شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 296

ټایمز اف انډیا:هند هڅه کوي چې له بندیزونو سره سره امیر خان متقي دغه هېواد ته ور وبولي

‏هندي رسنیو راپور ورکړی چې هند هڅه کوي د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو سربېره خپل هېواد ته ور وبولي.

د ټایمز اف اندیا د راپور له مخې، هند له طالبانو سره په تماس کې دی څو د متقي د سفر زمینه برابره کړي.

د طالبانو حکومت استازي سهیل شاهین ویلي، دواړه هېوادونه باید خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د وزیرانو په کچه لیدنې ترسره کړي.

تمه ده هند د سفر د نېټې تر ټاکلو وروسته د امنیت شورا څخه د بندیز د معافیت غوښتنه وکړي.

تېره میاشت د امیرخان متقي سفر ځکه لغوه شو چې امنیت شورا ورته د سفر اجازه ورنه کړه.

ډان برون:د امریکایانو یرغمل کوونکي هیوادونه به د سختو بندیزونو له ګواښ سره مخ کړو

د افغانستان لپاره د امریکا چارسمبالي ډان برون ویلي، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوې اجرایوي فرمان له مخې هغه هېوادونه چې د امریکایانو د ناسم توقیف ملاتړ کوي، د سختو پایلو سره به مخ شي.

نوموړي ویلي چې دا پرېکړه یو بې ساری ګام دی او نړۍ ته یې د یو پیغام او خبرداري په شکل ویلي: ” که تاسو هڅه وکړئ چې یو امریکایی وګړې د معاملې لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ، نو تاسو به له سختو پایلو سره مخ شئ.”

د یادونې ده چې د افغانستان د هوایي چلند د پخوانۍ ادارې مشر افغان‌اصله امریکایي محمود شاه حبیبي په ګډون ډیری نور د طالبانو حکومت په نامعلومو زندانونو کې تري تم دي.

خوست کې د طالبانو حکومت امنیه قومنداني:د کرکټ د برياوو نمانځنه دې په عامه ځایونو کې نه کېږي

خوست کې د طالبانو حکومت امنیه قوماندانۍ له خلکو غوښتي چې د کرکټ لوبو د برياوو پر مهال دې په عامه ځایونو کې د لمانځلو څخه ډډه وکړي.

طالب چارواکي وايي، په وروستیو کې د ملي لوبډلې د بريا پر مهال په ښار کې د خلکو پراخې راټولېدنې لیدل شوي دي.

دا خبرداری په داسې وخت کې ورکول کېږي چې افغانستان کرکټ ملي لوبډله اوس مهال د درې اړخیزو سیالیو په پایلوبه کې د پاکستان پر وړاندې لوبېږي.

د احمد الشرع مېرمن:ځینې خلکو د مذهب په نوم نجونې له زده‌کړو منع کړي، چې دا ستر حماقت دی

0

د سوریې د لنډ‌مهالي حکومت د مشر احمد الشرع مېرمنې لطیقې الدروبي ویلي، ځینو اسلامي هېوادونو کې د مذهب په نوم نجونې له زده‌کړو بې برخې دي.

هغې ویلي، چې دا ستر حماقت او له اسلام څخه ناخبري ده.

نوموړې دا څرګندونې د محصلینو فراغت غونډې ته کړې دي.

د یادونې ده، چې هغه خپله هم د هنري او بشري علومو پوهنځي څخه فارغه شوه.

د نارینه له لوري د مېرمنې درملنې ته غبرګونونه؛افغانان: ملاهبت الله همداسې یو چاپیریال غواړي، چې د ښځو درملنه باید سړي وکړي

ورورسته تر هغې، چې د نارینه ډاکټرانو له لوري د یوې زلزلې ځپلې مېرمنې د درمنلې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس شول؛ نو ګڼ شمېر افغانانو د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت پر سیاست نیوکه کړې.

د ټولنیزو رسنیو افغان کاروونکو لیکلي، چې د ښځو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو له بندولو سره د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله دا ډول یو چاپیریال غواړي، چې د مېرمنو درملنه پکې نارینه کوي.

یو تن ټولنیز فعال لیکلي:«افغانان تر دې دمه د طالبانو په اسلامي نوافظو پوهه نشوه چې اخیر دوی د کوم ډول دین پیروي دي چې پر ځان یې د اسلام کته خوره کړې!»

بل لورته بیا په کور دننه یو شمېر شنونکو هم د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې، چې د ښوونځیو مخه یې نیولې او راتلونکو کالونو کې به هیڅ یوه قابله هم پیدا نشي.

که څه هم د طالبانو حکومت ویلي وو، چې دوی بدل شوي او د نجونو زده‌کړو ته به اجازه ورکړي؛ خو تر اوسه داسې کوم څرک نه لیدل کېږي.

د یادونې وړ ده چې شیخ هبت‌الله په یوه غږیز کلیپ کې دا هم ویلي:«ایسکول میسکول نشته، دا د مدرسې په ضد راوتې د اذهانو د بدلولو پروژه ده.»

هه‌نګاو:ایران کې د اته میاشتو په ترڅ کې له ۵۰ ډېر افغانان اعدام شوي

‏د ایران د بشري حقونو سازمان په تازه راپور کې ویلي، چې په تېرو اته میاشتو کې له ۵۰ ډېر افغان وګړي په دغه هېواد کې اعدام شوي دي.

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، یوازې سږکال ۸۶۴ کسان په ایران کې اعدام شوي چې لږ تر لږه ۴۹ یې افغانان دي.

هممهاله د «هه‌نگاو» په نوم بل سازمان بیا وايي، د اعدام شویو افغانانو شمېر ۵۹ تنو ته رسېږي.

راپورونه ښيي چې ډېری افغان وګړي د مخدره موادو او قتل په تړاو په دار ځړول شوي دي.

د بشري حقونو سازمان زیاتوي، د روان کال د اعدامونو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه برابره لوړ شوی دی.

ایران:د سویلي خراسان له لارې افغانستان ته ۱۷۴ میلیونه ډالر صادرات شوي

ایراني چارواکي وايي د سویلي خراسان له لارې افغانستان ته د دغه هېواد صادرات زیات شوي دي.

د «ایرنا» د راپور له مخې، سږکال یوازې له دې ولایت څخه د صادراتو ارزښت ۱۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

چارواکي زیاتوي چې د بندیزونو سره سره د ایران ټرانزیټي او سوداګریز بهیر وده کړې او د افغانستان لپاره ډېری توکي د ماهيرود له پوله لېږدول کېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان:پر ښځو محدودیتونه په کونړ کې د زلزله‌ځپلو د درملنې بهیر ګواښي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د طالبانو له لوري پر ښځینه ډاکترانو محدودیتونه او د ښځو د تګ راتګ بندیزونه، په کونړ کې د زلزله‌ ځپلو ته د روغتیايي خدماتو رسونه له جدي ستونزو سره مخ کړې ده.

دغه سازمان وايي، شاوخوا ۸۴ زره کسان له زلزلې متضرر شوي او لیرې پرتو سیمو ته لاس‌رسی لا هم یو ستر خنډ دی.

یاد سازمان د مرستو لپاره ۴ میلیونه ډالر بېړنۍ غوښتنه کړې.

نایجل فراج:که لومړی وزیر شوم؛ نو افغان ښځینه پناه غوښتونکې به بېرته افغانستان ته ولېږم

د برېټانیا د اصلاحاتو ګوند مشر نایجل فراج ویلي که لومړی وزیر شي؛ نو افغان ښځینه پناه غوښتونکې به بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته واستوي.

هغه دا هم ویلي چې ناقانونه کډوال به په پوځي اډو کې بند کړي او د پناه غوښتنې پروسه به سختوي.

دا پرېکړه د بشري حقونو د فعالانو او نړیوالو سازمانونو له سختو نیوکو سره مخ شوې، ځکه د ښځو په ګډون افغانان چې بیرته هېواد ځي؛ نو له سختو محدودیتونو او ځورونو سره مخامخ کیږي.

د افغانستان او ایران ترمنځ؛د وریښمو پل نن بېرته د تګ راتګ او انتقال پر مخ پرانېستل شو

د افغانستان او ایران ترمنځ د وریښمو پل له یوې اونۍ بندیز وروسته بېرته د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شو.

دا پل د نیمروز ولایت له لارې له ایران سره وصل دی، چې خورا لوړ سوداګریز ارزښت لري.

د نیمروز د رسنیو دفتر وايي، دغه لار د ایران له لوري تړل شوې وه، خو د دواړو هېوادونو د سیمه‌ییزو چارواکو ترمنځ له خبرو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

اوس مسافر او سوداګریز توکي له دې لارې په ازاده توګه تګ راتګ کولی شي.