جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 302

امیرخان متقي؛له بهرنیو استازولیو د زلزله‌ځپلو لپاره د مرستو د جلب غوښتنه کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د افغانستان له دیپلوماتیکو استازولیو سره د کونړ او ننګرهار د وروستۍ زلزلې د زیانونو په تړاو خبرې کړې دي.

نوموړي استازولیو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو مېزبان هېوادونو کې له حکومتي چارواکو، خیریه بنسټونو او مرستندوو شخصیتونو سره د زلزلې د اغېزمنو کورنیو وضعیت شریک کړي او د مرستو د راجلب، اسانتیاوو برابرولو او د اغېزمن مدیریت لپاره هڅې وکړي.

سویلي کوریا؛د افغان زلزله‌ځپلو لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه

‏د سویلي کوریا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې له قربانیانو سره د مرستې لپاره یې ۶۹.۴۷ میلیونه افغانۍ(نږدې یو میلیون ډالر) ځانګړې کړې دي.

دغه مرسته به د ملګرو ملتونو د بشري همغږۍ دفتر اوچا له لارې متضررو کورنیو ته ورسېږي.

سویلي کوریا د قربانیانو کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې د اغېزمنو سیمو د عادي وضعیت لپاره به د نړیوالو هڅو برخه وي.

ډونالډ ترمپ:د روسیې او چین د نږدې اړیکې په اړه اندېښنه نه لرم

0

د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ یو ځل بیا د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه د ناامیدۍ څرګندونې کړې دي.

رویټرز د نوموړي په وینا ویلي، د روسیې او چین تودې اړیکې ورته مهمې نه دي او د امریکا پر ضد د احتمالي «محور» جوړېدو اندېښنه نه لري، ځکه چې امریکا تر ټولو ستر پوځ لري.

ترمپ ګواښ کړی که مسکو د اوکراین جګړې د پای ته رسولو لپاره اقدام ونه کړي، پر روسیه به بندیزونه ولګوي.

دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې نوموړي او پوتین تېره میاشت په الاسکا کې لیدلي وو.

پاکستان؛د افغان محصلینو لپاره ۴۵۰۰ بورسیې اعلان کړې

پاکستان د علامه اقبال د تعلیمي بورسونو د درېیم پړاو په لړ کې د افغانستان محصلینو ته ۴۵۰۰ بورسونه ځانګړي کړي دي.

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون ویلي، دغه بورسونه به د طب، انجینرۍ، کرنې، د مدیریت او ټولنیزو علومو او کمپیوټر په ګډون په بېلابېلو څانګو کې ورکول کېږي.

کمېسیون زیاتوي، د دې پروګرام موخه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ښو اړیکو او د دواړو ولسونو د نږدېوالي پیاوړتیا ده.

د غزې روغتیا وزارت:د اسراییلي بریدونو او لوږې له امله ۱۰۵ فلسطینیان وژل شوي

0

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د سې‌شنبې له سهار راهیسې د اسراییل په تازه بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰۵ فلسطینیان ژوند له لاسه ورکړی، چې په وژل شویو کې ۳۲ هغه کسان هم شامل دي چې د مرستو په تمه ولاړ وو.

یاد وزارت همداراز ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د درې ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه نور فلسطینیان د لوږې او خوارځواکۍ له امله مړه شوي دي.

د چارواکو په وینا، د جګړې له پیل راهیسې د لوږې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۳۶۱ ته رسېدلی، چې ۱۳۰ ماشومان هم په کې دي.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت:د زلزلې ځپلو د مرستو د چټکتیا لپاره له ملګرو ملتونو سره خبرې شوي

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت وايي، د ختیځو ولایتونو د وروستۍ زلزلې د قربانیانو د عاجلو مرستو د چټکتیا لپاره یې له ملګرو ملتونو اړوندو ادارو سره غونډه کړې ده.

د طالبانو حکومت د اقتصاد وزیر دین محمد حنیف له دغو ادارو غوښتي چې بشري مرستې زیاتې او دوامداره کړي.

د ملګرو ملتونو استازو ژمنه کړې چې له نړیوالو بنسټونو څخه د لا ډېرو مرستو د جذب لپاره به کار وکړي.

د طالبانو حکومت د معلوماتو له مخې، یوازې په کونړ کې د وژل شویو شمېر ۱۴۱۱ ته او د ټپیانو شمېر ۳۱۲۴ ته رسېدلی، او شاوخوا ۵۴۱۲ کورونه نړېدلي دي.

متحده عربي امارات:زلزله ځپلو سره د مرستې په موخه ځانګړې ډله افغانستان ته واستول شوه

متحده عربي امارات د ګډو عملیاتو د قومندانۍ په چوکاټ کې د لټون او ژغورنې ځانګړې ډله افغانستان ته استولې ده.

د اماراتو رسنیو د راپورونو له مخې، دغه ډله د هېواد ختیځو سیمو زلزله‌ ځپلو ته د بیړنیو مرستو رسولو لپاره افغانستان ته ولېږل شوه.

پاکستانۍ ورځپاڼه:د طالبانو حکومت له هند سره اړیکې ټینګې کړي او زموږ امنیتي ستونزې زیاتې شوې

پاکستانۍ اېکسپرېس ټرېبیون ورځپاڼه وایي، چې د طالبانو حکومت تر واکمنېدو څلور کاله وروسته پاکستاني چارواکي مني چې د دوی لومړنۍ هیلې عملي نه شوې او پر افغانستان د هند نفوذ هم کم نه شو.

د راپور له مخې، له طالبانو سره د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ډله بېرته پیاوړې شوې او وسلو او مالي سرچینو ته په لاسرسي سره یې بریدونه زیات کړي دي.

اېکسپرېس تریبیون همداراز ویلي، چې د بلوڅ بېلتون غوښتونکو فعالیتونه هم پراخ شوي دي.

یاده ورځپاڼه وایي، پاکستان هڅه کړې چې طالبان د ټي‌ټي‌پي پر ضد اقدام ته اړ کړي؛ خو بریالی شوی نه دی.

دغه ورځپاڼه وايي، طالبان نه یوازې دغو ډلو ته پناه ورکوي، بلکې مالي او وسله‌وال ملاتړ یې هم کوي.

په راپور کې زیاته شوې چې طالبانو له هند سره پراخې اړیکې ټینګې کړي او د پوځي تجهیزاتو او روزنې لپاره یې نوي ډیلي ته مخه کړې ده.

ایران؛د کونړ زلزله‌ځپلو ته ۸۰ ټنه خوراکي مرستې ولېږلې

د ایران د سفارت سرپرست علی‌رضا بیکدلي د ۸۰ ټنه خوراکي توکو په ګډون له بشري مرستو سره کونړ ته تللی دی.

په دغو مرستو کې ۱۵۰۰ بوجۍ اوړه او ۱۰۰۰ قوطۍ غوړي شامل دي.

بیکدلي د خاص کونړ ولسوالۍ له مسوولانو سره په لیدنه کې د زلزلې د مرګ‌ژوبلې او مالي زیانونو له امله خواشیني ښودلې او ډاډ یې ورکړی چې د ایران دولت او ولس د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.

ځايي چارواکو د ایران له مرستو او همدردۍ مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مرستې به د متضررو کورنیو تر لاسونو ورسول شي.

خېبرپښتونخوا؛په کُرمه کې پر یوه موټر د ډزو پېښه کې پنځه تنه وژل شوي

0

د خېبرپښتونخوا په کُرمه کې پر یوه موټر د ډزو پېښه کې لږ تر لږه پنځه تنه وژل شوي او څو نور ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینې وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه ملکي موټر ډزې وکړې.

تر اوسه د برید انګیزه روښانه نه ده او مسوولیت یې هم کومې ډلې نه دی منلی.