژنې پېښې زیاتره د اقتصادي ستونزو او ټولنیزو محدودیتونو له امله ډېرې شوې دي.