سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 263

د حماس چارواکی:د حماس له لوري د وسلو د سپارلو او اوربند د خبرو په اړه راپورونه دروغ دي

0

د حماس یو لوړپوړي چارواکي محمود مرداوي د اوربند د خبرو او د وسلو د سپارلو په اړه خپاره شوي راپورونه ناسم بللي دي.

هغه ویلي: «هغه څه چې خپاره شوي، بې‌اساسه دي او موخه یې د حماس د دریځ تحریف او د عامه افکارو ګډوډول دي.»

له دې وړاندې د «العربیه» شبکې د حماس د یوې سرچینې په حواله راپور ورکړی و، چې دغه ډلې د قطر له لارې د امریکا له لوري د اسراییلي ځواکونو د دایمي شاتګ تضمینونه ترلاسه کړي او د وسلو د سپارلو موافقه یې کړې ده.

خو محمود مرداوي دا ادعاوې رد کړې او ټینګار یې کړی چې د حماس رسمي دریځ به یوازې د دې ډلې د مشرتابه له لوري اعلانېږي.

د اسراییل لوی درستیز:په غزه کې اوربند نشته؛ که سیاسي هڅې ناکامې شي بیا به جګړه پېلېږي

0

د اسرائیل د پوځ لوی درستیز ایال زمیر وایي، جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او پوځ باید هر وخت د دفاع او د جګړې د بیا پیل لپاره چمتو وي.

هغه د نتساریم د لوېدیځې برخې د لیدنې پر مهال ویلي، د یرغمل شویو ازادول د جګړې یو مهم هدف او لاسته راوړنه ده.

زمیر زیاته کړې چې په غزه کې اوربند نه شته؛ خو د عملیاتو وضعیت بدل شوی، او که سیاسي هڅې بریالۍ نه شي، اسرائیل به یو ځل بیا جګړه پیل کړي.

د هوا پیژندنې ادارې؛د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د ورښتونو او احتمالي سېلابونو خبرداری ورکړی دی.

د یاد ریاست په وینا، سبا په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، کابل، پنجشیر، پروان، میدان وردګ، لوګر، خوست او پکتیا ولایتونو کې بارانونه کېږي.

راپور زیاتوي، چې د ورښت اندازه به د ۱۰ تر ۳۵ ملي مترو پورې وي او په ځینو سوېل ختیځو او مرکزي ولایتونو کې به بادونه د ساعت په ۸۰ کیلومتره چټکۍ سره لګېږي.

حامد کرزی:یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستو غوښتنه کوم

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي یو وار بیا د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو پرانېستو غوښتنه کړې.

هغه د ښوونکو هڅې ستایلي او ویلي یې دي، چې د افغانانو ویاړونه د دوی د هڅو پایله ده.

د یادونې ده، چې نن د ښوونکي ورځ په داسې حال کې را رسیږي، چې افغانستان کې لاهم له شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړل شوي دي.

ذبیح الله مجاهد:په کندهار کې د والیانو او ولسوالانو درې ورځنی سمینار پیل شو

د طالبانو حکومت له لوري په کندهار کې د ټولو والیانو او ولسوالانو لپاره درې ورځېنی سمینار جوړ شوی دی.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې په دې سمینار کې د هغوی د کاري استقامت، د قوانینو د ښه تطبیق او د خلکو سره د ښه چلند پر اهمیت معلومات ورکول کیږي.

نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

ګلګت بلتستان؛نامعلومو کسانو د اهل سنت والجماعت پر مشر برید کړی

په ګلګت کې د اهل سنت والجماعت د ګلګت-بلتستان مشر مولانا قاضي نثار احمد او د هغه ساتونکی د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې ټپیان شوي دي.

برید د نگر کالونۍ په سیمه کې پر موټر شوی.

امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او د لټون عملیات روان دي.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلی.

عبدالمتین قانع:د شپې تر نهو بجو وروسته د پټاقیو کارول منع دي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې وزارت د یوې پرېکړې له مخې خلکو ته اجازه ورکړې، څو د خوښۍ د نمانځلو پر مهال تر ماښام ۸ یا ۹ بجو پورې په محدود ډول پټاقۍ وکاروي.

قانع له یوې خصوصي رسنۍ سره په مرکه کې څرګنده کړې چې له دې وخت وروسته د پټاقیو کارول منع دي، او هغه کسان چې دا اصول مات کړي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

ملګري ملتونه:نړیواله ټولنه دې د افغانستان په ښاري زیربناوو کې پانګونه وکړي

د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام (یوان‌هابیتات) ویلي چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان د ښارونو په بنسټیزو زیربناوو او اساسي خدمتونو کې پانګونه وکړي.

دغه څرګندونې د نړېوال د استوګنې د ورځې له لمانځلو مخکې شوې دي.

یوان‌هابیتات ویلي، د افغان کډوالو د ستنېدونکو شمېر په ښارونو کې په چټکۍ سره زیات شوی، چې د ښاري خدمتونو پر ظرفیتونو یې فشار راوستی دی.

یاد سازمان نن په یوه پیغام کې ویلي چې د ښاري زیربناوو پراختیا به د افغانستان ښارونه د نفوسو له بدلونونو سره لا مقاوم کړي، د خدمتونو ظرفیت به لوړ کړي او د دوامدار پرمختګ زمینه به برابره کړي.

امیرخان متقي؛د هند له لوړپوړو چارواکو سره به د اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د اکتوبر له ۹مې تر ۱۶مې پورې هند ته سفر کوي.

د راپورونو له مخې، نوموړی به د هند د بهرنیو چارو له وزیر ایس. جې شنکر او د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري.

د سفر پر مهال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سفارتونو کچې ته د اړیکو د لوړولو او د قونسلګري خدماتو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وشي.

سوریه؛د نوې دورې پارلماني ټاکنې نن پیل شوې

0

د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د نظام له نسکورېدو وروسته، د دغه هېواد د پارلمان د نویو استازو ټاکنو لپاره نن د ټاکنو کمېسیونونه راټول شوي دي.

د ولسمشر احمد شرع په مشرۍ، چې د تېر دسمبر په میاشت کې واک ته رسېدلی، دغه ټاکنې د جګړې او بې‌ثباتۍ له اوږدې دورې وروسته د ده د واک د ټینګېدو مهمه ازموینه بلل کېږي.

په ټاکنو کې شاوخوا ۶۰۰۰ استازي د سیمو له لارې په غیرمستقیم ډول رایه ورکوي، چې د ورځې له ۹ بجو پیل او د مازیګر تر ۵ بجو دوام کوي.

له ۲۱۰ پارلماني چوکیو څخه دوه پر درې به د رایې له لارې ډکې شي، خو وروستۍ یو پر درې برخه به خپله ولسمشر وټاکي.

چارواکي وايي، د جګړې او د خلکو د بې‌ځایه کېدو له امله د عمومي رایې ورکونې پر ځای دغه سیستم غوره شوی؛ خو منتقدان دا ټاکنې نیمګړې بولي.