یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 285

مارکو روبیو؛په دوحه کې د قطر له مشرانو سره د امنیتي ملګرتیا او سولې پر هڅو خبرې کړې

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په دوحه کې د قطر له امیر تمیم بن حمد آل ثاني او د دې هېواد له لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره لیدلي دي.

روبیو په خپل ایکس‌پاڼې کې لیکلي چې دا لیدنه د امریکا او قطر ترمنځ د دوامدارې امنیتي ملګرتیا نښه ده او دواړه لوري د یوې خوندي او باثباته سیمې لپاره ژمن دي.

هغه همداراز د قطر د هغو هڅو ستاینه کړې چې د حماس او اسرائیلو ترمنځ د سولې د موافقې او د بندیانو د خوشې کولو په منځګړیتوب کې یې کړي دي.

د شيخ هبت الله په امر؛له بلخ او هرات ولایتونو څخه وروسته کندهار کې هم د نوري فایبر انټرنېټ قطعه شوی

یو شمېر ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د طالبانو حکومت د شیخ هبت‌الله په امر له بلخ او هرات ولایتونو څخه وروسته تازه کندهار کې د نوري فایبر انټرنېټ قطعه کړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ په بلخ او هرات کې د نوري فایبر له انټرنېټ قطعه کېدو وروسته خلکو ویلي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د مخابراتي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا کار به که څه هم د طالبانو حکومت د لنډمهاله کنټرول وسیله وي؛ خو په اوږدمهال کې به د افغانستان پر اقتصاد، تعلیم او ټکنالوژۍ منفي اغېزې ولري.

د فاروق اعظم نیونې ته د ډاکتر فضلي غبرګون:شاتګپالې ډلې د نرمښت او انعطاف خلک نه دي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي په یوه ټویټ کې د ډاکټر فاروق اعظم د توقیف په تړاو ویلي چې د استبدادي ډلې د ځینو ملاتړو نیول د لنډ مهال لپاره د خلکو پام اړوي؛ خو اصلي ستونزه لا هم د زده کړو او پرمختګ پر ضد د شاتګپالو بریدونه دي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې افراطي ډلې د منځلارې ټولنې د له منځه وړلو هڅه کوي او د دوی یا د نړیوالو ملاتړ غوښتل بې‌ګټې دي.

نوموړي لیکلي:«شاتګپالو ډلې په دې برخه کې اصلا” نه پخوا نرمښت ښودلی او نه به هم په راتلونکي کې انعطاف وښیي. شاتګپالې ډلې یواځې یو هدف لري او هغه دا چې غواړي زموږ معتدله ـ دودیزه ټولنه چې د ژوندانه ټولو برخو ته له پیړیو راهیسې په منځلارۍ باورمنده ده؛ دوی د خپل افراطیت په وسله دړې وړې کړي او زموږ ټولنیز جوړښت او هویت له منځه یوسي. هغوی ته زارۍ او د هغوی څخه د مثبتو کړنو او بدلون غوښتل زموږ د ناپوهۍ او بې تجربه توب ښکاره نښه ده. همدا راز د هغوی نړۍوالو ملاتړو ته زارۍ کول او یا مرسته غوښتل هم زموږ د بې‌خبرۍ او کمزورۍ څرګندونه ده.»

فضلي زیاته کړې چې د دغو ډلو تر منځ داخلي شخړې د خلکو سره تړاو نه لري.

آلمان؛خپلو وګړو ته د ایران د بیړني پرېښودو خبرداری ورکړ

0

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له خپلو وګړو غوښتي چې ژر تر ژره ایران پرېږدي.

یاد وزارت ویلي، د الوتنو د لغو کېدو احتمال شته، نو باید وتل په بیړني ډول تنظیم شي.

دا د آلمان له لوري په وروستیو کلونو کې خپلو وګړو ته تر ټولو سخت خبرداری بلل شوی دی.

مولوي یعقوب مجاهد؛په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد په قطر کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له وزیر دکتور محمد بن عبدالعزیز الخلیفي سره لیدلي دي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په اړه خبرې شوې او د افغانستان له لوري د قطر د ملاتړ او همدردۍ ډاډ ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د عربي او اسلامي نړۍ چارواکو پر قطر د اسرائیل برید کې له قطر ملاتړ څرګند کړی وو.

د طالبانو حکومت؛د ۱۷ نورو کتابونو پر خپرولو بندیز ولګاوه

د طالبانو حکومت د اوبو او برښنا وزارت سلاکار چې د طالبانو حکومت د مشر په لارښونه بندي شوی، د پرځیدلي جمهوریت ولسمشر اشرف غني او د سولې عالي شورا پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله ته مخامخ په حکومت نیوکې وکړې.

فاروق اعظم پخواني ولسمشر او د جمهوري حکومت مشرانو ته په حکومت کې د عدالت په نشتون سخت انتقاد وکړ.

د هغه دا خبره ډیره مشهوره شوې وه چې له دایکندي ۶۵۰۰ کسانو؛ خو له لوی کندهار بیا ۲۱۰۰ کسانو کانکور کې ګډون کړی او دا تر قیامت څخه نه شي تحمل کیدای.

منتقدیان وایي، د هغه حکومت له لورې په عادي انتقاد نیول شوی چې ورته یې لابي کوله.

بلخ؛د طالبانو حکومت تایید کړې چې د شیخ هبت‌الله په امر د نوري فایبر انټرنېټ کارول بند شوي

د بلخ د طالبانو د والي ویاند حاجي زید تایید کړې چې د طالبانو حکومت د مشر شیخ هبت‌الله په امر په دغه ولایت کې د نوري فایبر انټرنېټ کارول بند شوي دي.

هغه ویلي، دا اقدام د «منکراتو» د مخنیوي لپاره شوی او د بدیل د موندلو هڅې روانې دي.

د مزارشریف اوسېدونکي وايي چې د افغان ټلیکام او نورو شرکتونو کیبلي انټرنېټ پرې شوی او یوازې د موبایل شبکو انټرنېټ فعال دی.

دوی زیاتوي، دغه بندیز په دولتي خدمتونو، بانکونو، انلاین زده‌کړو او سوداګرۍ کې ګډوډي رامنځته کړې ده.

مارکو روبیو قطر ته:هیله لرم، د اسرائیلي یرغمل شویو خلاصون کې خپل رول ولوبوئ

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، چې په اورشلیم (قدس) کې د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره خبرې کولې، له قطره یې وغوښتل چې د غزې شخړې د حل لپاره خپل “رول” ته دوام ورکړي.

قطر، چې د امریکا متحد او د اسراییل او حماس ترمنځ منځګړی و، د اسراییلي برید له امله چې د دوحې پر یوې ودانۍ وشو او د حماس مشران یې هدف و، سخت غبرګون ښودلی.

روبیو ویلي، قطر کولی شي د پاتې ۴۸ اسرائیلي یرغمل شویو خوشې کولو، د حماس بې‌وسلې کولو او د غزې د ښه راتلونکي جوړولو برخه کې مرسته وکړي.

له دې سره هم‌مهاله، اسراییلي پوځ د غزې ښار پر بېلابېلو برخو بریدونه کړي، چې پکې لږ تر لږه ۱۶ فلسطینیان وژل شوي، او یو ۱۶ پوړیزه ودانۍ یې ړنګه کړې، چې د دوی په وینا “ترهګریزې شبکې” پکې پټې وې.

عمران خان:عاصم منیر د امریکا خوشالولو لپاره له طالبانو سره دښمني پیل کړې

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان چې دا مهال په اډیاله زندان کې بندي دی، وړاندیز کړی چې د محمود خان اڅکزي په مشرۍ دې د سولې پلاوی افغانستان ته واستول شي، څو د پاکستان د اوسني امنیتي کړکېچ حل‌لاره ومومي.

عمران خان له خپلې کورنۍ سره د خبرو پر مهال ویلي، د افغانستان او قبایلي سیمو د سولې لپاره د درېیو اړخونو همکاري اړینه ده.

نوموړي ویلي، چې عاصم منیر د لویدیځ د خوشالولو لپاره د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابې کړې دي.

هغه ټینګار کړی، چې په خیبرپښتونخوا کې روان عملیات یوازې د تحریک انصاف د حکومت بدنامولو لپاره دي، او دا ډول پوځي اقدامات به ترهګري لا زیاته کړي.

ایران:ایستل شوي افغانان بېرته دغه هېواد ته دننه کېدلی نشي

د ایران د خراسان رضوي مرستیال والي امیرالله شمقدري ویلي، له دغه هېواده د ایستل شويو افغانانو بېرته د ورتګ راپورونه ناسم دي.

هغه زیاته کړې چې پولې د نوې ټېکنالوژۍ او امنیتي وسایلو په مرسته څارل کېږي او د ناقانونه تګ راتګ مخه نیول شوې ده.

د شمقدري په وینا، که څوک په ناقانونه توګه ایران ته داخل شي، ژر پېژندل کېږي، بایومیټریک کېږي او بېرته اېستل کېږي.

هغه ټینګار کړی چې په ایران کې د بې‌اسناده افغانانو پاتې کېدو موده پای ته رسېدلې او که څوک خپله ونه وځي، د پولیسو له لوري نیول کېږي.