جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 304

عبدالمتین قانع:هرات کې د خپلې کورنۍ د درې غړو قاتل ونیول شو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي، د هرات پولیسو هغه کس نیولی چې خپله ښځه، مور او لور یې په بې‌رحمانه ډول وژلي وو.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته ویلي، پېښه څو ورځې وړاندې رامنځته شوې وه، او د یادې قضیې تورن کس پرون د هرات ولایت د انجيل ولسوالۍ اړوند سیمه کې د پولیسو لخوا ونیول شو.

قانع ویلي، نوموړي له نیول کېدو وروسته په خپل جرم اعتراف کړی او تر لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

کابل کې د ایران سفیر؛ د زلزله ځپلو سره د مرستو رسولو په موخه کونړ ته تللی

د افغانستان لپاره د ایران سفیر علي رضا بیکدلي، د کونړ ولایت زلزله ځپلو سره د مرستو د رسولو په هدف دغه ولایت ته سفر کړی دی.

د ایران سفارت، په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، سفیر بیکدلي د زلزله ځپلو د حال پوښتنې او د مرستو د برابرولو لپاره کونړ ته تللی دی.

تر اوسه د یادو مرستو د ډول او کچې په اړه جزییات نه دي خپاره شوي.

یونېسف؛ختیځ کې زلزله ځپلو ته دوه زره کڅوړې بیړنۍ مرستې وېشلې

یونېسف اعلان کړی، چې د افغانستان ختیځو سیمو زلزله ځپلو ته یې د بیړنیو مرستو دوه زره کڅوړې رسولي دي.

د دې ادارې په وینا، په دغو کڅوړو کې لومړني درمل، کمپلې، ګرمې جامې او د پخلنځي اړین توکي شامل دي.

یونېسف زیاته کړې، چې د دوی بېلابېلې ډلې په سیمه کې د مرستو په وېش او د زلزله ځپلو په ملاتړ بوختې دي.

دغه اداره یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کوي، چې د افغان زیانمنو کورنیو د لاسنیوي لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

ډونالډ ټرمپ:هند د امریکايي توکو پر تعرفو د صفر کولو وړاندیز کړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ ویلي، هند وړاندیز کړی چې د امریکايي توکو تعرفې صفر ته راکمې کړي.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې د واشنګټن او نوي‌ډیلي سوداګریزې اړیکې د امریکا د ۵۰ سلنه تعرفو له امله ترینګلې شوې دي.

هند اوسنی بند بنست «یوه‌خوا فاجعه» بللې او د امریکا تعرفې یې «ناعادلانه او بې‌اساس» ګڼلې دي.

ترمپ ویلي، هند د امریکا پر ځای له روسیې څخه زیات نفت او پوځي وسایل اخلي او باید کلونه مخکې یې تعرفې راکمې کړې وای.

واشنګټن هند په غیرمستقیم ډول د اوکراین جګړې د تمویل په تور هم تورن کړی دی.

دهلي‌ بیا ټینګار کړی چې د روسیې نفت د هند د پراخې نفوس د اړتیاوو لپاره حیاتي دي.

تېره ورځ؛له ایران او پاکستانه له ۱۶ زرو ډېر افغان کډوال بېرته راستانه شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د کډوالو چارو کمېسیون راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ورځ ټول ټال ۱۶ زره او ۳۳۸ افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، له پاکستانه بېرته راستانه شوي کډوال ۱۱ زره او ۳۵۱ تنه دي او له ایران څخه بیا ۴ زره او ۹۸۷ افغانان هېواد ته راګرځېدلي دي.

ویل شوي، دغه بېرته ستنېدنه د تورخم، سپین بولدک، انګور اډې، بهرامچې، ورېښمو پله او اسلام‌کلا له لارې شوې ده.

شهاب الدین دلاور:د زلزلې زیانمنو ته به د مرستو شفاف وېش ترسره شي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغاني سرې میاشتې مشر شهاب‌الدین دلاور د کونړ د مزار درې د زلزله ځپلو له لیدنې پر مهال ویلي، چې هره مرسته د زیانمنو امانت دی او په بشپړ امانتدارۍ به ورته سپارل کېږي.

هغه ټینګار کړی، چې د زلزله ځپلو لاسنیوی یې د دیني او کاري مسوولیت برخه ده او روغتیايي ډلې یې په سیمه کې په خدمت بوختې دي.

بل لورته ځايي خلک بیا په ځینو سیمو کې د مرستو نه رسېدو له امله شکایت کوي.

د خوړو نړیوال پروګرام:د کونړ او ننګرهار زلزله‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو لېږد روان دی

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د کونړ او ننګرهار زلزله‌ځپلو ته د بېړنیو مرستو لېږد پیل شوی دی.

دغه بنسټ ویلي چې د زیانونو ارزونې روانې دي او د تلفاتو د زیاتېدو امکان شته.

په خبرپاڼه کې راغلي، زلزلې د کورونو، سړکونو او سیمو پراخې ویجاړۍ رامنځته کړي او د هوا خرابوالي او د سړکونو نشتوالي د مرستو رسونې بهیر ستونزمن کړی دی.

تر اوسه د کونړ وروستۍ زلزلې له امله له ۸۰۰ ډېر کسان وژل شوي او نږدې ۳۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د کاناډا لومړی وزیر:د افغانستان د زلزلې پایلې وېروونکې دي او بشري مرستو کې همکاري کوو

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې پایلې وېروونکې او له درنو زیانونو ډکې وبللې.

هغه د قربانیانو په تړاو د ژورې خواخوږۍ ترڅنګ ویلي، چې کاناډا به د خپلو نړیوالو شریکانو له لارې د زلزله ځپلو د لاسنیوي لپاره بشري مرستې چمتو کړي.

نوموړي د دغو مرستو څرنګوالی او جزئیات نه دي څرګند کړي، خو ټینګار یې کړی چې هېواد به یې له افغانانو سره د مرستې پر ژمنه ولاړ وي.

یاده دې وي، له دې وړاندې د هند بشري مرستې د زلزله ځپلو سیمو ته رسېدلې وې او یو شمېر نورو هېوادونو هم د مرستو اعلانونه کړي دي.

په دې ناورین کې تر اوسه د طالبانو د چارواکو په وینا له ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي او څه باندې ۲۵۰۰ نور ټپیان دي.

ملګري ملتونه:ژمی په چټکۍ را روان دی او د کونړ زلزله ځپلي بې‌سرپناه دي

د کډوالو چارو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په تازه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان ختیځ د وروستۍ زلزلې له امله سخت زیانمن شوی او ګڼ کلي په بشپړ ډول نړېدلي دي.

سرچینه زیاتوي، زرګونه کورنۍ له سرپناه پرته پاتې دي او په داسې حال کې د شپې ورځې تېروي چې ژمی په بیړه رارسېږي او د مرستو نشتوالی د ژوندونو لپاره جدي ګواښ بلل کېږي.

یاد بنسټ خبرداری ورکړی، که پر وخت نړیواله مرسته ور ونه رسېږي، د تلفاتو کچه به لا زیاته شي.

په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ تر څنګ د څه باندې دوه نیم میلیونه کډوالو راتګ روان کړکېچ نور هم ژور کړی دی.

عالي کمېشنرۍ له نړیوالو بنسټونو او مرستندویه ټولنو غوښتنه کړې، چې بې له ځنډه دې د افغان ولس په ځانګړي ډول د زلزله ځپلو سره بیړنۍ مرسته وکړي.

د اسلامي نړۍ ټولنه:د افغانستان ختیځ کې زلزلې غمجن کړي یوو

د اسلامي نړۍ ټولنې په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې د زلزلې له امله د ګڼو خلکو د مړینې خبر سخت غمجن کړي دي.

په اعلامیه کې د ټولنې د عمومي مشر محمد بن عبدالکریم العیسي له قوله راغلي، چې ټپیانو ته د ژر تر ژره روغتیا دعا کوي او له لوی خدایه غواړي چې افغان ولس د راتلونکو ناورینونو او زیانونو څخه خوندي وساتي.