جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 303

بلوچستان؛په کویټه کې ځانمرګي برید ۱۷ تنه وژلي او لسګونه یې ټپیان کړي

0

د بلوچستان په مرکز کویټه ښار کې د شاواني لوبغالي ته څېرمه ځانمرګي برید شوی چې له امله یې ۱۷ تنه وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان شوي دي.

برید هغه مهال ترسره شو چې د بلوڅ مشر عطاالله منګل د مړینې د کلیزې مراسم روان وو.

د معلوماتو له مخې، په دغه مراسمو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی او د بلوڅ ملي ګوند مشر اختر منګل هم ګډون درلود؛ خو دواړه له پېښې روغ وتلي.

تر اوسه هېڅ ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

د خېبرپښتونخوا حکومت؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته ۳۵ لارۍ مرستې رالېږي

د خېبرپښتونخوا صوبایي حکومت د افغانستان زلزله‌ځپلو ته د مرستو د لېږلو په موخه غونډه کړې او ۳۵ لارۍ مرستې یې د طالبانو حکومت قونسلګرۍ ته سپارلي.

په دغو مرستو کې درمل، خیمې، ترپالونه، توشکې، بالښتونه او کمپلې شاملې دي.

د یاد حکومت په وینا، دغه مرستې د زلزله‌ځپلو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره برابرې شوې دي او تر هغو به دوام وکړي چې لومړنۍ اړتیاوې پوره شي.

د طالبانو حکومت د خېبرپښتونخوا له دې اقدامه مننه کړې او دا یې د ورورۍ نښه بللې ده.

د کالفورنیا په سکرمنټو ښار کې؛افغان فعالانو په مغازو کې د صندوقونو په کیښودو د بیړنۍ مرستې غوښتنه کړې

د امريکا د کالیفورنیا ایالت د سکرمنټو ښار یو شمیر فعالان د کونړ زلزله ځپلو سره د مرستې په پار په افغان مغازو کې د مرستې صندوقونه کیښودل.

ددې کمپاین یوه تن مسول غیرت بهیر حماسه میډیا ته وویل، چې په دې کار دوی غواړي بیړنۍ مرستې راټولې او په وخت د کونړ غمځپلو کورنیو ته ورسیږي.

نوموړي په بهر میشتو هیوادوالو غږ وکړ چې په سخت وخت کې د خپلو خلکو سره ودریږي.

په ختیځ په ځانګړي ډول په کونړ کې د تېرې ورځې زلزلې سلګونه کورنۍ د غم په ټغر کینولي دي.

ملا عبدالغني برادر؛د سرپل په بلخاب کې د ډبرو سکرو کان او نښلونکي سړک د جوړېدو چارې پرانیستې

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان د استخراج او د کانونو ترمنځ د نښلونکي سړک د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د هېواد د طبیعي زېرمو کارونه د ملي اقتصاد د پیاوړتیا، د عوایدو د زیاتوالي او د بنسټیزو پروژو د تمویل لپاره حیاتي اهمیت لري.

هغه ویلي، چې د ملي پراختیا شرکت د بلخاب د سکرو کانونو د اسانتیا لپاره له ۲۰۰ کیلومترو زیات سړکونه جغل کړي دي چې له مخې یې د کانونو ترمنځ تګ راتګ او د سکرو انتقال اسان شوی دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د بلخاب د سیمې اوسېدونکي به وکولای شي د اړتیا وړ سکاره په مناسب نرخ ترلاسه کړي، او ورسره به په دې ولسوالۍ کې د روغتونونو جوړول، د سړکونو پراختیا او نورو ټولنیزو خدمتونو ته هم ځانګړې پاملرنه وشي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د درې اړخیزو لوبو لړۍ کې پاکستان لوبډلې ته ماتې ورکړه

افغانستان د درې اړخیزو لوبو په لړۍ کې په درېیمه لوبه کې پاکستان ته د ۱۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

افغانستان په ټاکل شوو شل اورونو کې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره د پاکستان لوبډلې ته د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.

د پاکستان لوبډله د دې هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغله او د ۱۵۱ منډو په ترسره کولو وتوانیده.

په دې لوبه کې د پاکستان لوبډلې نهه لوبغاړي وسوځېدل او لوبه د افغان لوبډلې په بریا پای ته ورسېده.

زلمی خلیلزاد:شیخ هبت‌الله دې د نجونو د زده‌کړو پر بندیز بیا ځلې غور وکړي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي، چې د ښځينه ډاکټرانو کمښت د افغان نجونو او ښځو روغتيا ته جدي ګواښونه پېښ کړي دي.

نوموړي ویلي، چې طالبان ادعا کوي ښځې خوندي دي؛ خو په حقيقت کې هغه ښځې چې حياتي طبي مرستې ته اړتيا لري، خوندي نه دي.

هغه زياته کړې، چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله بايد د ښوونځيو او پوهنتونونو او د ښځينه لوړو زده کړو پر بنديز بيا غور وکړي، ځکه چې افغانستان ښځینه ډاکترانو او متخصصینو ته ډېره اړتیا لري.

افغان ملي لوبډلې؛ پاکستانۍ سیالې لوبډلې ته ۱۷۰ منډې هدف ټاکلی

په درې اړخیزو شل اوریزو سیالیو کې افغان ملي لوبډله د پاکستانۍ لوبډلې پر وړاندې لومړی توپ وهنه ترسره کړه چې د پچې په ګټلو سره افغان لوبډلې لومړی توپ وهنه غوره کړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۹ منډې جوړې کړې، چې سیالې پاکستانۍ لوبډلې ته یې د ګټلو لپاره ۱۷۰ منډې هدف ورکړ.

په دې لوبه کې ابراهيم ځدراڼ د افغان لوبډلې بهترین لوبغاړی شو، چې د زړورتیا او ښکلې توپ وهنې سره یې ۶۵ منډې جوړې کړې او د خپل ټیم په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

د هند د بهرنیو چارو وزیر:هند زلزله‌ځپلو سره د ۲۱ ټنه بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته ولېږله

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی‌شنکر وایي، چې هند نن د هوا له لارې کابل ته ۲۱ ټنه مرستندویه توکي لېږدولي دي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې په دغو توکو کې کمپلې، خیمې، د حفظ الصحې کڅوړې، د اوبو زېرمه ټانکرونه، جنراتورونه، د پخلنځي لوښي، ګرځنده د اوبو تصفیې دستګاوې، د خوب کڅوړې، اړین درمل، ویلچرونه، د لاس ضد عفوني محلولونه، د اوبو د تصفیې ګولۍ، ORS محلولونه او نور طبي وسایل شامل دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوی به د وضعیت څارنه روانه وساتي او په راتلونکو ورځو کې به د اړتیا په کچه لا نورې بشري مرستې هم واستوي.

ننګرهار د رسنیو دفتر:د ننګرهار له لارې کونړ ته د ټپیانو او مرستو د لېږد ۷۲ پروازونه ترسره شوي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار ولایت د رسنیو له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې نن یې د دغې ولایت څخه کونړ ته د ۷۲ پروازونو په ترڅ کې ۳۶۱ ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه انتقال کړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د ټپیانو له منځه یو تن ساه ورکړې او جنازه یې بیرته کونړ ته انتقال شوې.

همدا رنګه د یاد هوایي ډګر له لارې کونړ ته لس زره کیلو ګرامه خوراکي توکي او درمل وړل شوي او ترڅنګ یې ۵۴۰ تنه مسافر هم لېږدول شوي دي.

افغان کرکټ ملي لوبډلې؛د پاکستان پر وړاندې د پچې په ګټلو سره د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه وکړه.

0

افغانستان د درې اړخیزو شل اوریزو سیالیو په لړ کې د پاکستان پر وړاندې د لوبې پچه وګټله او د لومړۍ توپ وهنې پرېکړه یې وکړه.

یاده لوبه د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي، چې په کې دواړه ټیمونه د غوره پایلو لپاره د سیالۍ ډګر ته ښکته شوي دي.