جمعه, جون 19, 2026
Home Blog Page 331

په کابل ښاروالۍ د ښاریانو نیوکې؛ځانګړي نومونه نه بدلیږي

د کابل ښار یو شمیر اوسیدونکي، سیاسي شننونکي او یو شمیر خبریالان په کابل ښاروالۍ نیوکه کوي چې په غیر مسلکي ډول د ښار د مهمو سیمو نومونه بدلوي.

د بیلګې په توګه د کابل ښاروالۍ په یوه تازه اقدام کې د « شهرنو» سیمه په نوي ښار، د «قلع فتح الله» سیمه په فتح الله کلا بدله کړې ده.

د چارو شننونکی او خبریال غلام جیلاني ځواک په ایکس پاڼې لیکلي: «‏ډير طالبان په خټه پښتانه دي، خو پښتني شعور نه لري!!!»

افغان خبریال پرویز ساپي پر فیسبوک لیکلي:«لسم ټولګي کې وم، یوه ورځ د پښتو استاد همدا د شهرنو خبره وکړه.
ویل یې، نه شو کولی چې شهرنو ته نوی ښار ووایو.
که داسې وي بیا به یې انګلیسي کې نيو سیټي وایو چې اصلن شونې نه ده.»

ښاغلي ساپي سپارښتنه کړې چې لارښود لیک دړو کې باید ژبې، تاریخ، کولتوري ارزښتونو او نورو مهمو مسایلو ته جدي پام وشي.

خو بل لوري شاه محمود کډوال ددې پریکړې هرکلی کړی او پر فیسبوک یې لیکلي:« په پښتو کې د ( نوي ښار ) ترکيب د هېواد په ډېرو سيمو کې شته ( پېښور کې نوښار دی) او په خپله کابل کې هم ډېر پخوانی دی. دا ځای هم دومره لرغونی نه ښکاري، چې پښتو نوم دې ورته هېښند وي.»

ښاغلي کډوال لیکلي چې بايد ټول نومونه د ژبني عدالت پر بنسټ وليکل شي.

کابل ښاروالۍ تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

۲۰۲۵ کال؛افغانستان له څه ډول برخلیک سره مخ وو؟

یو شمېر شنونکي وایي، چې افغانستان په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د امنیتي تاوتریخوالي، له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو، د تورخم د پرله‌پسې تړل کېدو او د بشري ستونزو شاهد و، چې د هېواد پر سیاسي او اقتصادي وضعیت یې ژور اغېز وکړ.

د دوی په وینا، د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې د بې‌ساري ترینګلتیا تر کچې ورسېدې.

هغوی ویلي، د کال په بېلابېلو میاشتو کې پاکستاني الوتکو د افغانستان په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کنړ او ننګرهار کې بمبار وکړل، او حتی په لومړي ځل یې د افغانستان زړه کابل وویشت، چې دې چارې سخت غبرګونونه راوپارول.

د شنونکو په باور، پاکستان دا بریدونه د خپلې خاورې پر ضد د وسله‌والو ډلو د موجودیت په نوم توجیه کړل، خو د طالبانو حکومت دا کړنه د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه وبلله.

د دوی په خبره، ورپسې، د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ څو ځله درنې نښتې وشوې، چې دواړو لوریو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

شنونکي ویلي، چې د دغو نښتو له امله د تورخم مهمه سوداګریزه او ترانزیټي دروازه څو ځله وتړل شوه او لاهم بنده ده.

د شنونکو په وینا، د تورخم تړل کېدو د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري زیانمنه کړه، زرګونه باروړونکي موټرونه بند پاتې شول او مسافر له جدي ستونزو سره مخ شول.

هغوی دغه راز زیاته کړې، په همدې حال کې، د پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل هم دوام وکړ، چې له امله یې زرګونه کورنۍ بې‌وسه بېرته هېواد ته راستانه شوې او د سرپناه او کار له نشتوالي سره مخ شوې.

شنونکي زیاتوي، په سیاسي برخه کې، د طالبانو حکومت لا هم د نړیوالې ټولنې له لوري نه دی په رسمیت پېژندل شوی، خو د سیمې له ځینو هېوادونو سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړې.

بل لورته ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په ۲۰۲۵ کال کې میلیونونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د فقر او بې‌کارۍ کچه لا هم لوړه ده.

شنونکي وایي، د ۲۰۲۵ کال پېښو وښودله چې افغانستان لا هم د امنیتي ګواښونو، له پاکستان سره د ترینګلو اړیکو او اقتصادي ستونزو په منځ کې قرار لري، او د سیمې ثبات به د راتلونکو کلونو لپاره یوه جدي ننګونه پاتې شي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، چې ۲۰۲۵ کال د «اسلامي امارت» لپاره د بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د نړیوالو اړیکو د پراختیا په لړ کې روسیې «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژاند، چې دا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو په بهیر کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

د هغه په وینا، د همدې پرمختګونو تر څنګ د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې د نورو غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه هم ترسره شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، چې دغه سفرونه د اقتصادي همکاریو پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او ډیپلوماټیک تعامل په موخه شوي.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت په ځلونو ویلي، چې افغانستان د پاکستان پر ځای د سوداګرۍ برخه کې له بدیلو لارو کار اخلي.

الجزیره:پاکستان کې له کړکېچونو سربېره، د پوځ مشر عاصم منیر د ټرمپ له نږدې متحدینو څخه دی

0

الجزیرې په یو راپور کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په ۲۰۲۵م کال کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې متحدینو څخه ګرځېدلی دی.

راپور کې راغلي، ټرمپ څو ځله په علني ډول د منیر ستاینه کړې او هغه یې «خپل د خوښې فیلډ مارشل» بللی، چې دا د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو د بیا پیاوړتیا نښه ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، د مې میاشتې د هند او پاکستان لنډې جګړې د عاصم منیر نړیوال دریځ پیاوړی کړ او امریکا د همدې شخړې په پای کې د منځګړیتوب ادعا وکړه.

مقاله کې راغلي، پاکستان له دغه وضعیت څخه د خپل سیاسي، پوځي او ډیپلوماتیک نفوذ د پراخولو لپاره استفاده وکړه او له امریکا سره یې اړیکې له امنیتي همکارۍ هاخوا اقتصادي او ستراتیژیکو برخو ته وغځولې.

الجزیره زیاتوي، چې پاکستان له جدي کورني کړکېچ سره هم مخ دی؛ په ځانګړي ډول په لوېدیځو سیمو کې یې ناامني زیاته شوې، سیاسي مخالفین تر فشار لاندې دي، رسنۍ محدودې شوي او د واک تمرکز د پوځ په لاس کې ډېر شوی دی.

زیلنسکي ټرمپ ته:د اوکراین لپاره اوږدمهاله امنیتي تضمین درنه غواړم

0

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي، چې د امریکا له خوا اوکراین ته د ۱۵ کلونو امنیت تضمین وړاندې شوی؛ خو زیلنسکي غوښتنه کړې چې دا تضمین د ۳۰، ۴۰ یا حتی ۵۰ کلونو لپاره وغځول شي، ترڅو د روسیې پر ضد د اوکراین امنیت اوږدمهاله خوندي شي.

زیلنسکي د ډسمبر په ۲۸مه نېټه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په فلوریډا کې وکتل او د سولې د پلان په اړه یې خبرې وکړې.

دواړو ولسمشرانو په امنیتي چوکاټ کې پرمختګ ښودلی؛ خو د دونباس سیمې او د زاپوریژیا اټومي بریښنا په مدیریت لا هم هوکړه نه ده شوې.

روسیه غواړي چې اوکراین له لا پاتې سیمو وباسي، خو اوکراین وړاندیز کړی چې دا شخړه ځپلې ځمکې باید اقتصادي بې پوځي زون ته واړوي.

ټرمپ د خبرو په ترڅ کې ویلي چې ځینې ستونزمنې موضوعګانې پاتې دي او شونې ده چې جګړه ژر ختمه نه شي.

دواړو مشرانو د اروپایي مشرانو سره هم د یو ساعت په اوږدو کې تلیفوني خبرې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد:له پاکستان سره ستونزه نه لرو، شخړې دې د خبرو له لارې حل شي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او زیاتوي چې تاوتریخوالی د هېڅ لوري په ګټه نه دی.

هغه ټینګار کړی چې کابل له اسلام‌اباد سره د دښمنۍ نیت نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې پاکستان د طالبانو حکومت د وسلوالو په ملاتړ تورنوي؛ خو د طالبانو حکومت دغه تورونه ردوي او برعکس پاکستان د داعش په ملاتړ تورنوي.

د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستيو هوايي بریدونو او د ډیورنډ کرښې تړلو اړیکې ترینګلې کړې دي.

تازه راپورونه وایي چې دواړو لوريو د تاوتریخوالي د کمولو لپاره نوې هڅې پیل کړې دي.

د طالبانو حکومت د احصایې او معلوماتو ملي اداره:د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د کره پته موندنې سروې پیل شوه

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د جغرافیايي معلوماتو د ثبت عمومي ریاست د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د لیر ادرس یا کره پته موندنې سروې پیل کړه.

دا سروې د ډیجیټلي نقشو د غني‌کولو، د جیوډیټابېسونو د جوړولو او د ځایونو د دقیق ثبت لپاره په درې پړاوونو کې ترسره کېږي.

په لومړي پړاو کې به د هر ولایت د مرکز ناحیو د مهمو ادرسونو، سړکونو او کوڅو، او سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو معلومات راټول شي.

د چارواکو په وینا، دا ګام د ښاري پلان جوړونې او خدماتو رسولو کې د اسانتیا په موخه اخیستل شوی.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵ کال د «اسلامي امارت» د غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه ترسره شوي

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» لپاره د بهرنۍ پالیسۍ او ډیپلوماسۍ په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي.

نوموړي څرګنده کړې، چې د نړیوالو اړیکو د پراختیا په لړ کې روسیې «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژاند، چې دا د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اړیکو په بهیر کې یو مهم بدلون بلل کېږي.

د هغه په وینا، د همدې پرمختګونو تر څنګ د ریاست‌الوزرا د مرستیالانو، وزیرانو او د کابینې د نورو غړو له لوري ۹۹ بهرني سفرونه هم ترسره شوي دي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاته کړې، چې دغه سفرونه د اقتصادي همکاریو پراختیا، سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او ډیپلوماټیک تعامل په موخه شوي.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵ کال ۱۸۱ زره امنیتي ځواکونه روزل شوي

د طالبانو حکومت ویاند، ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې تېر کال د «اسلامي امارت» د دفاع وزارت له لوري د امنیتي ځواکونو د مسلکي‌کولو په برخه کې بې‌ساری پرمختګ شوی دی.

نوموړي څرګنده کړې، چې د یو کال په موده کې ۱۸۱ زره او ۸۴ تنه امنیتي ځواکونه روزل شوي، چې دا د ملي امنیت د ټینګښت لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د هغه په وینا، د همدې پروګرامونو په ترڅ کې ۱۰۰ زره او ۳۰۰ پولیس د امنیتي، جنايي، سرحدي، لوژستیکي او نورو تخصصي برخو کې له مسلکي روزنې وروسته فارغ شوي دي.

استرالیایي کریکټ لوبغاړی؛ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله روغتون ته انتقال شوی

0

د اسټرالیا پخوانی کریکټر ډیمین مارټن د شدیدې ناروغۍ له امله د برسبین په روغتون کې بستر شوی او حالت یې د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د اسټرالیا د غیر دولتي رسنیو د راپورونو له مخې، ۵۴ کلن مارټن د کرسمس پر ورځ ناڅاپه ناروغ شوی او لوېدلی دی.

هغه د ۲۰۰۳ کال د کریکټ نړیوال کپ ګټونکی او د اسټرالیايي ډلې غړی و او اوس مهال په روغتون کې د کوما په حالت کې دی.

د راپورونو له مخې، هغه ته د سختې ناروغۍ له امله د تودوخې درملنه ورکول کېږي.

اسټرالیا کریکټ مشر ټوډ ګرینبرګ د مارټن د ناروغۍ په اړه خپله خواشیني څرګنده کړې، او پخواني ویکټ‌کیپر ایډم ګلکرسټ ویلي چې په برسبین کې د مارټن درملنه په غوره ډول روانه ده.

ډیمین مارټن په خپل مسلکي ژوند کې په ۶۷ ټیسټ، ۲۰۸ ون‌ډې، او ۴ ټي‌ټوینټي سیالیو کې د اسټرالیا نمایندګي کړې ده.

ذبیح الله مجاهد:۲۰۲۵کال له بهرنیو هېوادونو ۲.۸ میلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي، چې تېر ۲۰۴۵ کال له بېلابېلو بهرنیو هېوادونو څخه افغانستان ته شاوخوا ۲ میلیونه او ۸ سوه زره (۲۸۰۰۰۰۰) افغان کډوال راستانه شوي دي.

نوموړي ویلي، چې د راستنېدونکو د هرکلي، ثبت او ځای پر ځای کولو بهیر ښه مدیریت شوی او ډېری راستانه شوي کسان په بېلابېلو سیمو کې په منظم ډول ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو حکومت ټینګار کوي، چې د کډوالو د راستنېدو بهیر به په منظم ډول دوام ولري او هڅه کوي تر څو راستانه شوي افغانان د ژوند له بنسټیزو اسانتیاوو برخمن شي.