جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 304

اردوغان:د روسیې او اوکراین د سولې لپاره هڅې روانې دي؛ خو د رهبرانو د لیدو شرایط لا برابر نه دي

0

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، هغه د شانګهای همکارۍ سازمان د غونډې پر مهال له ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې کړي او له ولادیمیر زیلنسکي سره یې ټیلیفوني تماس هم نیولی دی.

اردوغان زیاته کړې، د روسیې او اوکراین د استازو وروستۍ خبرې په استانبول کې ښيي چې د سولې دروازې لا تړل شوي نه دي؛ خو د رهبرانو د مخامخ لیدنې لپاره لازم شرایط لا نه دي برابر.

ترکیه چې د ناټو غړې ده، د جګړې له پیل راهیسې د مسکو او کیف دواړو سره اړیکې ساتلې او هڅه کوي د منځګړیتوب رول ولوبوي.

کونړ او ننګرهار کې؛ ۵.۲ درجې زلزله شوې

په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې یو ځل بیا ۵.۲ درجې زلزله شوې ده.

د امریکا د زلزله‌پېژندنې مرکزي ادارې د معلوماتو له مخې، دغه زلزله د ننګرهار ولایت د جلال‌اباد ښار په شمال ۳۴ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.

بل لور ته، له کونړ ولایت څخه هم راپورونه ورکول کېږي چې دې زلزلې ګڼ مالي زیانونه اړولي او د ډېرو کورونو د تخریب لامل شوې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان:د طالبانو محدودیتونه د زلزلې د قربانیانو مرستې اغېزمنوي

د بخښنې نړیوال سازمان د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ ترڅنګ خبرداری ورکړی چې د طالبانو محدودوونکي سیاستونو د مرستندویو بنسټونو فعالیتونه سخت کمزوري کړي دي.

د دغه سازمان د جنوبي آسیا مرستیال بابو رام پانت ویلي، افغانستان له ګڼو بحرانونو سره مخ دی، په داسې حال کې چې له ۲۲ میلیونو ډېر خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او د ایران او پاکستان له لوري د کډوالو ایستلو دغه کړکېچ لا سخت کړی دی.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د ښځو پر کار بندیز د ملګرو ملتونو او نورو سازمانونو ظرفیتونه کم کړي او طالبان باید بېړنۍ او بې‌خنډه د ټولو خیریه ادارو د فعالیت اجازه ورکړي.

د یادونې ده چې په کونړ کې وروستۍ زلزله کې له ۱۴۰۰ زیات کسان وژل شوي او زرګونه نور ټپیان شوي دي.

اروپایي اتحادیې؛د زلزلې ځپلو لپاره یو میلیون یورو او ۱۳۰ ټنه مرسته اعلان کړې

اروپایي اتحادیې اعلان کړی چې د ختیځ ولایتونو د زلزلې د اغېزمنو شویو کورنیو لپاره یو میلیون یورو بېړنۍ بشري مرسته برابروي.

د اتحادیې په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، سربېره پر دې به نږدې ۱۳۰ ټنه مرستندویه توکي له خپلو بشري زېرمو څخه افغانستان ته ولېږدوي.

یاد توکي د خیمو او نورو سرپناه وسایلو، د تودوخې کالیو او اړینو طبي لوازمو څخه جوړ دي چې موخه یې د زیانمنو شویو کورنیو عاجله اړتیاوې پوره کول دي.

ریچارډ بنټ:پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل د زلزلې له امله وځنډوي

‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنټ له پاکستان غوښتي چې د ختیځ افغانستان د مرګوني زلزلې له امله د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ وځنډوي.

بنټ په ایکس‌پاڼه لیکلي، پاکستان باید د اخراج پر ځای په زلزله‌ځپلو سیمو کې بشر دوستانه مرستو باندې تمرکز وکړي.

یاد غوښتنلیک په داسې حال کې مطرح کېږي چې په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله تر اوسه د طالبانو حکومت د چارواکو په وینا، له ۱۴۰۰ ډېر کسان وژل شوي، شاوخوا ۳۰۰۰ تنه ټپیان دي او زرګونه کورونه ویجاړ شوي دي.

امیرخان متقي؛د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو وزیرې سره د زلزلې په تړاو تلیفوني خبرې کړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نړیوالو همکاریو وزیرې، مریم بنت علي ناصر المسند سره د تلیفوني خبرو اترو په ترڅ کې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې په اړه بحث کړی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، د قطر دولت وزیرې د کونړ او ګاونډیو ولایتونو د زلزلې د تلفاتو له امله خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړې او د خپل هېواد د مرستې چمتووالی یې اعلان کړی دی.

امیرخان متقي د قطر د چارواکي له دې دریځ څخه مننه کړې او د زلزلې د اغېزمنو شویو خلکو د حالاتو او د مرستندوی هڅو په اړه یې مفصل معلومات وړاندې کړي دي.

ذبیح الله مجاهد:په کونړ کې د زلزلې د تلفاتو شمېر لوړ شوی؛ ۱۴۱۱ تنه مړه او ۳۱۲۴ ټپیان شوي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې د تلفاتو تازه شمېرې خپرې کړې دي.

د مجاهد په وینا، تر دې دمه د نورګل، څوکۍ، چپه دره، پیچ دره، وټپور او اسعدآباد ولسوالیو کې ۱۴۱۱ تنه وژل شوي، ۳۱۲۴ تنه ټپیان شوي او ۵۴۱۲ کورونه ویجاړ شوي دي.

مجاهد زیاته کړې چې د ژغورنې عملیات روان دي او د ځايي خلکو ترڅنګ، بېلابېلې ادارې او مرستندویه ډلې هم هڅه کوي چې له زیانمنو شویو کورنیو سره مرسته وکړي.

ځايي سرچینې وایي، د غرنیو سیمو لرېوالی او د سړکونو د خرابوالي له امله د ژغورنې چارې له سختو ننګونو سره مخ دي.

عبدالمتین قانع:هرات کې د خپلې کورنۍ د درې غړو قاتل ونیول شو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات پولیسو هغه کس نیولی چې خپله ښځه، مور او لور یې په بې‌رحمانه ډول وژلي وو.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، پېښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوې وه، او د یادې قضیې تورن کس پرون د هرات ولایت د انجيل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو لخوا ونیول شو.

قانع ویلي، نوموړي له نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

کابل کې د ایران سفیر؛ د زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو په موخه کونړ ته تللی

د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي، د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د مرستو د رسولو په هدف دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د ایران سفارت، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، سفیر بیکدلي د زلزله ځپلو د حال پوښتنې او د مرستو د برابرولو لپاره کونړ ته تللی دی.

تر اوسه د یادو مرستو د ډول او کچې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

یونېسف؛ختیځ کې زلزله ځپلو ته دوه زره کڅوړې بیړنۍ مرستې وېشلې

یونېسف اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځو سیمو زلزله ځپلو ته یې د بیړنیو مرستو دوه زره کڅوړې رسولي دي.

د دې ادارې په وینا، په دغو کڅوړو کې لومړني درمل، کمپلې، ګرمې جامې او د پخلنځي اړین توکي شامل دي.

یونېسف زیاته کړې، چې د دوی بېلابېلې ډلې په سیمه کې د مرستو په وېش او د زلزله ځپلو په ملاتړ بوختې دي.

دغه اداره یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د افغان زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.