جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 305

تېره ورځ؛له ایران او پاکستانه له ۱۶ زرو ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کډوالو چارو کمېسیون راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ ټول ټال ۱۶ زره او ۳۳۸ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له پاکستانه بېرته راستانه شوي کډوال ۱۱ زره او ۳۵۱ تنه دي او له ایران څخه بیا ۴ زره او ۹۸۷ افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.

ویل شوي، دغه بېرته ستنېدنه د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلام‌کلا له لارې شوې ده.

شهاب الدین دلاور:د زلزلې زیانمنو ته به د مرستو شفاف وېش ترسره شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د کونړ د مزار درې د زلزله ځپلو له لیدنې پر مهال ویلي، چې هره مرسته د زیانمنو امانت دی او په بشپړ امانتدارۍ به ورته سپارل کېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د زلزله ځپلو لاسنیوی یې د دیني او کاري مسوولیت برخه ده او روغتیايي ډلې یې په سیمه کې په خدمت بوختې دي.

بل لورته ځايي خلک بیا په ځینو سیمو کې د مرستو نه رسېدو له امله شکایت کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام:د کونړ او ننګرهار زلزله‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو لېږد روان دی

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د کونړ او ننګرهار زلزله‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو لېږد پیل شوی دی.

دغه بنسټ ویلي چې د زیانونو ارزونې روانې دي او د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته.

په خبرپاڼه کې راغلي، زلزلې د کورونو، سړکونو او سیمو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او د هوا خرابوالي او د سړکونو نشتوالي د مرستو رسونې بهیر ستونزمن کړی دی.

تر اوسه د کونړ وروستۍ زلزلې له امله له ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د کاناډا لومړی وزیر:د افغانستان د زلزلې پایلې وېروونکې دي او بشري مرستو کې همکاري کوو

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې پایلې وېروونکې او له درنو زیانونو ډکې وبللې.

هغه د قربانیانو په تړاو د ژورې خواخوږۍ ترڅنګ ویلي، چې کاناډا به د خپلو نړیوالو شریکانو له لارې د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

نوموړي د دغو مرستو څرنګوالی او جزئیات نه دي څرګند کړي، خو ټینګار یې کړی چې هېواد به یې له افغانانو سره د مرستې پر ژمنه ولاړ وي.

یاده دې وي، له دې وړاندې د هند بشري مرستې د زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلې وې او یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو اعلانونه کړي دي.

په دې ناورین کې تر اوسه د طالبانو د چارواکو په وینا له ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

ملګري ملتونه:ژمی په چټکۍ را روان دی او د کونړ زلزله ځپلي بې‌سرپناه دي

د کډوالو چارو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ختیځ د وروستۍ زلزلې له امله سخت زیانمن شوی او ګڼ کلي په بشپړ ډول نړېدلي دي.

سرچینه زیاتوي، زرګونه کورنۍ له سرپناه پرته پاتې دي او په داسې حال کې د شپې ورځې تېروي چې ژمی په بیړه رارسېږي او د مرستو نشتوالی د ژوندونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی، که پر وخت نړیواله مرسته ور ونه رسېږي، د تلفاتو کچه به لا زیاته شي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ تر څنګ د څه باندې دوه نیم میلیونه کډوالو راتګ روان کړکېچ نور هم ژور کړی دی.

عالي کمېشنرۍ له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ټولنو غوښتنه کړې، چې بې له ځنډه دې د افغان ولس په ځانګړي ډول د زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرسته وکړي.

د اسلامي نړۍ ټولنه:د افغانستان ختیځ کې زلزلې غمجن کړي یوو

د اسلامي نړۍ ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله د ګڼو خلکو د مړینې خبر سخت غمجن کړي دي.

په اعلامیه کې د ټولنې د عمومي مشر محمد بن عبدالکریم العیسي له قوله راغلي، چې ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا دعا کوي او له لوی خدایه غواړي چې افغان ولس د راتلونکو ناورینونو او زیانونو څخه خوندي وساتي.

ندا محمد ندیم:پوهنتونونه دې د کونړ د زلزله‌ځپلو لپاره مالي مرستې راټولې کړي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم ټولو پوهنتونونو ته سپارښتنه کړې چې د کونړ د زلزله‌ځپلو د ملاتړ لپاره له استادانو او محصلینو مالي مرستې راټولې کړي.

هغه ویلي، په هر پوهنتون کې دې ځانګړې کمېټه جوړه شي څو راټولې شوې مرستې د اړمنو کورنیو لاسنیوي ته ورسوي.

په همدې لړ کې د کابل له مرکزي پوهنتونونو لسګونه محصلان او یو روغتیايي ټیم د دوشنبې په ورځ کونړ ته استول شوي دي، څو د زلزله‌ځپلو خلکو تر څنګ عملي مرسته او خدمت وکړي.

د امریکا سفارت چارسمبالي؛د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو په اړه خواشیني ښودلې

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت چارسمبالي ډان برون د افغانستان په ختیځ کې د شوې زلزلې له امله خپله خواشیني څرګنده کړې ده.

هغه پر اېکس لیکلي، چې په دې غمجنه شېبه کې له افغان ولس سره د همدردۍ احساس کوي او د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي شریکوي.

د یادونې ده چې دغې زلزلې کونړ کې شاوخوا ۸۰۰ نفر ووژل او زرګونه نور یې ټپیان کړل.

پاپ فرانسیس؛د افغانستان د زلزلې قربانیانو لپاره دعا او له اغېزمنو کورنیو سره همدردي کړې

واتیکان اعلان کړی چې د کاتولیک مشر پاپ فرانسیس د افغانستان د ختیځ د وروستۍ زلزلې د قربانیانو لپاره دعا کړې او له زیانمنو کورنیو سره یې همدردي څرګنده کړې ده.

په یوه پیغام کې چې د واتیکان د بهرنیو چارو وزیر کاردینال پیترو پارولین خپور کړی، راغلي چې پاپ د درنو تلفاتو له امله ژور خپګان ښودلی او د اغېزمنو کورنیو ترڅنګ ولاړ دی.

یاده زلزله د سنبلې په ۹مه د شپې د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې کونړ ولایت ولړزاوه چې په کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وژل شوي او تر ۲۵۰۰ زیات ټپیان شوي دي.

سراج الدین حقاني او محسن نقوي؛د زلزلې او سېلابونو په اړه غمشریکي کړې

د طالبانو حکومت او پاکستان د کورنیو چارو وزیرانو ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د قربانیانو په اړه خپله خواخوږي څرګنده کړې او د ټپیانو د درملنې او بشري مرستو ډاډ یې ورکړی دی.

نوموړی زیاتوي چې خلیفه سراج‌الدین حقاني د پاکستان د همدردۍ مننه کړې او د خیبرپښتونخوا او پنجاب د سېلاب ځپلو خلکو سره یې خپله غمشریکي هم څرګنده کړې ده.