یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 288

کابل؛د جاپان د سفیر تاکایوشي کورومایا ماموریت پای ته ورسېد، او پر ځای یې کنیچي ماساموتو وټاکل شو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د جاپان پخوانی سفیر تاکایوشي کورومایا د خپل ماموریت د پای ته رسېدو په مناسبت له بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدنه کړې ده.

د وزارت په وینا، کورومایا ویلي چې د افغانستان ماموریت یې بشپړ شوی او پر ځای به یې کنیچي ماساموتو د جاپان د نوي سفیر په توګه دنده پیل کړي.

مولوي امیرخان متقي د کورومایا له هڅو مننه کړې او د جاپان له نوي سفیر سره د همکارۍ د دوام هیله یې څرګنده کړې ده.

مارکو روبیو:د دوحې پر برید ناخوښه یو؛ خو له اسراییل سره اړیکې نه اغېزمنېږي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې واشنګټن د اسراییلو له لوري پر دوحې د ترسره شویو بریدونو خوښ نه دی؛ خو دا پېښه به د امریکا او اسراییلو پر اړیکو سیوری و نه غورځوي.

روبیو زیاته کړې: «څه چې وشول، وشول، موږ به له اسراییل سره خبرې وکړو او د راتلونکي په اړه به ورسره بحث وکړو.»

د راپورونو له مخې، د دغو بریدونو پر مهال د حماس پنځه غړي وژل شوي دي.

امیرخان متقي؛د دوحې پر برید د قطر د بهرنیو چارو وزیر سره په ټیلیفوني خبرو کې د ملاتړ ډاډ ورکړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره په ټیلیفوني اړیکه کې پر دوحه د اسراییلو بریدونه یو ځل بیا غندلي دي.

متقي ویلي، د حماس د مرکچي پلاوي پر استوګن ځای برید د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده او د افغانستان ولس او حکومت د قطر د دولت او خلکو تر څنګ ولاړ دی.

د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي چې د قطر وزیر د طالبانو د حکومت دا دریځ د ورورګلوۍ څرګندونه بللې ده.

په کابل کې د کورونو د کرایو د زیاتوالي شکایتونه؛د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت د ارزونې دعوه کوي

په کابل کې کرایه ورکوونکي د کورونو د کرایو له زیاتوالي شکایت لري، خو د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت ادعا کوي چې د معاملاتو دفترونه او استوګنیز بلاکونه ارزوي.

د یاد وزارت په وینا، تر اوسه نږدې ۱۰۰ د معاملاتو دفترونه او ۲۴ بلاکونه څېړل شوي او یو شمېر دفترونه د جواز او اسنادو د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کور خاوندانو ته خبرداری ورکړی چې له ټاکل شوې ۱۰ سلنې زیات کرایه لوړه نه کړي؛ خو خلک وايي تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دی شوی او کرایه کوونکي د کورونو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي.

خیبر پښتونخوا؛په بنو کې هوايي برید کې یو ښوونځی په نښه شوی

0

ځايي سرچینو راپور ورکړی چې د خېبرپښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بکه خېل سیمه کې د نن سهار شاوخوا څلور بجې هوايي برید شوی دی.

د راپورونو له مخې، په برید کې د نرمې‌خېل په سیمه کې یوه ښوونځی او د پخواني وزیر یوه حجره په نښه شوې ده.

سرچینې وایي، د پېښې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (TTP) غړي او د طالبانو د یو قومندان صدیق‌الله ګربز اړوند کسان په دغه ځای کې موجود وو.

تر اوسه نه کومو چارواکو د برید پخلی کړی او نه یې هم رد کړی دی، او د تلفاتو په اړه کره معلومات نشته.

خیبر پښتونخوا؛په لوړ دېر کې د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته کې ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي

0

د خېبرپښتونخوا په لوړ دېر سیمه کې د پاکستاني پوځ او وسله‌والو ترمنځ تازه نښتې شوې دي چې په ترڅ کې یې لږ تر لږه ۷ پوځیان وژل شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي چې جګړه تېره شپه پیل شوې او د څو ساعتونو لپاره روانه وه.

د راپورونو له مخې، وسله‌والو د پوځ پر پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي چې له امله یې دواړو لورو ته تلفات اوښتي؛ خو د وسله‌والو د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا پېښه پر داسې مهال رامنځته کېږي چې یوازې یوه ورځ وړاندې په سویلي وزیرستان کې ټي‌ټي‌پي د یو برید په ترڅ کې ۱۲ پاکستاني سرتېري وژلي وه.

په جرمني کې د افغان او سوریایي کډوالو شخړه؛یو ۲۰ کلن ځوان د چړو په برید کې ووژل شو

د جرمني پولیسو ویلي، چې د افغان او سوریایي کډوالو ترمنځ د شخړې په ترڅ کې یو ۲۰ کلن ځوان د چړو په برید کې وژل شوی دی.

پولیس وايي، شاوخوا ۱۵ کسانو پر درېیو کسانو برید کړی چې په نتیجه کې یو ځوان ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي.

پېښه د هومبولتفوروم هنري او کلتوري مرکز ته څېرمه رامنځته شوې ده.

د جرمني رسنیو د راپورونو له مخې، د برید د ښکېلو کسانو په شمېر کې توپیر شته.

ځینې سرچینې وايي چې د سوریایانو ۱۵ کسیزې ډلې پر افغانانو برید کړی، خو نورې بیا ادعا کوي چې برید کوونکي درې سوریایان وو او افغانانو ۱۵ تنه وه.

د څارنوالۍ د معلوماتو پر بنسټ، لاهم د پېښې د عاملانو د پېژندلو او د څرنګوالي پلټنې روانې دي.

سرچینې زیاتوي چې د تېر اګسټ په میاشت کې هم د همدې سیمې په شاوخوا کې د افغان او سوریایي کډوالو نښته شوې وه چې شپږ کسان یې ټپیان کړي وو.

د فرانسې نوي لومړي وزیر؛د مالي ثبات لپاره د نوو اقداماتو اعلان وکړ

0

د فرانسې نوی لومړی وزیر سباستین لوکورنو ویلي، د هېواد د مالي ثبات د خوندي کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې د ۲۰۲۶ کال بودجه به د سیاسي مخالفینو په همکارۍ د تصویب لپاره وړاندې کړي.

لوکورنو د خپل مخکېني سلف هغه طرحه هم بېرته واخیسته چې له مخې یې د دوو رسمي رخصتیو د کمولو پلان مطرح شوی و.

نوموړي زیاته کړې چې دا بدلون د بودجوي کسر د راکمولو او د سیاسي بې‌ثباتۍ د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.

تاجکستان؛د افغانستان د وضعیت په اړه په دوشنبه کې د چین، روسیې، ایران او پاکستان څلور اړخیزې خبرې شوي

0

د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ویلي چې د افغانستان په تړاو یې د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه کې د شانګهای همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې له روسیې، ایران او پاکستاني استازو سره سلا مشورې کړي دي.

د هغه په وینا، په دې څلور اړخیزه کتنه کې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ګډو همکاریو، تعامل او د بیارغونې په بهیر کې د عملي ونډې پر اړتیا ټینګار شوی دی.

دغه ناسته د تاجیکستان په کوربتوب ترسره شوې او ګډونوالو یې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره د سیمه‌ییزو هېوادونو د ګډو هڅو پر اهمیت خبرې کړې.

شهباز شریف:افغانستان دې د پاکستان او ترهګرو تر منځ انتخاب وکړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ۱۲ سرتېرو د جنازې له ګډون وروسته په بنو کې یوې امنیتي ناستې ته ویلي، افغانستان باید روښانه کړي چې د پاکستان ترڅنګ ولاړ دی که د ترهګرو.

نوموړي ټینګار کړی چې ابهام د منلو وړ نه دی او ترهګر به په کلکه ځپي.

شریف یو ځل بیا ادعا کړې چې افغان وګړي د پاکستان په ناامنیو کې ښکېل دي او ویلي یې دي چې ناقانونه مېشت افغان کډوال به ډېر ژر له هېواده وشړي.

هغه د هند په ملاتړ ډلو ته هم ګواښ کړی او ویلي یې دي چې ورته په کلکه ځواب ورکوي.

دغه څرګندونې وروسته له هغه شوې چې تېره ورځ د ټي‌ټي‌پي برید کې ۱۲ پاکستاني پوځیان وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د طالبانو حکومت د دغو ادعاوو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.