پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 262

صدیق صدیقي:د امیرخان متقي سفر هند ته د نوې جیوپولیتیکې لوبې نښه ده

د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د پالیسي او ستراتیژۍ پخواني معین صدیق صدیقي ویلي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سفر هند ته د نوې جیوپولیتیکې لوبې پیل ته اشاره کوي.

ښاغلي صدیقي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، داسې ښکاري چې چین، هند او ایران په ظاهر د طالبانو د ملاتړ په لور روان دي؛ خو د هر هېواد تر شا بېلابېل او پټ اهداف پراته دي.

د هغه په وینا، ایران، روسیه او هند غواړي د طالبانو ملاتړ وکړي څو د امریکا د بیا حضور مخه په افغانستان کې ونیسي، او هند هڅه کوي د طالبانو له نفوذ څخه د پاکستان پر ضد د تحریک طالبان پاکستان په مهارولو کې ګټه واخلي.

صدیقي زیاتوي، پاکستان که څه هم د دغو هېوادونو سره په ښکاره د امریکا د نه‌ستنېدو په هدف هم‌نظر دی؛ خو له هند سره په یوه جبهه کې نه شي درېدای.

هغه پوښتنه راپورته کړې چې اوس پاکستان به کومه لاره غوره کړي؟ ایا امریکا به بېرته لوبې ته راکاږي؟

فلسطیني ساینسپوه؛ډاکټر عمر یاغي د ۲۰۲۵ کال د کیمیا نوبل جایزه وګټله

0

د نوبل جایزې کمیټې د اکتوبر پر ۸مه اعلان وکړ چې ډاکټر عمر یاغي، فلسطیني الاصله ساینسپوه، د جاپاني سوسومو کیتاګاوا او استرالیایي ریچارد رابسن سره په ګډه د کیمیا په برخه کې د ۲۰۲۵ کال نوبل جایزه ترلاسه کړې ده.

ډاکټر یاغي په عمان کې د فلسطیني کډوالو په کمپ کې زېږېدلی او اوس د کالېفورنیا پوهنتون استاد دی.

هغه د جایزې تر اعلان وروسته وویل: «زه په بېوزله کورنۍ کې لوی شوی یم، دا یو اوږد او ستونزمن سفر و.»

د نوبل کمیټې په وینا، درې واړو ساینسپوهانو د فلزي او کووالنټ عضوي چوکاټونو د جوړښت او پرمختګ له لارې د کیمیا په علمي او صنعتي برخو کې بنسټیز بدلونونه رامنځته کړي دي.

نوموړی به خپله جایزه د ډسمبر پر ۱۰مه د سویډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ترلاسه کړي.

امانویل مکرون:د فرانسې نوی صدراعظم به په راتلونکو ۴۸ ساعتونو کې وټاکل شي

0

‏د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون اعلان کړی چې د هېواد نوی صدراعظم به د راتلونکو ۴۸ ساعتونو په موده کې وټاکي.

د رویټرز د راپور له مخې، پخواني صدراعظم سباستین لکورنو د دوشنبې په ورځ استعفا ورکړه، او له دوه ورځنیو سیاسي مشورو وروسته هم د ګوندونو ترمنځ وروستۍ موافقه ونه شوه.

د مکرون دفتر ویلي، د پارلمان ډېری استازو د هغه د منحلېدو مخالفت کړی او د بودجې د تصویب لپاره سیاسي زمینه برابره ده، نو ولسمشر به ډېر ژر نوی صدراعظم معرفي کړي.

په همدې حال کې د افراطي ښي او چپ لوریو مشران، لکه مارین لوپن او ژان لوک ملانشون، د مکرون د استعفا غوښتنې زیاتې کړې دي. د چپ‌لوري ګوندونو مشران غواړي راتلونکی حکومت رهبري کړي او د مالیاتو اصلاحات او د تقاعد د قانون لغوه کول غواړي.

سرچینې:د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر په کابل کې وسله‌وال برید شوی

نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر وسله‌وال برید شوی دی.

یو شمېر سرچینو ویلي چې هغه د برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.

د دغه برید د انګیزې او حالت په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.

سهیل شاهین:که هند «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژني؛ نو د دواړو هېوادونو اړیکې به نورې هم پراخې شي

په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین وایي، د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو لوړولو مسئله د امیرخان متقي د سفر اصلي محور دی.

هغه د CNN سره په مرکه کې ویلي چې د هند له‌خوا د “اسلامي امارت” د رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم عادي کړي.

شاهین زیاته کړې، “اسلامي امارت” هېچا ته د افغانستان د خاورې د نېولو اجازه نه ورکوي، او د بشري حقونو په اړه نړیوال تبلیغات له حقیقت لرې دي.

ډونالډ ټرمپ:ښايي د غزې د اوربند د هوکړې د پرمختګ لپاره منځني ختیځ ته ولاړ شم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امکان لري د روانې اوونۍ په پای کې د غزې د اوربند د هوکړې د پلي کېدو او پرمختګ لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، خبرې د هوکړې د ترلاسه کېدو ډېرې نږدې مرحلې ته رسېدلې دي او کېدای شي د شنبې په ورځ دغه سفر ترسره کړي.

هغه زیاته کړې چې د ده د مذاکرې ټیم دا مهال په مصر کې د هوکړې د وروستیو جزئیاتو د بشپړولو لپاره له لورو سره لیدلي دي.

د حماس او اسراییل جګړه چې له تېر اکتوبر راپدېخوا روانه ده، د منځني ختیځ له خونړیو بحرانونو څخه ګڼل کېږي، او په دې وروستیو کې مصر او قطر د امریکا په ملاتړ د اوربند او د بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي؛د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند هوکړه وستایله

0

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې او د بنديانو د خوشې کولو د هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې په بشپړ ډول دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

ګوترېش ټینګار کړی چې جګړه باید «یو ځل او د تل لپاره» پای ته ورسېږي، او د بشري مرستو د بې‌ځنډه او ازاد لاسرسي ترڅنګ یې د تجارتي توکو د استولو غوښتنه هم کړې ده.

هغه له لورو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کېدو، د فلسطیني ولس د خپل‌واکۍ حق د پېژندنې او د دواړو ملتونو د امن او سوله‌ییز ژوند لپاره ګټه واخلي.

ګوترېش د دې موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د امریکا، قطر، مصر او ترکیې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې اوسنی وضعیت «تر بل هر وخت ډېر حساس» دی.

د هند د بهرنیو چارو وزارت:له متقي سره په پوره لیوالتیا په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوو

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته نوي ډهلي کې تود هرکلی شوی دی.

جیسوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د هغه له راتګ خوښ یو او تمه لرو چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه مفصلې او رغوونکې خبرې وکړو.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه هند ته سفر کړی دی.

ډونالډ ټرمپ:د حماس او اسراییل د اوربند هوکړه د تلپاتې سولې لومړنی ګام دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «تروت سوشل» کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د هوکړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بندیان به ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به تر «توافق شوي کرښې» شا ته لاړ شي.

ټرمپ دا اقدام د تلپاتې او پیاوړې سولې لومړنی ګام بللی او دا ورځ یې د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او متحده ایالاتو لپاره یوه لويه ورځ ګڼلې ده.

هغه همداراز د دې تاریخي موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د قطر، مصر او ترکیې د منځګړتوب ستاینه کړې ده.

زلمی خلیل‌زاد:د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر هوکړې ډېر خوښ یم

0

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ایکس‌پاڼه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې پر سر د موافقې هرکلی کړی دی.

خلیل‌زاد دغه هوکړه چې د ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ شوې، د بنديانو د خوشې کېدو او د اسراییلي ځواکونو د شا تګ برخه هم پکې شامله ده، “یو د اميد ډک پړاو” بللی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې دا ګام د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوږدمهاله سولې پر لور د حرکت پیل وګرځي.