جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 306

ضیاءالحق امرخیل:که نن د نجونو د تعلیم برکت نه وای، ښځینه ټپیانې به بې مرستې پاتې وې

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د نجونو د تعلیم پر ارزښت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د خویندو زده‌کړې د ټولنې لپاره حیاتي اړتیا ده.

ښاغلي امرخېل په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، نن چې ښځینه روغتیایي کارکوونکې د زلزله‌ځپلو ښځینه ټپیانو په درملنه بوختې دي، دا د تعلیم برکت دی، او که بې‌تعلیمه پاتې شوې وای، ټپیانې ښځې به له سختو کړاوونو سره مخ وې.

نوموړي لیکلي:«موږ چې د خویندو پر تعلیم ټینګار کوو، دغسې حساس ضرورتونه یې درک کوو.
هیله ده، د نجونو د تعلیم موضوع جدي وګڼل شي او د ټولنې دغه نیمه برخه له خپل بنيادي حقه نورې محرومې نشي.»

امرخېل غوښتنه کړې چې د نجونو د تعلیم موضوع باید جدي ونیول شي او د ټولنې دغه نیمه برخه دې له خپلو بنسټیزو حقونو محرومه نه شي، ځکه د ده په باور، د محرومیت زیان یې ټول ملت ته رسېږي.

امریکا او اروپايي اتحادیې؛له زلزله ځپلو افغانانو سره خواخوږي او د بیړنیو مرستو ډاډ ورکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت نن د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په اړه د افغانانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه زلزلې درنې مرګ‌ژوبلې اړولې دي.

همدارنګه اروپايي اتحادیې هم د تسلیت پیغام استولی او ټینګار یې کړی چې بشري ملګري یې په کونړ او ننګرهار کې فعال دي او متاثره شویو کورنیو ته بیړنۍ او حیاتي مرستې رسوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ګڼو نړیوالو سازمانونو او خیریه بنسټونو هم د مرستو د لېږلو ژمنې کړې دي، څو د زرګونو بې‌کوره شویو او ټپیانو د عاجلو اړتیاوو پوره کولو کې مرسته وکړي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر:له کونړ څخه ننګرهار ته سلګونه ټپیان انتقال شوي او زرګونو ته مرستې رسېدلې

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر وایي، چې له سهار راهیسې یې ۸۶ پروازونه کړي چې له کونړ څخه یې ۷۳۹ زلزله ځپلي ټپیان د دغه ولایت حوزوي روغتون ته د درملنې لپاره انتقال کړي.

له یاد دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په کونړ کې یې ۳۶۷ کسان ژغورلي او ۶۱۰۰ نفرو ته یې پخه غذا رسولې.

بل خوا د رسمي ارقامو له مخې تر دې دمه ۸۲۵کسان مړه شوي او شاوخوا ۳۰۰۰ کسان ټپیان شوي دي.

په سیمه کې لا هم د ژغورنې عملیات روان دي؛ خو دا ارقام وروستي نه دي، انګیرل کېږي چې د ارقامو په زیاتوالي کې تغیر راشي.

افغان کرکټ لوبغاړو؛د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره لسګونه زره ډالر او د لوبې فیسونه ځانګړي کړل

افغان کرکټ ملي لوبغاړو اعلان کړی چې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د نننۍ لوبې ټول فیسونه او د انفرادي مرستو په توګه لسګونه زره ډالر د کونړ زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړي کوي.

د کرېکټ بورډ په وینا، د خوست په لېسټ ای سیالیو کې بوخت لوبغاړي به هم خپلې مرستې راټولې کړي او زر به یې کونړ ته ولېږي.

بورډ زیاتوي، دغه مرستې به په بېړني ډول متاثرو سیمو ته ورسېږي او د لوبغاړو د مرستو بهیر به روان وساتل شي.

د ماشومانو د ژغورنې سازمان:د کونړ زلزله‌ځپلو ته بیړنۍ مرستې مو سیمې ته لېږلي

د ماشومانو د ژغورنې سازمان ویلي چې د کونړ د زلزلې له امله یې بیړني د مرستې ټیمونه سیمې ته استولي دي.

دغه سازمان څرګندوي چې زیانمنې کورنۍ د خوراکي توکو، پاکو اوبو، سرپناه او اړینو وسایلو سمدستي اړتیا لري او روانې پس‌لرزې د حالت د لا کړکېچن کېدو وېره زیاته کړې ده.

یاد سازمان له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د زلزله‌ځپلو ماشومانو او کورنیو د ژغورنې لپاره عاجلې مرستې همغږې او پر وخت واستوي.

میرویس عزیري؛د ختیځو زلزله ځپلو لپاره د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مرستې اعلان وکړ

‏د عزیزي بانک مشر میرویس عزیزي د افغانستان په ختیځو ولایتونو ننګرهار او کونړ کې د وروستۍ زلزلې له امله د زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره د ۵۰۰ میلیونه افغانیو مالي ملاتړ اعلان وکړ.

نوموړي ویلي، د عزیزي بنسټ له لوري به د اړتیاوو د سروې او ارزونې لپاره ژر تر ژره د یادو سیمو سفر ترسره شي او د مرستو د وېش بهیر به په بیړني ډول پیل شي.

میرویس عزیزي د دې غمیزې د قربانیانو کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې او د تسلیت تر څنګ یې د ټپیانو د روغتیا او د ملت د زړورتیا دعا کړې ده.

منظور پښتین:د کونړ او ننګرهار د زلزله‌ځپلو مرستې ملي او انساني وجیبه ده

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د افغانستان د ختیځو سیمو وروستۍ زلزلې په تړاو د خواخوږۍ پیغام خپور کړی دی.

هغه ویلي، یوازې په کونړ کې تر اته سوه ډېر کسان شهیدان او په زرګونو نور ټپیان شوي دي، همدارنګه په ننګرهار، لغمان او نورستان کې هم سلګونه کسان د دې ناورین ښکار شوي دي.

پښتین د افغان ملت، په ځانګړي ډول د کونړ او ننګرهار له خلکو سره خپله غمشریکي څرګنده کړې او له ټولو هېوادوالو او بهر مېشتو افغانانو یې غوښتنه کړې چې د زلزله‌ځپلو مرستې ته لاس ورکړي.

نوموړي له بهر مېشتو هم غوښتي چې د نړیوالو ادارو او هېوادونو له لارې د انساني بنسټونو پر اساس د دغو سیمو لپاره د مرستو غوښتنه وکړي.

پښتین د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړي، د شهیدانو لپاره یې د جنت او د ټپیانو لپاره یې د عاجلې روغتیا دعا کړې ده.

هغه زیاته کړې، له بده مرغه د دې غمیزې په څنګ کې لا هم د سیمې پر ولسونو د ظلم او فشار هڅې روانې دي.

جي‌شنکر امیرخان متقي ته:هند د افغان زلزله‌ځپلو سره د خېمو، خوړو او درملو مرستې ته چمتو دی

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر جې شنکر ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.

په دې تماس کې د هند د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د ختیځو سیمو د وروستۍ زلزلې د درنو تلفاتو له امله خپله غمشریکي څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې هند به د طالبانو حکومت ته زر خیمې او ۱۵ ټنه غذایي مواد د عاجلو بشري مرستو په توګه وسپاري.

هغه زیاته کړې چې هېواد به یې د درملو او خوړو په برخه کې نورې اړینې مرستې هم ترسره کړي.

امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر څخه د دې غمشریکۍ او مرستو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی چې دغه مرستې به په وخت اړمنو خلکو ته ورسول شي.

«جنرال» مبین؛له زندان څخه د کونړ زلزلې ځپلو سره د ۵ لکه افغانیو مرستې اعلان وکړ

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ پخوانی ویاند «جنرال» مبین چې اوس مهال زنداني دی، له زندان څخه د کونړ د زلزلې د غمیزې له امله د ۵ لکه افغانیو مرستې اعلان کړی دی.

هغه خپلو ملګرو ته لارښوونه کړې چې ژر تر ژره د پېښې ځای ته ورسېږي او له زیانمنو شویو کورنیو سره د مرستې او لاسنیوي چارې ترسره کړي.

د شیخ هبت‌الله د حکم په اساس؛په څو وزارتونو، ولایتونو او قول اردوګانو کې نوې ګمارنې ترسره شوي

د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د حکم پر بنسټ یو لړ نوې ګمارنې شوي.

په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي:

د لغمان پخوانی والي شیخ شیر احمد حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وزیر ټاکل شوی دی.

د اطلاعاتو او فرهنګ پخوانی وزیر ملا خیرالله خیرخواه د میدان وردګ والي شوی دی.

د میدان وردګ پخوانی والي قاري محمد بختیار معاذ د لغمان والي ټاکل شوی دی.

د ۳۱۳ قول اردو پخوانی مرستیال ملا محمد حافظ مجاهد د فراه والي شوی دی.

د فراه پخوانی والي مولوي غوث الدین رهبر د ۳۱۳ قول اردو مرستیال ټاکل شوی دی.

د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې لواء پخوانی قومندان قاري محمد نسیم عزت د جوزجان مرستیال ټاکل شوی دی.

د کابل د درېیمې امنیتي حوزې پخوانی آمر حاجي شیرعلي جندالله د پکتیا امنیه قومندان ټاکل شوی دی.

د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء پخوانی قومندان ملا عبدالشکور بریالی د ۲۰۵ البدر قول اردو دوهمې پلې لواء د قومندان په توګه ټاکل شوی دی.

د جوزجان پخوانی مرستیال مولوي نورالدین د ۲۰۹ الفتح قول اردو لومړۍ پلې لواء د قومندان په توګه ګمارل شوی دی.

د پکتیا پخوانی امنیه قومندان مولوي محمد عمر مخلص د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې آمر ټاکل شوی دی.