دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 273

اشرف غني:میراثي سیستمونه د افغانستان د ستونزو حل نه دی

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل ۴۳م پودکاسټ کې ویلي چې په افغانستان کې میراثي سیسټمونه د هېواد ستونزو ته د حل لار نه شي کېدای.

هغه ټینګار کړی چې د خلکو پر بنسټ نظامونه او د جرګې دود کولی شي دایمي او با ثباته حل وړاندې کړي.

ښاغلي غني ویلي چې سیاسي مرکزیت د اقتصادي مرکزیت پرته نه شي پاتې کېدای او باید د صلاحیتونو روښانه وېش د مرکز او ولایتونو ترمنځ وشي، ځکه ډېر تمرکز یا بې‌مرکزيتوب د ناکامیو سبب شوی دی.

نوموړي زیاته کړې چې کله ځینې والیان اوږد مهاله په واک کې پاتې شي، د مرکزي حکومت پر ضد د بغاوت یا د بېلتون فکر کوي.

غني د افغانستان تر ټولو لویه ستونزه د سیاسي او اقتصادي ثبات نشتوالی بللی او ویلي چې بې‌نظمي، نفاق او د اصولو نه شتون د هېواد د ناکامیو اصلي لاملونه دي.

د بلوچستان وزیراعلی:د طالبانو حکومت د پاکستان ضد بریدکوونکو وسلوالو ملاتړ کوي

د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بوګټي وايي چې په افغانستان کې مېشتې وسلوالې ډلې د طالبانو حکومت په ملاتړ د پاکستان پرضد بریدونه کوي.

هغه په اسلام‌اباد کې یوې خبري ناستې ته ویلي چې په وروستیو میاشتو کې د بلوچستان امنیتي وضعیت خراب شوی او د بلوچستان ازادي غوښتونکو پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.

بوګټي زیاته کړې چې ډېر وژل شوي وسلوال د افغانستان اتباع دي او د طالبانو حکومت ورته خوندي پټنځایونه او د روزنې مرکزونه برابر کړي دي.

نوموړي د طالبانو له حکومت وغوښتل چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد ونه کاروي.

هغه همداراز هند تورن کړی چې د وسلوالو د ځینو فعالیتونو ملاتړ او مالي مرسته کوي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت:کابل کې ۷ سوالګر له نږدې اووه سوه زره افغانیو او د سرو زرو لاکټونو سره نېول شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي، په کابل کې یې اووه تنه چې په مسلکي ډول په سوالګري بوخت وو، نیولي دي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه کسان د ښار په بېلابېلو سیمو کې د جلا عملیاتو پر مهال ونیول شول.

د معلوماتو له مخې، په نیول شویو کسانو کې ښځې هم شته او له دوی څخه نږدې ۶۷۶ زره افغانۍ نغدې پیسې، درې د سرو زرو لاکټونه او د یوه موټر اسناد ترلاسه شوي دي.

چارواکي زیاتوي، نیول شوي کسان له لومړنیو پوښتنو وروسته د طالبانو حکومت عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي دي.

اسماعیل بقایي:د امریکا د ډیپلوماسۍ خبرې فریب او ښکاره تضاد دی

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د امریکا وروستۍ څرګندونې فریب او ښکاره تضاد بللي دي.

هغه ویلي:«نه شي کېدای چې یو هېواد په بمبار کولو کې ښکېل وي او هم مهاله د ډیپلوماسۍ خبرې وکړي.»

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، د چهارشنبې په ورځ د بندیزونو د بېرته فعالولو لړۍ د ژر پلي کېدو په اړه خبرداری ورکړ او د ایران اوسنی حالت یې سخت وباله؛ خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن لا هم د تهران له حکومت سره د مذاکرې تمایل لري.

قطر:د طالبانو او نړیوالې ټولنې د سازنده تعامل د تضمین لپاره چمتو یو

د قطر د بهرنیو چارو وزارت سلاکار، محمد بن عبدالعزیز الخلیفي، د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو په ناسته کې ویلي، دوحه چمتو ده د طالبانو د حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د سازنده تعامل د تضمین ترڅنګ د افغانستان بشري اړتیاوو ته رسېدنه یقیني کړي.

نوموړي ټینګار کړی چې قطر به د افغانستان د ثبات لپاره خپلې دیپلوماتیکې هڅې روانې وساتي او په اوسنیو حساسو شرایطو کې د سیمه‌ییزو همکاریو او د افغانانو د هر اړخیز ملاتړ اړتیا ډېره ده.

الخلیفي د افغانستان د وروستي زلزله‌ځپلو له قربانیانو سره د خواخوږۍ څرګندونه کړې او ویلي چې د اسلامي همکاریو د سازمان غړي هېوادونه باید یو موټی شي او د افغانانو د ملاتړ لپاره د مانا لرونکي خبرو زمینه برابره کړي.

هغه ویلي، قطر د اوږدمهالو انساني، پراختیایي او دیپلوماتیکو هڅو دوام ته ژمن دی.

د یادونې ده چې قطر اوس د طالبانو حکومت د ډیپلوماسۍ مهم مرکز بلل کېږي او د دوی او لوېدیځو هېوادونو ترمنځ د منځګړیتوب رول لوبوي.

ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې؛د افغان ښځو د ملاتړ لپاره نوی تړون لاسلیک کړ

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ښځو چارو مرستیالې، سیما باهوس اعلان کړی چې دغه سازمان له اروپايي ټولنې سره د افغان ښځو د ملاتړ او د جنسیتي برابرۍ د پیاوړتیا لپاره نوی تړون لاسلیک کړی دی.

باهوس ټینګار کړی چې افغان ښځې او نجونې له سخت شاتګ سره مخ دي او د نړیوال ملاتړ بېړنۍ اړتیا لري.

نوموړې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په یوې غونډه کې وویل، ښځې د اوسنیو کړکېچونو تر ټولو دروند بار پر اوږو لري او له لوږې او تاوتریخوالي سره لاس او ګرېوان دي.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنټ څرګنده کړې چې د افغانستان او فلسطین ښځې په قصدي او منظم ډول له بریدونو او له منځه وړلو سره مخ دي.

د شمالي کوریا؛د بهرنیو چارو وزیره په نږدې ورځو کې چین ته سفر کوي

0

د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس خبر ورکړی چې د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیره چوئه سون هوی به ډېر ژر چین ته سفر وکړي.

د رویټرز د راپور له مخې، نوموړې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی په بلنه دغه سفر ترسره کوي.

تر اوسه د سفر د اجنډا او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي خپاره شوي.

د اسټرالیا جګړې ملي یادګار؛د افغانستان جګړه کې د قتل په تور تورن بن رابرتس‌سمېت نوم له ملي ویاړونو لرې کړ

د اسټرالیا د جګړې ملي یادګار د دې هېواد تر ټولو ویاړلي سرتیري بن رابرتس‌سمېت نوم د ملي ویاړونو له کتار څخه لرې کړی دی.

دا اقدام وروسته له هغه وشو چې د افغانستان جګړې پر مهال د هغه د جنګي جنایتونو تورونه د فدرالي او سترې محکمې له لوري د باور وړ وګرځول شول.

رابرتس‌سمېت، چې د ویکټوریا کراس مډال ګټونکی دی، د څلورو ملکي کسانو په وژنه تورن شوی و، خو تر اوسه په هېڅ جنایي قضیه کې نه دی محکوم شوی.

د محکمې وروستیو پرېکړو وروسته، ملي یادګار اداره اړ شوې چې د هغه د ویاړونو په اړه یادګاري لیکنه بدل کړي او نوم یې له رسمي ویاړونو لرې کړي.

ډونالډ ټرمپ؛د غزې او منځني ختیځ د سولې لپاره ۲۱ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د غزې او منځني ختیځ د سولې لپاره ۲۱ ماده‌ییزه طرحه وړاندې کړې ده.

دغه طرحه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې په څنډه کې د اسلامي هېوادونو له مشرانو سره شریکه شوې ده.

د ټرمپ ځانګړي استازي، سټیو ویتکاف، ویلي چې دا طرحه د اسرائیل او سیمې د نورو هېوادونو اندېښنو ته ځواب وايي او هیله ښيي چې ژر پرمختګ وشي.

د اروپایي کمېسیون مشره:د ناټو د غړو هېوادونو هوايي حریم ته د روسي الوتکو ننوتل د وېشتلو لامل کېدای شي

0

د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن‌درلاین ویلي، که روسي جنګي الوتکې د ناتو د غړو هېوادونو هوايي حریم ته ننوځي، د هغوی وېشتل احتمالي اقدام دی.

هغې CNN سره په مرکه کې ټینګار وکړ چې له خپل قلمرو به دفاع وکړي او که روسي الوتکې د خبرداري وروسته هم حریم ته ننوځي، وېشتل به یې د دفاعي اقدام په توګه لازمي شي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له اوکرایني ولسمشر ولودیمیر زلنسکي سره په کتنه کې ویلي، ناټو باید د روسي الوتکو د هر ډول سرغړونې پر وړاندې کلک ځواب ورکړي.