شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 295

یونیسف:د افغانستان د ختیځ زلزله کې له نیم میلیون زیاتو خلکو ته زیان اوښتی

یونیسف په تازه راپور کې ویلي، چې د افغانستان ختیځ کې وروستۍ زلزلې له ۵۰۰ زرو ډېر خلک اغېزمن کړي چې شاوخوا ۵۳ سلنه یې ماشومان دي.

د دې راپور له مخې، ۲۲۰۵ کسان وژل شوي او ۳۶۴۰ نور ټپیان دي چې پکې ۷۳۱ ماشومانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی.

یونیسف ویلي، یوازې په کونړ او ننګرهار کې ۸۱ ماشومان په روغتونونو کې بې‌سرپرسته پاتې دي او ۲۷۱ نور یتیمان شوي دي.

راپور زیاتوي چې د زلزلې له امله په کونړ، ننګرهار او لغمان کې د ماشومانو د سوءتغذي کچه په جدي ډول لوړه شوې ده.

دغه نهاد وايي، د مرستو د کمښت له امله د ځپلو ته د رسېدو لپاره له ۱۶.۳ میلیونه ډالرو مالي کسر سره مخ دی.

ازبکستان: د پخواني پوځ ۵۷ چورلکې افغانستان ته ورکوو

ازبک چارواکي وایي هغه ۵۷ پوځي چورلکې چې د جمهوري نظام د نسکوریدو سره سم ازبکستان ته وړل شوې وي، بیرته د طالبانو واک ته ورکول کیږي.


سرچینې افغانستان انترنشنال ته ویلي چې د پخواني افغان ملي پوځ دغه چورلکې به راتلونکې اونۍ د طالبانو حکومت دفاع وزارت مسولینو ته وسپارل شي.


د طالبانو دفاع وزارت تردې مهاله پدې اړه څه نه دي ویلي.

ګلبدین حکمتیار:جوماتونو کې د تصوف په نوم ګډاګانې رواج شوي

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې په جوماتونو کې د نڅا، ها هو، مستۍ، اتڼونو او نورو خرافاتو رواج موندلی، چې دا د اسلامي اصولو خلاف عمل دی.

نوموړي د سیرت‌النبي غونډه کې ویلي، الله ته نږدې‌والی یوازې د تقوا له لارې ممکن دی، نه د ژبې، قوم یا رنګ له مخې.

هغه ویلي، عبادت او مرسته یوازې له الله سره ځانګړې ده، او هر ډول شرک، که د عبادت یا استعانت په بڼه وي، لویه ګناه ده.

نوموړي زیاته کړې، د یادو خرافاتو او شرک اعمالو دوام د الله د کورونو بې‌احترامي ده، چې د عذاب لامل ګرځي.

د ملګرو ملتونو د ښځو اداره:افغانستان کې په کم عمر د نجونو ودېدل زیات شوي

د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د کم عمره نجونو ودونه په بې‌ساري ډول زیات شوي، چې له امله یې د نجونو د امېندوارۍ او د مېندو د مړینې کچه لوړه شوې ده.

راپور ښيي، چې په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۳۰ سلنه افغان نجونې تر ۱۸ کلنۍ مخکې، او ۱۰ سلنه تر ۱۵ کلنۍ مخکې واده شوي دي.

ادارې خبرداری ورکړی چې تر ۲۰۲۶ پورې به د کم عمره مېندو شمېر ۴۵ سلنه زیات او د مړینې کچه تر ۵۰ سلنې لوړه شي.

ملګرو ملتونو دا وضعیت د زده‌کړو، کار او روغتیايي خدماتو د محدودیتونو پایله بللې او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره ژر اقدام وکړي.

محسن نقوي:د حکومتي چارواکو د تماسونو افشا کوونکو سره به قانوني چلند وکړو

0

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، د حکومتي چارواکو د ټېلفوني تماسونو د افشا کېدو په اړه یې له مخابراتي ادارې سره خبرې کړې دي.

نقوي زیاته کړې، چې د چارواکو غږونه ثبتېږي، انځورونه یې غلا کېږي او بیا پر ګوګل یا نورو وېب‌پاڼو پلورل کېږي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې له دغه کار سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

نصیر احمد فایق:له ګاونډیو هېوادونو یو شمېر اېستل شوي پخواني افغان سرتېري خپل هېواد کې د وژل کېدو ګواښ سره مخ دي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق خبرداری ورکړی، چې ګاونډیو هېوادونو څخه شړل شوي پخواني افغان پوځیان د طالبانو له‌خوا وژل کېږي، چې دا یو “بشري جنایت” دی.

فایق پر ایکس لیکلي، د اسیرانو وژل د اسلامي او انساني اصولو خلاف عمل دی، او عاملین یې باید حساب ورکړي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې د پخواني افسر عبدالولي نعیمي، چې له ایرانه بېرته افغانستان ته راستون شوی و، دوه اونۍ وروسته په کابل کې یې مړی موندل شوی دی.

خالد حنفي:زمونږ د حکومت وزیر له یو عادي وګړي سره برابر دی

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزیر خالد حنفي وایي، د الله په قانون کې قوم، ژبه او رنګ هېڅ ارزښت نه‌لري، او یوازینی معیار تقوا ده.

هغه دا څرګندونې په کابل کې د سیرت‌النبي یوې غونډې ته کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي نظام کې یو وزیر او یو عادي وګړی برابر دي، او باید له هر ډول تبعیض ډډه وشي.

خو منتقدین وايي، د طالبانو حکومت خپله پر نورو افغانانو برلاسي عملي کوي، یوازې خپلو غړو ته امتیازات ورکوي، او نور خلک له سیاسي، مدني او ټولنیزو حقونو محروم ساتي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:زلزله ځپلو سره د نړیوالو له مرستو مننه کوو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ختیځې زلزلې له قربانیانو سره د خواخوږۍ او مرستو له امله د نړیوالو هېوادونو او بنسټونو مننه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کونړ له زلزله ځپلو سره ګڼو هېوادونو او سازمانونو مرسته کړې.

نیوکه بیا دا ده، چې د دغې مرستې د وېش لپاره منظم میکانیزم نشته.

د یادونې ده چې دغې زلزلې زرګونه کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او ډېری مالي زیانونه یې هم رامنځته کړل.

زلزله‌ځپلو سره؛د روسیې مرسته کابل ته را ورسېده

د روسيې د بېړنيو حالاتو وزارت خبر ورکړی چې نن يې د افغانستان ختيځ کې زلزله ځپليو ته ۲۰ ټنه نوره بشري مرسته هم استولې ده.

ياد وزارت ليکلي، دغه مرسته د دغه هېواد د ولسمشر ولاديمير پوتين په حکم استول شوې چې پکې خوراکي توکي شامل دي.

د دغه هېواد د بشري مرستو لومړۍ جوپه چې ۲۰ ټنه بشري مرستې يې لرلې، د روانې سنبلې مياشتې په ۱۴مه نېټه کابل ته را رسېدلې وه‌.

ډونالډ ټرمپ:د اروپايي ټولنې ځینې مشران به راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اروپايي ټولنې ځینې مشران به راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته سفر وکړي څو د روسیې او اوکراین د کړکېچ او د جګړې د پای ته رسولو په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ زیاته کړې چې ډېر ژر به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره هم خبرې وکړي.

بل لورته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي ویلي، چې که پوتین مذاکرات غواړي نو کییف ته دې د خبرو لپاره ورشي.