دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 271

عادله راز:د افغانستان د راتلونکي لپاره باید هغه لارې ولټول شي، چې افغانانو پورې تړلي وي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیرې عادله راز د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د ۸۰مې غونډې په څنډه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره باید «واقعي ګډون، مؤثره حساب‌ورکونه، او له افغانانو سره تړلې بومي حل‌لارې» تضمین شي.

مېرمن راز ویلي، له ټول شموله مشارکت پرته هېڅ سیاسي بهیر د دوامدارې سولې لامل نشي کېدلی.

نوموړې زیاتوي، چې نړیواله ټولنه باید داسې شرایط برابر کړي چې ټول افغانان، په ځانګړې توګه ښځې، ځوانان، اقلیتونه او مدني ټولنه، د هېواد په مهمو بهیرونو کې فعاله ونډه ولري.

الجزیره:په غزه کې د اسراییلو پرله‌پسې بریدونو کې له ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي

0

د اسراییلي ځواکونو پرله‌پسې بریدونو کې په غزه کې له ۵۰ زیات فلسطینیان وژل شوي، چې پکې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي هم شامل دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د اسراییلو ځمکنی یرغل د غزې په ستر ښار کې روان دی او سلګونه زره فلسطینیان لوږي، محاصرې او ډزو ته پرېښودل شوي دي.

په همدې مهال کې د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبله کې خپلې پوځي حملې توجیه کړې او ویلي یې دي چې په غزه کې جګړه به تر پایه ورسوي.

له اکتوبر ۲۰۲۳ راپه دېخوا د اسراییلو جګړې له کبله ۶۵ زره کسان وژل شوي او نږدې ۱۶۸ زره نور ټپیان شوي دي.

بلال کریمي؛د چین بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له رییس سره کتلي

په چین کې د طالبانو حکومت سفیر، بلال کریمي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیا څانګې له رییس، لیو جین‌سونګ سره کتلي دي.

دواړو لورو د اړیکو د پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو، کونسلي خدماتو او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو بحث وکړ.

بلال کریمي د کونړ زلزله ځپلو سره د چین له وروستۍ مرستې مننه کړې ده.

د سټیو ویتکاف زوی؛له قطر څخه د میلیاردونو ډالرو د پانګونې ژمنه تر لاسه کړې

0

نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د منځني ختیځ لپاره د ټرمپ د ځانګړي استازي ستیو ویتکاف زوی، الکس ویتکاف په داسې حال کې له قطر، اماراتو او کویټ سره د پانګونې خبرې کړې چې پلار یې له همدې هېوادونو سره د منځني ختیځ د سولې لپاره مذاکرات کول.

د راپور له مخې، الکس ویتکاف د دې هېوادونو د دولتي پانګونې صندوقونو څخه د میلیاردونو ډالرو د پانګونې ژمنې ترلاسه کولو ادعا کړې او په دې توګه یې نور پانګوال هم جذب کړي دي.

ویل کېږي چې دغه پانګونې صندوق به د ویتکاف ګروپ لپاره، سلګونه میلیونه ډالر ګټه ولري.

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د ویتکاف ګروپ تجارتي اړیکې له قطر سره تر پخوا ډېرې پراخې دي.

د ډاکتر نجیب الله د مړینې ۲۹م تلین؛د پاکستان د استخباراتو یو پخواني چارواکي هغه مېړنی پښتون بللی

نن د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله د مړینې ۲۹ کاله پوره شول.

نوموړی هغه مهال طالبانو وواژه او د کابل په آریانا څلورلارې کې یې په دار وځړاوه، کله چې دغه ډله لومړی ځل کابل ته ننوتله.

تازه د پاکستان د استخباراتو یو پخواني چارواکي، میجر محمد عامر، ډاکتر نجیب “مېړنی پښتون” بللی او ویلي یې دي چې KGB نوموړي او کورنۍ ته د مسکو د تګ وړاندیز کړی و؛ خو د ډاکټر نجیب لخوا د خلکو ترڅنګ د پاتې کېدو له امله رد شوی و.

ډاکتر نجیب د کابل له سقوط مخکې د ملګرو ملتونو دفتر ته پناه یووړه؛ خو طالبانو د ښار په نیولو سره هغه له دفتره وایست، وې واژه او په دار یې وځړاوه.

ډېری افغانان په دې باور دي چې د هغه وژنه د پاکستان په لارښوونه شوې وه.

د یادونې ده چې ډاکتر نجیب لا هم د ګڼو افغانانو لپاره د یوې الګو په توګه یادېږي او ګڼ کسان یې سیاسي فکر د افغانستان د اوسني کړکېچ د حل یوازینۍ لاره بولي.

میرویس بلخي:د طالبانو حکومت له تعلیمي نظام څخه د افراطیت د خپرولو ګټه اخلي

د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر میرویس بلخي خبرداری ورکړی چې د اوسني واکمنو تر کنټرول لاندې تعلیمي نظام نه یوازې غیر مؤثر دی، بلکې د هیواد راتلونکې ته جدي ګواښ هم پېښوي.

بلخي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ په څنډه کې یوې ناستې ته ویلي چې د طالبانو د اوسني تعلیمي تګلارو له امله د ځوانانو ترمنځ افراطیت په چټکۍ سره خپرېږي.

نوموړي زیاته کړې، هغه زده‌کړه چې اوس په افغانستان کې روانه ده، بې‌کیفیته او زیانمنه ده.

بلخي ټینګار کړی چې طالبان له تعلیمي نظام څخه د ایدیالوژیک افراطیت د خپرولو او د خپلې واکمنۍ د مشروعیت د پیاوړتیا لپاره کار اخلي، چې د افغانستان فکري او ټولنیز راتلونکی له ستر خطر سره مخ کوي.

ډونالډ ټرمپ:د غزې په اړه د منځني ختیځ هېوادونو سره جدي ناستې روانې دي

0

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د غزې په اړه د منځني ختیځ هېوادونو سره جدي خبرې روانې دي.

هغه زیاته کړې چې اسراییل او حماس هم د دغو خبرو نه خبر دي او تر اړتیا پورې به دوام ولري.

ټرمپ تېره اونۍ د ګڼو مسلمانو هېوادونو له مشرانو سره د غزې د وضعیت په اړه لیدنې کړې دي.

سرچینې؛ټاکل شوې چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ایران ته سفر وکړي

ډیپلوماټیکو سرچینو ویلي چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان به په نږدې ورځو کې ایران ته سفر وکړي او د افغانستان په اړه به له ایراني چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه سفر په داسې مهال کېږي چې د پښتونخوا او بلوچستان ناامنیو له امله د پاکستان او د طالبانو حکومت اړیکې ترینګلې شوې دي.

پاکستان د طالبانو حکومت تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې پناه ورکړې ده.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې پر مهال د پاکستان، روسیې، چین او ایران چارواکو په ګډه ناسته کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې وه چې په کلکه ورسره مبارزه وکړي.

اسحاق ډار:افغانستان لاهم د پاکستان د اندېښنو ټکی دی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ویلي، چې افغانستان ته مرستې کمې شوې دي.

هغه ټینګار کړی چې افغانستان لا هم د پاکستان د اندېښنې ټکی دی.

نوموړي زیاته کړې چې د طالبانو له حکومت یې د ترهګرۍ ضد هڅو غوښتنه کړې ده.

لطف الله خیرخواه:اسیا کې یو هېواد د جګړې رامنځته کولو هڅې کوي

ملګرو ملتونو کې د پاکستان د لومړي وزیر د وینا او له ټرمپ سره تر لیدنې وروسته یو شمېر طالب چارواکي اندېښمن شوي دي.

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د افغانستان بانک د نظارت مشر لطف الله خیرخواه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي په اسیا کې یو هېواد د جګړې جوړولو هڅې کوي، چې څرګنده هدف یې پاکستان دی.

دا اندېښنې په داسې مهال دي چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر په تېرو درېیو میاشتو کې درې ځله امریکا ته سفر کړی او له ډونالډ ټرمپ او نورو چارواکو سره یې لیدنې کړې دي.