جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 300

سره صلیب:د افغانستان د زلزله‌ځپلو اړتیاوې زیاتېږي او مرستې په کمېدو دي

د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ویلي، د افغانستان د وروستیو زلزلو له امله لږ تر لږه ۸۴ زره کسان مستقیم او غیرمستقیم اغېزمن شوي او زرګونه تنه بې‌کوره شوي دي.

د طالبانو حکومت د شمېرو له مخې، د مړو شمېر تر اوسه له ۲۲۰۰ اوښتی، ۳۶۰۰ کسان ټپیان دي او نږدې ۶۷۰۰ کورونه وران شوي دي.

بل لورته ملګري ملتونه وايي ښايي د تلفاتو شمېر نور هم لوړ شي، ځکه لا ډېر کسان د نړېدلو کورونو لاندې بند پاتې دي.

د ملګرو ملتونو په خبره، د سختو لارو، خراب موسم او د سرچینو کمښت له امله د مرستو رسونه له ستونزو سره مخ ده.

په ورته وخت د روغتیا نړیوال سازمان د درې میلیونه ډالرو کسر یاد کړی او د خوړو نړیوال پروګرام خبرداری ورکړی چې د زلزله‌ځپلو لپاره یې زیرمې یوازې د څلورو اوونیو لپاره بسیا کوي.

حمدالله فطرت:په کونړ کې د زلزلې تلفات ۲۲۰۵ تنو ته ورسیدل او ۳۶۴۰ تنه ټپیان دي

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د کونړ د وروستۍ زلزلې د تلفاتو په اړه تازه معلومات ورکړي دي.

د نوموړي په وینا، په نورګل ولسوالۍ مزار درې، د څوکۍ ولسوالۍ ډيوه ګل درې، چپې درې او ماڼوګي ولسوالۍ کې د ژغورنې او پلټنې عملیات روان دي او تر اوسه د سلګونو کسانو جسدونه له ویجاړو شویو کورونو را ایستل شوي دي.

د فطرت په خبره، د ټولو شهیدانو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو شمېر ۳۶۴۰ ته رسېدلی دی.

هغه زیاته کړې چې د ژغورنې هڅې لا هم دوام لري، خیمې نصب شوې دي او د لومړنیو او بیړنیو مرستو لېږد په منظم ډول ترسره کېږي.

اسماعیل بقایي:ایران کې د آسترالیا سفیر مو له خپل هېواد څخه وویست

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د آسترالیا د سفیر له ایران څخه د وتلو خبر ورکړی دی.

نوموړي ویلي، چې د دیپلوماتیکو اصولو او قوانینو له مخې، ایران هم د متقابل اقدام په توګه د آسترالیا د دیپلوماتیک حضور کچه راټیټه کړې ده.

بقایي د آسترالیا له لوري د ایران د سفیر ایستل یو ناحقه اقدام بللی او ټینګار یې کړی، چې تهران د اړیکو د کمزوري کېدو هرکلی نه کوي.

هغه زیاته کړې، چې د استرالیا دې کار هېڅ دلیل نه درلود او د دواړو ملتونو پر اړیکو منفي اغېز کوي.

په ایران کې د افغانانو د اعدام دوام؛د یوې کورنۍ درې غړي اعدام شول

د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، په قم مرکزي زندان کې څلور افغانان د نشه‌يي توکو او قتل په تور اعدام شوي دي.

په وژل شویو کې د یوې کورنۍ درې غړي ـ روح‌الله حکیمي (۵۴ کلن پلار)، نظام حکیمي (۲۳ کلن زوی) او الله‌بخش میرجهاني (۴۴ کلن د تره زوی) شامل دي.

یاد سازمان وايي چې دوی د کرج اوسېدونکي وو او دوه کاله مخکې له ۱۰۰ کیلوګرامه ډېرو نشه‌يي توکو سره نیول شوي وو.

د څلورم افغان هویت نه دی څرګند شوی.

د ایران چارواکو تر اوسه دغه اعدامونه نه دي تایید کړي.

د بشري حقونو د سازمان د شمېرو له مخې، یوازې په ۲۰۲۴ کال کې په ایران کې لږ تر لږه ۵۰۳ کسان د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوي دي.

آسترالیا او آیرلنډ؛د افغانستان زلزله‌ځپلو ته نوې بشري مرستې اعلان کړې

د آسترالیا حکومت د افغانستان ختیځ کې د وروستۍ زلزلې د اغېزمنو کورنیو د ملاتړ لپاره یو میلیون ډالر مرسته اعلان کړه.

دغه مرسته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) له لارې د افغانستان بشري صندوق ته ورکول کېږي.

همدارنګه د آیرلنډ حکومت ۵۰۰ زره یورو د زلزله‌ځپلو لپاره ځانګړي کړي دي.

یاده مرسته د سره صلیب او هلال احمر نړیوال فدراسیون ته ورکول کېږي څو د ژغورل شویو کورنیو لپاره بیړنۍ خوراکي توکي، اوبه، روغتیايي خدمتونه او نورې بشري مرستې برابرې کړي.

یسراییل کاتز:له حوثيانو به سخت غچ اخلو

0

د اسرایيلو د بهرنيو چارو وزير یسرایل کاتز د پنجشنبې په ورځ له حوثيانو څخه د سخت غچ اخيستلو ګواښ کړی دی.

کاتز په اېکس شبکه کې په خپل لنډ پيغام کې ويلي، حوثيان لا هم پر اسرایيل د توغنديو بريدونه کوي.

د کاتز څرګندونې په داسې مهال دي چې د يمن حوثيانو د غزې جګړې له پيل راهيسې څو ځله پر اسرایيلو توغندي توغولي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان:د بودجې کمښت د افغانستان ختیځ کې د زلزله ځپلو د مرستو بهیر له ستونزو سره مخ کړی

د روغتيا نړيوال سازمان (WHO) خبرداری ورکړی چې د څلور ميليونه ډالرو د بودجې کمښت د افغانستان ختیځ کې زلزله ځپلو ته د مرستو رسونه ټکنۍ کړې ده.

دغه سازمان وايي، زرګونه کورنۍ بې‌کوره شوې او د لنډمهاله سرپناوو تر څنګ د درملو، طبي وسايلو او بشري ځواک له کموالي سره مخ دي.

یاد سازمان زیاته کړې، چې د راستانه شوو کډوالو زيات شمېر د اغېزمنو سيمو بار لا دروند کړی او د ناروغيو د خپرېدو ګواښ يې لوړ کړی دی.

دې سازمان ټينګار کړی چې د ژوند ژغورنې او د بحران د پراخېدو د مخنيوي لپاره د نړيوالې ټولنې عاجل ملاتړ حياتي دی.

دغه ناورين د کونړ، ننګرهار، لغمان، پنجشېر او نورستان په ولايتونو کې پراخ تلفات اړولي دي.

د رسمي شمېرو له مخې، تر اوسه له ۱۴۰۰ زيات کسان مړه شوي، شاوخوا ۳۳۰۰ ټپيان دي او لږ تر لږه ۶۷۰۰ کورونه ويجاړ شوي دي.

غزه؛د اسرایيلو تازه بريدونو ۷۳ فلسطینیان وژلي

0

د الجزيرې د راپور له مخې، د اسرایيلو د تېرې ورځې هوايي بريدونو په پايله کې په غزه کې لږ تر لږه ۷۳ فلسطينيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ويل شوي چې يوازې په غزې ښار کې ۴۳ کسان وژل شوي دي.

د غزې د روغتيا وزارت هم اعلان کړی چې د خوراکي توکو د کموالي او خوارځواکۍ له امله د مړو شمېر ۳۶۷ ته رسېدلی، چې پکې ۱۳۱ ماشومان شامل دي.

د خوړو نړیوال سازمان:د افغانستان د زلزله ځپلو لپاره مرستې يوازې تر څلورو اوونيو کار کوي

په افغانستان کې د خوړو نړيوال سازمان (WFP) خبرداری ورکړی چې د زلزله ځپلو لپاره يې بودجه په خلاصېدو ده او مرستې يوازې تر راتلونکو څلورو اوونيو بسيا کېږي.

د دې ادارې په وينا، د اوږدمهال لپاره د ستونزو د حل امکانات نه لري.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال لپاره د افغانستان بودجه تر ۳۰۰ ميليونه ډالرو کمه ده، حال دا چې په ۲۰۲۲ کې له ۱.۷ ميليارد ډالرو زياته وه.

د طالبانو حکومت د رسمي معلوماتو پر بنسټ، د کونړ وروستۍ زلزلې کې ۱۴۵۷ کسان وژل شوي، ۳۳۹۴ ټپيان دي او شاوخوا ۶۷۰۰ کورونه نړېدلي دي.

بل لورته ملګري ملتونه وايي چې ښايي دا شمېرې نورې هم لوړې شي.

سارا اډمز:القاعده ډلې د مشرانو د خوندي ساتلو لپاره نوې تبليغاتي ستراتيژي پيل کړې ده

د سي‌ای‌اې پخوانۍ مامورې سارا اډمز ويلي، القاعده نوې تبليغاتي ستراتيژي پيل کړې چې موخه يې د نړۍ د استخباراتي ادارې له افغانستانه بل لور ته پام اړول دي، څو د دغې ډلې مشران خوندي پاتې شي.

اډمز وايي، القاعده هڅه کوي د رسنيو او انلاين پروپاګند له لارې داسې وښيي لکه اصلي مشران يې په نورو هېوادونو، په ځانګړي ډول ايران کې مېشت وي؛ خو د هغې په وينا د دې ډلې د واقعي رهبرۍ مرکز لا هم افغانستان دی.

نوموړې زياته کړې، که دا پروپاګند پر وخت رد نه شي، القاعده به د افغانستان نسبي امن چاپېريال څخه د خپل فعاليت لپاره ګټه پورته کړي.

اډمز پر امريکايي استخباراتي سيستم هم نيوکه کړې او خپلو پخوانيو همکارانو ته يې سپارښتنه کړې چې د سياسي شویو روايتونو برخه نه شي، بلکې هر ډول تحريف د رسمي لارو راپور کړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال دي چې د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته د القاعده د بيا فعالېدو په اړه نړيوالې اندېښنې زياتې شوې دي.