یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 286

افغان کرکټ ملي لوبډله؛د اسیا جام په دویمه سیالۍ کې د بنګله‌دېش پر وړاندې میدان ته ځي

0

د روان کال د اسیا جام په سیالیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د خپلې دوهمې ګروپي سیالۍ لپاره د بنګله‌دېش پر وړاندې میدان ته ښکته کېږي.

افغان لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د هانګ کانګ ټیم مات کړی، خو د بنګله‌دېش لوبډلې لومړۍ سیالۍ کې هانګ کانګ ته ماتې ورکړې؛ خو په دویمه لوبه کې یې له سریلانکا څخه ماتې وخوړه.

د افغانستان درېیمه لوبه به دوه ورځې وروسته (د سپټمبر په ۱۸مه) نېټه له سریلانکا سره وي.

ډونالډ ټرمپ:افغانستان او څو نور هېوادونه د مخدره موادو پر ضد مبارزه کې پاتې راغلي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې افغانستان، کولمبیا، برما، بولیویا او وینزویلا په تېر یو کال کې د مخدره موادو پر وړاندې په مبارزه کې په څرګند ډول پاتې راغلي دي.

هغه زیاته کړې چې د واشنګټن له نظره دغه هېوادونه په تېرو دولس میاشتو کې ونه توانېدل چې د نشه‌يي توکو پر وړاندې خپلې ژمنې عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت څو ځل ویلي دي چې په افغانستان کې د کوکنارو کر ۹۵ سلنه راکم شوی دی.

اتلانتیک شورا:د افغان نجونو زده‌کړه د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د مقاومت وسیله ګرځېدلې

اتلانتیک شورا په تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د نجونو او مېرمنو زده‌کړې یوازې د انساني حق په توګه نه، بلکې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې د مقاومت یوه وسیله ګرځېدلې.

د شورا د معلوماتو له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته تر یو میلیون ډېرې نجونې له ښوونځیو پاتې شوې؛ خو بیا هم ښځې او نجونې په ښارونو او کلیو کې په محدودو شرایطو کې د زده‌کړې او رهبرۍ هڅې کوي.

راپور زیاتوي چې افغان مېرمنې د یووالي په مرسته، د سختو او ځپونکو شرایطو سره سره، زده‌کړې ته دوام ورکوي او دا یې د «جنسیتي اپارتاید» پر وړاندې د مبارزې یوه وسله ګرځولې ده.

اتلانتیک شورا ټینګار کړی چې د افغان ښځو هڅې ښيي بدلون د کوچنیو خو ګډو ګامونو له لارې رامنځته کېدای شي.

حلیم فدایي د فاروق اعظم د بندي کېدو په غبرګون کې:د الله د نعمتونو ناشکري د سخت عذاب لامل کېږي

د پکتیا پخواني والي محمد حلیم فدایي، د ډاکټر فاروق اعظم د بندي کېدو په غبرګون کې ویلي، چې فاروق اعظم پخوا د ارګ په تالار کې د پخواني ولسمشر اشرف غني او نورو مشرانو پر وړاندې توندې خبرې کړې وې؛ خو د هغه د آزاد فکر او نقاد درناوی کېده.

ښاغلي فدایي ویلي: «نن هغه کس ولچک شوی، چې نه یې د سپینو وېښتو خیال وساتل شو او نه یې د حق‌پالنې مرستې ته څوک ورسېدل.»

هغه زیاته کړې، چې تر ټولو ډېر شکایت او فریاد اوس له هغو کسانو اورېدل کېږي، چې د طالبانو د راتګ پر مهال یې اتڼونه کول او د بریا جشنونه یې لمانځل.

فدایي د قرآن د یو آیت په یادولو سره ویلي: «د الله د نعمتونو ناشکري د سخت عذاب لامل کېږي.»

مولوي رحمت‌الله اندړ:د فاروق اعظم نیول د طالبانو د نه بدلون او د انتقاد د نه زغملو څرګندونه کوي

دیني عالم مولوي رحمت الله اندړ وايي، د طالبانو له لوري د ډاکتر فاروق اعظم بندي کول کومه نوې خبره نه ده، بلکې د طالبانو د واکمنۍ په اړه د هغو خلکو لپاره یو لوی درس دی چې تر اوسه فکر کوي دغه ډله بدله شوې ده.

ښاغلي اندړ ویلي، چې طالبان د انتقاد پر وړاندې هېڅ زغم نه لري او د ډاکتر فاروق اعظم نرمه او ملاحظه کاره نیوکه یې هم د تخریب په سترګه لیدلې ده.

هغه ویلي، ملا هبت الله اخوند یوازې خپله سلیقه او د څو نورو ورته ملایانو تعبیر او تفسیر د شریعت په توګه په خلکو مني؛ خو د بل هېڅ نظر زغملو ته تیار نه دی.

اندړ زیاتوي چې د طالبانو په رژیم کې له طالب پرته بل څوک ځای نه لري او طالب هغه څوک ګڼل کېږي چې د امیر امرونه په پټو سترګو ومني، که د شریعت مطابق وي او که نه وي، که معقول وي او که نه وي.

د هغه په وینا، د طالبانو د اوسني واک چلند ښيي چې دغه ډله نه د انتقاد زغم لري، نه د اصلاح ظرفیت او نه هم د افغانستان د انزوا ختمولو اراده.

جانتن ټروټ:لوبه کې د بریا لپاره یوازې توپ اچونه نه، بلکې توپوهنه او ډګر ساتنه هم مهمه ده

0

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې روزونکي جانتن ټروټ ویلي، د بنګله‌دېش پر وړاندې د بریا لپاره یوازې توپ اچونه نه، بلکې توپوهنه او ډګر ساتنه هم مهمه ده.

هغه د لوبې ترمخه په یوه خبري غونډه کې څرګنده کړې چې افغان لوبډلې ښه دمه کړې او بشپړ چمتووالی لري.

ټروټ هیله وښوده چې سبا لوبه د افغانستان په ګټه تمامه شي.

یاده لوبه د اسیا جام په لړ کې سبا سه‌شنبه د ماښام په ۶:۳۰ بجې پېلېږي.

بلوچستان کې د سړک غاړې ماین چاودنه؛د یو کپتان په ګډون پنځه سرتېري وژل شوي

0

په بلوچستان کې د کیچ ولسوالۍ د دشت او مند ترمنځ د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د امنیتي سرچینو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د پوځ یو کپتان د کاکړ په نوم او لږ تر لږه څلور نور سرتېري وژل شوي دي.

تر چاودنې وروسته سیمه د پوځ له خوا محاصره شوې او د بریدګرو د موندلو لپاره د لټون عملیات روان دي.

ملګري ملتونه:د ننګرهار او کونړ د زلزلو ځپلې کورنۍ د ژمي له سختو ګواښونو سره مخ دي

د ملګرو ملتونو پراختیايي سازمان وايي چې د ننګرهار او کونړ وروستیو زلزلو درانه زیانونه اړولي او ډېری ځپلي کورنۍ د ژمي تر رارسېدو مخکې بې‌سرپناه پاتې دي.

ملګري ملتونه وايي، ډېری مرګ‌ژوبله د دیوالونو او چتونو د نړېدو له امله رامنځته شوې او لسګونه کورنۍ اوس په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي.

دغه سازمان د بېړنیو مرستو او خوراکي توکو غوښتنه کړې ده.

نتانیاهو:یوازې حماس نه؛ بلکې د ایران له ټول محور او ډلو سره جګړه کوو

0

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي چې دوی یوازې له حماس سره نه، بلکې د ایران له ټول محور سره جګړه کوي، چې حماس یې یوازې یوه برخه ده.

هغه په یوه مرکه کې دا ادعا رد کړه چې ګواکې د غزې جګړه یې د خپلې سیاسي بقاء لپاره اوږده کړې.

نتانیاهو وویل، دا جګړه له هغو جګړو ډېره پېچلې ده چې نور پوځونه یې پر ضد جنګېدلي، ځکه دا جګړه د یرغمل شویو کسانو تر سیوري لاندې روانه ده.

مسعود پزشکيان:اسلامي هېوادونه دې د اسراییلو پر ضد ګډ دریځ خپل کړي

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د عربي او اسلامي هېوادونو د سرمشریزې د ګډون لپاره دوحې ته روان شوی او هیله یې څرګنده کړې چې اسلامي هېوادونه د اسراییلو پر ضد یو ګډ دریځ ته سره ورسېږي.

هغه د تهران په هوايي ډګر کې له خبریالانو سره خبرو کې ویلي، تمه لري چې په دې ناسته کې د اسلامي هېوادونو ترمنځ واقعي یووالی رامنځته شي.

پزشکيان په خپلو خبرو کې اسراییل په کلکه غندلي او ویلي چې دا رژیم د امریکا په بشپړ ملاتړ هر څه ترسره کوي، چې د سیمې امنیت او ثبات له جدي ګواښ سره مخ کوي.

یاده سرمشریزه په داسې حال کې جوړېږي چې د اسراییلو وروستي بریدونه، په ځانګړي ډول پر دوحه هوايي حملې، سیمه‌ییزې او نړیوالې اندېښنې راپارولي دي.