شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 290

عبدالغفور لېوال:د نړۍ استبدادي نظامونه به د نیپال په څېر چپه شي

ایران کې د افغانستان پخوانی سفیر عبدالغفور لېوال وایي، که فکر وکړئ، چې د نیپال واکمني تر دې لس ځلې ظالمه، خونړۍ او فاسده وای؛ خو د هیندوانو د مقدسو متونو په زور یې خپله واکمني د خدایانو واکمني ثابتولای، خپلې هرې چارې و کړنې ته یې دیني رنګ ورکولای او هر ډول مخالفت یې د تکفیر په ډبرو ویشتلی، ایا چا به جرئت کړی وای، چې داسې یې راوپرځوي؟

نوموړی زیاتوي، نړۍ استبدادي واکمنۍ به تر دې روسته همدا تګلار و کړنچار خپلوي.

د یادونې ده، چې قهرېدلو لاریون کوونکو تېره ورځ د نیپال لومړی وزیر استعفا ته اړ او نظام یې سقوط کړ.

امرالله صالح:امریکا د طالبانو په ملاتړ سره د سپتمبر د یوولسمې د قربانیانو روایت خیانت کړ

د افغانستان د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ۲۰۰۱ د سپتمبر د ۱۱مې خونړۍ پېښې وروسته نړۍ له امریکا سره ودرېده؛ خو واشنګټن وروسته د طالبانو سره د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په دوحه کې د یوې معاملې په لاسلیکولو سره دغه باور او همدردي زیانمنه کړه.

ښاغلي صالح په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له ۲۰۲۱ کال د اګست راوروسته، امریکا هره اوونۍ طالبانو ته له ۴۰ تر ۶۰ میلیونه ډالر برابروي، چې دا کار د ترهګرۍ او د هغې پر ضد د مبارزې مانا او مفهوم ته اساسي بدلون ورکړی.

نوموړي ویلي:«هغه څوک چې د سپتمبر د پېښې وروسته د امریکا ترڅنګ ودرېدل، اوس تعقیبېږي، زندانونو ته اچول کېږي، شکنجه کېږي، وژل کېږي او په ډله‌ییز ډول بې‌کوره کېږي. امریکا نور د یوه باوري ځواک په توګه د اعتبار وړ نه ده پاتې.»

هغه زیاته کړې چې دی د سپتمبر د پېښې نه مخکې هم د طالبانو پر وړاندې پورته شوی و او له ۲۰۲۱ وروسته یې هم د خپل هېواد د آزادۍ لپاره مبارزه روانه ساتلې؛ خو د واشنګټن پر روایت نور باور نه لري او هغه یې «بشپړ خیانت او تېروتنه» بللې.

عاطف مشعل:د نړۍ سیاسي بدلون کې افغانستان ته ښه فرصت دی چې د باعزته ملت په توګه بیا را ژوندی شي

پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، چې په چټک بدلون موندونکي نړیوال سیاسي نظم کې اسراییل هڅه کوي د امریکا د ځواک په کارولو د لوی اسراییل د جوړېدو لپاره ګام واخلي او نړیوال نظام د پاکس امریکانا نه پاکس جودیکا ته واړوي.

د نوموړي په خبره، دا به منځنی ختیځ د نړیوالو قدرتونو د رقابت د جنګ ډګر کړي، چې روسیه، چین او د نړیوال جنوب ځینې هېوادونه د امریکا او لویدیځ د کمزوري کولو لپاره هڅې کوي.

مشعل زیاتوي، که اسراییل خپلو ظالمانه سیاستونو ته دوام ورکړي، د څو قطبي نړۍ د جوړېدو مخه به ونه نیسي او دا هڅه به په لوړ قیمت پای ته ورسېږي.

ده ټینګار کړی چې افغانستان اوس د باعزته ملت او دولت په توګه د بیا راژوندي کېدو ځانګړی فرصت لري.

امریکا؛د سپتمبر ۱۱مې د بریدونو ۲۴ کاله پوره شول

نن (پنجشنبه، د سپتمبر یوولسمه) د امریکا پر نیویارک او واشنګټن د ترهګریزو بریدونو د ۲۴م تلین ورځ ده.

دغه بریدونه چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې ترسره شول، د امریکا او ناټو ځواکونو ته د افغانستان د جګړې دروازې پرانیستلې.

په دغه ورځ، څلور ملکي الوتکې وتښتول شوې او د نیویارک د سوداګرۍ نړیوال مرکز دوه برجه ودانۍ او د واشنګټن پینټاګون پرې په نښه شول.

د پېښې په پایله کې له درې زرو ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یادونې ده چې هر کال په امریکا کې د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو یاد تازه کېږي.

پاکستانۍ رسنۍ:محکمې د علي امین ګنډاپور د نیولو حکم صادر کړی

0

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د خیبرپښتونخوا ایالت پر وزیر اعلی علي امین ګنډاپور تور لګېدلی چې د ناقانونه وسلو او الکولي مشروباتو په قاچاق کې ښکېل دی.

محکمې د چهارشنبې په ورځ د هغه د نیولو دویم حکم صادر کړ، ځکه نوموړی د لومړي احضاریې پر مهال محکمې ته حاضر شوی نه و.

تر دې وړاندې، د اسلام‌اباد پولیسو د ګنډاپور له استوګنځي څخه غیر قانوني وسلې او الکولي مشروبات ترلاسه کړي وو، چې په همدې تړاو یې قضیه روانه ده.

ډونالډ ټرمپ:پر چارلي کرک برید یوازې پر یوه شخص نه، بلکې پر امریکا برید دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د محافظه‌کار فعال چارلي کرک د ترور پېښه غندلې او د هغه له کورنۍ سره یې د خواخوږۍ مراتب څرګند کړي دي.

ټرمپ په یوه ویدیو پیغام کې ویلي، چې پر کرک برید یوازې پر یوه شخص نه، بلکې پر امریکا برید ګڼل کېږي او ټینګار یې کړی چې عاملین به د قانون منګولو ته سپارل کېږي.

چارلي کرک تېر ماښام (چهارشنبه) د یوتا د وادۍ پوهنتون په سیمه کې د یوه هدفمند برید پر مهال په ډزو ووژل شو.

یونیسیار؛د طالبانو حکومت له لوري پر ښځینه کارمندانو د بندیز له امله د مرستو د وېش یو شمېر مرکزونه وتړل

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ اعلان کړی چې د سنبلې له ۱۸مې نېټې راپدېخوا یې د نغدو مرستو د وېش مرکزونه په ننګرهار، کندهار، کابل او هرات کې موقتاً تړلي دي.

د دې اقدام لامل د ښځو د کار د بندیز موضوع بلل شوې.

له کمېشنرۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښځینه کارکوونکې د راستنېدونکو ښځو د ملاتړ اجازه نه لري.

کمېشنرۍ ویلي، تر څو چې دا ستونزه له طالبانو سره د همغږۍ له لارې حل نه شي، نشي کولای په خوندي، عادلانه او درناوي ډک ډول خدمات وړاندې کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې لا تر اوسه نه ده معلومه چې دا بندیز به تر کله دوام وکړي، خو د سرحدي فعالیتونو لکه د بېرته ستنېدو بهیر به عادي روان وي.

د ډونالډ ټرمپ پلوی؛چارلي کرک د یوتا پوهنتون کې د یوه ناڅرګند بریدګر له لوري په ډزو ووژل شو

0

امریکایي محافظه‌کار سیاسي او رسنیز فعال چارلي کرک د چهارشنبې په ورځ د یوتا پوهنتون کې د یوه ناڅرګند بریدګر له لوري په ډزو ووژل شو.

کرک د ډونالډ ټرمپ نږدې پلوی و او د Turning Point USA سازمان یې د ټرمپ د کمپاین د ملاتړ لپاره جوړ کړی و.

هغه د مسیحي انجیلي باورونو پر بنسټ مسیحیانو ته د سیاست، رسنیو، اقتصاد او نورو برخو کې د مشرتابه دنده مهمه بلله او د ۲۰۲۰ ټاکنو د درغلۍ د ادعا ملاتړ یې هم کړی و.

نتنیاهو:قطر دې ترهګرو ته له پناه ورکولو لاس واخلي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو قطر ته خبرداری ورکړی چې د ده په وینا «ترهګرو» ته پناه نه ورکوي.

اسرائیل ادعا کړې چې اسراییلي ځواکونو د اکتوبر د اوومې د برید طراحان په قطر کې په نښه کړي دي.

د یادونې ده، چې قطر ویلي، پر دوی د شوي برید غچ به واخلي.

قطر او سعودي:د اسراییلو د تېري پر وړاندې ګډ نړیوال غبرګون اړین دی

0

د قطر لومړی وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني وايي، چې د اسراییلو د تېري پر وړاندې باید ګډ او ټولیز غبرګون وښودل شي، څو د اسراییلو زورواکي او تاوتریخوالی له منځه لاړ شي.

په همدې مهال د قطر رسنیو د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان له قوله راپور ورکړی، چې د اسراییلو له خوا پر دوحه د بریدونو وروسته، نړیوال اقدام د اسراییلي تېري د مخنیوي لپاره اړین دی.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ اسراییلو د قطر پلازمېنه دوحه په نښه کړه.