یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 287

ډان ورځپاڼه:د ټي‌ټي‌پي پر سر د کابل او اسلام اباد اړیکې خړې شوي

پاکستانۍ رسنۍ وايي، د طالبانو له لوري د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټي‌ټي‌پي پر ضد د اقداماتو نه‌کول، او د یادې ډلې د بریدونو زیاتوالي، د اسلام‌اباد او کابل اړیکې تر ټولو ټیټې کچې ته رسولې دي.

د “ډان” ورځپاڼې د راپور له مخې، پاکستان څو ځله له طالبانو غوښتي چې د ټي‌ټي‌پي غړي بې‌وسلې او فعالیتونه یې محدود کړي؛ خو طالبانو عملي ګام نه‌ دی پورته کړی.

د طالبانو حکومت بیا ویلي چې پاکستان د خپل امنیتي ضعفونو پټولو لپاره، پړه پر دوی اچوي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف تازه د طالبانو له حکومت غوښتي، چې یا پاکستان یا د ترهګرو ملاتړ غوره کړي او خبرداری یې ورکړی چې له افغان خاورې بریدونه د اسلام‌اباد لپاره د منلو وړ نه دي.

بیړنی خبر؛ د طالبانو حکومت ډاکتر فاروق اعظم نیولی

یوې باوري سرچینې چې نه غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته وویل چې د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په امر د دې حکومت د اوبو او بريښنا وزارت سلاکار ډاکتر فاروق اعظم نیولی او نظامي محکمې ته یې سپارلی.

سرچینې ویلي چې نوموړی یې « د غیر مسولانه» څرګندونو له امله نیولی دی.

فاروق اعظم په خپل وروستي فیسبوکي پوست کې په طالبانو نیوکه کړې وه که د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې خلاصې وای اوس به د کونړ د ټپیانو درملنه افغان ښځینه ډاکترانو کړی وی.

کراچۍ کې؛وسله‌والو غلو یو پولیس تښتولی

0

په کراچۍ کې د سند ایالت پر عرفات سړک د وسله‌والو غلو په برید کې یو پولیس عسکر تښتول شوی دی.

د امنیتي چارواکو په وینا، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې پولیس د تالاشۍ پر مهال د یوه موټر له خوا تر برید لاندې راغلل.

بریدګرو له ډزو وروسته یو پولیس له ځانه سره وړی.

چارواکي وايي، که څه هم پولیسو د غلو پر وړاندې ډزې کړې؛ خو ونه توانېدل چې د خپل ملګري د تښتونې مخه ونیسي.

اوس مهال د امنیتي ادارو له خوا د لټون عملیات روان دي څو د تښتول شوي پولیس ځای وټاکل شي او ژر تر ژره خوشې شي.

شهباز شریف؛د دوحې بېړنۍ غونډه کې د ګډون لپاره قطر ته روان شوی

0

د قطر پلازمېنې دوحې ته د عربي او اسلامي هېوادونو د بېړنۍ غونډې لپاره د ګڼو مشرانو تر څنګ د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف او د هغه د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار هم روان شوي دي.

په دې غونډه کې به پر قطر د اسراییلو وروستي بریدونه او د فلسطین پر روان وضعیت بحث وشي.

تمه ده ګډونوال هېوادونه د یوه ګډ پرېکړه‌لیک له لارې د اسراییلو پر ضد خپل دریځ څرګند او د دوحې پر ضد شوي بریدونه وغندي.

تېره اوونۍ اسراییلو په دوحه کې د حماس د مشرانو پر یوه غونډه هوايي برید وکړ چې د ډلې دوه غړي پکې ووژل شول او څو تنه نور ټپیان شول.

دا برید د ګڼو هېوادونو له لوري د قطر پر ملي حاکمیت تېری بلل شوی دی.

د کډوالو د حقونو د څار بنسټ:د افغان ښځو پر کار د طالبانو حکومت بندیز د بشري حقونو او مرستو پر وړاندې ستر خنډ دی

د کډوالو د حقونو د څار نړیوال بنسټ د طالبانو حکومت هغه پرېکړه غندلې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په دفترونو کې یې د افغان ښځو پر کار بندیز لګولی دی.

یاد بنسټ ویلي، دغه اقدام د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي او د ستنېدونکو کډوالو او زیانمنو کورنیو لپاره د اړینو خدمتونو وړاندې کول له ستونزو سره مخ کوي.

د دوی په وینا، د ښځینه کارکوونکو له ګډون پرته ښځې او نجونې مرستو او اړینو مرکو ته لاسرسی نه لري، چې دا د زرګونو کورنیو ژوند ګواښي او د بشري اصولو ښکاره سرغړونه ده.

دغه بنسټ له کورنیو او نړیوالو اړخونو غوښتنه کړې چې د طالبانو حکومت پر دې پرېکړه جدي دریځ خپل کړي او د افغان ښځو د کار حق تضمین کړي.

کارپوهان وايي، د ښځو پر کار بندیز یوازې د بشري حقونو موضوع نه ده، بلکې پراخې ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري او د بشري مرستو د تطبیق بهیر له ستونزو سره مخ کوي.

د قطر لومړی وزیر:د اسراییلو برید وحشیانه عمل و، بې ځوابه به پاتې نه شي

0

د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني د اسراییلو وروستی برید “وحشیانه عمل” بللی او ویلي یې دي چې هېڅکله به بې ځوابه پاتې نه شي.

هغه په دوحه کې د عربو او اسلامي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته وویل، قطر به د خپل حاکمیت د دفاع لپاره قانوني او نړیوال اقدامات وکړي.

په برید کې د حماس پنځه غړي او یو قطري امنیتي افسر وژل شوي وو، چې دغه برید د غزې د اوربند پر خبرو نږدې ترسره شوی و.

قطر د عربو او اسلامي هېوادونو د ملاتړ ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې نړیواله ټولنه باید اسراییل د خپلو کړنو لپاره حساب‌ورکولو ته اړ کړي.

د عربي اتحادیې او د اسلامي همکاریو سازمان استازو اسراییل په “دولتي تروریزم” تورن کړ.

زلمی خلیل‌زاد:د پاکستان د پوځ او ټي‌ټي‌پي جګړه حل نه لري، دواړه لوري دې خبرو ته کېني

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ او د تحریک طالبان پاکستان ترمنځ نښتې د پوځیانو او ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې سبب شوې دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې زیاتوي چې اوس وخت رارسېدلی چې د جګړې پر ځای سیاسي تګلاره بدله شي او دواړه لوري د خبرو مېز ته کېني.

خلیل‌زاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې که د پاکستان پوځ د پوځي حل په لټه کې وي، دا به یوه لویه تېروتنه وي.

هغه ټینګار کړی چې د افغانستان حکومت هم باید په دې برخه کې له پاکستان سره د حل لارې موندلو کې مرسته وکړي.

هند؛په اسیا جام کې پاکستان د ۷ وېکټو په توپیر مات کړ

0

د اسیا جام په روانو سیالیو کې د هند او پاکستان سیالي د هند په بریا پای ته ورسېده.

پاکستان په دې لوبه کې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۸ منډې جوړې کړې.

هند دغه هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶م اور کې بشپړ کړ او سیالي یې د ۷ وېکټو په توپیر وګټله.

ټاکل شوې چې د افغانستان ملي لوبډله به د خپلې دویمې سیالۍ لپاره د وږي پر ۲۵مه د سه شنبې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې ډګر ته ښکته شي.

مقاومت په نوم جبهه:هرات کې مو درې طالب سرتېري ووژل

د مقاومت په نوم جبهې ویلي، تېر ماښام یې د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یو ګزمه برید کړی دی.

دغه جبهه وایي، په دې برید کې درې طالبان وژل شوي، دوه میله وسلې او یوه موټرسايکل د مقاومت جبهې لاس ته ورغلي دي.

دوی ویلي، چې وژل شوي کسان د طالبانو حکومت د الفاروق قول اردو د کشف له قطعې څخه وو.

یادې جبهې زیاته کړې چې دا نښته د ماښام ۸:۳۰ بجې د هرات–پشتون زرغون پر لاره د پولیسو د تربیوي مرکز څنګ ته رامنځته شوې ده.

د ایران د بشري حقونو بنسټونه:په قزوین زندان کې یوه افغانه ښځه او خاوند یې د نشه يي توکو په تور اعدام شول

د ایران د بشري حقونو بنسټونو ویلي چې په قزوین زندان کې یوه افغانه ښځه له خپل خاوند سره یو ځای اعدام شوې ده.

راپورونه وايي چې حدیقه عبادي او یونس مزارشمس د نشه يي توکو د قاچاق په تور نیول شوي وو او درې ماشومان یې د زندان پر مهال ورسره وو؛ خو وروسته دغه ماشومان خوشې او افغانستان ته لېږل شوي دي.

دغه افغانه جوړه نږدې ۲۰ کاله په ایران کې اوسېدله او څلور کاله وړاندې ورته د اعدام حکم ورکړل شوی و.

د ماشومانو عمر او هویت تر اوسه نه دی څرګند شوی.

تر دې دمه د ایران حکومت او دولتي رسنیو د دې اعدام په اړه څه نه دي ویلي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د شمېرو له مخې، په تېرو دریو کلونو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تړاو ۵۰۳ کسان په ایران کې اعدام شوي دي.

د هه‌نګاو د تازه معلوماتو له مخې، یوازې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې ۹۰۶ بندیان اعدام شوي چې ۵۹ یې افغانان دي.