پنجشنبه, اپریل 9, 2026
Home Blog Page 261

جې شنکر:هند د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار ته تیار دی

د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس. جې شنکر ویلي، هند د افغانستان له‌خوا د اوبو د مدیریت او اوبه‌لګولو په برخه کې د همکارۍ د پراخولو او لېوالتیا هرکلی کوي او چمتو دی چې د افغانستان د اوبو د سرچینو د دوامدار مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.

نوموړي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوبو د تنظیم او زراعت په برخه کې د «ګټورې همکارۍ» یادونه کړې او ویلي، هند غواړي دا اړیکې لا پسې پیاوړې شي ترڅو د افغانستان د طبیعي سرچینو د اغېزمنې استفادې زمینه برابره شي.

فضل محمود فضلي:حاکمه ډله د پاکستان په خوښه پر کابل د بریدونو په اړه چوپ ده

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، د تاریخ په اوږدو کې دا لومړی ځل دی چې پر افغان پلازمېنه کابل د پاکستاني پوځ له‌خوا هوايي برید شوی.

نوموړی دا برید د استعماري ځواکونو د پخوانۍ لوبې تسلسل بولي.

دی وایي، چې شل کاله د پاکستان او د هغوی د نیابتي افراطیانو له لارې د افغان وژنې جګړه توده ساتل شوې وه.

فضلي زیاتوي، اوس هم حاکمه ډله د استعمار په امر چوپه ده او یوازې وایي “خیر خیریت دی”.

د ده په وینا، د افغانستان د خلاصون لپاره د وطنپالو افغانانو یووالی اړین دی او باید افغاني وطنپالنه تکفیر نه، بلکې پیاوړې شي.

سمیع سادات:د طالبانو رژیم باید نسکور شي، ترڅو د ازادۍ او عزت لپاره يو مقتدر پوځ جوړ شي

د متحدې جبهې مشر جنرال سمیع سادات د پاکستان د هوایي حملو کلک غندنه کړې او ویلي چې دا حملې غیرقانوني، تېری او زموږ پر ګران وطن واضح تجاوز دی.

نوموړي په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو رژیم د افغانستان د کمزورتیا سبب شوی او دا وضعیت د هېڅ افغان لپاره د منلو نه دی.

نوموړي ټینګار کړی، چې د طالبانو رژیم باید نسکور شي ترڅو افغانان خپله ازادي او عزت ترلاسه کړي او په هېواد کې یو مقتدر پوځ جوړ شي چې د هر ډول بهرني تیری په مقابل کې ځواکمن ځواب ورکړي.

سادات د دې غوښتنې سره یو ځای پر نړیوالو او افغانانو غږ کړی چې د متحدې جبهې له لارې همغږي او یووالی پیاوړی کړي، څو د افغانستان امنیت او حاکمیت تضمین کړای شي.

پاکستاني جټ الوتکو؛د پکتيکا برمل ولسوالۍ مرغه بازار بمبار کړی

سیمه‌ییزې سرچینو ویلي، چې تېره شپه دوولس بجې د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ په مرغه بازار باندې پاکستاني جټ الوتکو بمبار کړی؛ خو ځاني زيان نه لري.

سرچينه زياتوي چې په دې بازار کې شاوخوا ۱۰ دوکانونه په بشپړ ډول وران او ځينې سوځېدلي او د بازار د ټولو دوکانونو ښيښې هم ماتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام پاکستان پر کابل هم برید کړی وو.

د کابل تر برید یوه ورځ وروسته؛د پاکستان د پوځ ویاند نن په پېښور کې مهمه خبري غونډه کوي

ټاکل شوې چې د پاکستان د پوځ ویاند به یو مهم خبري کنفرانس ولري.

دا کنفرانس نن پېښور کې ترسره کېږي.

تر اوسه په دې اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي.

د یادونې ده چې دغه کنفرانس پر کابل تر بربد یوه ورځ وروسته ورکول کېږي.

ټي ټي پي:نور ولي محسود ژوندی دی او هغه هیڅکله کابل کې نه و

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ویلي، چې د دوی مشر نورولي محسود ژوندی دی او هغه هیڅکله کابل کې نه و.

ټي‌ټي‌پي زیاته کړې، چې موږ د کرښې پورې غاړه د پاکستان د پوځ پر وړاندې خپل جهاد ته دوام ورکوو.

ټي‌ټي‌پي د خپل مشر نور ولي محسود یوه غږیزه ثبت شوې مرکه خپره کړې، چې پکې د نېټې او وخت یادونه شوې او هغه پخپله وایي چې ژوندی دی.

راپور زیاتوي، چې د محسود څو غږیز پیغامونه په بېلابېلو رمز شوو (encrypted) ډلو کې خپاره شوي، څو د هغه د ژوند ثبوت وړاندې کړي.

بل لورته یو شمېر پاکستاني اکونټونو لیکلي، چې د کابل ښار په عبدالحق څلورلارې کې په لنډکروزر موټر کې پاکستاني جنګي الوتکو د ټي‌ټي‌پي مشر مفتي نور ولي محسود وژلی.

ذبیح الله مجاهد کابل ښاریانو ته:د چاودنې غږ اوریدل شوې، تشویش مه کوئ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په کابل ښار کې د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی؛ خو خلکو ته د اندېښنې اړتیا نشته.

نوموړي زیاته کړې، چې د پېښې د څرنګوالي معلومولو لپاره څېړنې روانې دي او تر اوسه د مرګ‌ژوبلې یا زیانونو په اړه کوم راپور نه‌دی ترلاسه شوی.

مجاهد داسې مهال دا څرکندونې کوي چې د کابل ښار اوسیدونکي وایي، چې پاکستاني جیټ الوتکو د کابل په هوایي ډګر او د کارته نو باګرامیو کې نظامي ځایونه په نښه کړي دي.

په کابل د پاکستان بریدونه؛یو برید عبدالحق څلور لارې کې په لنډ کروز موټر شوی او بل د کارته نو په یو کور شوی

یو شمېر باوري سرچینو په تازه معلوماتو کې حماسه میډیا ته ویلي، نن ماښام په کابل ښار کې دوه جلا ډرون بریدونه یو د عبدالحق څلور لارې په سیمه کې ترسره شوی، چې پکې یو لنډکروزر موټر ویشتل شوی دی.

د سرچینو په وینا، بل برید بیا د کارته نو په سیمه کې په یو استوګنیز کور شوی دی.

تر اوسه معلومه نه ده چې په دغه بریدونو کې څوک په نښه شوي.

د کابل هوایي ډګر د چاودنو جزیات؛پاکستان جیټ الوتکو د کابل هوایي ډګر او کارته نو باګرامیو کې څو نظامي ځایونه په نښه کړي

یوې باوري سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي حماسه میډیا ته وویل چې پاکستاني جیټ الوتکو د کابل هوایي ډګر او د کارته نو باګرامیو کې نظامي ځایونه په نښه کړي دي.

تردې مهاله د اوښتې زیان په اړه مالومات نشته.

هڅه مو وکړه په دې اړه د طالبانو د کابل امنیه قوماندانۍ او کورنیو چارو وزارت نظر واخلو خو هغوې په دې اړه څه ونه وویل.

دا خبر وروسته بشپړیږي.

کابل هوایي ډګر ته څیرمه؛ د ډزو او چاودونو غږونه اوریدل شوي

د کابل هوایي ډګر ته څیرمه د چاودنو او ډزو غږونه اوریدل شوي.

د سیمې اوسیدونکو حماسه میډیا ته وویل چې د هوایي ډګر شاوخوا څخه د سختو ډزو او پرلپسې چاودنې اوریدل کیږي.

طالبانو تردې مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.