پنجشنبه, اپریل 2, 2026
Home Blog Page 315

هندي رسنۍ:نوي ډیلي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې امیرخان متقي ته د هند د سفر اجازه ورکړي

هندي رسنیو د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې هند له ملګرو ملتونو څخه غوښتي، څو د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر، امیرخان متقي، ته د سفر اجازه ورکړي.

سرچینې وايي، هند رسمي بلنه ورکړې چې متقي دې د روانې اونۍ په پای کې دې هېواد ته سفر وکړي، او اوس د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې په تمه دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

هرات؛یو سړي خپله مور، مېرمن او یوولس کلنه لور وژلي

په هرات ښار کې یو سړي خپله مور، مېرمن او ۱۱ کلنه لور په چړې وژلي او له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

پېښه وړمه شپه د باغ‌نظرګاه په سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې وه.

دا په روانو دوو اوونیو کې دویمه ورته پېښه ده، چې ترسره کېږي.

تر دې وړاندې په ننګرهار کې هم د یوې کورنۍ شپږ غړي د خپلوانو له لوري وژل شوي وو.

اسټرالیا؛په خپل هېواد کې د ایران سفارت وتړه

0

اسټرالیا له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پای ته ورسولې.

د یاد هېواد لومړي وزیر التوني البانیزي ویلي، چې ایران کې د دوی سفارتي چارې ځنډېدلې او دیپلوماتان یې درېیم هېواد ته انتقال کړي دي.

دوی دغه راز په خپل هېواد کې د ایران سفارت هم تړلی دی.

انتوني البانیزي ویلي، چې ایران په اسټرالیا کې په دوو یهود ضد پېښو کې لاس لري.

ډونالډ ټرمپ:د کابل هوايي ډګر کې زمونږ پر سرتېرو چاودنه زمونږ د تاریخ شرمونکې ورځ وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کابل هوایي ډګر د ۲۰۲۱م کال د اګست ۲۶مې چاودنه د خپل هېواد په تاریخ کې “تر ټولو شرموونکې ورځ” بللې.

نوموړي دا څرګندونې د دې پېښې د څلورم کال پر مهال د وژل شوو ۱۳ امریکايي سرتېرو له کورنیو سره په یوه یادغونډه کې وکړې او ویې ویل، چې د ورته پېښو د بیا تکرار اجازه به ورنه کړي.

په یاد برید کې له ۱۳ امریکايي سرتېرو سره ـ سره، له ۱۰۰ ډېر افغان ملکي وګړي هم وژل شوي وو.

بل‌خوا، ولسمشر جوبایدن هم د وژل شوو سرتېرو د درناوي لپاره اعلامیه خپره کړې او هغوی یې “وطن‌پال” بللي دي.

د امریکا د مداخلې له کبله؛تر پاکستان وروسته هند ته هم د امیرخان متقي سفر لغوه شو

هند د ته د طالبانو حکومت بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي سفر د واشنګټن د مداخلې او ملګرو ملتونو له لوري پر ده د سفر بندیز له امله لغوه شو.

تر دې وړاندې یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي وه، ټاکل شوې وه، چې امیرخان متقي سبا هند ته سفر وکړي؛ خو دا سفر اوس لغوه شوی او هند په دې اړه د هغه له ورتللو بښنه غوښتې.

تر دې وړاندې بیا د امیرخان متقي سفر پاکستان ته هم لغوه شوی وو.

لاهم د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

نړۍوال سازمانونو؛له جرمني غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو لېږد چټک کړي

د بښنې نړیوال سازمان، بې‌پولې خبریالان، مډیکو انټرنشنل او ځینو نورو سازمانونو په یوه ګډ لیک کې له جرمني حکومت غوښتي چې پاکستان کې د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر چټک کړي، چې جرمني ورسره د پناه ورکولو ژمنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، پاکستان کې مېشت افغانان چې جرمني ته د تګ په تمه دي، د جرمني له لوري د دوی د لېږد په برخه کې د نه پاملرنې له امله د پاکستان څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.

سراج الدین حقاني؛د جاپان له سفیر سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

‏د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جاپان له سفیر تاکایوشي کرومایا سره لیدنه کې ویلي، چې د جاپان او افغانستان ترمنځ اړیکې پخوانۍ دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ ښه تعامل شته.

دا لیدنه د تاکایوشي کرومایا د مخه ښې په مناسبت ترسره شوې.

د طالبانو حکومت له کورنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې د تاکایوشي کرومایا په حواله راغلي چې جاپان به د ملګرو ملتونو له لارې د بدیل معیشت، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه او روږدو د درملنې په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

جرمني؛برلین کې د افغانانو خپلمنځي جګړه کې شپږ تنه ټپیان شوي

د جرمني پلازمېنه برلین کې د افغان ځوانانو ترمنځ د چاقوګانو د وهلو له امله لږ تر لږه شپږ تنه ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ټپیانو له ډلې یو کس په نازک حالت کې دی.

د جرمنۍ ورځپاڼې B.Z. Berlin د معلوماتو پر بنسټ، ټول قربانیان افغانان دي او نښته د دوو ډلو ترمنځ رامنځته شوې ده.

پولیسو سیمه کلابنده کړې او د پېښې په اړه څېړنې روانې دي، خو تر اوسه د نښتې د لامل په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

د اسراییلو بریدونو ته د طالبانو حکومت غبرګون:د خبریالانو وژل ستر جنایت او د بیان د ازادۍ پر لمن تور داغ دی

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت تر چتر لاندې د خبریالانو د ژوند د نه خوندیتابه له امله د نړیوالې ټولنې اندیښنې هم شتون لري او تر دې دمه پکې د بیان د ازادۍ څخه د سرغړونې په تور لسګونه خبریالان د دوی په بند خونو کې د بند شپې تیروي؛ خو بیا هم یاد حکومت غزه کې د وژل شویو خبریالانو په اړه خواشیني څرګنده کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې د خبریالانو وژل یو ستر جنایت او د بیان د ازادۍ د مدعیانو پر لمن تور داغ دی.

د یادونې ده چې اسرائیلو نن یو وار بیا غزه کې پنځه خبریالان وژلي دي.

حلیم فدایي:خلیلزاد د طالبانو په مینه کې دومره غرق شوی چې هیڅ انساني اصول نه پیژني

د پکتیا پخوانی والي محمد حلیم فدایي له زلمي خلیلزاد غوښتي، چې د امریکایي په توګه دې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي.

هغه ویلي، خلیلزاد د بیان ازادۍ، دموکراسۍ، د ښځو او بشر حقونو ارزښتونه له پامه غورځولي او د طالبانو په ملاتړ د ړوند عاشق په څېر چلند کوي.

ښاغلي فدایي زیاته کړې چې امریکا په رسنیو او مدني ارزښتونو میلیاردونه ډالر لګولي؛ خو خلیلزاد د دغو ارزښتونو پر ځای د طالبانو ملاتړی ښکاري.