پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 332

ذبیح الله مجاهد:شیخ هبت‌الله د نجونو د زده‌کړو مخالف نه دی؛ خو غواړي مطمئین شي، چې د نجونو عزت ته زیان ونه رسېږي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده ویلي، که هر څوک د نجونو ښوونځیو برخه کې د افغان ښځو د عزت په اړه ډاډ ورکړي؛ نو دا ستونزه به ژر تر ژره حل شي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له بي‌بي‌سي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې د هبت‌الله اخندزاده فکر د نجونو د زده‌کړو خلاف نه دی؛ خو هغه د افغان ښځو د عزت او عفت لپاره زیاته پاملرنه کوي.

مجاهد دغه راز د قانون په اړه ویلي، چې د دوی حکومت شرعي دی او اساسي قانو ته اړتیا نه لري.

نوموړي همدارنګه د سرپرستې کابینې په اړه ویلي، چې دا د یو مصلحت پر اساس سرپرسته وه؛ خو وزیرانو یې په پوره صلاحیت کار کړی.

محسن داوړ:پښتونخوا د دولت د بې‌غورۍ دروند بار پرې کوي

د ملي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ وایي، باجوړ، وزیرستان او د پښتونخوا نورې سیمې د دولت د بې‌غورۍ او شخړو دروند بار وړي.

هغه دولت پوښتلی، چې کله به د پښتنو غږ اوري.

بل‌خوا، د عوامي نشنل ګوند مشر اېمل ولي خان شکایت کړی چې د بابړې د خونړۍ پېښې په اړه یې وینا په سنا کې سانسور شوې، او دا کار یې د ازاد پاکستان له دعوې سره په ټکر کې بللی دی.

په همدې حال کې د باجوړ په ماموند سیمه کې د وسله‌والو پر ضد پوځي عملیات روان دي.

د ځایي چارواکو په وینا، د عملیاتو له امله زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او درې ورځنی ګرځبندیز اعلان شوی، چې سبا پای ته رسېږي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت:طالبان لاهم نظامي لیکو ته ماشومان جذبوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال په کلني راپور کې ویلي، طالبان له خپلو رسمي څرګندونو سره برعکس، ماشومان جذبوي او نظامي روزنه ورکوي.

راپور وایي، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ زیاتو ماشومانو ته جګړه‌ییزې او حمایتي دندې سپارلې وې، چې شاوخوا ۳۰ تنه یې په بدخشان کې په یوه نظامي مرکز کې روزل شوي دي.

وزارت د طالبانو له‌خوا د ښځو پر ژوند، بیان ازادۍ، مدني حقونو، او رسنیو باندې سخت محدودیتونه، خپل‌سري نیونې، شکنجه، فزیکي سزاوې، او له قانون پرته وژنې ثبت کړې دي.

ویل شوي، طالبانو په ولایتونو لکه پنجشېر، کندز، کابل، خوست، فاریاب، او نورو کې ملکیان او پخواني دولتي کسان وژلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبان د خلکو د جبري تري تم کېدو او خپل‌سرو نیونو مسوول دي

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت د جمعې ورځ رخصتي اعلان کړه.

له یاد وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې که څه هم دا ورځ رخصت دی؛ خو دوی یې بیا هم ځکه عمومي رخصتي اعلانوي، چې د اسد له ۲۴مې سره برابره ده.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا رخصتي د دولتي او خصوصي سکتورونه لپاره ده او دغه راز بهر کې مېشت افغانان هم باید په دې ورځ د دوی واک کې قونسلګریو ته لاړ نه شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبان د خلکو د جبري تري تم کېدو او خپل‌سرو نیونو مسوول دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې، د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ، اوچا او د بشري حقونو د څار بنسټ د موندنو په حواله، طالبان د خلکو د جبري تري تم کېدو مسوول ګڼل شوي دي.

راپور وايي، که څه هم د افغانستان د ۲۰۰۴ اساسي قانون د خپل‌سري نیونو مخنیوی کوي او هر وګړي ته د قانوني اعتراض حق ورکوي، طالبانو په ډېری مواردو کې دا اصول نه دي مراعت کړي او په تېر کال کې یې ګڼ کسان پرته له روښانه قانوني دلیل او له عدلي پروسې پرته خپل‌سري نیولي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:طالبانو او داعش خراسان له اګست ۲۰۲۱ راهیسې د غچ اخیستنې په توګه ملکي وګړي وژلي دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ۲۰۲۴ کال د بشري حقونو په راپور کې، د یوناما او نورو سرچینو په حواله ویلي، د طالبانو او داعش خراسان غړو له اګست ۲۰۲۱ را وروسته د پخواني حکومت د چارواکو او امنیتي ځواکونو پر ضد د غچ اخیستنې په توګه بې‌محاکمې او غیرقانوني وژنې ترسره کړي دي.

راپور زیاتوي چې داعش خراسان د افغانستان د ثبات د کمزوري کولو په هڅه کې طالبان او همداراز د هزاره شیعه ټولنه په نښه کړې ده.

د راپور له مخې، سره له دې چې طالبانو د پخواني حکومت چارواکو او امنیتي ځواکونو لپاره د عمومي عفوې ژمنه کړې وه؛ خو په پنجشېر، کندز، کابل، نیمروز، غزني، خوست، جوزجان، فاریاب، تخار، سرپل او هرات کې د طالبانو د ځواکونو له خوا د ملکي وګړو د وژنې مستند راپورونه ثبت شوي دي.

یوناما هم د هغو پخوانیو چارواکو د نیول کېدو پېښې ثبت کړي چې په ناحقه د مقاومت جبهې سره په تړاو تورن شوي دي.

غزه؛د لوږې له کبله د قربانیانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېدلی

0

د غزې د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د لوږې له امله د دوو ماشومانو په ګډون ۵ نور فلسطینیان مړه شوي چې په دې سره د لوږې د قربانیانو شمېر ۲۲۷ تنو ته رسېدلی، چې ۱۰۳ یې ماشومان دي.

د اسراییل له لوري د مرستو د مخنیوي له امله فلسطینیان له سخت خوراکي کمښت او د بیو له لوړېدو سره مخ دي.

همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي بریدونو له امله ۸۹ فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپيان دي.

د جګړې له پیل راهیسې ۶۱ زره او ۵۹۹ فلسطینیان وژل شوي او له ۱۵۴ زره ډېر نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ:د طالبانو واکمني کې د خبریالانو پر وړاندې ۵۳۹ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي

د افغانستان د رسنیو د ملاتړ بنسټ واک ته د طالبانو حکومت د رسېدو د څلورمې کلیزې په مناسبت په خپل تحلیلي راپور کې ویلي، له اګست ۲۰۲۱ تر جولای ۲۰۲۵ پورې د طالبانو له لوري د افغان خبریالانو پر وړاندې ۵۳۹ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي دي.

د راپور له مخې، د جمهوریت له سقوط او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د بیان ازادي او رسنۍ سختې محدودې شوې.

یاد بنسټ زیاته کړې، چې د طالبانو حکومت له لوري پر خبریالانو جدي بندیزونه لګول شوي دي.

د بشیر هاتف نیول کیدل؛افغان خبریالان او د هاتف مینه وال د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کوي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو او افغان خبریالانو د شمشاد او ژوند ټلویزیون د خپرونو د پخواني مشر بشیر هاتف نیول کیدل غندلي او د نوموړي نیول یې غندلي دي.

افغان خبریال منیر نوري لیکلي:«مشکل دا دی، نن د خدمت پالیسي اولټه شوې ده څوک چې ملي ګټو ته ژمن وي هغه نیول کیږي.»

عزیزالله لیوال لیکلي:«که دې د ولس او وطن په اړه سپڼ وکړ نيول کيږې»

همدرد صافی وایي، چې بشیر هاتف ژبور او تکړه خبریال دی، ځکه یې نیولی.

نوموړي لیکلي:«هاتف صيب خو ډېر دروند او سنګين انسان دی. ښه تکړه او ژبور ژورنالیست دی ، الله ج دې په خير او خوشخالۍ را خلاص کړي.»

واک ته له رسیدو سره سم د طالبانو له لورې د افغان خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او زندان ته د اچولو پیښې ډېرې شوي دي.

د ژورنالستانو ټولنه:بشیر هاتف دې ژر تر ژره خوشې شي

د افغان ژورنالستانو ټولنې د شمشاد او ژوندون ټلویزیون د خپرونو د پخواني مشر بشیر هاتف نیول د بیان ازادۍ زندۍ کول او د طالبانو له لورې په رسنیو د محدودیتونو دوام وباله.

دغې ټولنې د طالبانو حکومت څخه وغوښتل چې بشیر هاتف دې ژر تر ژره خوشې کړي.

یادې ټولنې بشیر هاتف خپل مسلک ته ژمن او پیژندل شوی خبریال وباله، او د نوموړي زنداني کیدل یې د ټولو اصولو خلاف عمل وباله.