چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 301

بلوڅ وسله‌وال:د بلوچستان په نوکنډي برید کې ښځینه ځانمرګې بریدګرې برخه لرله

0

د بلوچستان د آزادۍ جبهې (BLF) اعلان کړی چې په نوکنډي کې د ترسره شوي ځانمرګي برید ترسره کوونکې یوه ښځه وه چې زارینه رفیق په نوم یادیږي او «ترنګ ماهو» په مستعار نوم پېژندل کېده.

د راپورونو له مخې، دا په پاکستان کې د بلوڅ وسلوالو ډلو له لوري پنځمه ښځینه ځانمرګې بریدګره ده.

سرچینې زیاتوي چې تر دې مخکې دوه نورې ښځې د ورته بریدونو په تور نیول شوې وې.

جابر نعماني د طالبانو حکومت ته:له پاکستان سره د سوداګرۍ په برخه کې نرمښت مه کوئ، اوس بدیلې لارې لرو

د طالبانو حکومت، یو لوړپوړي استخباراتي چارواکي جابر نعماني، ویلي چې له پاکستان سره د سوداګرۍ او ترانزیټي لارو محدودول احساساتي پرېکړه نه وه، بلکې د اقتصادي خودکفایۍ، سیمه‌ییز توازن او ملي ګټو پر اساس ترسره شوې ده.

نعماني زیاتوي چې د پاکستان د لارو د محدودېدو په بدل کې بدیلې تجارتي لارې، نوي بازارونه او نوې ترانزیټي دهلېزونه خلاص شوي دي، چې دا پرمختګونه د پرېکړې د حساب‌شوي ماهیت ثبوت دی.

د ده په وینا، د دې پرېکړې نرمول به بې‌ځایه احساساتي اقدام وي او ښايي منفي پایلې ولري.

هغه ټینګار کړی چې دغه اقدام د ملي حاکمیت د پیاوړتیا، اقتصادي تنوع د پراختیا او متوازنې بهرنۍ پالیسۍ په لور یو مهم ګام دی.

نوموړي دغه راز ویلي، که «اسلامي امارت» په همدې لوري ثابت پاتې شي، د افغانستان سیاسي ثبات، اقتصادي مقاومت او سیمه‌ییز اعتبار به نور هم زیات شي.

خیبر پښتونخوا؛په ډېره اسماعیل خان کې د پوځ پر کاروان چاودنې درې پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په کولایچي سیمه کې د پوځ پر کاروان یوه زوروره چاودنه شوې چې له امله یې دوه پوځیان وژل شوي او د مېجر رتبې یو افسر ټپي شوی دی.

د رسمي سرچینو په وینا، برید د پوځي کاروان په تېرېدو کې ترسره شوی.

د دغه پېښې نور جزئیات تر اوسه نه دي څرګند شوي.

خیبر پښتونخوا؛په کرم ولسوالۍ کې د وسله والو برید کې ۸ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د خیبر پښتونخوا د کرم ولسوالۍ په چینارک سیمه کې وسله‌والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې له امله یې دوه پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي چې د سختې جګړې له امله پولیس اړ شول نږدې غرونو ته ځانونه ورسوي او له ځينو سره اړیکه هم پرې شوې ده.

سرچینې وایي چې پوستۀ د بریدګرو له لوري نیول شوې او د وضعیت د کره څرنګوالي په اړه معلومات لا هم محدود دي.

اسوشیټېډ پرېس:د امریکا د ملي ګارډ پر سرتېرو د برید شکمن افغان له کلونو راهیسې د رواني ستونزو سره مخ و

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې رحمان‌الله لکڼوال، هغه افغان چې تېره اوونۍ د امریکا د ملي ګارډ دوه سرتېري په ډزو وویشتل، په وروستیو کلونو کې له جدي رواني ستونزو سره ژوند کاوه.

راپور وايي لکڼوال اوږدې دورې یوازې تېرولې او کله ناکله یې د امریکا په بېلابېلو ایالتونو کې ناڅاپي، اونیز سفرونه کول.

د هغه د کار ثبات هم له منځه تللی و او نه یې شو کولی چې دوامدارې دندې وساتي.

یاد اژانس زیاتوي چې د هغه ګډوډ حالت تر دې کچې رسېدلی و چې یو ټولنیز فعال د ده د ځان‌وژنې د امکان په اړه اندېښمن شو او د کډوالو د ملاتړ یوې ادارې څخه یې مرسته وغوښته.

دغه اژانس وايي چې د لکڼوال په اړه خبرداری ورکوونکي ایمېلونه یې ترلاسه کړي چې د هغه د ژوند د ستونزو لا واضح انځور وړاندې کوي.

د ترکیې؛د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان تهران ته رسېدلی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان، نن یک‌شنبه له یو پلاوي سره تهران ته رسېدلی، څو د ایران له مشرانو سره د دواړو هېوادونو د اړیکو، سیمه‌ییزو بدلونونو او مهمو نړیوالو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

د ایراني رسنیو په وینا، فیدان تر اوسه د ایران د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچي سره لیدلي او ټاکل شوې له یو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو سره هم ناستې ولري.

دا سفر په داسې وخت کې ترسره کېږي چې ځینو پاکستاني رسنیو مخکې راپور ورکړی و چې یو ترکی پلاوی ښايي د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره پاکستان ته ولاړ شي.

خیبر پښتونخوا؛په کوهاټ کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې

0

پاکستاني پولیس وايي چې د خیبر پښتونخوا د کوهاټ ولسوالۍ د نصرت‌خېل په سیمه کې د اهل‌حدیث پر جومات چاودنه شوې چې له امله یې ودانۍ زیانمنه شوې ده.

د جومات د امام کور هم وروسته د ډزو او لاسي بم په برید کې په نښه شوی؛ خو په پېښه کې کوم کس ټپي یا وژل شوی نه دی.

پولیسو د ناڅرګندو بریدکوونکو پر ضد لومړنۍ دوسیه ثبت کړې ده او د پېښې د څرنګوالي څېړنه روانه ده.

یونیسف:د هوا له سړېدو سره افغان ماشومان د تنفسي ناروغیو له زیات خطر سره مخ دي

یونیسف په افغانستان کې خبرداری ورکړی چې د هوا په سړېدو ماشومان د تنفسي عفونتونو پر وړاندې لا ډېر زیان‌پذیر کېږي.

دغه اداره وايي چې اړین درمل او نور طبي توکي د هېواد روغتیايي مرکزونو ته لېږي څو د ناروغو ماشومان درملنه وشي.

یونیسف زیاتوي چې سخت ژمی، اقتصادي ستونزې او په لیرې پرتو سیمو کې د روغتیايي خدمتونو کمښت د ماشومانو د ناروغېدو خطر لوړوي.

د دې ادارې استازي مخکې ویلي چې فقر، شخړې او اقلیمي بحرانونه د افغان ماشومانو راتلونکی ګواښي، او د بودجې کمښت یې له مهمو حقونو او خدماتو بې‌برخې کوي.

خوشال سادات:پاکستان کلونه سخت‌دریځې ډلې روزلې او اوس یې له پایلو شکایت کوي

د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزارت امنیتي معین، جنرال خوشال سادات، د پاکستان د استخباراتي ادارې «ای اېس ای» تګلارې په کلکو ټکو غندلې دي.

هغه په اېکس کې لیکلي چې اسلام‌اباد د نیمې پېړۍ لپاره سختدریځې ډلې لکه د کورنیو بوټو روزلې او اوس د همدې پالنې له پایلو نارې وهي.

سادات په طنزي ډول ویلي چې پاکستان ځکه شکایت کوي چې نور امریکا د لویو مرستو باران پرې نه اوروي.

د هغه په وینا، اسلام‌اباد هڅه کوي د نړۍ پام خپل درد ته واړوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې پاکستان پرله‌پسې ادعا کوي د هغه هېواد ضد وسله‌وال د افغانستان له خاورې فعالیت کوي؛ خو د طالبانو حکومت یې ردوي.

امریکا؛په کلفرونیا کې د ډزو له امله ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

امریکایي رسنیو راپور ورکړی چې د کلفرونیا ایالت د سټاکټن په ښار کې د یوې کورنۍ په مېله کې ډزې شوې چې له امله یې لږ تر لږه څلور کسان وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د بریدګر هویت لا نه دی معلوم او هغه له سیمې تښتېدلی دی.

پولیس وایي ډزې د شنبې په ماښام د یو مېلمستون په تالار کې شوې او قربانیان د عمر په بېلابېلو ګروپونو پورې تړاو لري.

تر اوسه په دې تړاو څوک نه دي نیول شوي او د برید انګېزه هم روښانه نه ده.

د ښاروالۍ مرستیال لیکلي چې پېښه د ماشوم د زېږون د جشن پر مهال رامنځته شوې ده.