نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر وسلهوال برید شوی دی.
یو شمېر سرچینو ویلي چې هغه د برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
د دغه برید د انګیزې او حالت په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.
نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د سیاسي چارو پر شنونکي سلیم پیګیر وسلهوال برید شوی دی.
یو شمېر سرچینو ویلي چې هغه د برید وروسته روغتون ته لېږدول شوی دی.
د دغه برید د انګیزې او حالت په اړه نور جزئیات نه دي څرګند شوي.
په قطر کې د طالبانو حکومت سفیر سهیل شاهین وایي، د هند او افغانستان ترمنځ د اړیکو لوړولو مسئله د امیرخان متقي د سفر اصلي محور دی.
هغه د CNN سره په مرکه کې ویلي چې د هند لهخوا د “اسلامي امارت” د رسمیت پېژندنه به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم عادي کړي.
شاهین زیاته کړې، “اسلامي امارت” هېچا ته د افغانستان د خاورې د نېولو اجازه نه ورکوي، او د بشري حقونو په اړه نړیوال تبلیغات له حقیقت لرې دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امکان لري د روانې اوونۍ په پای کې د غزې د اوربند د هوکړې د پلي کېدو او پرمختګ لپاره منځني ختیځ ته سفر وکړي.
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې ویلي، خبرې د هوکړې د ترلاسه کېدو ډېرې نږدې مرحلې ته رسېدلې دي او کېدای شي د شنبې په ورځ دغه سفر ترسره کړي.
هغه زیاته کړې چې د ده د مذاکرې ټیم دا مهال په مصر کې د هوکړې د وروستیو جزئیاتو د بشپړولو لپاره له لورو سره لیدلي دي.
د حماس او اسراییل جګړه چې له تېر اکتوبر راپدېخوا روانه ده، د منځني ختیځ له خونړیو بحرانونو څخه ګڼل کېږي، او په دې وروستیو کې مصر او قطر د امریکا په ملاتړ د اوربند او د بندیانو د خوشې کېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې او د بنديانو د خوشې کولو د هوکړې هرکلی کړی او له دواړو لورو یې غوښتي چې په بشپړ ډول دې هوکړې ته ژمن پاتې شي.
ګوترېش ټینګار کړی چې جګړه باید «یو ځل او د تل لپاره» پای ته ورسېږي، او د بشري مرستو د بېځنډه او ازاد لاسرسي ترڅنګ یې د تجارتي توکو د استولو غوښتنه هم کړې ده.
هغه له لورو وغوښتل چې له دې فرصت څخه د دوو دولتونو د حل لارې د پلي کېدو، د فلسطیني ولس د خپلواکۍ حق د پېژندنې او د دواړو ملتونو د امن او سولهییز ژوند لپاره ګټه واخلي.
ګوترېش د دې موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د امریکا، قطر، مصر او ترکیې هڅې وستایلې او زیاته یې کړه چې اوسنی وضعیت «تر بل هر وخت ډېر حساس» دی.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته نوي ډهلي کې تود هرکلی شوی دی.
جیسوال په خپله ایکسپاڼه لیکلي: «موږ د هغه له راتګ خوښ یو او تمه لرو چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو موضوعاتو په اړه مفصلې او رغوونکې خبرې وکړو.»
د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه هند ته سفر کړی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «تروت سوشل» کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د هوکړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بندیان به ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به تر «توافق شوي کرښې» شا ته لاړ شي.
ټرمپ دا اقدام د تلپاتې او پیاوړې سولې لومړنی ګام بللی او دا ورځ یې د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او متحده ایالاتو لپاره یوه لويه ورځ ګڼلې ده.
هغه همداراز د دې تاریخي موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د قطر، مصر او ترکیې د منځګړتوب ستاینه کړې ده.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ایکسپاڼه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې پر سر د موافقې هرکلی کړی دی.
خلیلزاد دغه هوکړه چې د ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ شوې، د بنديانو د خوشې کېدو او د اسراییلي ځواکونو د شا تګ برخه هم پکې شامله ده، “یو د اميد ډک پړاو” بللی دی.
هغه هیله څرګنده کړې چې دا ګام د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوږدمهاله سولې پر لور د حرکت پیل وګرځي.
د قطر لومړي وزیر اعلان کړی چې منځګړیو هېوادونو د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د پلي کېدو پر ټولو مفادو او کړنلارو هوکړه کړې ده.
دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک اعلان وکړ.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، «د خدای په مرسته» به ټول اسیران بېرته هېواد ته راستانه شي.
د قطر لومړي وزیر زیاته کړې چې دا موافقه به د جګړې د پای، د اسراییلي او فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو او د بشري مرستو د داخلېدو سبب شي.
د فرانسې خبري اژانس ویلي چې ۲۰ ژوندي اسراییلي بندیان به د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي او دا تبادله به د موافقې د عملي کېدو له پیل څخه په ۷۲ ساعتونو کې ترسره شي.
راپورونه وايي موافقتنامه به د پنجشنبې په ورځ د غرمي پر وخت لاسلیک شي او په راتلونکو ورځو کې به د بندیانو خوشې کېدل پیل شي؛ د دغه توافق عمومي چوکاټ او د جنګ د لومړي پړاو نور جزئيات هم د منځګړو هېوادونو تر منځ په خبرو کې ترتیب شوي دي.
د راپورونو له مخې، که موافقه په بشپړ ډول عملي شي؛ نو اسراییلي اسيران به ژر تر ژره خوشې شي او په بدل کې به له زندانونو له شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو شمېر خوشې کېدل پیل شي؛ خو د عملي تطبیق او مهالویش په اړه لا هم ستونزې او پوښتنې شته.
د پاکستان د مخابراتو ادارې (PTA) خپلو کاروونکو ته د خبرداري پیغامونه لیږلي.
په دغه پیغام کې خلکو ته ویل کېږي چې د دښمن هېواد استخباراتي ادارې د ټولنیزو شبکو له لارې د دندو د اعلان په نوم ځوانان دوکه کوي او د حساسو ځایونو انځورونه او موقعیتونه ترې غواړي.
دوی په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.