جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 301

د پاکستان د ترهګرۍ ضد اداره:په تېرو اته مياشتو کې خېبرپښتونخوا کې ۶۰۵ ترهګریز بريدونه ثبت شوي دي

0

د پاکستان د ترهګرۍ ضد ادارې (سي‌ټي‌ډي) ويلي، په تېرو اتو مياشتو کې په خېبرپښتونخوا کې ۶۰۵ ترهګریزې پېښې شوې چې له امله يې ۱۳۸ ملکيان او ۷۹ پوليس وژل شوي دي.

راپور ښيي چې په دې پېښو کې ۳۵۲ ملکيان او ۱۳۰ پوليس ټپيان شوي، ۳۵۱ کسان د شکمنو په توګه نومول شوي او له هغو څخه ۳۲ وژل شوي او ۵ نور نيول شوي دي.

يوازې په تېر اګست کې ۱۲۹ بريدونه ثبت شوي چې ډېری يې په بنو، شمالي او سوېلي وزيرستان کې ترسره شوي دي.

د یادونې ده چې خېبرپښتونخوا له کلونو راهيسې د پاکستاني پوځ او د تحريک طالبان پاکستان د جګړو اصلي ډګر بلل کېږي، چې ملکي وګړي يې ستر قربانيان دي.

خوست؛ځاځي میدان ولسوالۍ کې د خيرات مراسمو پر مهال ۱۳۰ کسان مسموم شوي

تېره ورځ د خوست ولايت د ځاځي ميدان ولسوالۍ په يو کور کې د خيرات ډوډۍ پر مهال لږ تر لږه ۱۳۰ تنه مسموم شوي دي.

تر پېښې وروسته روغتيايي ټيمونه سيمې ته رسېدلي او ناروغانو ته يې لومړنۍ درملنه کړې ده.

د ټولو ناروغانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.

سيمه‌ييز طالب چارواکي وايي، د پېښې د دقيق لامل د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

حمدالله فطرت:د کونړ د زلزلې د قربانيانو کره شمېره لا هم نه ده روښانه شوې

‏د طالبانو حکومت مرستيال وياند حمدالله فطرت وايي، د کونړ د زلزله ځپلو سيمو د ژغورنې او لټون عمليات روان دي او د قربانيانو شمېر مخ په زياتېدو دی.

حمدالله فطرت په يوه خبرپاڼه کې ليکلي چې د پېښې کره شمېره تر اوسه نه ده تثبيت شوی او له نهايي تصديق وروسته به خپور شي.

نوموړي زياته کړې چې ځينې غيرمسووله اشخاص ډېر لوړ ارقام خپروي، خو دا اوازې له واقعيت سره سمون نه لري او د «اسلامي امارت» له لوري نه تاييدېږي.

خیبر پښتونخوا؛کرک کې پر پولیسو برید کې د تاڼې د مشر په ګډون درې سرتېري وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بنده داؤد شاه سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر ګزمې ډزې شوې دي.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې ډزو کې درې پولیس وژل شوي چې پکې د یو تاڼې مشر (SHO) هم شامل دی.

ویل شوي چې د ګزمې دا ډله د یوې غلا د پېښې د پلټنې په هڅه کې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې سوات کې هم د پوځیانو او ټي‌پي‌پي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

قطر؛له افغان زلزله ځپلو سره د ژغورنې لپاره ګرځنده روغتونونه او مرستې واستولې

‏د قطري رسنیو د راپورونو له مخې، د قطر دولت د امیر المفدی د ځانګړو لارښوونو پر بنسټ د افغانستان ختیځ ته د بېړنیو مرستو لپاره ۴ پوځي الوتکې کابل ته رسولي.

په دغو الوتکو کې دوه ګرځنده روغتونونه، د خوړو، درملو او د استوګنې توکي انتقال شوي چې د نږدې ۱۱ زره متضررینو اړتياوې به تر پوښښ لاندې راولي.

یاد بشري پلاوی چې مشري یې د قطر دولت د نړیوالې همکارۍ وزیرې مریم بنت علی ناصر المسند کوله، وسله‌والو ځواکونو، د بهرنيو چارو وزارت، د “لخویا” ځانګړې قطعې او د قطر د پرمختیا صندوق استازو ملتیا کړې ده.

یادو رسنیو ویلي، قطر د دې اقدام له لارې یو ځل بیا له افغانانو سره د مرستو او همکارۍ پر ژمنتیا ټینګار کړی.

پاکستان؛سوات کې د پوځیانو او ټي‌پي‌پي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي

0

د پاکستان په سوات کې پاکستاني طالبانو د ځانګړو ځواکونو د چاپې هڅه شنډه کړې ده.

د سرچینو په وینا، د ټي‌ټي‌پي وسله والو او پوځیانو په نښته کې څلور پوځیان وژل شوي، درې نور ټپیان دي او درې تنه ژوندي ټي‌ټي‌پي نیولي دي.

ټي‌ټي‌پي د وژل شویو پوځیانو وسلې هم تر لاسه کړي او وایي، د پاکستاني ځواکونو د تېښتې هڅې روانې دي.

د روغتیا نړیوال سازمان:زلزله ځپلو سره لږ تر لږه څلور میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) ویلي چې د کونړ، نورستان، ننګرهار او لغمان په زلزله‌ځپلو سیمو کې څه باندې درې زره ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي، چې له ډلې یې ۶۶۹ کسان تر اوسه بستر دي.

یوازې د ننګرهار په ولایتي روغتون کې د جراحۍ ۱۳۶ عملیاتونه ترسره شوي دي.

سازمان اعلان کړی چې د بېړنۍ پاملرنې لپاره یې په کابل او جلال‌اباد کې د پېښو د مدیریت سیسټم فعال کړی او سیمې ته یې درمل، تجهیزات او متخصصې ډلې استولي دي.

همداراز په کونړ کې ګرځنده روغتیايي ټیمونه او په کونړ او ننګرهار کې رواني ډلې فعالې دي، چې سلګونو ناروغانو ته یې خدمتونه کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې د ساري ناروغیو د خپرېدو کومه پېښه تر اوسه نه ده ثبت شوې؛ خو خبرداری یې ورکړی چې د زیربناوو ویجاړېدل او د بودیجې کموالی د مرستو بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د حیاتي خدمتونو د دوام لپاره لږ تر لږه څلور میلیونه ډالرو ته عاجله اړتیا ده.

خیبر پښتونخوا؛کرک کې پر پولیسو برید کې د تاڼې د مشر په ګډون درې سرتېري وژل شوي

0

د خیبر پښتونخوا د کرک ولسوالۍ په بنده داؤد شاه سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر ګزمې ډزې شوې دي.

د رسمي سرچینو په وینا، په دې ډزو کې درې پولیس وژل شوي چې پکې د یو تاڼې مشر (SHO) هم شامل دی.

ویل شوي چې د ګزمې دا ډله د یوې غلا د پېښې د پلټنې په هڅه کې وه.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې سوات کې هم د پوځیانو او ټي‌ټي‌پي ترمنځ جګړه کې څلور پوځیان وژل شوي دي.

امرالله صالح:طالبان د ښځو دښمنان دي او پر ښځو زور ازمایل د نارینتوب اصل نه دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح د کونړ وروستۍ زلزلې د غمیزې په تړاو د طالبانو حکومت ته په اشارې ویلي، د ټپیانو د درملنې په برخه کې دې لږ له عقل کار واخلي او فکر دې وکړي چې د ښځو د درملنې مسولیت چا ادا کړ.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، طالبانو ښځینه ډاکترانې دې ته اړې کړي چې یا له هېواده ووځي او یا د “تورسرې” په نوم په کور کې بند پاتې شي او ومري.

نوموړي زیاته کړې: «پوښتنه دا ده چې دا زرګونه ټپي شوې ښځې به څوک تداوي کړي؟ ایا پرېښودل شوې چې په متروکو کوټو کې بې ډاکټره خپل ژوند له لاسه ورکړي او د تور سر په نوم خاورو ته وسپارل شي؟ دا ډېره دردونکې ده، او له دې هم دردونکې دا ده چې څوک ځان سړی وبولي؛ خو د دغو ښځو د درد پروا ونه لري.»

هغه طالبان د ښځو دښمنان یاد کړي او ویلي یې دي چې پر ښځو زور ازمایل د نارینتوب اصل نه دی.

حمدالله فطرت:کونړ کې د زلزلې د تلفاتو شمېر له ۱۴۵۰ پورته شو

په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله تر دا مهاله لږ تر لږه ۱۴۵۷ تنه شهیدان او شاوخوا ۳۳۹۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي، چې په متضرره سیمو کې د ۶۷۸۲ کورونو د ویجاړېدو راپورونه ثبت شوي دي.

هغه وایي، چې د ژغورنې عملیاتو ټیمونه ټوله ورځ د خاورو لاندې پاتې خلکو د راایستلو او د ټپیانو د انتقال چارې ترسره کړي دي او ټپیان د الوتکو په وسیله بېلابېلو روغتونو ته لېږدول شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې اوس د زیانمنو سیمو ډېره برخه تر پوښښ لاندې راوستل شوې او د خلکو ستونزو ته رسېدنه روانه ده.

حمدالله فطرت ویلي چې ټول امکانات د خلکو د ژغورنې او مرستې لپاره په کار اچول شوي دي.