دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 268

د طالبانو حکومت د احصایې ملي اداره:په تېرو شپږو میاشتو کې له ۸ زرو ډېر بهرنیان افغانستان ته تللي دي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د احصایې ملي ادارې د راپور له مخې، په تېرو شپږو میاشتو کې ۸۰۹۶ بهرنیان افغانستان ته تللي او ۶۷۳۳ بېرته له همدې لارې نورو هېوادونو ته تللي دي.

د یادې ادارې په وینا، دغه بهرنیانو د تاریخي ځایونو لیدنې، کار او زده‌کړو لپاره سفرونه کړي دي.

د طالبانو حکومت:تېره اونۍ د اوسپنې له پټلۍ د افغانستان د توکو انتقالات د پام وړ زیات وو

د طالبانو حکومت د ټولګټو وزارت ویلي، په تېره اونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۱۰۴ زره مټریک ټنه توکي انتقال شوي، چې ډېره برخه یې واردات دي.

د حیرتان له لارې ۷۳ زره ټنه، د اقینې له لارې څه باندې ۴ زره ټنه، د تورغونډۍ له لارې ۱۶ زره ټنه او د هرات–خواف له لارې نږدې ۱۰ زره ټنه انتقال شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، له دغو انتقالاتو یوازې ۱۹۳ مټریک ټنه صادرات شوي، چې زیاتره یې وچه مېوه او د انارو جوس جوړوي.

کارپوهان وايي، د وارداتو د لوړوالي او د صادراتو د کموالي دوام د افغانستان یو مصرفي اقتصاد ښيي، چې د کمزوري اقتصادي وضعیت او د بېکارۍ د زیاتوالي لامل کېږي.

اسلام آباد؛د طالبانو او خلیلزاد له مخالفت سره، سره د طالبانو د مخالفانو غونډه پیل شوه

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د « یوالي او باور » تر سرلیک لاندې د طالبانو حکومت د مخالفانو غونډه پیل شوه.

دا غونډه د افغانستان لپاره د ښځو بنسټ او د سویلي آسیا د ستراتیژیک ثبات انسټیټیوټ په نوښت نن پیل او درې ورځې به دوام وکړي.

په غونډه کې د افغانستان د بیلابیلو برخو د سیاسي جریانونو استازو او مشرانو ګډون کړی.

د غونډې جوړونکي وایي چې موخه یې د باور، سیمه ایزې همکارۍ د پیاوړتیا او د افغانستان د سیاسي راتلونکي لپاره د لید د طرحې لپاره لارې چارې لټول دي.

تنظیموونکي وايي چې د باور رامنځته کول او متقابل تفاهم د دې خبرو اترو اصلي محورونه دي.

راپورونه:د ګوانتانامو وروستی افغان بندی به د بندیانو د تبادلې له لارې ازاد شي

راپورونه وايي چې تر اوږدو خبرو اترو وروسته، د طالبانو حکومت توانېدلی د چې سي‌اي‌اې هغه دریځ بدل کړي چې د ګوانتانامو وروستی افغان بندي، محمد رحیم الافغاني، به هېڅکله نه ازادیږي.

د درې امریکايي بنديانو د تبادلې په بدل کې ټاکل شوې چې رحیم الافغاني په راتلونکې میاشت کې قطر ته ولېږدول شي.

هغه په ۲۰۰۳ کال کې په لاهور کې ونیول شو.

طلال چودري:که له طالبانو سره خبرې بې‌پایلې پاتې شي، د ټوپک په ژبه به ورسره خبرې وکړو

د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري ویلي، حکومت یې د ترهګرۍ پر وړاندې پرېکنده دریځ لري او که د ډیورنډ کرښې د امنیت په اړه له طالبانو سره خبرې بې‌نتیجې پاتې شي، اسلام‌اباد به له هغوی سره د ټوپک په ژبه خبرې وکړي.

هغه ترهګري د پاکستان ستره ننګونه بللې او ادعا یې کړې چې د دغه هېواد په بریدونو کې ډېری بریدګر افغانان دي.

چودري ټینګار کړی چې د ډیورنډ کرښې د خوندي کولو لپاره به کلک امنیتي تدابیر ونیول شي او پوځي عملیات به د کورني امنیت او پانګونې د خوندیتوب لپاره دوام وکړي.

سي‌ان‌ان:درې نور امریکایي وګړي لا هم د طالبانو سره زندانیان دي

په داسې حال کې چې تېره شپه یو بل امریکایي وګړی د طالبانو حکومت له بنده خوشې شو؛ خو د سي‌ان‌ان د راپور له مخې، لږ تر لږه درې نور امریکايي وګړي لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي.

ويل شوي چې يو بل امريکايي بندی وګړی، پل اووربي، ښايي مړ شوی وي.

راپور زياتوي چې د امير اميري ازادېدل د طالبانو له مستقيم امتياز پرته ترسره شوي او هيله شته چې دا د نورو بنديانو د خوشې کېدو پيل وي.

ذاکر جلالي:د بنديانو خوشې کول د کابل او واشنګټن د اړیکو د پراختیا لاره هوارولی شي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ډیسک رییس ذاکر جلالي ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ په لوړه کچه ناستې او د بنديانو خوشې کېدل کولی شي هغه زمینه برابره کړي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ، په نورو برخو کې د اړیکو د پراختیا لپاره لاره پرانیزي.

هغه په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، مهمه دا ده چې دواړه لوري دې درک ته رسېدلي او په دې هڅه کې دي چې د بنديانو موضوع په مناسب ډول حل کړي او پر نورو موضوعاتو خبرې دوام ومومي.

جلالي ټینګار کړی چې د لورو د واقعیتونو او حساسیتونو درک کولای شي د تعامل راتلونکو پړاوونو سره مرسته وکړي.

نصیر احمد اندېشه:که د طالبانو واکمني دوام ومومي؛ نو سیمه به د نړیوال تروریزم او پراخو کډوالیو مرکز شي

په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تېرو پنځوسو کلونو اړیکې ترینګلي بللي او ویلي یې دي چې دغه ژور کړکېچونه د فقر، نیابتي جګړو او افراطیت د پراخېدو لامل شوي، چې ناوړه پایلې یې نه یوازې پر سیمه، بلکې له سیمې بهر هم اغېز کړی دی.

اندېشه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید د یو بل پر وړاندې د درناوي پر بنسټ یو نوی فصل پیل کړي، څو د روښانه راتلونکي لپاره لاره هواره شي.

دی خبرداری ورکوي که د پاکستان او افغانستان چلند بدل نه شي، د طالبانو واکمني به دوام ومومي او سیمه به د نړیوال تروریزم، تاوتریخوالي او پراخو کډوالیو مرکز شي.

امریکا او اسراییل؛د غزې د سولې پر پلان د هوکړې درشل ته رسېدلي

0

د اکسیوس خبري اژانس خبریال، باراک راوید د یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي په حواله راپور ورکړی چې د سټیو ویتکاف او جرد کوشنر له خبرو وروسته، د امریکا او اسراییلو چارواکي د غزې جګړې د پای ته رسولو پر پلان د هوکړې نږدې کېدو ته رسېدلي دي.

د سپینې ماڼۍ دغه چارواکي ویلي، د هر ډول وروستۍ هوکړې لپاره د حماس رضايت هم اړین دی، خو تر اوسه د دغې ډلې رسمي موافقه نه ده ترلاسه شوې.

ټرمپ وړاندې هیله څرګنده کړې وه چې د غزې د سولې پلان به د دوشنبې په ناسته کې د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره سره وروستی کړي.

امریکا؛د اوریګن په ایالت کې د ملي ګارډ ۲۰۰ سرتېري ځای پر ځای کړل

د امریکا دفاع وزارت د اوریګن په ایالت کې د ملي ګارډ ۲۰۰ سرتېري ګومارلي دي.

دا اقدام وروسته له هغې وشو چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو ځواکونو د لېږلو اعلان وکړ.

ټرمپ ویلي، دغه ځواکونه به د کډوالو د فدرالي ادارې د تاسیساتو د امنیت د ټینګښت لپاره کار کوي او په اړتیا کې یې د لا ډېرو سرتېرو د کارولو امکان هم شته.

د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه د پورټلنډ ښار د تاوتریخوالي د زیاتېدو په غبرګون کې کړې ده، خو د اوریګن ځايي چارواکو د ده اقدام کلکه نیوکه کړې او هغه یې د فدرالي مداخلې ناسم مثال بللی دی.