یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 289

مکرون:فرانسه به فلسطین په راتلونکو غونډو کې په رسمیت وپېژني

0

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون ویلي چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ د نیویارک اعلامیه او د دوو هېوادونو د حل لاره تصویب کړه.

د دې بهیر مشري فرانسه او سعودي کوي او ۱۴۲ هېوادونو یې ملاتړ کړی دی.

ټاکل شوې ده د سپتمبر په ۲۲مه د دواړو هېوادونو په ګډ کنفرانس کې د فلسطین د رسمیت پېژندنې وروستی لست اعلان شي.

مکرون ویلي، فرانسه به په راتلونکو غونډو کې فلسطین په رسمیت وپېژني او څو لوېدیځ هېوادونو یې ملاتړ کړی دی.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ قطر کې د اسرائیل د برید وروسته د دغه هېواد له لومړي وزیر سره لیدلي

0

رویټرز ته د سپینې ماڼۍ یوې سرچینې ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیل د وروستي برید څو ورځې وروسته د قطر له لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني سره په نیویارک کې د ماښام ډوډۍ خوړلې ده.

دغه برید چې د دوحې په ښار کې د حماس د مشرانو د ترور هڅه وه، د امریکا تر ملاتړ لاندې د غزې د اوربند هڅې له خطر سره مخ کړې.

سرچینې ویلي، ټرمپ په ټیلیفوني اړیکه کې د اسرائیل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خپله ناخوښي څرګنده کړې او قطري لوري ته یې ډاډ ورکړی چې دا ډول بریدونه به نه تکرارېږي.

د غونډې پر مهال دواړو لورو د قطر د منځګړیتوب رول او امنیتي همکارۍ په اړه خبرې کړې.

ټرمپ د اسرائیل برید “یو اړخیز اقدام” بللی او ویلي چې دغه برید د امریکا او اسرائیل په ګټه نه دی.

ملګري ملتونه:افغانستان کې له ښځینه کارکوونکو پرته موږ د ژغورنې خدمتونه نه شو وړاندې کولای

ملګرو ملتونو ویلي، په افغانستان کې د طالبانو له خوا پر ښځینه کارکوونکو د بندیزونو له امله د ژغورنې اړین خدمتونه ځنډېدلي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ټینګار کړی چې د ښځو له ګډون پرته مرستندویه پروګرامونه عملي کېدلای نه شي.

د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ طالبانو د ملګرو ملتونو افغان ښځینه کارکوونکې له دفترونو منع کړې، چې ورسره د نقدو مرستو وېش او د بېرته ستنو شویو لپاره د ملاتړ مرکزونه وتړل شول.

ملګرو ملتونو ویلي، یوازې د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ۲.۶ میلیونه افغانان له ګاونډیو هېوادونو بېرته ستانه شوي، چې ډېری یې د خپلې خوښې خلاف دي، او د بېرته ستنېدونکو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي.

احمد شرع:اسراییل غواړي سوریه د ایران ضد جګړې ډګر او وېشل شوې خاوره کړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې افغانستان د امنیت له پلوه د شیکاګو په پرتله خوندي دی.

نوموړي د فاکس نیوز په یوه ځانګړې مرکه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی؛ خو د امریکا لوی ښارونه لکه شیکاګو لا هم له پراخو جرمونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د ټرمپ دې څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې توند غبرګونونه پارولي دي.

د ټرمپ مخالفانو او یو شمېر امریکایانو د نوموړي پرتله ناسمه او د تمسخر وړ بللې ده، په داسې حال کې چې افغانستان هره ورځ د هدفي وژنو، غلاوو او وسله‌والو پېښو شاهد وي.

ډونالډ ټرمپ:افغانستان د امریکا د شیکاګو ښار په پرتله خوندي دی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې افغانستان د امنیت له پلوه د شیکاګو په پرتله خوندي دی.

نوموړي د فاکس نیوز په یوه ځانګړې مرکه کې ادعا وکړه چې په افغانستان کې وضعیت ښه شوی؛ خو د امریکا لوی ښارونه لکه شیکاګو لا هم له پراخو جرمونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

د ټرمپ دې څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې توند غبرګونونه پارولي دي.

د ټرمپ مخالفانو او یو شمېر امریکایانو د نوموړي پرتله ناسمه او د تمسخر وړ بللې ده، په داسې حال کې چې افغانستان هره ورځ د هدفي وژنو، غلاوو او وسله‌والو پېښو شاهد وي.

اسراییل:د ملګرو ملتونو پریکړه نه منو؛ دا حماس ته د نورې جګړې جرئت ورکوي

0

اسراییل د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې نننۍ هغه پریکړه چې له مخې به یې فلسطین او اسرایل د سیاسي حل پر لور ګامونه اخلي؛ په کلکه رد کړه.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې، دا پرېکړه په رښتیا د بدلیدلو او حقیقت منلو یو خیالي انګیرنه ګڼلې او دا یې یوه سیاسي ننداره بللې.

دوی ټینګار کړی چې په پرېکړه کې هېڅ ځای د حماس د ترهګر سازمان په توګه یادونه نه ده شوې او نه هم د دې خبرې اعتراف شته چې د جګړې د دوام یوازینی لامل د حماس له لوري د برمته کسانو نه خوشې کول او نه وسلې ایښودل دي.

اسراییل وايي، دغه پرېکړه د سولې د حل لاره نه پرمخ وړي؛ بلکې حماس ته د جګړې د دوام جرئت ورکوي.

اسراییلي حکومت له هغو هېوادونو مننه کړې چې دې پرېکړې ته یې مثبته رایه نه ده ورکړې.

مارکو روبیو:په سیمه کې د چین خپل‌سري فعالیتونه د سیمې په زیان دي

0

امریکا د فیلیپین په ملاتړ د چین د هغو پلانونو مخالفت کړی چې غواړي د سکاربرو ریف سیمه د “ملي طبیعي زیرمې” په توګه اعلان کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، دا د چین له لوري د فشار راوړلو او د خپلو پراخو سمندري ادعاوو د پرمخ وړلو هڅه ده، چې د سیمې د ثبات او د ګاونډیو هېوادونو پر زیان تمامېږي.

روبیو ټینګار کړی چې د چین دغه اقدام د فیلیپین د ماهیګیرو د دودیزو حقونو پر وړاندې غیرقانوني مداخله ده.

هغه له بیجنګ څخه غوښتي چې د ۲۰۱۶ کال د نړیوال حکم پرېکړې ته درناوی وکړي، کومه چې څرګندوي چین په غیرقانوني توګه د فیلیپین د ماهیګیرو پر فعالیتونو محدودیتونه لګولي دي.

سکاربرو ریف د فیلیپین په ځانګړې اقتصادي ساحه کې پروت دی، خو له ۲۰۱۲ کال راهیسې د چین تر عملي کنټرول لاندې دی.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه؛د فلسطین او اسرایل د سیاسي حل لپاره ۱۴۲ هیوادونو مثبته او لسو هیوادونو منفي رایه کارولې

0

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې د یوې نوې پرېکړې په تصویب سره د فلسطین او اسراییل ترمنځ د سیاسي حل ملاتړ وکړ او له دواړو لورو یې د دوه دولتونو د لارې د عملي کېدو غوښتنه وکړه.

دغه پرېکړه د ۱۴۲ هېوادونو په موافقه او یوازې د لسو هېوادونو په مخالفت سره تائید شوه.

په پرېکړه کې د حماس د ۷م اکتوبر بریدونه غندل شوي دي، خو په ورته وخت کې د اسراییلو د پوځ عملیات، د غزې پر ملکي وګړو بریدونه او د سیمې کلابندي هم په کلکو ټکو غندل شوې ده.

د خلیج عربي هېوادونو د دې پرېکړې ملاتړ کړی او ټینګار یې کړی چې نړیواله اجماع د جګړې د پای ته رسېدو او د یو عادلانه سیاسي حل لپاره روښانه پیغام لري.

د چارلي کرک د وژنې په تور؛د امریکا حکومت یو ۲۲ کلن ځوان نیولی

0

‏د امریکا فدرالي پلټنو ادارې (FBI) د یوې خبري غونډې پر مهال اعلان وکړ چې تایلر رابینسن، ۲۲ کلن ځوان، د چارلي کرک د وژنې په قضیه کې د اصلي مظنون په توګه نیول شوی دی.

د سی‌بی‌اس او بي‌بي‌سي ګډو سرچینو ویلي، رابینسن چې د یوتا جنوبي سیمې اوسېدونکی دی، د خپلې کورنۍ پلار ته د قتل اعتراف کړی دی.

د یوتا والي اسپنسر کاکس د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال څرګنده کړې چې د رابینسن د کورنۍ یوه غړي دا موضوع له یوه کورني ملګري سره شریکه کړې او وروسته د همدې ملګري له لارې د سیمې له مشر سره اړیکه نیول شوې ده.

کاکس زیاته کړې، تایلر رابینسن دا مهال د یوتا کاونټي په زندان کې تر څار لاندې ساتل کېږي.

ازبکستان:د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته نه سپارو

ازبکستان هغه راپورونه رد کړل چې ګوندې د پخواني پوځ چورلکې طالبانو ته ورکوي.
د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند احراز برخانوف هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې د افغان پوځ پخوانۍ چورلکې طالبانو ته سپاري.
برخانوف وویل: “دا راپورونه سم نه دي او ازبکستان به یادې چورلکې طالبانو ته ورنه کړي.”

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ازبکستان د افغان پوځ پخوانۍ چورلکې کابل ته سپاري.

ځینو رسنیو د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله ویلي چې ازبکستان موافقه کړې چې چورلکې بیرته ورکړي.