جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 248

د طالبانو حکومت؛د هوايي کارګو بیې کموي؛ صادرات په یو ډالر او واردات په ۸۰ سنټه لېږدول کېږي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په تازه غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت ته سپارښتنه شوې چې د هوايي کارګو له لارې صادراتي توکي په هر کیلو یو ډالر او وارداتي توکي په هر کیلو ۸۰ سنټه انتقال کړي.

همدارنګه، مالیې وزارت او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده سپارل شوې چې د اړوندو فیسونو ۹۰ سلنه تخفیف نافذ کړي، څو د هوايي ترانسپورټ لګښتونه ښکته او د سوداګرۍ بهیر لا اسانه شي.

دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې صادرات زیات، واردات ارزانه او د هېواد سوداګریز فعالیتونه پیاوړي شي.

ننګرهار؛غني‌خیلو ولسوالۍ کې جومات کې چاودنه شوې

د ننګرهار د غني‌خېلو ولسوالۍ د ۲۹ کانال درېیم بلاک کې په یوه جومات کې چاودنه شوې چې له امله یې د جومات ملا امام ټپي شوی دی.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې چاودنه د سې شنبې په سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې او جومات یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.

دوی زیاتوي چې په دې پېښه کې قرآن کریم او یو شمېر مذهبي کتابونه هم سوځېدلي دي.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه تر اوسه کره معلومات نه‌دي تر لاسه شوي او د طالبانو حکومت هم تر اوسه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

اندریکا راتوت:نړۍواله ټولنه دې د ۹۰۰کلن جام منار د ژغورلو لپاره بېړنی اقدام وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتوت د غور ولایت د نږدې ۹۰۰ کلن جام منار لیدنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې تاریخي میراث د ژغورنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، چې جام منار د افغانستان او نړۍ دواړو ګډ فرهنګي ارزښت دی او باید له له‌منځه تلو وژغورل شي.

جام منار چې د ۱۲مې پېړۍ یادګار او د اسلامي معمارۍ مهمه بېلګه ده، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونسکو په نړۍوال میراث کې شامل دی او د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

ذبیح الله مجاهد:د جمعیت علمای اسلام مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف په بې رحمانه وژنې سخت خواشیني یو

د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف د بې‌رحمانه وژنې په اړه خواشيني څرګنده کړې.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف صاحب د بې رحمانه شهادت له امله سخت خواشیني یو.»

نوموړي د هغه کورنۍ، خپلوانو، د جمعیت علمای اسلام ګوند او د پاکستان ملت ته یې د تعزیت او تسلیت پېغام ورکړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې مولانا عبدالسلام، چې د ابو بکر صدیق مدرسې مشر او د جمعیت علما اسلام د ولایتي شورا غړی و، په ډزو وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:له امیرخان متقي سره د اسحاق ډار د تلیفوني تماس ادعاوې ناسمې دي او حقیقت نه‌ لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ ادعاوې رد کړې دي.

اسحاق ډار ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله له هغه سره اړیکه نیولې؛ خو د طالبانو حکومت دغه څرګندونې له واقعیت څخه لرې بللي دي.

د وزارت د ویاند حافظ ضیا احمد تکل په وینا، د دواړو لورو ترمنځ لومړنی ټیلیفوني تماس د متقابل تفاهم له مخې شوی و.

د تکل په خبره، په دې مکالمه کې ښاغلي ډار څرګنده کړه چې د موضوعاتو په اړه بشپړه خبرتيا نه لري او وروسته به بیا اړیکه نیسي، چې له همدې امله دوهم تماس هم ترسره شو.

د تکل په وینا، یوه ورځ وروسته د پاکستاني وزیر هڅه شوې اړیکه د تخنیکي او نورو عواملو له امله عملي نه شوه.

تکل زیاتوي چې د هېوادونو اړیکې باید د متقابل احترام او واقعیت‌محور تعامل پر بنسټ ولاړې وي، او د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو له روحیې سره په ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تل یې هڅه کړې له ګاونډیانو سره د احترام او مثبت تعامل اړیکې وساتي، او تمه لري چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم د حقایقو په سمه انعکاس ته پاملرنه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر:په ۲۰۲۱ کال کې کابل کې د چای پیالې څښل موږ ته په لوړه بیه تمام شو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار وايي، هغه شېبه چې د آی‌اېس‌آی پخواني مشر په ۲۰۲۱ کال کې کابل ته د سفر پر مهال د چای پیاله پورته کړې وه، اسلام‌اباد ته په لوی زیان تمامه شوې ده.

ښاغلي ډار د پاکستان د سنا جرګې غونډې ته د وینا پر مهال دغه پېښه ستره تېروتنه وبلله او ټینګار یې وکړ چې ورته عمل باید هېڅکله بیا تکرار نه شي.

نوموړي ادعا کړې چې له هغه وخته چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت واکمني راغلې، په پاکستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي.

بل لورته د طالبانو حکومت د دغه دریځ د ردولو ترڅنګ وايي، د پاکستان امنیتي ستونزې د هغه هېواد د کورنیو او پالیسۍ جوړښتونو پورې تړلې دي، نه د افغانستان وضعیت پورې.

رویټرز:امریکا غواړي په غزه کې دوه کلنه نړیواله قوه ځای پر ځای کړي

0

د یوې تازه مسودې پر بنسټ چې رویټرز ته رسېدلې ده، امریکا ښايي له ملګرو ملتونو وغواړي څو په غزه کې دوه کلن نړیوال ځواک ته واک ورکړي.

د دغه مسودې له مخې، نړیوال ځواک به د ملکي خلکو ساتنه وکړي، د بشري مرستو خوندیتوب یقیني کړي، او د وسله‌والو ډلو د فعالیت مخه به نیسي.

راپور وایي، امریکا خپل سرتېري نه استوي، خو له څو هېوادونو لکه اندونیزیا، متحده عربي اماراتو، مصر، ترکیې او آزربایجان سره یې خبرې کړي چې برخه واخلي.

تر اوسه معلومه نه ده چې امریکا به کله دا مسوده په رسمي توګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړي، خو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې د شورا له غړیو سره مشورې روانې دي.

زهران ممداني؛د ډیمکورات ګوند مسلمان غړی د نیویارک ښاروالۍ لومړنیو ټاکنو کې بریالی شو

0

زهران ممداني، د ۳۳ کلونو ډيموکرات سوسياليست، د نيويارک د ښاروالۍ د ډيموکرات ګوند په لومړنيو ټاکنو کې بريالی شو او په دې توګه د نيويارک د لومړني مسلمان ښاروال په توګه خپله لاره روښانه کړه.

پخواني والي اندرو کومو، چې د بريا ګټونکی ګڼل کېده، د ممداني پر وړاندې خپله ماتې ومنله.

د لومړنۍ رايې شمېرلو وروسته، ممداني ۴۳.۵٪ او کومو ۳۶.۴٪ رايې ترلاسه کړې.

ممداني، چې له پرګرسيو کاندید براډ لينډر سره همغږي کړې، د ځوانو رایه ورکوونکو پراخه ملاتړ ترلاسه کړ او په خپله وینا کې يې وویل: «نن شپه موږ تاريخ جوړ کړ».

د نيويارک ښار د رنکد چويس ووټنګ سیسټم له امله، د دویمې انتخابي دورې رايې هم شمېرل کېږي، خو ممداني د نومبر په ۴مه د ښاروالۍ ټاکنو لپاره غوره کانديد ګڼل کېږي.

رویټرز:واشنګټن د سعودي عربستان د ۴۸ اف-۳۵جنګي الوتکو د پیر غوښننه ارزوي

0

د رویټرز د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ حکومت د سعودي عربستان هغه غوښتنه ارزوي چې غواړي ۴۸ پرمختللې اف-۳۵ جنګي الوتکې وپېري.

دغه څو میلیارد ډالري معامله، چې تازه یې یو مهم پړاو په پنتاګون کې تېر کړی، د محمد بن‌سلمان د واشنګټن له سفر سره هم‌مهاله ده.

راپور زياتوي، پنتاګون له میاشتو راهیسې پر دې معامله کار کوي او اوس موضوع د دفاع وزیر تر کچې رسېدلې، خو لا وروستی تصمیم نه‌دی نیول شوی.

همدا رنګه د امریکا د قوانینو له مخې، داسې معاملې باید د اسرائیلو پوځي برتري خوندي وساتي؛ چې اسرائیل اوس د اف-۳۵ یوازینی لرونکی هېواد دی.

سعودي عربستان، چې د امریکا ستر پیرودونکی دی، غواړي له دې لارې د خپل هوايي ځواک نوسازي وکړي او د ایران له احتمالي ګواښونو سره مقابله وکړي.

امریکا؛په کینټکي ایالت کې د UPS بار وړونکې الوتکه سقوط شوې

0

د امریکا د فدرالي هوايي چلند ادارې (FAA) اعلان کړی چې د UPS هوايي شرکت د ۲۹۷۶ شمېرې الوتکه د کینټکي ایالت د لوېوېل ښار په محمد علي نړیوال هوايي ډګر کې له الوتنې وروسته سقوط شوې ده.

د UPS شرکت ویلي، دوی د پېښې په اړه خبر دي او د خپلې الوتکې د سقوط په تړاو له اړوندو ادارو سره همغږي دي.

د لوېوېل پولیسو ویلي، د ښار بېلابېلې بیړنۍ ادارې د سقوط ځای ته، چې د فرن‌وېلي او ګرېډلین سیمو ته نږدې موقعیت لري، رسېدلې دي.

د فدرالي ادارې په وینا، دا MD-11 ډوله بار وړونکې الوتکه د هاوايي ایالت هونولولو ښار ته روانه وه، او په کې درې تنه عمله موجوده وه.